د حج فرائض (۳) دي:
۱- احرام تړل، ۲- پر عرفات درېدل، ۳- طواف زيارت کول، چي هر يو رکن دی، په پرېښودلو
يې حج فاسد او قضا پر واجب ده کوم افعال چي ځني پاته وي. [ص: ۲۱۹عالمګيري]
د حج واجبات (۲۷) دي:
۱- احرام تړل له ميقاته، ۲- سعی د صفااو مروا،
۳- شروع د سعی له صفا څخه، ۴- بي له عذره په پښوسعی کول، ۵- پر عرفات دوام تر لمر
لوېدو پوري، ۶- يو څه حصه د شپې پر عرفات درېدل، ۷- تر امام وروسته راکښته کېدل له
عرفات څخه، ۸- پر مزدلفه درېدل، ۹- د ماښام او ما خستن لمونځ يوځای کول په مزدلفه
کي، ۱۰- د شيطانانو ويشتل، ۱۱- د اولې ورځي شيطان تر قربانۍ او سر خرېيلو مخکي
ويشتل، ۱۲- د هري ورځي شيطان بلې ورځي ته نه ځنډول،
۱۳- د سر خرېيل يا لنډول، ۱۴- قرباني يعني شکريه
د حج تمتع ياقِران په نيت کول، ۱۵- تر سر خرېيلو مخکي قرباني کول، ۱۶- د سر خرېيل د
اختر په ورځو کي، ۱۷- د حرم په مځکه کي د سر خرېيل که څه هم منْی نه وي، ۱۸- د طواف
زيارت زيات شوطونه د اختر
په ورځوکي کول، ۱۹- هر طواف د حطيم تر شا کول، ۲۰- هر طواف په اوداسه کول، ۲۱- هر
طواف پر راسته طرف کول، ۲۲- په هر طواف کي فرض پټول معنْی عورت، ۲۳- که عذر نه وي
په پښوطواف کول،
۲۴- دوه رکعاته لمونځ له هر طوافه وروسته کول که وخت مکروه نه وي، ۲۵- طواف رخصت
بياباني سړي لره، ۲۶- په پښو تګ په صفا او مروا کي، ۲۷- هر طواف په پاکو جامو او يا
لنګ کي کول، که له دغو واجباتو يو واجب پاته سي په قصد او که په هېره، که په عذر،
يا بي له عذره وي حکم د واجبو دا دی چي په پرېښودلو يې دم لازمېږي.
که له پورتنيو واجباتو څخه لاندي اووه واجب په عذر پاته سي دم نه پر لازمېږي:
۱- دوه رکعاته د طواف، ۲- د سر خرېيل، ۳- پر مزدلفه شپه تېرول، ۴- په پښوتګ په طواف
کي، ۵- په پښو تګ په سعی د صفا اومروا کي، ۶- طواف زيارت د اختر تر ورځو وروسته کول،
۷- طواف صدر پرېښودل.
د حج سنت (۳۲) دي:
۱- طواف قدوم هغه بياباني لره چي حاجي مفرد ياقارِن وي، ۲- اوږې ښورول يعني په
پهلواني تلل په اولو درو شوطو کي د هغه طواف چي وروسته تر هغه سعی د صفا وي،۳- د
صفا او مروا په مابين د ميلانو زرغونو ځايو کي چابک چابک تګ کول،۴- هغه شپه په منْی
کي تېرول چي په صبا يې درې شيطانان ويشتل کېږي، ۵- له منْی څخه عرفات ته تر لمر ختو
وروسته روانېدل،۶- د لسم شپه په مزدلفه کي تېرول، ۷- سهار تر لمر ختو د مخه روانېدل،
۸- ترتيب د درو شيطانانو په ويشتلو کي، ۹- د اتم په ورځ تر ماپښين د مخه تلل چي
پنځه لمونځونه په منْی کي پوره سي، ۱۰- غسل د عرفات لپاره، ۱۱- پاکوالی د جامې او
بدن په هر طواف کي،
۱۲- غسل يا اودس د هر احرام لپاره، ۱۳- اغوستل د پاکو جامو که نوې وي يا پرېولې،
۱۴- دوه رکعاته لمونځ
د مخه تر احرام که وخت مکروه نه و، ۱۵- تلبيه ډېره ډېره ويل په لوړ آواز سره د
نارينه لپاره، ۱۶- (اَللهُ اَکْبَرْ)،(لَااِلٰهَ اِلَّا اللهُ)، درود ويل او دعاکول،
۱۷- غسل کول د مکې شريفي
د ښار د داخلېدو لپاره، ۱۸- داخلېدل و مسجدالحرام ته پر باب السلام، ۱۹- په هر طواف
کي چي وروسته صفا او مروا لري اضطباع کول معنْی پټو تر راسته
بغل لاندي کول اوږه لوڅول نارينه لره، ۲۰- ډېر طوافونه کول ځکه چي بياباني لره تر
لمانځه بهتر دي، ۲۱- ډېري دعاوي کول ځان، قريبانو او ټولو مسلمانانو ته په ټول سفر
کي په عاجزي سره، ۲۲- په وخت دشيطانانو ويشتلو کي راسته طرف منْی ته کول چپه طرف
مکې شريفي ته کول، ۲۳- د لوی شيطان ويشتل په اوله ورځ له لمر ختو بيا تر زواله سنت
دي او ترسپېدو پوري روا دي او په نورو ورځو کي په مابين
د زوال او لمر لوېدو کي ويشتل سنت دي او تر سپېدو پوري روادي، ۲۴- حاجي مفرد لره
شکريه حلالول، ۲۵- په ډېر ادب اوبه د زمزم څښل پر سر او بدن اچول مخ پرکعبه دعاکول،
۲۶- وروسته تر صفا او مروا دوه رکعاته کول، ۲۷- صفا ته دومره ختل چي کعبه شريفه
ووينې، ۲۸- په ملتزم شريف ځان چسپول مچول ژړا کول که موقع وي، ۲۹- د نفلي حج او
تمتع او قِران له پُسه څخه يو څه غوښه خوړل، ۳۰- که د څلورم په ورځ شيطان نه ولې
بايد د درېيمي ورځي تر لمرلوېدو مخکي ولاړ سې مکي شريفي ته، ۳۱- پر محصب يو ساعت
کښېناستل که ور معلوم و، ۳۲- زيارت د جناب رسول اللهﷺ څوک وايي واجب دی څوک وايي
سنت مؤکد دی.