مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

> تصوف او عرفان

محترمووروڼودتصوف اوعرفان په دې برخه کښی وتاسی ته

په تصوفی اصطلاحاتوکښی دذکردډولوبیان کوم کوم چی په دې شرحه دۍ :

۱) تقليدی ذکر (۲) تحقيقی ذکر (۳) (جلی ) څرګند ذکر (۴)(خفی ) پټ ذکر

تقليدی ذکر :

تقليدی ذکر هغه ډول ذکرته ويل کيږي ، چی ذاکر محض دتقليد له رويه ذکرکوی ، يعنی ژبه يې په ذکر اخته وی ، مګر دزړه حضوريې لا نه وی موجود سوۍ ، پداسی حالت کی چی يوازی ژبه په ذکر مصروفه وي ، اوزړه ورڅخه خبرنه وی . شيخ اومرشد کوښښ کوي چی په مريد کښی باطنی حضور ، دزړه بيداری ، اوذهنی تمرکز زيات کړی . شيخ پدې پوهېږی چی د سالک په لومړنی دوره کښی دذکر قلبی توجه اوحضور نسبتا لږ وی ، اودهغو مرحلو څخه چی نوی صوفی اوسالک تېريږی ، دزړه دحضور پيداکېده ضرور امردۍ .ځکه چی په صوفيانه اصطلاحاتو کښی که ذکر په خوله ويل کيږی اوزړه ورڅخه غافله وی ، نتېجه يې داسی ده ، لکه : څوک چی تخم په ښوره زاره مځکه کښی وکری . چی حاصل يې طبعا مطلوب نه وی .

تحقيقی ذکر :

دطريقت دسير اوسلوک له مخې ذکر هغه وخت تحقق پيداکوی ، چی دکامل شيخ له لو ری ومريدته تعليم اواجازه ورکړه سی ، اودهغه په روح اوزړه کښی ځای ونيسی څوپه دې توګه دذکراغېزه زياته سی . ذکر په طريقت کښی دمريددلومړنۍ مرحلې بيا تراخيرنی پړاو پوری ، چی دفنا اوبقا مقامونه دي ، ملګری وي ، ځکه چی ذکر سره دزړه له حضوره مريد مرحله په مرحله ديوه مقام څخه وبل روحانی مقام ته لوړه وی .

جلی ذکر :

جلی اوڅرګند ذکر هغه ډول ذکر ته ويل کيږی چی ، ذاکر نسبتا په لوړ اواز سره ذکر کوی په ځنوتصوفی سلسلوکښی دلوړ اواز يعنی (جلی ) ذکر اصل منل سويدۍ ، دحضرت شيخ عبدالقادرجيلانی (رح) سلسله چی په قادر يه مشهوره ده وجلی ذکرته ترجيح ورکوی .

خفی (کرار) ذکر :

خفی ياکرار ذکر وهغه ډول ذکرته ويل کيږی چی ذاکر په کښته اواز سره ذکر کوی . دحضرت شاه نقشبند (رح ) طريقه چی په نقشبندیه ، سلسله سره مشهوره ده ، دخفی ذکر حالت يې منلی دۍ .

حتی که مريد دعادی خلګوسره په مجلس کښی ناست هم وی دخفی ذکر کولو څخه غافل نه وی . ذکرکه خفی وی ياجلی دمريد دزړه حضورلازم دۍ . دذکرنوعيت ، او وخت دپير اومرشد له لوری ټاکل کيږی دذکر په نوعه کښی کله داسی حالت هم راځی ، چی مريد دخپل هر نفس چی با سی يا يې بيرته ننباسی ، د دالله جل جلاله داسماؤ څخه په هغه ډول چی دپير له لوری وظيفه ورکړه سوی وی ، ذکر کوی ، دسا ايستواوبيرته ننيستوپه هردم کښی ( ذکر ) دلاسه نه ورکوی ، ځکه چی دمريد دپاره دطريقت له رويه په ذکر کښی يوګړی ځنډهم تاوان لری .
 

محترمو مسلمانانو له مخه تر دي چي د تصوف او عرفان دشرعی حیثیت په بیان شروع درته کوم ستاسي توجه يوې ضروري خبري ته را ګرځوم ، هغه دا چي دهغو شيانو له جملې څخه چي نن صبا په مسلمانانو کښې په عامه توګه منځ ته راغلي دي او د دې وړ دي چي ډېر افسوس بايد سړے پرې وکړي يو لوے شئ دادئ چي له تصوف او عرفان څخه مسلمانان يا غافل دي ، او يا يې مخالف دي ، هغه خلق چي د تصوف اوعرفان عقيده لري له تصوف څخه په غفلت کښې پراتۀ دي ٠ د مثال په ډول په هيڅ مدرسه ،او مکتب کښي د تصوف د علم يو کتاب هم محصلينو ته نه تدريس کيږي او نه تعليم ، د اکثرو علماؤ چي پلټنه وشي نو صورتحال يې دا وي چې د تصوف د علم يو کتاب يې په ټول عمر کښي په کتب خانه کښې لا نه وي ليدلئ ، او ځيني خلق لکه وهابيان بياپه دې ډول دي چي د اسلام د مقدس دين دغه عظيمه شعبه چي تصوف او عرفان دے بيخي کفر او شرک ګڼي ، او صوفيان او اولياء کرام العياذ بالله مشرکان او کافران بولي ٠ دبېلګي په توګه په يو کتاب کښې چې د (( فکر صوفي )) په نامه دئ او يو وهابي ملا چي عبدالرحمن نوميږي د تصوف د علم او د اولياء کرامو په رد کښې جوړ کړئ دئ او نن صبا د انترنيټ له لاري هم شائع شوے دے داسي راغلي دي : چي ( العياذ بالله ) تر ټولو هغو فتنو چي مسلمانان په مبتلا شوي دي لويه فتنه د تصوف ده چي ټول قسمونه د کفر ئې په بغل کښې نيولي دي ٠ نو په دې سبب موږ غواړو چي مسلمانانوته د تصوف او عرفان په اړه درجه په درجه مفصل معلومات ورکړو .

د تصوف شرعي حېثيت
محترمو مسلمانانو د تصوف او عرفان دبيان د سلسلې په دې برخه کښي تاسو محترمو ته د تصوف شرعي حېثيت ، او د صوفي دکلمې تحقيق وړاندې کوم ٠ محترمو په اسلام کښې د تصوف شرعي حېثيت په دې ډول دے چې تصوف د دين يو داسي مهمه شعبه ده لکه څنګه چي (فقه) د دين مهمه شعبه ګڼله کيږي ٠د (درمختار) او د فقهي د نورو معتمدو کتابو په حواله لکه څنګه چي د فقهې د علم زدکړه فرض کفائي ده دا رنګه د تصوف د علم زده کړه هم په مسلمانانو باندې فرض کفائي ده ٠ د اسلام په ابتدائي دورو کښې حتی د امام ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کښي (( علم فقه )) د دين د ټولو شعبو نوم ؤ په دې ډول چي علم عقايد ، او علم د ټولو ظاهري شرعي اعمالو لکه نمونځ ، روژه ، حج ٠ او د تصوف علم ټول په (( علم فقه )) کښې داخل وو همدا سبب دے چي امام ابوحنيفه رحمه الله خپل هغه کتاب چې په عقايدو کښې يې تصنيف کړے دے په فقه اکبر سره مسمی کړيدئ اودې ته دفقهي قديمي اصطلاح ويله کيږي ، په وروسته زمانه کښې علماوو د ډېر اهتمام له وجهې ((علم عقايد)) ځانته علم وګرځاوو او په ((علم کلام )) سره يې مسمی کړ ، ا و ((علم اخلاق)) يې ځانته علم وګرځاوو او په ((علم تصوف )) سره يې مسمی کړ ، او د ظاهري اعمالو علم يې ځانته علم کړ او په ((علم فقه)) سره يې مسمی کړ او دې ته جديده اصطلاح ويله کيږي ٠ دجديدې اصطلاح له مخي د دين علم دري قسمه علم دے علم کلام ، او علم تصوف ، او علم فقه چي په قديمه اصطلاح کښې دغو درې واړو ته فقه ويله کيده ٠ په قران کريم کښي او دا رنګه په نبوي (ص) مبارکو احاديثو کښي چي امر په تفقه في الدين راغلي دے مراد ورڅخه د همدغې قديمي اصطلاح مطابق زده کول د دغو درې واړو علومو دي ٠ د فقهې او د تصوف تر منځ داسي شديد تړون موجود دے چي عمل کول په فقهې باندې بې له تصوفه ، او عمل کول په تصوف بې له فقهې ممکن نه دے ٠ په قران کريم او په سنت نبوي کښې چې مسلمانان د فقهې په زدکړه امر شوے دے په هغه عمل کول بې له تصوفه ممکن نه دے ٠
محترمو ! تصوف مختلف نومونه لري لکه علم قلب ، علم اخلاق ، احسان ، سلوک او طريقت ٠ په قران کريم او په سنت نبوي (ص) کښې تصوف په اکثرو ځايو کښې د احسان په لفظ سره ياد شوے دے ، او زموږ په زمانه کښې دغه علم د تصوف په نامه سره مشهور دے ٠ محترمو! لکه څنګه چي ډېر افعال او کارونه د انسان له ظاهري اعضاو او اندامونو څخه صادريږي ( چي دې ته اعمال ظاهره ويل کيږي ) دا رنګه ډېر اعمال بيا داسي دي چي د انسان له باطن او زړۀ څخه صادريږي ( اودغو اعمالو ته اعمال باطنه ويل کيږي ) بيا لکه څنګه چي دغه ظاهري عملونه د شريعت له نظره ځيني فرض ،او واجب دي لکه نمونځ ، روژه ، زکات ، حج، وتر ،او ځينې سنت ، او مستحب دي ، او ځيني حرام ، او مکروه دي دا رنګه د انسان باطني عملونه د قران کريم او د سنت نبوي (ص) له نظره ځني عملونه فرض دي لکه تقوی ، له خدائ جل جلا له څخه ويره ، له خداے او رسول (ص) سره محبت ، اخلاص ، توکل ، صبر ، شکر ، تواضع ، خشوع ، قناعت ، حلم ، سخاوت ، حيا ، رحم دلي ، وغيره ، دغو اخلاقو ته فضايل او اخلاق حميده ويل کيږي ٠او ځينې باطني عملونه د انسان بيا حرام او ناروا دي لکه تکبر ، عجب ، ريا ، محبت د مال ، محبت د جاه او منصب ، بخل ، بزدلي ، لالچ ، دښمني ، حسد ، کينه ، سنګدلي ، او بې محله يا له اندازې وتلې غصه ، وغيره چي دغو ته رذائل يا اخلاق رذيله ويل کيږي ٠
او لکه څنګه چي ظاهري اعمال ترفقهې پوري تعلق لري او دفقهې د علم له لاري دظاهري اعمالو فرض والئ او حرام والئ معلوميږي او د علم فقهې د دستور مطابق هر مسلمان مکلف دے چي دغه ظاهري عملونه انجام کړي دا رنګه تمام فقها او علما پردې باندي متفق دي چي له باطني اخلاق رذيله وو څخه ځان ساتل او دا رنګه باطني اخلاق حميده په ځان کښې راوستل پر هر عاقل ، بالغ مسمان نر ، او ښځه باندې فرض دي په دې اړه د در مختار د اول جلد ٤٠ صفحه وګورۍ ٠
له اخلاق رذيله ؤ څخه ځان ساتلو ، او اخلاق حميده په ځان کښې راوستلو ته اصلاح النفس ، يا تزکيۀ نفس ، يا تزکيۀ اخلاق ، ياتهذيب اخلاق يا تهذيب نفس ويل کيږي او دا د تصوفو حاصل او مقصد دے ٠ په قران کريم کي الله پاک د نفس د تذکيې په شان کښې خپلو بندګانو ته دا سې هدايت فرمايلے دے: قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّهَا وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (سورۀ شمس ٩ او ١٠ ايتونه ) ٠ يعني په تحقيق سره په مراد ورسيدی هغه څوک چي پاک يې کړ نفس خپل له رزيلو اخلاقو څخه او په تحقيق سره نامراده شو هغه څوک چي پټ يې کړ نفس خپل په رزيلو اخلاقوسره ٠
 

محترمومسلمانانو وروڼو دتصوف اوعرفان پدې برخه کښی دهغوصفاتوبيان درته کوم کوم چی په طريقت کښی دمريد دپاره ضروردۍ چی په هغوصفتوسره به موصوف وي د دې دپاره چی له سلوک اودشيخ اومرشد له صحبت څخه ګټه واخلی او وکمال ته ور سېږي اوکه دغه صفتونه په مريد کښی موجود نه وي نوبيا له سلوک اوله صحبت څخه دمرشدفيض اوبرکت نسی حاصله ولای او وکمال ته نسی رسېدلای هغه صفتونه ټول شل صفتونه دي کوم چی دطريقت علماوو ذکرکړيدي اوشرحه يې په دې ډول ده
اول
صفت توبه ده، په طريقت کښي دمريددپاره داضروري ده چي کله له يومرشدسره بيعت وکړي نوبه دنصوح اوداخلاص توبه له ټولوګناووڅخه کاږي اوبياچي له هرمقام څخه واوچت اولوړمقام ته ورسيږي نودتوبې تجديدبه کوي ځکه په هرمقام کښي چي دَيْ وي نوځني داسي شيان سته چي نسبت وهغه مقام اووحال ته دده ګناوي بللي کيږي که څه هم دلاندي مقام ووالاته هغه شيان نيک کارونه ګڼل کيږي لکه چي په شریعت اوطريقت کښي دامشهورقول دۍ(حَسناتُ الابرارِ سيئات المقربين)بلکي دغه مقام اوحال چي ده درلودۍ نسبت وهغه مقام اوحال ته چي اوس دَيْ ورپورته سودطریقت له مخی ګناه بلله کیږی
دوهم
صفت زهددۍ يعني له دنياڅخه بې رغبته کيدل دي،مريدبايدتارک ددنيا وي له عياشي اوله تنعم او ترفه څخه مخ اړوُنکۍ وي دمريدبايدله دنياسره دويني قدرتعلق وي چي شرعاً دي اړتياورته لري اوفقط اوفقط دده هغه جدي حاجتونه په پوره کيږي کوم چي دَيْ ورته اړوي،
دريم
صفت تجريددۍ مريدبايدمجردوي په دې معنی چي هغه ټولی علاقې اوتعلقات پري کړي اوځان ورڅخه وژغوري کوم چي شرعاًدهغې علاقي اوتعلق په مراعت کولوسره دَيْ مکلف نه وي او دالله جل جلاله په لارکښي چي دسلوک اودطريقت لارده دَيْ له ترقۍ اوله پرمختګ څخه راګرزه وي، لکه الله جل جلاله چي فرمايلي دي
(اِنَّ مِنْ اَزْوَاجِکُمْ واولادکم عَدُوَّالَّکُْمْ فَاحْذَرُوْهُمْ)
يعني بېشکه له ښځوستاسوڅخه اوله اولادوستاسوڅخه سته دښمنان تاسي لره نووويرېږۍ له دوۍ څخه يعني ستاسوپه ښځواواولا دوکښي داسي ښځي اواولادونه هم پيداکيږي چي ددوۍ مراعت اوتعلق تاسي دالله جل جلاله اودهغه درسول(صلی الله عليه وسلم)په مخالفت کښي اچوي نوپه دې وجه دوۍستاسي دښمنان
دي نوبايدله دوۍڅخه وويرېږۍ اوځانونه ورڅخه وساتۍ،
څلورم
صفت عقيده ده،دمريدبايدعقيده برابره وي مريدبايدهغسي عقيده ولري کومه چي داهل السنت والجماعت له مسيرسره توافق لري اودڅلوروامامانو له تګلاري سره مطابقه وي،مريدبايدله هغوټولوعقيدوڅخه پاک وي کومي چي داهل ا لسنت والجماعت دڅلوروامامانودمسلک مخالفي دي،

محترمواسلامي وروڼوپه تېره برخه کښي ماوتاسي ته ددې خبري ذکرکړي ؤچي دطريقت اودسلوک په لاره کښي چي څوک سيراوسلوک کوي اومُريدوي نودغه مريدبايدپه شلوصفتوسره موصوف وي چي دهمدغوشلوصفتوله جملې څخه څلورصفتونه ماپه تېره برخه کښي درته بيان کړل په دغه برخه کښي له مذکوروصفتوڅخه يوتعدادنورصفتونه درته ذکرکوم چي بيان يې په دې ډول دۍ
پنځم له دغوشلو صفتوڅخه تقوي ده مريدبايدپرهيزګاراوله الله جل جلاله څخه وېرېدونکۍ وي اوله حرامواوشبهَناکو شيانوڅخه بايدمُجْتنِبْ وي په خوراک اوچښاک اولباس اوجامه کښي بايد مُحتاط وي خوالبته په احتياط کښي له مبالغې اوله افراط څخه هم بايدکاروانخلي ځکه چي بيادوسواس په مرض اخته کيږي اوترڅوچي يې طاقت وي په عزېمت بايدعمل کونکۍ وي نه په رخصت ،اودطَهارت اودنِظافت بايدپوره خيال ساتي، مګرپه دې باره کښي هم بايدافراط ونکړي چي دوسوسي په مرض مبتلا نسي ،اودارنګه په ټولواحوالوکښي داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه هدايت باید نصب ا لعين وګرځوي چي( دَعْ مايُرِيْبُکَ الی مالايريبک)
شپږمله دغوشلوصفتوڅخه چي دمريددپاره ضروردي صبردۍ،په شريعت کښي صبرپردرې قسمه دۍ،اول صبرپرطاعت اوعبادت دالله تعالی باندي، دوهم صبرله معصيت اوله ګناؤ څخه،دريم صبرپرمصېبتوباندي، په مريدکښي بايددغه درې سره قسمونه دصبرموجودوي، اوله دې سره سره مريدبايد دهغوټولوتقييداتواوپابنديوپرتابعداري باندي صبروکړي کومي چي دشيخ اومرشدله لوري وده ته په هغوۍ سره امرکيږي اوله شريعت سره موافقت لري،او که په يوه مرحله کښي په اساني سره صبرکول ورته ګران سي نوله تصبرڅخه دي کاراخلي اوپه تکلف سره دي صبرکوي چي په نتېجه کښي الله جل جلاله وده ته دصبرتوفيق ورکړي لکه چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي (من تَصَبَّرَصَبّرهُ الله)
اوم له دغوصفتوڅخه مجاهده ده مريدبايدهميشه په جهادحقيقي ،جهادکامِل اوپه جهاداکبرکښي کوم چي عبارت دۍله مخالفت څخه
دخواهشاتودنفس اودشيطان مصروف وي ځکه چي نفس ترڅوچي دده دخواهش مطابق رفتارنه کيږي نودَيْ دډيرکمزوري وږي زمري په مثال دۍ چي په دغه وخت کښي دَيْ ددي توان نلري چي تاپه هلاکت کښي واچوي اوکله چي دده دخواهشاتوتابعداري وکړه سي نوبیا دي ديوه زوروراوچاغ زمري په مثال ګرځي اوستاپرهلاکولوباندي قدرت پيداکوي اوهلاکوي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery