> تصوف او عرفان
محترمو وروڼو دتصوف اوطریقت له عمده اومهمواهدافوڅخه دریم هدف دادۍ چی سالک
اومریدودې ته هڅه وی چی په شپږقسمه مرابطومشرف سی اوپه عمل کښی ئې راولی اوکله چی
یوانسان دغه شپږقسمه مرابطې عملی کړی نودی دالله په دغه حکم سره ،چی یاایها الذین
آمنوا ادخلوافی السلم کافة،مل کونکی وګرځېدئ اوکامل مومن اومسلمان ورڅخه جو ړسو دغه
شپږ قسمه د مرابطې کومی چی بیان بې په راتلونکو برخوکښی ان شاء الله درته راسی په
دې خاطر د طريقت مشائخو �رحمهم الله � وضع کړي دي چي په مريدانو کښي دالله پا ک
ویره اوله الله څخه ډارددوئ په زړونووکښی دغریزې قوې په شان راسخ وګرځی اودارنګه ئې
دددغومرابطوپه وضع کښی دامقصددۍ چی په سبب دعملی کولوددغومرابطوپه سالکینوکښی د دې
ملکه ، او قوه پيدا سي چي بيا دوۍ و کولائ سي چي خپل ځانونه او نفسونه له �هوا�
يعني له نفسي ناروا خواهشاتو څخه په سهولت او اساني سره وساتي ،ځکه لکه څرنګه چي له
الله (جل جلاله ) څخه ويره په انسان کښید دغو شپږ قسمه مرابطوپه وجه قوی کیږی
اوپیداکیږی ، دارنګه دغه شپږ قسمه د مرابطې د عملي کيدو په صورت کښي انسان په ترک د
هوا ، او په منع کولو د خپل ځان د نفس د ناروا خواهشاتو څخه موصوف ګرځوي ، او دغه
دواړه صفتونه يعني خوف له الله څخه او منع دنفس له هوا څخه ـــ هغه عظيم بنيادي
صفتونه دي چي الله پاک مَدار د دخول د جنت ګرځولي دي ، لکه الله (جل جلاله ) چي
فرمايلي دي : {و أما مَن خاف مَقام ربه ونهی النفس عن الهوی ، فإن الجنة هي المأوی
} يعني هر څه چي هغه څوک دۍ چي ويريدلئ وي ــــ يعني په دنيا کښي ـــ له دريدو دده
په حشرګاه کي لپاره د حساب د � رَب �دده ، او منع کړئ يې وي ده نفس خپل له ناروا
خواهش څخه نو بې شکه جنت خاص همداجنت ځائ د ورتللو دده دئ .
محترمو وروڼو ! � هوا � په لغت او زبان د عربو کښي و سقوط يعني لويدو ته ويل کيږي ،
او په شريعت کښي هوا ـــ ميلان ته د نفس ويل کيږي و يوه ناروا او نامناسبه کار ته ،
و دغه ميلان د نفس ته ځکه هوا ويله کيږي چي دغه راز دنفس ميلان چي يو څوک عملي کوي
نو دغه څوک په دنيا کښي له لوړ مقام څخه و ډير کښته او خسيس مقام ته رالويږي ، او
په آخرت کښي به د دوږخ په کندو کښي لويږي . حضرت ابو بکر ورّاق �رحمه الله � فر
مايلي دي : چي په د نيا کښي تر هوا خبيث شئ الله (جل جلاله ) نه دئ پيدا کړئ . د
اسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي ــــ چي بيهقي يې روايت کړئ دئ ـــــ فرمايلي
دي : چي درې خويونه هلاکونکي دي ، يعني که په انسان کښي موجود سي نو انسان په دنيا
او آخرت کي برباده وي ، د اسلام پيغمبر اول له دغو درو خويو څخه دا خوئ ذکړئ دئ چي
انسان د نفس د هوا تابعداري کوي . د طريقت علماوو ترک د هوا ، او نفس را منع کول له
تر سره کولوڅخه د ناوړو خواهشاتودنفس درې قسمه کړئ دۍ : اول قسم دادئ چي انسان له
هغو عقيدو څخه ځان و ساتي چي په ښکاره ډول له قرآني اياتو څخه ، او له نبوي أحاديثو
، او إجماع څخه مخالف وي ، دا هغه قسم ترک د هوا او خواهش نفساني دئ چي ددې په وجه
انسان �سُني � بلل کيږي ، او که په انسان کښي دغه صفت مو جود نه وي نو بيا دغه
انسان يا شيعه ، يا وهابي ، يا سلفي ، اويا بل قسم مبتدِع بلل کيږي او سني نه ورته
ويل کيږي . او دوهم قسم ترک د هوا دادئ چي انسان په دې ډول وي چي دغه درې صفته په
ده کښي موجود وي اول دا صفت په ده کښي موجود وي چي کله دده په زړه کښي انديښنه د
يوې ګناه پيداسي نو في الحاله يې د خدائ تعالی حساب ورپياد سي ، او له دغي ګناه څخه
منع و کړي . دوهم دا صفت په ده کښي موجود وي چي هر هغه شئ چي دهغه په روا والي کښي
و ده ته شک او شبهه پيدا سي نو هغه کار پريږدي ، چي د نبي عليه السلام په مبارکو
حديثو کښي و دغه ته ترک د مشتبهاتو ويل سوئ دئ . دريم داصفت پکښي موجود وي چي له هر
هغه مباح او روا کار څخه هم ځان ساتي چي له سړي سره دا انديښنه پيدا کيږي چي که دغه
کار وکړم نو خدائ ناخواسته د دې کار په وجه به په يوه نارواکار اخته سم او اعلی قسم
د ترک د هوا دادئ چي له انسان څخه نفساني هوا پر مخ ليري سي ، په دې ډول چي دده او
دده د نفس مطلب او مقصد هغه شئ و ګرځي کوم چي الله پاک په راضي کيږي ، او الله
تعالی يې له ده څخه غواړي ، لپاره د حاصلولو د دغه مقام صوفيه رحمهم الله� د � لا
إله الا الله � ذکر په کثرت سره تکراره وي ، ا و دغه مبارکه کلمه په شباروز کښي په
زرهاوو واره وايې ، سره له دې چي د ويلو په وخت کښي د کلمې په معنی کښي د � لا
مقصود الا الله � ملاحظه په زړو کښي کوي . (مجدد الف ثاني شيخ أحمد سرهندي رحمه
الله )فرمايلي دي : إن العبدَ مادام في هوی نفسه فهو عبد نفسه مطيع الشيطان } يعني
بې شکه يو بنده چي تر څو پوري د نفس په هوا کښي را ګير وي نو دئ بنده د خپل نفس دئ
، او فرمانبرداره د شيطان دئ ، او دغه ډير لوئ دولت يعني ــــ چي ليري کول د هوی د
نفس دي له ځان څخه په کامل ډول ـــ د طريقت له مخي هلته و انسان ته حاصليږي چي
انسان په ولايت خالصه او په فنا اکمله او په بقا اکمله سره مشرف وګرځي ،اوکله چي
سالک او صوفي په دغه مقام سره مشرف سي ، نو دغه خصلتونه الله پاک دده نصيب کوي :
اول رضا په قضا د الله (جل جلاله ) ، دوهم دا چي کوم تکليف او مشقت وده ته ورسيږي
نو دده په سينه کښي هيڅ تکليف او تنګي نه پيدا کيږي ،اوکه ددغه مصيبت دليري کيدو
لپاره دعا کوي نو له دې وجهي يې نه کوي چي له دې مصيبت څخه دئ تکليف محسوسوي ، بلکه
له دې وجهي يې کوي چي الله پاک د دعا په کولو او د عافيت په غوښتلو سره و بندګانو
ته امر کړئ دئ ، دريم دا چي په دغه مرتبه کښي صوفي په اختيار سره د الله تعالی بنده
ګرځي لکه څنګه چي دئ بنده دئ دالله پاک په تسخير او په استرار سره ، څلرم داچي په
دغه وخت کښي شيطان دده د بې لاري کولو لپاره هيڅ لار نه سي پيدا کولائ ، مګر که په
نادر او په شاذ ډول سره يوه لار ورته پيدا کړي ، پنځم ۵ دا چي په دغه وخت ښي صوفي د
الله پا ک د دغه قول مصداق ګرځي چي : ( إن عبادي ليس لک عليهم سلطان و کفی بربک
وکيلا ] . شپږم دطريقت له مخي په دغه وخت کښي وده ته�رَجُل �يعني سړئ ويل کيږي ،
ګواکي تر دې له مخه دغه سړئ ماشوم دئ ، لکه چي ( شيخ اجل مولانا يعقوب چرخي رحمه
الله ) فرمايلي دي : چي بې شکه هيڅ يو سړئ د سړو و درجې ته نه رسيږي تر څو چي د نفس
له هوی څخه خلاص نه سي .، اوم ۷ داچي په دغه وخت کښي بنده حقيقي مؤمن ګرځي ، لکه چي
د اسلام پيغمبر په يوه حديث کښي ـــــ چي امام بَغوي ئې په شرح السنة کښي روايت
کړيدئ ،ا و امام نووي په خپل اربعين کښي ويلي دي چي دا صحيح حديث دئ ــــــ فرمايلي
دي : لا يؤمن أحدکم حتی يکونُ هواه تَبَعا لِما جئتُ به � يعني نه سي ګرځيدلائ
حقيقي مؤمن هيڅ يو له تاسي تر هغه پوري چي سي خواهش د نفس دده تابع دهغه چي راتګ
کړيدئ ما ، يعني د خدائ له لوري