د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه
((٥))
خپلواکې فرهنګي ټولنې
د ١٣٦٥- ١٣٧٠ کلونو په موده کې په کابل کې واکمنو هڅه وکړه، چې د ديموکراسۍ تمثيل
وکړي. په همدې وجه يې يو لړ ازادو(!) سياسي سازمانونو او ټولنو ته د فعاليت اجازه
ورکړه.
په کابل کې يو شمېر فرهنګي ټولنې جوړې شوې، دا ټولنې ظاهراً خپلواکې ښکارېدلې، خو
داسې نښې نښانې هم څرګندې شوې وې، چې له دې ټولنو څخه يې له ځينو ځانګړو دولتي
ادارو سره لارې درلودې.
په دې فرهنګي ټولنو کې د ناصر خسرو بلخي، هرات باستان، حکيم سنايي غزنوي، انجمن
فرهنګي امير علي شير نوايي، انجمن دوستداران مولانا او يو کم شمېر نورې فرهنګي
ټولنې شاملې وې. دې ټولنو اکثرو خپل نشراتي ارګانونه درلودل او ددې ترڅنګ يې ځانګړي
علمي او فرهنګي اثار هم خپرول. يو شمېر غونډې، فرهنګي او علمي سيمينارونه يې جوړول.
د ناصر خسرو بلخي انجمن د (حجت)، د دوستداران مولانا جلال الدين بلخي انجمن د (ناى)
په نوم او ځينو نورو انجمنونو په نورو نومونو مجلې خپرولې. د پورتنيو يادو شويو
ټولنو اکثره کار دري ژبې او ادب ته وقف شوى و.
وروسته بيا په کابل کې يو شمېر فرهنګي اشخاصو دا وپتېيله، داسې يوه ټولنه جوړه کړي،
چې افغاني فرهنګ ته هم ستر خدمتونه وکړي. په همدې وجه يې د ١٣٦٩ل کال د لړم پر ٢٥مه
نېټه د کابل د انټرکانټيننټال هوټل په تالار کې د يوې درنې غونډې په ترڅ کې ( د
خوشال فرهنګي ټولنه) جوړه کړه. په پيل کې ٨٠ تنو فرهنګيانو، چې د هېواد له بېلابېلو
قومونو، بېلابېلو سيمو او د بېلابېلو مسلکونو استازيتوب يې کاوه د بنسټ ايښودونکو
په توګه دا ټولنه جوړه کړه. وروسته بيا نور فرهنګيان په ډله ييز او انفرادي ډول د
ټولنې غړي شول، چې شمېر يې سلګونو ته رسېده. خوشال فرهنګي ټولنې د يو کال ١٣٦٩
عقرب- ١٣٧٠ کب پورې تر لسو زيات علمي او ادبي سيمينارونه او محفلونه جوړ کړل او ٤
عنوانه بېلابېل ادبي او علمي کتابونه يې چاپ کړل.
کله چې پر ١٣٧١ل کال په کابل کې جګړې پيل شوې، نو د هېواد د نورو فرهنګي مرکزونو په
شان دا ټولنې هم پوپناه شوې. نه يوازې دا چې د ټولنو د فعاليت ساحه له منځه لاړه،
بلکې د دې اکثرو ټولنو ټول دفتري امکانات او شتمني هم له منځه يوړل شوه. ددغو ټولنو
له جملې څخه د خوشال فرهنګي ټولنې دفتر چې د کابل نندارې په سيمه کې يې موقعيت
درلود، له ټولو وسايلو سره چور او ړنګ کړاى شو. د خوشال فرهنګي ټولنې ترڅنګ د علامه
سيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنې هم پر فعاليت پيل وکړ، چې هغې هم په کابل کې د
جګړو له امله نور فعاليت ونه کړاى شو. پورتنۍ يادې شوې ټولنې د جګړې له امله ټولې
له سقوط سره مخامخ شوې، خو يوازې خوشال فرهنګي ټولنې او د سيدجمال الدين افغان
فرهنګي ټولنې وکولاى شول په پېښور کې خپلو خپرونو ته دوام ورکړي او بيا خپلې خپرونې
په کابل کې پر ليکوالو او فرهنګيانو وويشي.