مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١٢))
تاريخي ودانۍ

د څلور کلنو جګړو په ترڅ کې هغو تاريخي او ښکلو ودانيو ته چې نه يوازې يې تاريخي ارزښت خورا زيات و، بلکې د جوړښت او انجنيري ساختمان له مخې هم په زيات مالي لګښت جوړې شوې وې، هم زيات زيان اړول شوى دى. اکثره دا ودانۍ نه يوازې مهم دولتي، سياسي او اداري مرکزونه پاتې شوي دي، بلکې د يو زيات شمېر هېوادوالو او نورو سيلانيانو لپاره د سيل، تفريح، ښکلا او نندارې ځايونه هم وو.
په دې ښکلو او تاريخي ودانيو کې د دارالامان ښکلې او تاريخي ماڼۍ، چې په ډېر مستحکم ډول او ظرافت سره د الماني انجنيرانو له خوا طرح او ډيزاين شوې وه په تېرو شلو کلونو کې څو ځله د جګړو له امله تر ګوزارونو لاندې راغلې ده. پر ١٣٦٨ل کال کې په هغه جګړه کې چې (( د شهنواز تڼي کودتا)) په نامه مشهوره ده، سخته زيانمنه شوه. پر هغه وخت په دې ودانۍ کې د دفاع وزارت هم و او شهنواز تڼى هم د دفاع وزير و، نو دا ودانۍ د جګړې د قوماندانۍ محل و. تر دې ودانۍ څخه لږ وړاندې مخ ښار پلو د (خاد پنځم رياست) و او تر دې ودانۍ لږ شان پورته د تاج بېګ پر غونډيو نور پوځي قطعات وو، چې د دوکتور نجيب الله د حکومت ملاتړ يې کاوه. په جګړه کې دا ودانۍ له همدغو دوو لورو او ځينو نور خواوو څخه تر سخت اور لاندې ونيول شوه. په نتيجه کې په سلګونو لويې او په زرګونو وړې مرمۍ پر دې ودانۍ ولګېدې، چې ودانۍ ته يې بې شمېره دروند مالي زيان واړوه. دغه راز کله چې دا ودانۍ د نجيب الله د پلوي ځواکونو، چې جلال رزمنده او بابه جان هم په کې شامل وو، ونيول شوه، دې ودانۍ کې اکثره دولتي شته لوټ او تالا شول.
تر دې جګړې وروسته د دوکتور نجيب الله د حاکميت پر وخت د دې ودانۍ د بيا جوړونې لپاره پر هغه وخت په زرګونو مليونه افغانۍ ولګول شوې، ودانۍ تقريباً له سره بيا ترميم شوه. تر دې ودانۍ لږ شان پورته د تاج بيګ په تپه کې يو بل تاريخي قصر هم ودان و، چې هغه ته هم په همدې جګړه کې زيات زيان واړول شو.
کله چې د ١٣٧١ل کال د ثور پر مياشت د مجاهدينو مختلفې ډلې کابل ته دننه شوې، نو ښار هم پر مختلفو ډلو ووېشل شو. ان د ارګ ودانۍ هم د څو بېلابېلو تنظيمونو لاسته ورغله. هر کله چې دا ودانۍ له يو تنظيم نه د بل لاس ته ورتلې، نو هر يوه د خپل ځواک او توان په اندازه د خپل قسمت مطابق د خپل چور برخه وړله. لنډه دا چې د جګړې په کلونو کې په ودانيو کې هېڅ شتمني پاتې نه شوه. د خونو کوم دېوالونه چې پاتې وو، هغه په مرميو، توغنديو، چاودنو او هوايي بمباريو کې داسې وسوځول شول او ونړول شول، چې ځينې ودانۍ يې بيا بشپړې ودانۍ ته اړتيا لري او ځينې په قسمي توګه بيا رغونې ته اړتيا لري. د دلکشا او ګلخانې ماڼۍ چې ډېر وخت د افغانستان د واکمنو د اداري چارو او ليدنو کتنو ځايونه پاتې شوي وو، په خورا ظرافت او ښکلې معمارۍ سره جوړ شوي وو اوس د يو داسې لوى وحشت عکاسي کوي، چې د انسان د سر وېښتان ورته جګېږي. د ماڼيو دېوالونه په لويو او وړو مرميو سوري سوري دي، د ماڼيو ټول متنونه چې په لوکسو غاليو پوښتل شوي وو اوس سپېره مېره معلومېږي. هغه غالۍ چې د ځمکې له متن سره سريښ شوې وې او د راټولېدو امکان يې نه و، په برچو سورۍ سورۍ شوي دي. په دې ودانيو کې د لرګيو داسې المارۍ په داسې ظرافت سره جوړې شوې وې، چې کېدى شي د خپل وخت د امکاناتو په پام کې نيولو سره يې په ټولو ګاونډيو هېوادو کې سارى نه درلود او په هرې المارۍ د افغانستان د دولت نښان او بيرغ انځور شوى و، اوس په برچو او ګوليو سورۍ سورۍ شوي او هندارې يې په ګوليو ويشتل شوې دي. هر چا چې پخوا د دې ودانيو شان او شوکت، ظرافت او ښکلا ليدلي وي او اوس يې په دې بڼه وګوري، نو چې د کاڼي او ډبرې زړه هم ولري له سترګو به يې اوښکې راشي، اوس د دې ودانيو پر الماريو، چې يو وخت به هلته ماشى هم په ادب تېرېده او غږېده، بېلابېلو ملېشو او جګړه مارو په تباشير او نورو ډول ډول رنګونو خپل منفور يادګارونه ليکلي، چې د دې ښکارندويي او انځورنه کوي، چې څه ډول او د کوم فرهنګ درلودونکي اشخاص ددې جرم مرتکب شوي دي. د دې دوو ماڼيو او په ارګ کې دننه د ځينو نورو ودانيو د بيا جوړښت لپاره د پيسو اټکل خورا ګران کار دى او زياته څېړنه غواړي.
تر ارګه لږ لرې د څو کيلو مترو په واټڼ د چهلستون تاريخي ودانۍ او ښکلي باغ موقعيت درلود، چې د بهرنيو مېلمنو او د افغانستان د مهمو غونډو د جوړولو لپاره مناسب ځاى و او د ځانګړې ښکلا لرونکې وه. د ١٣٧١ل کال د ثور د مياشتې په هماغو لومړنيو جنګونو کې دا ودانۍ وسېزل شوه او ټول شته يې چور شول. تر دې ودانۍ څو کيلو متره مخ ښار پلو د خوشال بابا لېسه جوړه وه، چې ترڅنګ يې د بابرباغ، رستورانت او ودانۍ جوړ وو. دا سيمه ډېر وخت د جګړې لومړنۍ ليکه پاتې شوه او په زرګونو توغندي او درنې مرمۍ يې پر سينه ورتش شول او هر څه چې په کې وو، هغه له خاورو سره برابر شول. د جګړې اور يوازې په کابل کې پاتې نه شو، د کابل ښار په شمال کې د استالف کابو ٨٥ کلنه تاريخي ودانۍ موجوده وه، چې د استالف د تخت پر سر ودانه وه. دا ودانۍ هم د جګړې بلا تر ستوني تېره کړه، همدا ډول نورې په لسګونو تاريخي او ښکلې ودانۍ، چې د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولايتونو کې له کلونو راهيسې ابادې وې، خو جګړو ونړولې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery