ځما معززو اسلامي ورڼو ! د تصوف او عرفان په تيرو دوو
برخو کښي ما وتاسي ته د هغو شلو صفتو له جملې څخه کوم چي د مُريد دپاره ضرور دي
اوه ۷ صفتونه بيان کړل ، اوس په دې برخه کښي د همدغو شلو صفتو له جملې څخه يو تعداد
نور صفتونه درته ذکر کوم ، چي په دې شرحه دي :
(۸) صفت شجاعت دئ :
د مُريد دپاره په طريقت او شريعت کښي اتم صفت کوم چي په ده کښي بايد موجود وي دادئ
چي مُريد به شجاعت او دلاوري لري ، مُريد بايد مردانه او دلير وي ، تر څو چي دَی و
کولائ سي چي له خپل نفس او شياطين الجن والانس سره په ميړانه مقابله وکړي او هميشه
د دوۍ په مخالفت کښي واقع وي .
(۹) صفت بَذَل دئ :
مُريد بايد جوّاد ، سخي او شندونکئ د مال وي په حقو لارو کښي ؛ ځکه چي يو خو سخاوت
د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) له عمده صفاتو څخه دئ ، او دارنګه د اسلام
د مقدس دين له نظره سخاوت د مسلمان دپاره ډير عظيم صفت دئ او و الله (جل جلاله) ته
د تقرب او نزديکت لويه وسيله ده ، او بل د طريقت په لاره کښي د مُريد دپاره د پر
مختللو لوۍ عامل دئ ، او له دې سره سره بُخل د الله پاک په لاره کښي د پرمختللو
ډير لوۍ عائق او مانع دئ .
د اسلام پيغمبر فرمايلي دي : � السخي قريبٌ مِنَ اللهِ قریبٌ مِنَ الجنةِ بعيدٌ
مِنَ النارِ ، والبخيل بعيدٌ مِنَ اللهِ بعيدٌ مِنَ الجنةِ قریبٌ منَ النارِ � (
مشکوة وغيره ) .
(۱۰) صفت فتوّت دئ :
فتوت و جوانمردي ته ويل کيږي ، مُريد بايد جوانمرد وي ، په دې ډول چي و هر چا ته
پخپله درجه کښي ګوري او و هر حقدار ته خپل حق ورکوي او له نورو څخه د حقګذارۍ
طلبدار نه وي ، او د الله تعالی په دې قول چي :� وآت کل ذي حق حقه � او دارنګه د
اسلام د پيغمبر په دغو ارشاداتو چي :� کلّم الناسَ علی قدرِ عقولِهِم � او � و
أنزلِ الناسَ منازلَهُم � باندي عمل کونکئ وي .
(۱۱ ) صفت صدق دئ :
مُريد بايد صادق وي ، د مُريد ټولي معاملې که له خدائ سره وي او که د خدائ له مخلوق
سره وي بايد پر صداقت بِنا وي ، او همېشه يې بايد داسلام د پيغمبر دغه هدايت نصب
العين ګرځولئ وي چي : � الصدقُ ينجِي و الکَذِب يُهلِک � .
( ۱۲ ) صفت علم دئ :
مُريد بايد په هغه اندازه ديني عِلم حاصل کړئ وي کوم چي دَی ضرورت ورته لري ؛ ځکه د
ضرورت په اندازه ددين علم ايزده کول پر هر مسلمان باندي فرض دئ .
امام أعظم أبو حنيفه (رحمه الله تعالی ) چي د کومو أحاديثو روايت کړئ دئ د هغوۍ له
جملې څخه ( لکه چي طحطاوي ذکر کړيدي ) يو حديث دادئ چي :� طلب العلم فريضة علی کل
مسلم� .
( ۱۳ ) صفت نياز دئ :
مُريد بايد نياز او عاجزي ولري ، په هيڅ حالت کښي بايد عجز ، تواضع او تذلُل په دې
شرط چي د الله (جل جلاله) دپاره وي له لاسه ورنکړي او د اسلام د پيغمبر (صلی الله
عليه وسلم) و دغه مبارک حديث ته ځير وي چي : � مَن تواضعَ لِلهِ رَفعَهُ اللهُ � .
محترمووروڼو دهغوشلوصفتوله جملې څخه کوم چي په طريقت کښی دمريددپاره ضروردي
دتصوف اوعرفان په تېروبرخوکښي ديارلس صفتونه ماوتاسي ته بيان کړل اوس
دهمدغوشلوصفتوله جملې څخه وځينونوروصفتوته ګورئ،چی په دې ډول دی
(۱۴) صفت عَيَّارِي دئ،
ددغه صفت مقصددادئ چي مريدبايدخپل ځان ناچيز وشميري اوپه لااباله توګه بايدخپل ځان
ته همېشه کتونکئ وي ،اوله فروتنئ څخه ډک وي، لکه چي يوبزرګ په فارسي نظم کښي
فرمايلي دي،
درعشق یاربين که چوعيّارميرویم سرزيرپانهاده چوشطّارميـــرويم
درنقطهء مرادبدين دورما رســـيم زيرابسرهميشه چوپرکارميرويم
جانرافداي يارګرانمايه کرده ايــــــم ورحکم ميکندبسردارميــــــــرويم
مرګ ارکسي بجان بفروشدهميخريم عيار وار زانکه بریارميرويم
ماراچه غم زدوزخ وباخلدمان چکار دلداده ايم مابردلدارميرويم
(۱۵) صفت ملامتياده،
په دې معنی چي مريدبايدپه دې ډول وي چي نام اوننګ،مدح اوذم ،رداوقبول دخلګودده په
نزد يوشان وي،نه بايددنامه اودشهرت خواهشمندوي اونه بايدددې فکراوسوچ ورسره وي چي
خلګ زماښه وايې اوکه بدوايې اوپه خلګوکښي زه مقبول يم اوکه نامقبول يم اونه بايدپه
دې باک اوپروا کونکئ وي چي خلګ له ماسره دوستي کوي اوکه دښمني کوي،بد راته وايي
اوکه ښه راته وايي
(۱۶) صفت عقل دئ،
مريدبايدعقل مندوي اوپه هرباب کښي له هوشيارئ اوبيدارئ څخه کاراخستونکئ وي،اوپه
مقتضی دعقل عمل کوي خصوصا دخپل استادپيراومرشدپه باره کښي
(۱۷) صفت ا دب دئ،
مريدبايدادبناک وي اوخاونددښواخلاقووي خصوصاً له خپل شيخ اواستادسره بايدله لوۍ ادب
څخه کاراخستونکئ وي،اوپه ظاهراوپه باطن کښي دخپل شيخ واشاراتوته متوجه وي،اوکه شيخ
وده ته دده پرتقصيراتوباندي کومه تنبيه ورکړي نودفعتاً بايددخپل شيخ له تنبيه سره
سم دخپلوتقصيراتواصلاح وکړي،اوپه دې باب کښي بايدله هرقسم تعلل،حجت ګويي اوبهانه
جويي څخه ډډه کونکئ وي،
مولاناروم صاحب دادب په باب کښي فرمايلي دي ،
ازخــــــــــداخواهيم توفيق ادب بي ادب محروم ماندازلــــــطـــف رب
بي ادب تنهانه خودراداشت بد بلکي آتش درهمه آفــــــــــــــــــــــــاق زد
هــــــــرچه برماآيدازظلمات غم آن زبـــــــي باکي وګستاخي است هـم
همدارنګه يوبل بزرګ فرمايلي دي
حافظاعلم و ادب ورزکه درحضرت شاه هرکرانيست ادب لائق خدمت نبود،
محترمواسلامي وروڼودتصوف اوعرفان په دې برخه کښي دمريددشلوصفتوله جملې څخه
داتلسم او نولسم اوشلم صفت بيان درته کوم اوداولسوصفتوبيانونه مي په تېروبرخوکښي
درته کړيدي،
(۱۸) صفت حسن خلق دئ :
مريدبايدښه اخلاق ولري اوله تکبر،تفاخراوله عجب اوله جاه طلبۍ څخه اجتناب کونکۍ وي
له خپلوملګرو اوله هرچاسره بایدپه ښواخلاقوګذاره کوي،داسلام په مقدس دين کښي ښه
اخلاق په ډيره لوړه کچه اهميت اوارزښت لري،داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په يوه
حديث کښي کوم چي په مشکوة وغيره کښي ذکرسويدئ فرمايلي دي
(ان من احبکم الي واقربکم مني مجلسايوم القيامة احاسنکم اخلاقا)
اوبالمقابل بداخلاق داسلام دمقدس دين له نظره ددنيا اوآخرت ددناکامې اوبدبختۍ ډيرغټ
سببونه دي
(۱۹) صفت تسليم دئ :
مُريدبايدو خپل مرشداواستاذته ظاهرا ًاوباطناً خپل واک اواختياروسپاري ، خوپه دې
شرط چي استاذ اومرشديې واقعاًمرشدوي کامل اومکمل وي،ټګ اوناقص نه وی ځکه له ناقص
استاذ څخه اخذ او تعلم د طريقت له مخي داسي مثال لري لکه له شيطان څخه چي دعلم
اخذکوي
مولانارومی صاحب فرمايلي دي :
چون بسي ابليس آدم روي هست ـــ پس به هر دستی نبايد داد دست
زانکه صياد ميزند بانګ صــــفير ـــ تا بګيـــــــرد مرغ را آن مرغ ګير
حرف درويشان بدزدَد مَرد دون ــــ تا بګويد بر ســـليمی آن فسون .
او دارنګه د طريقت علمآؤ فرمايلي دي چي مُريد به و مُرشِد کامِل مُکمِّل ته داسي
تسليم وي لکه مُرده چي و غسل ورکونکي ته تسليم وي .
(۲۰ ) صفت تفويض دئ :
مُريد بايد په مقتضی ددې قول د خدائ پاک چي � واُفَوِّضُ أمرِي الی اللهِ اِنَّ
اللهَ بصيرٌ بالعِباد � خپل ټول کارونه و الله (جل جلاله ) ته وسپاري ، لکه چي يوه
بزرګ فرمايلي دي :
وکلت الی المحبوب امري کله ـــ فان شاءاحياني وانشاءاتلفا
اولکه چي يوبل بزرګ فرمايلي دي
بګذاشته ام مصلحت خويش بدو ـــ ګربکشد ورزنده کنداوداند
تادل رقم عشق برجان دارد ـــ باران بلابرسردل مېبارد
جانابسرت کزتونګردانم روي ـــ ګرعشق هزارازين برويم آرد،والسلام
قدرمنووروڼوکوم څه چي زه په دغه اوپه راتلونکو برخه کښي درته ليکم نوباعث پرهغه
باندي داشئ دئ چي له ځينوويب سايټو څخه زماځيني بيانونه کوم چي دتصوف اوعرفان په
اړه دي بعضوعربي مواقعو او ویب سايتو کوم چي وعراق اووغيره ته منسوب دي نقل کړیدي
اوبيايې داخبره زیربحث ګرځولې ده چي دافغانستان يونامتوعالم مولانامحمدمعين الدين
ابوالفضل په رسمی مواقعوکښي دتصوف مدح، صفت اوبيان کوي اوپه دې باره کښي
ډيروعربوعلماووخپل نظرونه ورکړیدي چي په هغوۍ کښي اکثر مثبت نظرونه دي که څه هم
زيات ددغواکثروعلماوو سلفيان دي، اوصرف دوويادرو سلفی عالمانو منفی نظرورکړيدئ
خوددغوعلماوودنظرو په اول سرخط کښي چي کوم بيان په مذکوروویب سايتوکښي ذکرسویدی
دهغه معنی اومطلب په دې ډول دئ :
نن ورځ مي په ځینورسمي مواقعوکښي ولیدل چي مولامعين الدين ابوالفضل دتصوف مدحه کوي
، دغه رباني عالِم د تصوف په اړه وخلګو ته بيانونه ورکوي او د تصوف له اهميت څخه
بحث کوي ، د مولانا معين الدين له دغو بياناتو څخه دا خبره څرګنده سوه چي کومه
اوازه چي ځموږ د عربو په منځ کښي خپره سوېده چي د افغانستان عالمان او طالبان له
تصوف څخه منکر دي او د سلفيت عقيده لري دروغ او بې اساسه ده ، بلکي د افغانستان
عالمان او طالبان اهل د تصوف حقيقي دي او ددين د دښمنانو په مقابل کښي په شجاعتمنده
او صادقانه توګه جنګيږي .
او ځينو عمده عالمانو د دوۍ داسي نظر ورکړئ دئ چي په اسلام کښي چي کوم نامتو او
باشجاعته مجاهدين تير سويدي نو هغه ټول متصوفين وو ، لکه عثمانيه سلاطين ، صلاح
الدين ايوبي ، محمود غزنوي او لکه عمر مختار وغيرهم .
ــــ ما چي د دوۍ نظرونه ټول وکتل نو و درو خبرو ته ډير سخت حيران او په تعجب کښي
پاته سوم :
اول ودې خبري ته چي په موجوده زمانه کښي پداسي حساسو او نازکو حالاتو کښي چي د دنيا
ټول کافران سره له دې چي دوۍ په خپل مابين کښي زيات پريکړنونه ، عداوتونه او اختلاف
د نظر سره لري د مسلمانانو په مقابل کښي يو صف او متحد ملت ګرځيدلي دي ،او مسلمانان
( پر ځائ ددې باند چي له مذهبي تعصباتو څخه لاس واخلي او خپل جزئي او فرعي اختلافات
غير ملتفت اليها وګرځوي او د کفارو په مقابل کښي ودريږي او له اسلام څخه دفاع وکړي
) نور هم په مذهبي تعصب کښي تشدد او ټينګار کوي او د کفر تر دفاع يې ودغه کار ته
اهميت ورکړئ دئ .
دوهم ودې خبري ته چي د فغانستان مسلمان ملت ، خاص بيا د افغانستان عالمان او طالبان
د امام اعظم ابو حنيفه (رضي الله عنه ) مذهبيان دي او په علم عقايد کښي د علَم
الهُدی امام ابو منصور ماتريدي ( رحمه الله تعالی ) پيروان دي ، نو بيابه په دوۍ
کښي داسي خلګ څنګه پيدا سي چي هغوۍ دي له تصوف څخه انکار کوي ؛ ځکه له تصوف څخه
انکار له حنفيت او ماتريديت څخه په قطعي ډول خارجيدل دي .
دريم ودې خبري ته چي د تصوف مطلب زهد او تزکيه ده ، يعني له ناروا خويو څخه ، لکه
کبر ، حسد ، فخر ، بخل وغيره ځان پاکول ، او تحليه يعني په ښو اخلاقو سره ځان
ښايسته کول دي .
نو که څوک دا ډول عقيده ولري چي العياذبالله تصوف داسلام يو جزء نه دئ نو دا عقيده
يې دې لره مستلزمه ده چي په اسلام کښي زهد نسته ، په اسلام کښي دانسته چي له بدو
اخلاقو به ځان صفا کوې او په ښو اخلاقو به ځان ښايسته کوې ، سره له دې چي الله پاک
فرمايلي دي :
� قد افلَحَ مَــــــن زکَّها و قــــد خابَ مَـــــن دسها � .
او سربيره پر دې پر اهل تصوف باندي طعن ويل دمسلمانانو پر څلورو امامانو باندي او
دارنګه پر هغو ټولو مخکښو علماؤ باندي طعن ويل دي کوم چي د هغوۍ له امامت او جلالت
د شان څخه منکرين د تصوف او د اهل تصوف هم انکار نه سي کولائ .
په راتلونکو برخو کښي به زه انشآءالله و تاسي ته د څلورو امامانو او دارنګه د عالم
اسلام په منځ کښي د مسلمو علماؤ ، لکه امام نووي ، امام عز بن عبدالسلام ، علامه
سيد شريف الجرجاني ، شيخ محمد ابو زهره ، امام محاسِبي وغيرهم نظرونه او بيانونه د
تصوف او د اهل تصوف په باره کښي ذکر کړم .
محترمووروڼو اوس دامت مسلمه دهغوامامانواوعالمانوکوم چي دتمام امت مسلمه مخکښان
اووټول امت مسلمه ته مقبول دي داقوالو په ذکرپیل درته کوم هغه قولونه ددوۍ چي دتصوف
په اړه يې کړيدي
دڅلوروامامانوقولونه دمخه هم ما درته ذکرکړيوو اوس بې بیا انشاءالله
ددغواقوالودجريان په اخيرکښي دهريوه قول درته ذکرکړم .
دتصوف په اړه دامت مسلمه دعلماووقولونه په دې شرحه دي :
اول : امام النووي، المتوفی سنة( ۶۷۶ )هجري ( رحمه الله تعالی ) .
محترمووروڼوامام نووي هغه عالم دئ کوم چي وټول امت مسلمه ته مُسَلم اومقبول عالم دئ
اودصحيح مسلم شارح دئ حتی هغه خلګ هم کوم چي دتصوف دښمنان دي امام نووي په هراعتبار
تسليموي اومني يې،،دتصوف په اړه ده په خپله رساله کښي کومه چي په � مقاصدالامام
النووي في التوحيد والعبادة واصول التصوف � سره نامداره سوېده داسي فرمايلي دي :
اصول طريق التصوف خمسة،(۱) تقوالله في السروالعلانية،(۲) اتباع السنة في الاقوال
والافعال (۳) الاعراض عن الخلق في الاقبال والادبار(۴)الرضاعن الله في القليل
والکثير(۵)الرجوع الی الله في السراء والضراء .
يعني دتصوف دطريقې اودلاري ټول بنيادي اصول اواساسات پنځه شيان دي :
( ۱ ) : تقوی اوويره له الله جل جلاله څخه په په پټه اوپه ښکاره کښي،يعني هرڅوک چي
له تصوف سره رښتونئ تعلق لري نوهغه به له الله جل جلاله څخه ويرېږي اودغه وېره بې
په دې ډول وي چي که تنها اويوازي وي هم له الله جل جلاله څخه به وېرېږي اوکه په
خلګوکښي وي هم له الله جل جلاله څخه به ويريږي .
( ۲ ) : اصل اواساس دتصوف اتباع دسنت درسول عليه السلام ده په ټولوقولواوپه
ټولوفعلوکښی دده .
يعني تصوف خلګ ودې ته رابولي چي خپلي خبري او لفظونه او خپل ټول کارونه د رسول
(صلوات الله عليه واله وصحبه اجمعين ) د سنت او طريقې تابع وګرځوي .
( ۳ ) : اصل او اساس د تصوف اعراض او مخ اړول دي له مخلوق څخه په حال د اِقبال او د
اِدبَار د دواړو کښي .
يعني هر څوک چي له تصوف سره واقعي تعلق ولري نو هغه به و خلګو ته هيڅ اسره نکوي او
نه به هغه قسم ګډون او اختلاط له خلګو سره کوي کوم چي دَی له الله (جل جلاله ) څخه
په غفلت کښي اچوي ، بلکي په کامله توګه به و الله تعالی ته متوجه وي ، او دا صفت به
په هر حال کښي وده ته ثابت وي ، هم په حال د �اِقبال � او د مخامخ کيدو کښي له خلګو
سره او هم په حال د � اِدبَار � کښي يعني په حال کښي د شا ګرځولو وخلګو ته .
( ۴ ) اصل او اساس د تصوف راضي کيدل دي له الله (جل جلاله) څخه په لږ او په ډير په
دواړو کښي .
يعني څوک چي مدعي د تعلق د تصوف وي نو په ده کښي به دا صفت موجود وي چي له الله جل
جلاله څخه به په هغه حال کښي هم راضي وي چي کم شئ وده ته ورکړ سي ، مثلًا مال يې کم
وي ، اولاد يې کم وي ، عزت يې کم وي او رتبه يې کمه وي ، اوپه هغه حال کښي به هم
راضي وي چي ډير شئ ورکړ سي .
( ۵ ) : اصل او اساس د تصوف رجوع ده و الله (جل جلاله ) ته په خوشحالي او په راحت
کښي ، او دارنګه په تکليف ، مرض او مصيبت کښي .
يعني متصوِّف انسان به په هيڅ حالت کښي د الله ( جل جلاله ) په تعلق ، عبادت او
بندګي کښي سستي او کمزوري نکوي ، نه بې خوشحالي ، اسايش او راحت د الله پاک له
بندګۍ څخه راګرځوي ، او نه به مصيبت ، غم او تکليف و ده ته ددې باعث ګرځي چي د الله
پاک په بندګي کښي تکاسل او تغافل وکړي .
محترمو مسلمانانو ! د اسلامي أمت ددغه ستر امام قول او نظر می کوم چي د تصوف په اړه
يې کړئ دئ درته بيان کړ ، نو اوس قضاوت او فيصله تاسي وکړۍ چي د تصوف مقصد دغه پنځه
شيان سي لکه چي امام نووي فرمايلي دي ، او سره له دې يو څوک له تصوف څخه انکار کوي
يا بد پر وايي ، نو ايا ! دغه انکار او بد ويل بې په حقيقت کښي دا معنی ونلري چي :
په پټه او ښکاره کښي له الله څخه ويره ښه کار نه دئ ، او دارنګه متابعت د رسول
(عليه السلام ) ښه کار نه دئ ، دارنګه العياذ بالله په هر حال کښي و الله (جل جلاله
) ته راجع کيدل ښه کار نه دئ ؟ .
او چي دا معنی ولري نو بيا و دغو خلګو ته په کومه سترګه بايد وکتل سي کوم چي له
تصوف او له اهل تصوف څخه انکار کوي او بد پر وايي ؟
تنبيه :
محترمو وروڼو ! دلته د يوې خبري ذکر کول ضروري ګڼم هغه داده چي کوم تصوف چي زه يې
مدح او صفت درته کوم ، او دارنګه کوم اهل تصوف چي زئې تائيد کوم او پر منکرينو
باندي يې بد وايم له دې څخه ځما مقصود صحيح او حقيقي تصوف او اهل تصوف دي ، پاته
سوه هغه خلګ چي په ټګۍ برګۍ او په دروغو سره و تصوف ته خپل ځانونه منسوبوي او ددې
ادعا کوي چي موږ اهل طريقت يو او خود ساخته رويې او طريقې يې په مخه پسي اخستي دي ،
چي له ظاهر او باطن د شريعت څخه مخالفي دي ، لکه په موجوده زمانه کښي چي په هر
اسلامي هيواد کښي دغه قسم ټګان موجود دي ، نو دا نه زه اهل تصوف او اهل طريقت بولم
او نه له دوۍ څخه دفاع کوم .
دشريعت په علماؤ کښي هم علمآء سوء ، علمآء باطل او عُلمآء دنيا پيدا کيږي ، او و
طريقت ته چي کوم خلګ ځانونه منسوب بولي په هغوۍ کښي هم دغه ډول بد خلګ پيدا کيږي ،
دا هغه خلګ دي چي د دوۍ په باره کښي مولانا جلال الدين رومي (رحمه الله تعالی )
فرمايلي دي :
چــــون بسي ابـــليس آدم روي هـــــــســـــــت
پس بــــه هـــــر دَســــتِې نبـــايد داد دســـــت
حَــــــرف درويشــــان بدُزدد مــــردِ دون
تــــا بګـــــويد بر ســـــــليــــمې آن فـــسون
زانـــــکه صـــــياد ميزند بـــــانګِ صفـــير
تا بګـــــيرد مــــرغ را آن مــــــــرغ ګـــــــير .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .