مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١٥))
راډيو او ټلويزيون

(( سره له دې چې پر ١٣٠٦ل کال يوې دستګاه پر راډيويي خپرونو پيل وکړ، خو ويل کېږي، د يوې نوې راډيويي دستګاه په اخيستلو سره چې د هغې د مونتاژ او تړلو کار پر ١٣١٨ل کال پيل شو، د ١٣١٩ ل کال په نيمايي کې راډيو ازمېښتي خپرونې پيل کړې او د ١٣٢٠ل کال د وري پر مياشت د هغه وخت د صدارت مرستيال مرحوم سردارمحمد نعيم له خوا رسماً پرانيستل شوه)). (٤١)
وروسته کلونو کې راډيو په کمي او کيفي ډول وده وکړه. د کابل په ګډون د هېواد په اکثرو ولايتونو کې محلي راډيويي دستګاوې نصب او پر خپرونو يې پيل وکړ.
د سردارمحمد داودخان د جمهوريت پر وروستيو وختونو ((له جاپان څخه د ټلويزيون دستګاه او سټوډيوګانې وپېرودل شوې او پر همدې وخت ټلويزيون پر ازمېښتي خپرونو پيل وکړ)). (٤٢) د دستګاه د خدمتونو او تجهيزاتو لپاره د جاپان له بلا عوضې مرستې څخه ٩٥٠ مليونه ينه، چې دوه پر درې مليونه ډالره کېږي، لګښت شوى و. (٤٣) خو ټلويزيون د ١٣٥٧ل کال پر درېو لومړنيو مياشتو په اساسي ډول خپرونې پيل کړې. وروسته کلونو کې د راډيو ترڅنګ ټلويزيون هم په ځينو ولايتونو کې نورې دستګاوې جوړې او په نويوخپرونو يې پيل وکړ. پر ١٣٦١ ل کال د افغانستان ټلويزيون د ((شمشاد)) دستګاه لرونکى شو، چې له بهرنۍ نړۍ سره يې مستقيماً د افغانستان د ټلويزيون اړيکي ټينګ کړل.
له ولايتونو پرته يوازې په کابل کې راډيو افغانستان پر شپه او ورځ (٢٤) ساعتو کې ٥٢ ساعته خپرونې کولې او مرکزي ټلويزيون هم تقريباً په هر ٢٤ ساعتونو کې ٦ ساعته خپرونې درلودې. ١٥ محلي راډيوګانو په ٢٤ ساعتونو کې ٤٥ ساعته خپرونې کولې. (٤٤)
راډيو او ټلويزيون خپل دا وخت په بېلابېلو علمي، کلتوري او روزنيزو خپرونو ښکلى کړى و. په يوه اوونۍ کې راډيو ٩٥ بېلابېلې خپرونې درلودلې. (٤٥) البته په دې کې به يو شمېر داسې خپرونې هم وې، چې هغه له اسلامي ګروهې او زموږ له ملي کلتور سره په مغاير او يا هم متضاد لوري کې وې، خو په عمومي ډول راډيو او ټلويزيون د خپل کمي او کيفي پرمختګ پړاوونه وهل، تقريباً دولس سوه مسلکي، فني او نور کارکوونکي په کې پر کار مصروف وو.
خو کله چې پر ١٣٧١ل کال د جګړې توپان پر ټول ښار خور شو، نو راډيو ټلويزيون او افغان فلم هم ترېنه خوندي پاتې نه شول. يوازې په څو ورځو کې راډيو ټلويزيون ته په مليونو ډالره زيان واوښت.
پر ١٣٧١ل کال د ثور پر مياشت د راډيو يو مسئول وويل، چې راډيو ټلويزيون ته ((پنځه لس مليونه)) ډالره زيان اوښتى دى. (٤٦) د جګړې په ترڅ کې اسمايي غره د ټلويزيون د لېږدوونکې دستګاه، د شمشاد دستګاه او نورو تجهيزاتو ته درانه زيانونه اړول شوي دي. دغه راز د يکه توت په سيمه کې د راډيو د لنډو څپو لېږدوونکې دستګاه له منځه وړل شوې ده. همدا شان ويل کېږي، چې د ټلويزيون د آرشيف اکثره کيسټونه غلا شوي او د راډيو آرشيف ته هم سخت خطر متوجه دى، ځکه چې د راډيو آرشيف د ساتنې لپاره له ١٨-٢٣ درجو پورې د هوا د حرارت درجه په کار ده، خو د برېښنا د نشتوالي په وجه دا درجه زيات بدلون کوي، نو کېدى شي دا کيسټونه هم ورو ورو خپل کيفيت له لاسه ورکړي. د راډيو او ټلويزيون د ټولو زيانونو بشپړه محاسبه خورا ګرانه ده، خو پر ١٣٧٣ل کال د راډيو او ټلويزيون رئيس شمس الحق آريانفر يوې غونډې ته د ټلويزيون او راډيو د خسارو په باب ويلي دي:
(( د مرکز د ټلويزيون د اورېدنې او ليدنې يوازينۍ دستګاه تخريب شوې او له منځه وړل شوې، چې تر لس مليونو ډالرو زيات زيان دى. د راډيو د لېږدونې شپږ دستګاوې کاملاً له منځه وړل شوي، چې دا تر ٣٠ مليونو ډالرو زيات زيان دى. په ٢٠ ولايتونو او ولسواليو کې محلي ټلويزيونونه موجود وو، چې دوه ثلثه يې له منځه وړل شوي او چور شوي دي.
په ١٨ ولايتونو کې محلي راډيو ګانې موجودې وې، چې درې پر څلورمه (درې ربعې) يې تخريب او له منځه وړل شوي دي. په ټولو ولايتونو کې د راډيو د اخذې دستګاوې او په ٤٤ سيمو او ولاياتو کې ګرځنده سينمايي دستګاوې موجودې وې، چې اوس نه شته.)) (٤٧)
خو له دې سره سره ځينې کتونکي چې هغوى د راډيو او ټلويزيون دستګاوې، سټوډيوګانې، آرشيفونه، ودانۍ او نور وسايط اووسايل ليدلي، راډيو او ټلويزيون ته ټول رسېدلى زيان تر درې سوو مليونو ډالرو څخه زيات محاسبه کوي.
پر ١٣٧٦ل کال د راډيو ټلويزيون مسئولينو د ولايتونو او سيمه ييزو راډيويي او ټلويزيوني مرکزو ته د وررسېدلي زيان جاج داسې اخيستى دى:
(( په ١٨ ولايتونو کې د راډيو اوټلويزيون محلي سټوډيوګانو د هغه له کم طاقته راډيويي او ټلويزيوني هستوونکو سره کار کاوه، چې په ځينو ولايتونو او سيمو، لکه کندهار، فراه، شينډنډ، کندوز، پکتيا، خوست، کونړونه، غزني، نيمروز، هرات، ننګرهار، پروان، ارزګان، زابل، مقر او ځينو نورو برخو کې د راډيو ټلويزيون ټول تخنيکي امکانات يا په نيمه او يا په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي، چې دلته دا زيان په ارقامو کې ښودل کېږي:


١ د غزني ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه ٥٠٠ زره ډالره د تجهيزاتو او ٥٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٢ د مقر د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه يو مليون ډالره د تجهيزاتو او ٥٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٣ د غزني ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه يو نيم مليون ډالره د تجهيزاتو او ٥٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٤ دګردېز د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه يو مليون ډالره د تجهيزاتو او ٥٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٥ د قلات ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه يو مليون ډالره د تجهيزاتو او ٥٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٦ د کندهار ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه يو مليون ډالره د تجهيزاتو او ٥٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٧ د هلمند ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه يونيم مليون ډالره د تجهيزاتو او ٣٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٨ د هرات ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه ٥٠٠ زره ډالره د تجهيزاتو او ٥٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
٩ د فراه ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه ٥٠٠ زره ډالره د تجهيزاتو او ٣٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
١٠ د نيمروز ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه ٥٠٠زره ډالره د تجهيزاتو او ٤٠٠ مليونه افغانۍ د ساختمان په برخه کې.
١١ د ننګرهار ولايت د راډيو ټلويزيون تاسيسات او هغو ته رسېدلي زيانونه دوه مليونه ډالره د تجهيزاتو او دوه سوه مليونه افغانۍ د ودانيو په برخه کې.

په نورو ولايتونو کې په ټوليز ډول دوه مليونه ډالره او درې مليارده افغانۍ زيان اړول شوى دى. په اداري او ترانسپورټي برخه کې راډيو ټلويزيون ته رسېدلي زيانونه درې مليارده او ٥٠٠ مليونه افغانۍ اټکل شوي دي.
دغه راز راډيو ته د نوي کمپلکس د نه اتمام اوټلويزيون ته د نويو سټوډيوګانو د جوړېدو د نه بشپړتيا په وجه په مجموعي ډول ٧ مليونه ډالره زيان اړول شوى دى.
د شمشاد دستګاه، چې په ١٠ مليونه ډالره اخيستل شوې وه او له هغې څخه د هېواد د باندې ټلېفوني ګټه هم پورته کېده او د ټلويزيون د هستوونکو خپرونو لپاره ترې ګټه اخيستل کېده. په جګړو کې په توغنديو ولګېده. لومړي توغندي د هغه ټلېفون او ټلويزيوني کاناليزاسيون فلج کړ، چې ١٥٠ زره ډالره زيان يې واړاوه. يو کال وروسته يو بل توغندي د شمشاد ټلويزيوني هستوونکى سيستم، چې ولاياتو ته يې خپرونې لېږدولې له منځه يووړ او د هغه له کبله د هغه دېش ياکاسه هم له منځه يوړل شوه، چې ١٠٢ مليونه ډالره زيان ورته واړول شو. په ټوليز (کلي) ډول ٢٥٢ مليونه ډالره زيان ورته اړول شوى دى. (٤٨)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery