> تصوف او عرفان
محترمو وروڼو دتصوف او عرفان په تيره برخه کي موږ وتاسي ته دطريقت ړومبنۍ هدف چي
عبارت دۍ له اصلاح څخه دزړه بيان کړ ، اوس د طريقت د دوهم هدف او غرض په بیان شروع
کوو ٠
د طريقت دوهم هدف دادئ چي له انسان څخه په اعمالو کي دنيت خرابي ليري سي او انسان
په ټولو اعمالو کي دښه نيت خاوند وګرځي په دې ډول چي انسان هر شرعي عبادت او عمل
کوي نوپه هغه نيت سره يې وکړي کوم چی همدغه عبادت او عمل دهغه تقاضا کوي
قدرمنووروڼولکه څنګه چی بزرګانودطریقت اوشریعت ذکرکړی دی چی طریقت دشريعت خادم دۍ
په حاق دواقع اونفس الامرکښی همدغسی خبره ده ځکه هرحکم چی شریعت صادرکړی وی نوتصوف
اوطریقت په دې باره کښی زیارایستلی اوباسی یی چی مسلمان دهغه حکم وداسی عملی کولوته
چمتوکړی چی په اعلی درجه عملی کول وی،چی ددې یوه بیلګه په ړومبۍ برخه کښی دتصوف
اوعرفان تیره سوه اودوهمه بیلګه یې داده په دې برخه کښی وتاسی ته ترتحقیق لاندی ده
په خلاصه ډول بایدووایم چی شریعت پردې خبره باندی په اخیره درجه کښی
تاکیداوټینګارکړیدۍ چی مسلمان چی هرشرعی عمل کوی نوضروربه په هغه کښی د ده نیت صحیح
وی اوبا الفرض که یومسلمان یوشرعی عمل په فاسدنیت سره وکړی نوعمل یې باطل دۍ اوودته
به ددغه فسادجزا هم ورکړه کیږی مطلب دشریعت له نظره په اعمالو کښي د نيت ښه والئ په
اول قدم کښي ضروري ګڼل سويدئ ، او د عمل او عبادت ثواب او صحت الله جل جلاله پر نيت
باندي موقوف ګرځولئ دئ ،لکه چی داسلام پيغمبر په يوه متفق عليه حديث کښي فرمايلي دي
( انماالاعمال بالنيات وانمالکل امرء مانوی ) يعني بې شکه خاص دا خبره ده چي عملونه
تر نيتو پوري تړلي دي ، او هرسړي لره به هغه شئ پلاس ورځي کوم چي ده يې نيت کړئ وي
٠ دغه مبارک حديث په دې سبب د اسلام پيغمبر وخلګو ته وفرمايه چي يو نفر چي د<مهاجر
ام قيس په نامه ياد سوئ دئ په مکه شريفه کښي ويوې ښځي ته چي په ام قيس سره مشهوره
وه راغئ او ورته يې وويل چي له ما سره نکاح وکړه ! هغې ورته وويل : چي زه له مکي
څخه ومدينې ته په هجرت روانه يم نو که ته هم هجرت راسره کوې نو بيا زه هم نکاح در
سره کوم ، نوبيا دغه سړئ هم و مدينې ته په هجرت راغئ خو په دې نيت چي دغه ښځه لاس
ته راولي ، نو کله چي د اسلام پيغمبر له دغه حاله څه خبر نو يې دغه مبارک حديث
وفرمايو ، په دې مبارک حديث کښي دا مضمون هم راغلئ دئ چي نو دچاکه هجرت وخدائ او
ورسول ته وو نو دخدائ او د رسول په نزد هم دده هجرت و خدائ او رسول ته بلل کيږي او
هجرت يې مقبول دئ ، او د چا چي هجرت و دنيا ته وو چي حاصله يې کړي ، او يا يې و ښځي
ته وو چي په نکا ح ئې کړي ، يعني په هجرت کښي يې نيت د دنيا يا د ښځي کړيوو نو
دخدائ په نزد دده دغه هجرت وهغه شي ته بلل کيږي کوم چي ده يې نيت کړئ وي او په الهي
در بار کښي کوم ارزښت او مقبوليت نه لري ٠
محترمو وروڼو ! ځموږ د امام اعظم رحمه الله د مذهب مطابق کوم اعمال چي اعمال مقصوده
بلل کيږي دهغو صحت او په هغو عملو سره ثواب ګټل دواړه پر صحيح نيت باندی موقوف دي ٠
اعمال مقصوده لکه لمونځ ، روژه ، زکات ، حج ٠ او کوم عملونه چي له مقصوده عملو څخه
نه وي لکه اودس ، نو دهغوئ صحت پر نيت باندي موقوف نه دئ ، او ثواب حاصلول د هغو
عملو په ذريعه پر نيت باندی موقوف دئ ٠او په يوه عمل کي چي د ډيرو شيانو نيت سړئ
وکړي نو د هر نيت په بدل کي ثواب ورکيږي ، د مثال په ډول يو سړئ ومسجد ته ځي نو په
دغه تګ کښي د جماعت د لمانځه نيت وکړي او دارنګه د مسلمانانو وروڼو دملاقات نيت
وکړي ، اود مسلمانانو کليوالو د جوړ او ناجوړ د پو ښتني نيت وکړي ، او دارنګه نور
ښه نيتونه وکوي نو د دغو ټولو نيتو اجر او ثواب الله تعالی ورکوي ، او که يواځي د
جماعت د لمانځه نيت وکوي نو بيا يواځي د جماعت د لمانځه د نيت ثواب ور کول کيږي ٠
په هر حال په طريقت کښي د طريقت د استاذانو دوهم هدف دادئ چي مسلمانان له فاسدو ،
او خرابو نيتو څخه وژغورل سي او په ټولو طاعتو ، عبادتو ، او عملو کښي د صفا او ښه
پاک نيت خاوندان وګرځي ٠ د اسلام پيغمبر فرمايلي دي : نيت المؤمن خير من عمله يعني
د مومن او مسلمان سړي نيت دده تر عمل بهتر دئ ٠ په شريعت کښي دا مسئله هم سته چي که
يو بې وسه مفلس سړئ په زړه کښي په ټينګه سره داسي نيت او اراده راوګرځوي چي کاشکي
ما يو ارب روپۍ درلودلائ او دغه ټولي مي دخدائ د رضا لپاره صرف کړي وائ او دخدائ ج
په نزد دئ صادق وي په دغه نيت کښي نو الله پاک وده ته د هغومرو روپو چي دخدائ جل
جلا له لپاره صرفي کړائ سي ثواب ورکوي ٠ محترمو د تصوف اوعرفان او طريقت دوهم هدف
دادۍ چی دحسن نیت په داسي شرافت سره انسان شرافت مند وګرځوي کوم چی شریعت وهغه ته
ددونه زیات تاکیدپه نظرسره کتلی دی٠