د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه
((١٣))
بيهقي کتاب خپرولو موسسه
افغانستان د کتاب چاپولو او خپرولو له پلوه د نړۍ تر ډېرو هېوادونو شاته پاتې و، خو
په تېره نيمه پېړۍ کې په افغانستان کې هم د کتاب د چاپ او خپرولو دود ورځ پر ورځ
ګړندى کېده، د نوي عصري تعليمي سيستم منځته راتګ، د ژوندانه ضرورتونو، د زده کړي
قشر زياتون او د نورې نړۍ اغېزو دلته هم د کتاب له چاپ او خپرولو سره مرسته وکړه،
خو بيا هم د نورې دنيا په انډول او د ځينو نږدې او لرې هېوادونو په تناسب دلته لږ
شمېر کتابونه چاپ او خپاره شوي دي. يو خو دا چې د افغانستان اکثريت ټولنه نالوستې
وه، بل تنګو اقتصادي شرايطو او د کتاب پر چاپ او خپرولو باندې د وخت د حکومتونو
حاکميت هم څه ناڅه ددې کار مخه ونيوله، چې د کتاب بازار دې منځته راشي، بله وجه دا
هم وه، چې د کتاب د خرڅلاو له لارې بېرته د کتاب لګښت لاسته نه راته.
کوم کتابونه چې د افغانستان په چاپخونو کې چاپ شوي له تعليمي او څو عنوانو سياسي
کتابونو پرته، چې تيراژ يې لسګونو زرو ټوکو ته رسېده، د نورو ټولو کتابونو ( د هر
عنوان) شمېر ٥٠٠، ١٠٠٠، ٢٠٠٠ او يا پنځه زرو ټوکو ته رسېده.
تعليمي او څه نا څه سياسي کتابونه په وړيا ډول د لوستونکو په واک کې ورکول کېدل او
پاتې نور کتابونه هم په ځينو علمي غونډو او سيمينارونو کې د بېلابېلو مناسبوتونو تر
عنوان لاندې په وړيا توګه وېشل کېدل. يو ټاکلى شمېر علمي او ادبي کتابونه تر تمام
شوي قيمت نه په ډېره ټيټه بيه د دولت له خوا بازار ته وړاندې کېدل.
لنډه دا چې په افغانستان کې د کتاب د خرڅلاو د بازار په انډول د وړيا وېش دود ډېر
ګرم و، خو له دې سره سره د لوستي قشر او د ولس د اقتصادي ستونزو په پام کې نيولو
سره د کتاب د خرڅلاو او اخيستو بازار په تدريجي ډول او ګام پر ګام خپلې پوړۍ وهلې.
په افغانستان کې د کتاب خپرولو او پلورلو تر ټولو لويه موسسه ( د بيهقي کتاب خپرولو
موسسه) وه. نوموړې موسسه د يوې ځانګړې تصدۍ په توګه پر ١٣٥٧ل کال تاسيس شوه او تر
دې دمخه يې د دولتي مطابعو د رياست په چوکاټ کې ( د بيهقي کتاب چاپولو موسسه) په
نامه فعاليت کاوه.
څرنګه چې دا يوه تصدي وه، نو د کتاب چاپولو له ټولو کورنيو موسسو، منابعو او هم د
پخواني شوروي اتحاد د کتاب چاپولو له ځينو سرچينو سره يې اړيکي درلودل؛ هغوى خپل
کتابونه دوى ته رالېږل او دوى د يو ټاکلي کمېشن په مقابل کې هغه د خپلو کتاب
پلورنځيو له لارې پلورل.
د بيهقي کتاب خپرولو موسسې تر ١٣٧١ل کال دمخه يوازې په کابل ښار کې ٢٥ څانګې او تر
هغه وروسته ١٥ څانګې درلودې. همدارنګه دې موسسې د هېواد په ځينو ولايتونو کې ١٨
نورې څانګې هم درلودې، چې ددې څانګو له لارې يې لوستونکو ته هر ډول کتابونه وړاندې
کول.
تر ١٣٧١ل کال وروسته د جګړو او ځينو نورو عواملو له کبله د ټول هېواد په سطح ددې
تصدۍ يوازې ٣ څانګې په کابل ښار کې پاتې شوې، چې هغه هم کېدى شي د ټاکلي وخت په
تېرېدو سره له منځه لاړې شي.
د بيهقي کتاب خپرولو تصدي يو مرستيال ښاغلي شاه زمان ورېځ ستانيزي وويل: له ((
١٣٥٧ل کال راهيسې دې تصدۍ ته د ٢٥٠٠ عنوانو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه راوړل شوي
دي. د ١٣٧١ل کال پر لومړيو وختونو ددې تصدۍ په کتاب پلورنځيو کې د ١٥٠٠ عنوانو په
شاوخوا کې کتابونه موجود وو، چې عمومي شمېر يې تقريباً دوه مليونه جلدو ته رسېده.
د ١٣٧١ل کال د ثور مياشتې له ٨ تر١٠ نېټې پورې تقريباً يو مليون ټوکه کتابونه د
بيهقي تصدۍ له کتاب پلورنځيو څخه راټول او د سياسي- کمونيستي کتابونو په نوم ورته
اور واچول شو او ايره يې کړل. نور پاتې يو مليون ټوکه کتابونه په راوروسته جګړو او
چپاولونو کې چور او له منځه يوړل شول.
که په تقريبي او انډوليز ډول د پورتنيو دوو مليونو ټوکو کتابونو مالي ارزښت وسنجوو،
نو زموږ د ټولنې لپاره به د معنوي زيان ترڅنګ يو دروند مالي زيان هم وګڼل شي. که په
انډوليز ډول او متوسطه توګه د يو کتاب مالي ارزښت دوه امريکايي ډالره اټکل کړو، نو
په مجموعي ډول به څلور مليونه امريکايي ډالره شي، معنوي او پوهنيز ارزښت خو يې لا
پرېږده، چې هغه خو په دې معيارونو او تلو هډو سنجېدى نه شي.
سربېره پر دې د بيهقي تصدۍ د کتاب پلورنځيو د ودانيو فزيکي جوړښت ته درانه زيانونه
اړول شوي او ځينې خو بېخي له منځه وړل شوي دي. مېزونه، څوکۍ، د کتاب ساتلو او
پلورلو وسايل، اسناد او وسايط ټول تباه کړاى شوي دي. د نوموړې تصدۍ د يوه کارکوونکي
په قول لږ تر لږه دوه مليونه امريکايي ډالره په کار دي، چې د دې تصدۍ کتاب پلورنځي
پرې له سره جوړ او د چارو نور تخنيکي وسايل پوره شي. (٣٧)