مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه

((١١))
څلي او منارونه

زموږ د هېواد په وينو لړلى برخليک همداسې جوړ شوى، چې هر کله دلته يو تمدن، يو انساني نظام، يو ټولنيز سمون او يو فرهنګي بهير منځته راغلى، بيا نو ورپسې داسې يوه سيلۍ خوره شوې، چې زموږ د ولس مېوې ته رسېدلې ونه يې نه يوازې دا چې ښورولې، پاڼې او مېوې يې ورته له منځه وړي، بلکې وچه کړې او سوې يې هم ده. پرديو له دغه او يا هغه ملک سره د مقابلې او نيولو په نامه خپل آسونه ددې خاورې پر شنه کرونده تېر کړي دي او د خپلې ځانپالنې، ځان غوښتنې او هوسپالنې په غرض يې يو وخت هم ددې ولس د واک څوکۍ په ارامه پريښې نه ده. د همدغو کړکېچونو په پايله کې مادي او معنوي شتمني وخت پر وخت د مرګ او نابودۍ تر کندې رسېدلې ده.
د هېواد د فرهنګ او تاريخي ارزښتونو د محوه کولو يو بل ناتار پر ١٣٧١ل کال پيل شو. د دې خونړۍ او تباه کوونکې سيلۍ په بهير کې د افغانستان زيات تاريخي اثار محوه کړاى شول. په دغو فرهنګي او تاريخي اثارو کې هغه څلي او منارونه هم شامل دي، چې د هېواد په پلازمېنې او نورو سيمو کې موجود وو. دا څلي او منارونه يا په بشپړ ډول او يا هم په نيمه ډول له منځه وړل شوي دي.
د کابل ښار د پل محمود خان په څلور لارې کې چې کوم منار (د ساعت برج) په نوم مشهور و، لومړى په توپونو او درنو ګوليو وويشتل شو، بيا نيمه ړنګ او وروسته بيا لکه د لاس ورغوي په شان اوار کړاى شو.
د دهمزنګ په درې لارې کې، چې د سختو جنګونو مرکز و، د خپلواکۍ د ګټلو د يو تن نامتو مبارز (عبدالوکيل نورستاني) يادګاري څلى دى. دا څلى چې په ډېره ښکلې بڼه له مرمرينو ډبرو څخه جوړ شوى، له څو خواوو څخه په توغنديو او سپکو وسلو ويشتل شوى، خو تراوسه پوره ړنګ شوى نه دى او د منار د لانديني متن په شاوخواو کې زغره والو وسايطو د خپلو زنځيرونو د ورانۍ نښې پريښې دي.
د کابل ژوبڼ د ختيزې ډډې ترڅنګ د خپلواکۍ د شهيدانو او اتلانو يادګاري څلى دى او پر ښکلو مرمرينو ډبرو د غازيانو او شهيدانو نومونه پرې ليک دي. سره له دې چې دا څلى روغ پاتې دى، خو د وړو مرميو ډېر ټپونه يې پر بدن څرګندېږي.
د کابل پوهنتون ختيزې دروازې ته مخامخ د کابل د سناتوريم يادګاري منار دى، چې ډېر ښکلى برېښي. پر ١٣١٠-١٣١٢ل کال په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د سل د ناروغۍ د مخنيوي او علاج لپاره يو روغتون جوړ شو، دا د دغه روغتون د جوړېدو يو يادګاري منار دى، چې په ډېر ښکلي ډيزاين او جوړښت له ډېرو ښکلو مرمرينو ډبرو څخه ودان شوى. دا منار سره له دې چې درنو جګړو او مرميو څخه خوندي پاتې شوى، خو د برېښنا د روښانتيا ځاى يې ويجاړ شوى، په وړو ګوليو يې ځينې برخې ويشتل شوي او هم يې ځينې ډبرې ښورول شوي او بېځايه شوي دي.
د کابل پوهنتون په زړه کې د ختيځ د ستر نابغه او د اسلام روښانه مفکر سيد جمال الدين افغان مقبره واقع ده، چې ډېر ښکلى څلى يې پرې جوړ کړى دى. د درې کلنو جګړو په ترڅ کې دې څلي ته هم درانه زيانونه اړول شوي، پر قبر او څلي په لسګونو لويې او وړې ګولۍ لګېدلي، خو څلى لا ولاړ دى.
د کابل د ميوند واټ په منځنۍ برخه کې د افغان ولس د بريمنې سوبې ( د ميوند فتحې) يادګاري څلى په ډېره ښکلې او زړه وړونکې بڼه جوړ شوى و. د څلي په کښتنۍ برخه کې د افغان اتلې او د ميوند له وياړه ډکې قهرمانې ملالۍ له خولې دا راوتلې لنډۍ ليک وه:
کــه پــه مـيوند کـې شهـيد نـه شـــوې؟
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه! ))
د جګړو په ترڅ کې دا يادګاري څلى هم په غټو او وړو ګوليو ويشتل شوى او پر سينه پرېوتى، يوازې کمه برخه يې د زمکې پرمخ ښکاري، چې پر دې ځاى د يو تېر شوي وحشت ښکارندويي کوي (٣٥) خو د وخت په تېرېدو سره دا څلى هم کېدى شي د محمودخان پُل د (ساعت برج) د منار په څېر پر سپين ډاګ بدل شي.
دغه راز د هېوادد ځينو ولايتونو په مرکزونو او نورو ځايونو کې چې کوم تاريخي منارونه، برجونه او څلي د تاريخ په بېلابېلو وختونو کې جوړ شوي وو، هغه هم يا په بشپړ ډول او يا هم په نسبي ډول ويجاړ شوي دي.
لکه د پغمان په سيمه کې د خپلواکۍ څلى (تاق ظفر) د لښکرګاه تاريخي دروازه، د هرات منارونه او د غور منار چې د اسلام د راتګ له لرغونو اثارو څخه شمېرل کېږي، (٦٨) متره لوړوالى لري او د يونسکو له خوا د نړۍ د مشهورو او نامتو تاريخي اثارو په لست کې شامل دى. (٣٦) او يو لړ نورو دې ډول اثارو ته ډېر زيانونه اوښتي او نور هم اوښتونکي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery