مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((٤))
دولتي فرهنګي ټولنې

تر ١٣٥٩ل کال وروسته په کابل ښار کې د دولت په چوکاټ کې او د دولت د مالي لګښت په مرسته يو شمېر فرهنګي ټولنې منځته راغلې. د ژورناليستانو، ليکوالو او هنرمندانو ټولنې هغه درې ټولنې وې، چې په دولتي فرهنګي فعاليتونو کې ډېرې زياتې مطرح او د خپل ټول ژوند په اوږدو کې يې ګڼ شمېر علمي او هنري غونډې او سيمينارونه جوړ کړي او هم يې ګڼ شمېر کتابونه خپاره کړي دي. دې هرې ټولنې ځانته يو خپرنى ارګان او نور نشرات درلودل. د ژورناليستانو اتحاديې د (سباوون)) په نوم يوه ذوقي، هنري او ادبي مياشتنۍ مصوره مجله خپروله، د هنرمندانو اتحاديې هم د ((هنر)) په نوم يوه ځانګړې مجله خپروله او هم يې د هنرمندانو لپاره بېلابېل هنري انجمنونه جوړ کړي وو. کله چې په کابل کې جګړه پيل شوه، نو په دې ټولو خواوو زلزله خوره شوه، اکثره ليکوالو او هنرمندانو د جګړې، اقتصادي ستونزو او نورو کړاوونو له کبله کابل پرېښود. ددې انجمنونو د فعاليت ساحه ورځ پر ورځ تنګېدله، په نتيجه کې يې د کار ساحه ډېره محدود وه او بيا وروسته بېخي له منځه يوړل شوه. ددې انجمنونو د مانيز زيان ترڅنګ د هغو د ودانيو فزيکي زيان هم د زياتې اندېښنې وړ دى.
د افغانستان د ژورنالستانو اتحاديه، چې د افغانستان بانک سره متصل موقعيت لري، د څو توغنديو اور ورته وررسېدلى، د اتحاديې دوه پوړيزه ودانۍ سخته ويجاړه شوې، د اتحاديې د کنفرانسونو او سيمينارونو تالار، چې په ډېره ښکلې بڼه او د ټولو امکاناتو او وسايلو په درلودلو سره جوړ شوى و، بېخي له منځه وړل شوى. د ودانۍ دويم پوړ ته هم درانه زيانونه اړول شوي او هم د دفترونو اکثره وسايل او وسايط غلا شوي، د ودانۍ نورې برخې ته هم زيات زيان اړول شوى دى. اوس نو که څوک وغواړي، چې دا ودانۍ بېرته همغه لومړني شکل ته واړوي، نو تر يو مليون ډالرو زيات لګښت ته په کې اړتيا شته. د هنرمندانو اتحاديې ته، چې په وزيرمحمداکبرخان مېنه کې يې موقعيت درلود، هم د توغنديو د لګېدو له امله زيان وراړول شوى دى. دغه راز د نوموړو اتحاديو هغه وسايط هم غلا شوي، چې دې انجمنونو پخوا درلودل او بيه يې سلګونو مليونو افغانيو ته رسېږي. د دفترونو د وسايلو ترڅنګ د نوموړو انجمنونو هغه شمېر کتابونه او نور نشرات، چې دې انجمنونو وخت پر وخت خپاره کړي وو، هم يا چور او يا هم وسېزل شول. يو شمېر نور مهم اثار چې تراوسه يې لا د تبليغ، نشر او خپرېدو امکان نه و پيدا کړى، هم تباه کړاى شول. دلته به د ليکوالو انجمن برخليک ددې ډول انجمنونو د بېلګې په توګه لږ په تفصيل سره تر څېړنې لاندې ونيسو:
د افغانستان د ليکوالو ټولنه:
د افغانستان د ليکوالو ټولنه پر ١٣٥٩ل کال د هغه وخت د دولت په چوکاټ کې د يو ټولنيز فرهنګي سازمان په توګه جوړه شوه. د ليکوالو انجمن تر ١٣٧١ل کال پورې ښه په خلاص مټ او زغرده توګه د يادونې وړ کارونه ترسره کړل.
په ياده شوې موده کې د ليکوالو انجمن له خوا تر سلو زياتې لويې او وړې علمي، ادبي او هنري غونډې جوړې شوي دي. دې ټولنې د خپلو فرهنګي کارونو د لا ښه سمبالښت لپاره په ځينو ولايتونو او هم د کابل ښار په بېلابېلو موسسو او علمي مرکزونو کې خپلې او د ځوانانو د ادبي انجمن څانګې پرانيستې وې.
له ١٣٥٩-١٣٧١ کال پورې د ليکوالو انجمن په پښتو او دري ژبو په ټوليز ډول تر ١٥٠ عنوانو څخه زيات علمي، ادبي، تاريخي او هنري کتابونه چاپ کړي او هم يې په پښتو او فارسي ژبو د ((ژوندون)) ځانګړې ادبي مجله او د ((قلم)) په نوم ادبي جريده له خپل مهالوېش سره سم په ډېره ښه علمي او طباعتي کچه خپرې کړې دي.
د ليکوالو ټولنې د خپرو شوو اثارو عمومي شمېر (٢٥٠٠٠٠) ټوکو په شاوخوا کې دى. له ياد شوي رقم څخه (١٥٠٠٠٠) ټوکه کتابونه د نوموړي انجمن د کتاب ساتنې په زېرمه ځايونو او هم په کتابتونو او کتاب پلورنځيو کې خوندي وو. د ١٣٧١ ل کال د ثور مياشتې تر لومړۍ لسيزې وروسته چې په کابل ښار کې کوم جنګونه پيل شول، نو دا کتابونه ټول يا چور او يا وسېزل شول.
زما د خپلو سترګو ليدلى حال دى؛ تر ياد شوي تاريخ څخه وروسته زه يوه ورځ د ليکوالو انجمن ته ورغلم، د ليکوالو په انجمن کې يوه پوځي اډه جوړه شوې وه.
د انجمن ټولې څوکۍ، مېزونه او د دفترونو نور وسايل مات او چور شوي وو؛ کتابونه له الماريو څخه راغورځول شوي او په خونو کې ډېرۍ پراته وو. د ځينو کوټو بامونه سوري شوي وو او د باران اوبه همداسې دننه په خونو کې پر کتابونو څڅېدلې.
له کتابونو څخه لږ څه لرې هلته په کوچنۍ کوټه کې يو نسبتاً لوى دېګى ايښودل شوى و. دا هغه دېګى و، چې تنظيميانو ته په کې غرمنۍ او ماښامنۍ تيارېدله. د دېګي ترڅنګ په لسګونو کتابونه، لکه د خښتو په څېر سر پر سر ايښودل شوي وو او يو يو تر دېګي لاندې د سرو لمبو خولې ته اچول کېده.
ښه مې په ياد دي، يوه ورځ له يوه استاد سره د ليکوالو انجمن ته لاړم، له يو څه وېرې سره سره د ليکوالو انجمن ته وردننه شوو. استاد نېغ په نېغه هغې خونې ته ورغى، چې کتابونه په کې ايښودل شوي وو. هغه د خپل درې کلن زيار (خپل کتاب) د پلټلو او ميندلو په خاطر هغې خونې ته ورغى. هغه د خاورو او دوړو له منځه خپل نازولى اولاد (کتاب) راووېست، په خپل زنګانه يې وواهه او ويې څانډه، دوړې او ګردونه ترې لاړل، په خپل کتاب يې د ليدو مينه نه وه ماته شوې ځکه چې هغه نوى چاپ شوى و او تراوسه يې لا د بازار سترګې هم نه وې ليدلې. دواړه له خونې راووتو. استاد د خپل اثر څو جلده نور هم راواخيستل، ما ته يې وويل دا به هم واخلو، چې له مرګه بچ شي. کله چې له دې خونې راووتو، نو د يو ټوپکوال سترګې راباندې ولګېدې له ((چيس چيس؟)) اواز سره يې راباندې غږ وکړ او بيا يې د لاس په اشاره د ځان خواته وغوښتو. کله چې يې د استاد په لاس کې کتابونه وليدل، نو وې ويل: (( چيست ده بغلت؟)) له دې سره يې لاس را اوږد کړ او د استاد له لاسه يې د هغه (اولادونه) واخيستل. يو څوګامه وړاندې تر تور دېګي لاندې سرې لمبې بيا په مستۍ راغلې او دا کتابونه يې هم ددې لمبو غېږې ته ګوزار کړل. استاد ما ته وکتل او ما هغه ته. په سترګو کې يې د قهر او نهيلۍ لمبې تاوې شوې، خپل تندى يې د لاس په دوو ګوتو ټينګ کېکاږه او دواړه په يوې دردېدلې چوپتيا له انجمنه ووتو.
تر هغه وروسته زه بيا هم څو ځلې انجمن ته لاړم، خو يوازې پر همهغه تور دېګي او سرو لمبو مې سترګې لګېدې، چې يوه ګړۍ هم له نغري څخه نه کښته کېده.
يوه ورځ مې سوچ وکړ داسې يو څوک پيدا کړم، چې د دوى په ژبه پوه وي، په خوى او بوى يې بلد وي او په يوه کاسه يې ورسره ډوډۍ خوړلې وي، خو په پاى کې مې داسې يو څوک پيدا کړ، له هغه سره يو ځاى انجمن ته لاړم، غرمه رانږدې وه، يو ځل بيا مې پر دېګي سترګې ولګېدې، د لمبو غورس ترې پورته کېده، يو تن يې تر څنګ ناست و، يو يو کتاب يې نيمايي کاوه او بيا يې تر دېګي لاندې د اور کومي ته اچوه. کله چې پر موږ د پوستې د قوماندان سترګې ولګېدې، نو زما د همڅنګ په ليدو ډېر خوشاله شو او تر سلام دمخه يې وار له واره وويل: (( کجا استى بادار؟ درکايت نيس، مرا تنا ماندى تو رفتى چکرايته ميزنى؟)). ((قومندان)) د خولې مزي نور هم سستول، خو زما د همڅنګ په اشاره يې ځان کنټرول کړ. تر دې خبرو وروسته لومړى زما همڅنګ او بيا ما ورسره روغبړ وکړ. بيا هغه دننه خونې ته وبللو، دا هغه خونه وه چې پخوا په کې ( د افغانستان د ليکوالو د انجمن رئيس) د کار دفتر و. څوکۍ، مېزونه ټول مات او کړوپ شوي وو، له دفتر څخه فرش ټول شوى و او کوچونه په برچو سوري شوي وو، په خونه کې څو تنه نور هم ناست وو، د کوټې د متن په ځينو ځايونو کې د نسوارو شين رنګ له ورايه څرګندېده، په فضا کې د چرسو او سګرټو لوګيو او بوى خپلې حلقې جوړې کړې وې. زموږ له ناستې سره سم زما همڅنګ (( قوماندان صاحب)) ته زما د مشکل يادونه وکړه.
بيا ((قوماندان صاحب)) مخ راواړاوه او د خپلې ((ځوانۍ په شنګ)) يې راته وويل: (( برو بيادر تمام تاميرا در خدمتت است هر قدر که پاليدى از تو باشه، پيش چرا نامدى که به کتابا سيرت ميکدم حالا خو چيزى نه مانده باشه. از روزيکه ما امديم، بچه ها سرش ديگ پخته ميکنه)).
کله چې زه د خپلې شعري مجموعي په لټه کې شوم او هغو خونو ته لاړم، چې پخوا په کې د کتابونو ګودام و، هېڅ شى مې هم په نظر رانغلل، يوازې څو ګردجنې پاڼې مې وليدې، چې په هره خونه کې تيت و پرکې پرتې وې. دا و د ليکوالو د انجمن د کتابونو په باب زما د سترګو ليدلى حال.
د افغانستان د ليکوالو انجمن پر خپلو چاپ شويو کتابونو سربېره يو بل ډېر مجهز او بډايه کتابتون هم درلود، چې خپله انجمن په مقر کې جوړ شوى و. په ټوليزه توګه په دغه کتابتون کې په بېلابېلو کورنيو او بهرنيو ژبو د (٣٠٠٠) عنوانو په شاوخوا کې ډېر ګټور او مهم علمي، ادبي، تاريخي، سياسي او هنري کتابونه موجود وو. دا کتابتون هم له خپلو ټولو وسايلو سره له منځه وړل شوى دى.
ددې کتابونو د مانيز زيان او ارزښت د حد ټاکل ناشونى کار دى، خو له مالي پلوه که د هر يو ټوک کتاب بيه دوه امريکايي ډالره اټکل کړو، نو د ليکوالو انجمن په کتاب ساتنځايونو کې د (١٥٠٠٠٠) ټوکو کتابونو مالي لګښت به (٣٠٠٠٠٠) امريکايي ډالره شي. دغه راز د ليکوالو انجمن د مطالعې په کتابتون کې چې په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو ژبو (٣٠٠٠) عنوانه کتابونه موجود وو که په اوسط ډول د کتابتون له نورو وسايلو سره يوځاى د هر کتاب بيه (٨) امريکايي ډالره اټکل کړو، نو (٢٤٠٠٠) ډالره به شي. په دې ډول به په ټوليز ډول ددې کتابونو مالي زيان (٣٢٤٠٠٠) ډالره شي. دغه راز د ليکوالو انجمن درېو ودانيو او د هغو ټولو لوازمو ته هم درانه فزيکي زيانونه اړول شوي، چې بيا جوړونه يې لکونه ډالر اټکل کېدى شي. سربېره پر دې د ټولنې مهالنۍ خپرونې هم زيانمنې شوې دي. تر ١٣٧١ل کال وروسته د ((قلم)) جريدې او د ((ژوندون)) مجلې د ګوتو په شمار ګڼې خپرې شوې او يو وخت لا داسې هم راغى چې دا ټولې خپرونې پر ټپه ودرېدلې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery