هغه کارونه چي اوښ لازموي (۳) دي:
۱- تر عرفات وروسته تر سر خرېيلو او طواف زيارت مخکي جماع کول پر دغه سړي او ښځي
باندي اوښ لازموي، ۲- د طواف زيارت ټول يا زيات شوطونه په جنابت يا حيض يا نفاس سره
کول، ۳- په حالت د احرام کي شتر مرغ يا بل دغومره غټ حيوان وژل.
[ص: ۲۶۱، عالمګيري، ص: ۲۹۱، قاضي خان]
هغه کارونه چي پُسه لازموي(۴۱) دي:
۱- سر خرېيل مخکي تر وخت ټول يا څلورمه حصه دم لازموي، ۲- پوره اندام په لږ خوشبويي
خوشبويه کول يا څلورمه حصه د اندام په ښه خوشبويي خوشبويه کول دم لازموي، ۳-
خوشبويه جامه لوېشت په لوېشت کي دوولس ساعته اغوستل دم لازموي،
۴- ګنډلې جامه دوولس ساعته اغوستل دم لازموي، ۵- ښځو لره د مخ څلورمه حصه او نارينه
لره د مخ او سر دواړو يا يوه څلورمه حصه دوولس ساعته پټول دم لازموي، ۶- پوره يو
بغل په احرام کي خرېيل دم لازموي، ۷- زير ناف په احرام کي خرېيل دم لازموي، ۸- د
يوه لاس يا د يوې پښې نوکان په يوه مجلس کي پرېکول دم لازموي، ۹- بې له طواف زيارته
له دانورو طوافو څخه يوطواف په جنابت يا حيض يا نفاس کي کول دم لازموي، ۱۰- طواف
زيارت بې اودسه کول دم لازموي، ۱۱- طواف رخصت بې عذره پرېښودل دم لازموي، ۱۲- طواف
زيارت بې له عذره د اختر تر ورځو ځنډول دم لازموي، ۱۳- طواف زيارت په بې ستري کول
چي لمونځ نه په صحيح کېږي دم لازموي، ۱۴- د عرفات له حدودو تر لمر لوېدو مخکي را
وتل دم لازموي،
۱۵- سعی د صفا او مروا پرېښودل او يا بې له عذره په ريړۍ کي کول دم لازموي، ۱۶- نه
ويشتل د ټولو شيطانانو يا د زياتوکه د يوې ورځي وي يا د ټولو ورځو وي دم لازموي،
۱۷- په حِل کي سر خرېيل دم لازموي، ۱۸- د سر خرېيل او يالنډول د اختر تر ورځو ځنډول
دم لازموي، ۱۹- د مزدلفې د سهار درېدل چي پرېږدي بې له عذره دم لازموي، ۲۰- په خوند
مسه کول د ښځي يا هلک تر طواف زيارت دمخه دم لازموي، ۲۱- سر خرېيل دمخه تر ويشتلو د
اول شيطان او يا دمخه تر شکريې حاجي قارِن او مُتمتع لره دم لازموي، ۲۲- حاجي متمتع
لره د حج احرام په حِل کي تړل دم لازموي، ۲۳- د عمرې يا د حج لپاره بې له احرامه تر
ميقات تېرېدل دم لازموي، ۲۴- که له يوې عمرې نه وې خلاص سوی تر سر خرېيلو مخکي د
بلي عمرې احرام تړل دم لازموي، ۲۵- په پنځو ورځو د اختر کي عمره کول دم لازموي، ۲۶-
په احرام کي يو اندام په خوشبويه صابون پرېولل ياکريم استعمالول دم لازموي، ۲۷-
ځنډول
د شکريې د اختر تر ورځو دم لازموي، ۲۸- دوهم وار جماع تر طواف زيارت مخکي کول دم
لازموي،
۲۹- پر خوشبويه بستره پرېوتل دم لازموي، ۳۰- طواف زيارت يا طواف رخصت يا د عمرې
طواف بې له ضرورته پرکټ يا کجاوه کول دم ، ۳۱- په ويشتلو کي
د شيطانانو اووه ډبرې خطا کېدل يا پاته کېدل دم لازموي، ۳۲- خوشبويه شی خوړل يا څښل
چي په اور نه وي پوخ سوی دم لازموي، ۳۳- پر حاجي قارِن په دغه جناياتو کي دوه دمه
لازمېږي، ۳۴- طواف زيارت مخکي تر سر خرېيلو دم لازموي، ۳۵- سر يا ږيره سره کول يا
تورول په احرام کي دم لازموي، ۳۶- ګنډلې جامه يا نېکر يا نور شيان د احرام دوولس
ساعته اغوستل دم لازموي، ۳۷- موزې يا جرابي دوولس ساعته په پښوکول دم لازموي، ۳۸-
پر عرفات د ورځي نه درېدل که شرعي عذر نه وو که څه هم بندګي عذر موجود وي لکه حصار
يعني بندي کېدل يا غفلت يا طياره ځنډېدل دم لازموي، ۳۹- د خوشبويه دوا خوړل دم
لازموي، ۴۰- پښې په نکريځو سري کول دم لازموي، ۴۱- د کعبې شريفي خوشبويي لاس ته
رسېدل که څه هم دستي يې پرېولي دم لازموي.[ص: ۲۰۲، ردالمحتار، ص: ۲۰۶، ملاعلي قاري،
ص: ۲۴۱، عالمګيری، ص: ۱۹۸، احسن الفتاوْی]
هغه کارونه چي دوه کيلوغنم لازموي (۲۰) دي:
۱- په لږ خوشبويي يو اندام يا په ډېره خوشبويي کم تر څلورمي حصې د اندام خوشبويه
کول، ۲- کم تر لوېشت په لوېشت جامه خوشبويه کول دوولس ساعته اغوستل، ۳- سر يا مخ
پټول کم تر دوولس ساعته، ۴- ګډېدل
د خوشبويي د داسي شي سره چي څښل کېږي چي خوشبويي زياته او هغه شی کم وي، ۵- اغوستل
د ګنډلې جامې کم تر دوولس ساعته، ۶- خرېيل د برېتو،
۷- نفلي طواف بې اودسه کول، ۸- طواف رخصت بې اودسه کول، ۹- درې يا کم تر درو ډبرو
شيطان په اوله ورځ پرېښودل، ۱۰- کم ترڅلورمه حصه سر خرېيل،
۱۱- لس يا کم تر لس ډبري شيطان په دا نورو درو ورځو کي پرېښودل، ۱۲- کم تر څلورمه
حصه ږيره خرېيل، ۱۳- يو څه چنغړک يعني غوټو خرېيل، ۱۴- کم تر پنځه نوکانود يوه لاس
يايوې پښې پرېکول پر هر نوک دوه کېلوغنم دي، ۱۵- کم تردرې شوطه په هر طواف کي چي وي
پر پاته سوي شوط دوه کېلوغنم دي، ۱۶- د بل سر خرېيل که محرم وي يا غير محرم وي، ۱۷-
د يوه بغل زياته حصه خرېيل، ۱۸- لږ ږيره يا لږ برېت خوشبويه کول، ۱۹- کم تر څلورمي
حصې سر پټول که څه هم دوولس ساعته وي، ۲۰- د مار، لړم، غوماشي، موږک اوحمله کوونکي
حيوان پرته د نورو حيوانانو په وژلو سره لازمېږي.
د حاجيانو خطاوي (۱۳۷) دي:
۱- مسه کېدل د ښځي په حالت د احرام کي، يا په طياره کي، يا په موټرکي، يا په طواف
کي، يا په حجر اسود کي، يا بل د رش په ځای کي دا خطا ده که خپله ښځه وي يا پردۍ ښځه
وي مسه کېدل يې حرام دي دم واجبوي که خوند او احساس د حرارت راغلی.
۲- استعمال د صابون او شامپو په حماموکي په حال د احرام کي دم لازموي او بې له
احرامه پروا نه لري.
۳- د څټ خوا په احرام کي پټول دا خطا ده ځکه چي هغه په سر کي حسابېږي او کښته خوا
يې پروا نه لري.
۴- بېباکي کول په اوداسه کي دا خطا ده ځکه چي اودس ماتېدل په فرض او واجب طواف کي
دم لازموي او په نورو طوافو کي کموالی او خیرات لازموي.
۵- خوړل د خوشبويه شيانو په احرام کي دا خطا ده.
۶- نيکر اغوستل په احرام کي دا خطا ده.
۷- ويکس يا بام استعمالول دا خطا ده ځکه خوشبويي ده په استعمال يې دم لازمېږي.
۸- کريم په غاښو وهل دا خطا ده ځکه داخوشبويي ده خُله پوره اندام دی دم لازموي.
۹- د زعفرانو، لونګو، دال چينيو، هېلو او نورو خوشبویه شیانو په وريجو او چايو او
يابل شي کي خوړل دا خطا ده ځکه دا شيان خوشبويه دي که څه هم په اور پخ سوي وي. [زبدة
المناسک ص۲۰۴]
۱۰- نفلي طواف بې اودسه کول خيرات لازموي.
۱۱- د وريښتانو کښل او سوځل په وخت داوداسه اوغسل کي په حالت د احرام کي داخطاده.
۱۲- و تل حج ته د نرښځي بې له محرمه داخطا ده.
۱۳- وژل د شپږو تر درو زيات خيرات لازموي.
۱۴- د ګل ګلاب، يا ريحان، يابل خوشبويه شي بويول دا خطا ده ځکه داحج زخمي کوي.
۱۵- جنګ اودعوه په سفر د حج کي په لاس، يا خُله، يا په پښه، يا په زړه، ياپه سترګو
دا خطاده ځکه اللهﷻ فرمايې:
﴿ ﴾.[البقره/۱۹۷]
ترجمه: نه جماع، نه بدي خبري او نه جنګ سته په حج کي.
۱۶- اضطباع يعنی اوږه لوڅول بې له هغه طوافه چي وروسته د صفا او مروا سعی لري دا
خطاده.
۱۷- نه ساتل د سترګو له حرامو په طواف يا بل ځای کي دا خطا ده ځکه اللهﷻ فرمايې:
﴿
﴾.[النور/۳۰]
ترجمه: ووايه اې! محمدﷺ مؤمنانو ته چي پټي کړئ سترګي له ناروا کتلو او وساتي فرج
خپل له ناروا څخه.
﴿
﴾.[النور/۳۱]
ترجمه: او ووايه مؤمناتو ښځو ته پټي کړئ سترګي خپلي له ناروا کتلو څخه او وساتئ فرج
خپل له ناروا څخه.
۱۸- هغه لاس بند چي د حاجيانو د پېژندګلوۍ لپاره يې په حاجي کيمپ کي ورکوي د هغه په
چپه لاس کول دا خطا ده ځکه په هغه کي د اللهﷻ نومان دي په وخت د استنجاء او په
نوروځايوکي يې سپکاوی راځي.
۱۹- د اوږې لوڅول مخکي له طوافه دا خطا ده.
۲۰- د هميانۍ تړل د لنګ د ټينګېدو لپاره دا خطا ده اوکه د پيسو د حفاظت لپاره وي
پروا نه لري.
۲۱- قبر ته ورتلل د هغه چا چي حج ورلره کوې دا خطاده.
۲۲- کتل وبيت الله شريفي ته په حال د طواف کي په نيت د عبادت دا خطا ده ځکه ضرر
رسول د ضعيفانو او مسه د ښځو پکښي راځي عبادت نه دی.
۲۳- شروع د طواف بې له حجرالاسوده داخطاده ځکه چي شروع له حجرالاسوده سنت ياواجب ده.
۲۴- رمل يعني ځغستل اوږي ښورول د طواف په ټولو شوطو کي دا خطا ده ځکه دا بي ادبي ده
او د خلکو زهيرېدل دي او دا رمل فقط په درو شوطو د هغه طواف کي سنت دی چي وروسته له
هغه طوافه سعی د صفا او مروا وي.
۲۵- ذکر او دعاوي په زوره ويل دا خطا ده، بل مسلمان هم په تکليفېږي او ريا هم پکښي
راځي او بي ادبي هم ده وقار يعني سنګين تګ سنت دی.
۲۶- زهيرول د ځان او د بل په مسه کولوکي د حجراسود دا خطا ده ځکه چي مسه کول سنت دي
او زهيرول
د مسلمان حرام دي خاص بيا په حرم کي الله فرمايې:
﴿ ﴾.
[الحج/۲۵]
ترجمه: هرڅوک چي ارداه وکړي په حرم کي د تېرېدلو تر اندازې په ظلم سره موږ به په ده
و څکو عذاب دردناک.
۲۷- د لاس تېرول د کعبې مبارکي دا خطا ده ځکه چي د حطيم شريف يو څه حصه او (افرېز)
د کعبي يعني دغه مصنم پای په نزد د بعضو علماوو له بيت الله شريفي څخه دی او طواف
بايد پر ټوله بيت الله شريفه وي.
۲۸- د پښو مخامخ کېدل بيت الله شريفي ته په حال د مسه کولو د حجرالاسود کي يا بل
ځای دا خطا ده ځکه چي پښې بايد پر خپل حال وي په طواف کي.
۲۹- مسه کول د حجرالاسود يا بيت الله يا مقام ابراهيم په حال د احرام کي دا خطا ده
ځکه چي هغه زيات وخت خوشبويه وي او لاس پوره اندام دی خوشبويه کول يې په احرام کي
دم لازموي.
۳۰- لاس پورته کول و رکن يماني ته دا خطا ده ځکه چي سنت خو يې مسه کول په راسته لاس
ده.
۳۱- طواف کول په حال د خطبې د جمعې کي دا خطا ده.
۳۲- د عورت لوڅول په حال د طواف کي دا خطا ده ځکه چي پټول د عورت د هرطواف له
واجباتو څخه دي.
۳۳- طواف په ګاډۍ اوريړۍ کي سره له قدرته پرتګ دا خطا ده.
۳۴- نفلي طواف په بې اودسي کول دا خطا ده ځکه چي اودس يې له واجباتوڅخه دی.
۳۵- لاس پورته کول وحجرالاسود ته د دعاپه شان داخطا ده ځکه چي سنت داسي پورته کول
دي لکه
د نيت د لمانځه لپاره.
۳۶- لاس پورته کول پر صفا او مروا باندي د لمانځه پر ډول دا خطا ده ځکه چي داسي به
لاسونه پورته کوې لکه د دعا په وخت کي.
۳۷- نه مچول د لاسو په وخت د پورته کېدلو د لاسو کي و حجرالاسود ته او لمونځ کول
نژدې مقام ابراهيم ته په وخت د ګڼي ګوڼي کي دا خطا ده. [ص ۱۱۵زبدة المناسک]
۳۸- لمونځ د طواف په لوڅه اوږه کول دا خطا ده ځکه چي (اضطباع) يعني اوږه لوڅول
يوازي په طواف کي ده.
۳۹- طواف کول د لمانځه د جنازې په حال کي دا خطا ده لمونځ دي وکړي بيا دي طواف له
دغه ځايه شروع کړي.
۴۰- تلاوت د قرآن شريف په طواف کي دا خطا ده په دغه نيت چي تر دعا او ذکر ثواب لري
او که هغه نيت نه وي بيا ثواب لري.
۴۱- ګرځول د سينې و بيت الله شريفي ته په طواف کي دا خطا ده ماسيوا له مسه کولو او
استيلام د حجراسود يا رکن يماني څخه.
۴۲- نه پيوستوب د شوطو د طواف بې له عذره دا خطا ده ځکه چي پيوستوب سنت يا واجب دی.
۴۳- نه تيمم و بېهوښه ته چي طواف په کوې دا خطا ده.
۴۴- پرېښودل د طواف له سببه د باران يا ګرمۍ دا خطا ده ځکه چي په حديث شريف کي
فرمايې چي پرهر څاڅکي او هر ګام يوه يوه نېکي ده. [ص: ۱۶۱زبدة المناسک]
۴۵- پرېښودل د نفلي طواف پسله شروع دا خطا ده ځکه چي هغه لکه لمونځ لازمېږي.
۴۶- لاسونه پورته کېدل په دعاوود طواف کي دا خطا ده.
۵۹- اودس نه تازه کېدل د معذور پسله وتو د وخته دا خطا ده.
۴۷- يوځای کول د دووطوافو ياد ډېروطوافو بې له واجباتو چي وخت مکروه نه وي دا خطا
ده اوکه وخت مکروه و، لکه د ماځيګر د لمانځه وروسته ترماښامه او يا د سهارله اذانه
وروسته بيا تر اشراقه.
۴۸- دوه رکعاته د طواف په نيت د نفلو کول دا خطا ده ځکه چي هغه واجب دي که يې په
نيت د نفلو کړي وي راګرځول يې واجب دي هر وخت او هرځای چي وي که يې نه را وګرځول دم
پرلازم دی. [ص: ۵۶۱ملاعلي قاري]
۴۹- راګرځول د واجباتو د طواف پسله اذانه د ماښام مخکي تر فرضو دا خطا ده ځکه چي
فرض دمخه دي او بل د امام اعظم د مذهب د سپکوالي وهم کېږي.
۵۰- ګړنګ او ناړي د زمزم مبارک له اوبو سره توکل دا خطا ده ځکه چي د حرم او زمزم بې
عزتي ده.
۵۱- د زمزم په اوبو استنجاء وهل يا مردار شی په پرېولل دا خطا ده.
۵۲- نه شروع د سعی د صفا او مروا په استيلام
د حجراسود کي دا خطا ده ځکه چي دا مستحب دی چي صفا ته ځې استيلام د حجرالاسود مبارک
به کوې او د طواف په شروع کي استيلام فرض يا واجب ياسنت دی. [ص: ۵۳ ردالمحتار، ص:
۲۹۲، خانيه، ص: ۲۲۵عالمګيري]
۵۳- پورته کېدل د صفا سر ته دا خطاده.
۵۴- پورته کېدل د مروا سر ته دا خطا ده.
۵۵- نه تکبير ويل، نه تهليل، نه درود، نه دعا او نه لاس پورته کېدل د دعاپه رنګه او
نه مخامخ کېدل
و قبلې ته پر مروا باندي دا خطا ده.
۵۶- دوه رکعاته نفل نه کول پسله سعی د صفا او مروا څخه دا خطا ده ځکه چي دا مستحب
دی او ډېر حاجيان ځني غافل او بې پروا دي.
۵۷- سعی په لڅ عورت سره کول داخطاده.
۵۸- د يو څو و رېښتانو پرېکېدل پر مروا په نيت
د حلالېدو دا خطا ده چي ناپوه خلک او يا د نورو مذهبو خلک و ويني نو دا کار کوي او
زموږ په مذهب د ټول سر او يا د څلورمي حصې د سر خرېيل او يا لنډول واجب دي.
۵۹- د ږيري خرېيل په نیت د حلالېدو دا خطا ده ځکه چي د ټول بدن په خرېيلو له احرامه
نه وزې بې له خرېيلو د سر او يا لنډولو د سر.
۶۰- د سر ماشين کول چي ورېښتان د ګوتو تر بندو کم وي دا خطا ده ځکه چي بې له خرېيلو
نه حلالېږې.
۶۱- د ښځو رواجي ځان له احرامه حلالول دا خطا ده ځکه چي د دواړوکوڅيوسرونه پرېکړي
او سره له دې چي واجب پردوی باندي د ټول سر کوچنی کول او لوی ورېښتان پرېکول دي او
يا د څلورمي حصې يو بند د ګوتي اندازه پرېکول واجب دي که يو ورېښته
د سر تر څلورمه کم و، ابدي په احرام کي ده مېړه ته نه ده روا په هردم لازمېدونکي شي
دم پرلازمېږي.
۶۲- بعضي حاجيان تر پايه د حج او عمرې په څلورمه حصه د سر کفايت کوي او د دې کار
څخه (مُثلة) يعني بدرنګي پېښيږي دا هم خطا ده.
۶۳- ځغستل د ښځو په صفا او مروا کي د دوو ميلانو په مابين کي دا خطا ده بلکي دا به
پر خپل ډول ځي.
۶۴- پر صفا او مروا لاس پورته کول بيا ايله کول درې واره دا خطا ده ځکه سنت دا دی
چي لاس د دعا پر ډول پورته کړي او دعاوي زياتي درې واره تکرارول دي.
۶۵- پر صفا او مروا نفلي سعی کول دا خطا ده.
۶۶- سعی په حالت د جنازې د لمانځه کي دا خطا ده بلکي سعی دي پرېږدي لمونځ دي وکړي
بيا دي له هغه ځايه شروع کړي.
۶۷- سعی په رېړۍ يا کجاوه کي سره له قدرته
د ولاړي پر لمانځه دا خطا ده ځکه دم لازموي.
۶۸- سعی يا طواف په مرداروجامو يا څپليو کي دا خطا ده ځکه پاکي د بدن او جامې په
طواف کي واجب ده او سعی بې اودسه مکروه ده.
۶۹- په حالت د اختيار کي د ماپښين لمونځ د اتم په ورځ په مکه شريفه کي کول دا خطا
ده ځکه چي په منْی کي سنت دی.
۷۰- دنيايي خبري په طواف او سعی کي دا خطاده.
۷۱- د عيدګاه لمونځ په منْی کي کول او په عرفات او منْی کي لمونځ د دوی په امام پسي
کول دا خطا ده ځکه چي دوی لمونځ سفريانه کوي او زموږ په مذهب سفر نه دی.
۷۲- جبل رحمت ته لوړ ختل دا خطا ده ځکه نه سنت دی نه ثواب لري د ځان او د بل
زهيرېدل دي.
۷۳- پرېښودل د تکبيراتو د تشريق دا خطا ده سره له دې چي واجب دي په نزد د يارانو پر
مسافرو، مقيمانو، ښاريانو او کليوالو فتوْی پر قول د يارانو ده.
۷۴- د ماښام يا د ماخستن يا دواړه لمونځونه پر لار کول يا په عرفات کي کول دا خطا
ده.
۷۵- د ماښام لمونځ په خپل وخت کي نه کول دا خطا ده که چيري طائف ياجدې يا مکې ته
تلې.
۷۶- په مزدلفه کي د ماښام لمونځ په نيت د قضايي
دا خطا ده ځکه دا يې وخت دی د اداء په نيت دې کوي.
۷۷- دمزدلفې په شپه بي پروايي له عبادت، له تهجد، صلْوةالتسبيح، ذکر او دعا څخه دا
خطا ده ځکه صحيح دا ده چي دغه شپه د شب قدر تر شپه بهتره ده.
[ص: ۱۷۷ردالمحتار، ص: ۲۳۰عالمګيری]
۷۸- شمېرل د طيارې د سپرتيا پر عرفات د فرضو پرځای کېدل دا خطا ده ځکه چي شرط د
درېدو مځکه ده.
[ص: ۱۹۹امدادالاحکام، او په زبدةالمناسک کي د رشيداحمد ګنګوهي يې جواز ورکړی دی]
۷۹- په مزدلفه کي مخکي تر راختلو د سپېدو اذان او لمونځ کول دا خطا ده او دا کار د
ډېرو عادت دی.
۸۰- له حدودو د مزدلفې تر سپېدو مخکي وتل دا خطا ده ځکه چي په مابين د سپېدو او لمر
ختو کي حاضرېدل د مزدلفې واجب دي. که عذر نه و، دم لازم دی.
۸۱- وعرفات ته د نهم په ورځ تر لمرختو مخکي په خپل اختيار وتل دا خطا ده او که د
حکومت په لاس او بس کي وې بيا پروا نه لري.
۸۲- ويشتل د شيطانانو هرډول له هري خوا چي وي دا خطا ده ځکه چي سنت دا دی چي منْی
به يې راسته طرف ته وي او کعبه شريفه به يې چپه طرف ته وي په حال د ويشتلوکي.
۸۳- د شيطانانو د نه ويشتلو څلور عذره دي اول ډېره کمزوري، دوهم دومره ناروغي چي
لمونځ په ولاړي نه سي کولای، درېيم چي په پښومعذور وي
د سپرېدو شی نه لري او څلورم بېره او زيات ګمان دمرض د زياتېدو وي. [ص: ۷۶، احکام
الحج]]
۸۴- په منْی کي د شيطانانو د ويشتلو شپې نه تېرول دا خطا ده ځکه چي دا مکروه تنزيهي
دي شی نه لازموي. [ص: ۱۸۴ردالمحتار]
۸۵- د اول او دوهم شيطان له ويشتلو وروسته دعا نه کول دا خطا ده ځکه چي دا د دعا د
قبلېدوځای دی او د آخري غټ شيطان وروسته دعا نسته.
۸۶- د سر خرېيل د آخري شيطان له ويشتلو وروسته دا خطا ده د متمتع او قارن لپاره ځکه
په اوله ورځ چي مفردين حاجيان او يا د نورو مذهبو حاجيان وويني ترشکريې نه مخکي سر
وخرېيي دم پر لازمېږي.
۸۷- د حکومت په وکالت شکريه حلالول حکومت ته قيمت تسليمول دا خطا ده ځکه چي په دې
کي ډېر فاسدوونکي شيان سته، د حلالېدو وخت يې نه دی معلوم چي ته هغه وخت ځان حلال
کړې، د شکريې سلامتي له عيبوڅخه نه ده معلومه، عمر د شکريې يې نه دی معلوم، د
اخترپه ورځوکي حلاله سي که وروسته داسي نه چي بل دم لازم نه سي، بسم الله ويل يې هم
نه دي معلوم ځکه چي د حکومت قصابان د حلالېدو په وخت کي ليدل سوي دي چي بسم الله نه
وايي.
۸۸- حلالول د شکريې په نيت د اختري دا خطا ده ځکه يو بل پر لازمېږي او که تر درو
ورځو تېر سي نو بيا بل هم پرلازمېږي.
۸۹- شکريه د بل بې له اجازې د هغه حلالول دا خطا ده ځکه چي هغه به بله حلالوي له ده
به د ژوندۍ شکريې قيمت اخلي.
۹۰- د امانت يا خواستي حيوان حلالول بې اجازې چي قيمت به يې ورکړم دا خطا ده.[ص:
۲۸۴معلم الحجاج]
۹۱- د کفارې، نذر او احصار له پُسه څخه خوراک دا خطا ده.
۹۲- نه حلالول د شکريې يا د دم يا کفارې يا جنايت په مځکه د حرم کي دا خطا ده.[ص:
۱۷۵بدائع]
۹۳- د جنايت د پُسه ورکول و غنيانو ملګرو ته دا خطا ده.[ص: ۱۴۰ آپکی مسائل، ص:
۲۲۴فتاوْی خانيه]
۹۴- اوښ پر لازم وي چي درې ځايونه دي او دی د هغه پر ځای اووه پُسونه حلالوي دا خطا
ده. [ص: ۵۱فتاوْی رحيميه]
۹۵- نه خرېيل سر د ملګري چي د حج له احکامو يا
د عمرې له اعمالو خلاص سي دا خطا ده ځکه تر خلاصېدو وروسته خپل سر په خپله هم
خرېيلای سي
د بل محرم او غير محرم دا هم ور خرېيلای سي ځکه سر خرېيل د حج او عمرې لپاره لکه
سلام د لمانځه لپاره په وخت خپل کي حلالوونکی او واجب دی تر وخت له مخه فاسدېدونکی
دی.[ص: ۲۲۱ملاعلي قاري، ص: ۵۲۲احسن الفتاوْی، ص: ۱۴۴آپکی مسائل، ص: ۲۹۵فتاوْی
رحيميه، ص: ۱۰۹مسائل الحج]
۹۶- د سر خرېيل يا لنډول بې د حرم له مځکي څخه دا خطا ده ځکه چي د حرم په مځکه کي
خرېيل واجب دي او خاص د منْی په مځکه کي سنت دي.
۹۷- د خوشبويي استعمال ترطواف زيارت نه مخکي او تر سر خرېيلو وروسته دا خطا ده ځکه
چي اختلاف پکښي سته حج په زخمي کېږي احتياط دا دی چي وروسته يې وکړي چي په اجماع
حلال سي.
۹۸- په صف کي فراخ کښېناستل بې له ضرورته دا خطا ده ځکه چي پر لمونځ کوونکو او طواف
کوونکو تنګي راولي الله فرمايي:
﴿
﴾.[المجادله/۱۱]
ترجمه: هرکله چي وويل سي تاسي لره فراخي وکړئ په مجلسوکي نو فراخي کوئ فراخي به
وکړي الله تاسي لره.
۹۹- نه چسپېدل په ملتزم شريف پوري چي
د حجراسود او خلاصي دروازې په مابين کي دی دا خطا ده ځکه چي چسپېدل مستحب دی او د
حجرالاسود مچول سنت دي په شرط د دې که ازدحام نه وو.
۱۰۰- نه مچول د مستجار چي د بيت الله شريفي شا ته د بندي دروازې او رکن يماني په
مابين کي دی دا خطا ده او چسپېدل يې مستحب دی که ازدحام نه وو ډېرخلک ځني ناخبره
دي.
۱۰۱- مچول او چسپېدل او استيلام کول د مقام ابراهيم او د نورو رکنو په نيت د سنت او
استحباب دا خطا ده او په نيت د برکت پروا نه لري.
۱۰۲- چسپېدل د رکن يماني و راسته طرف ته دا خطا ده ځکه چي د شيعه ګانوسره برابري ده
او مکروه دی.
۱۰۳- تصويرونه اخيستل چي زيات حاجيان په اخته دي په دغه پاکو ځايو کي چي دا کار
حرام دی او سبب د غضب الْهي دی.
۱۰۴- په زوره خندا او د دنيا خبري په مسجدکي منع دي نو په مسجدالحرام کي چي ترټولو
بهتر دی څومره به حرام وي.
۱۰۵- د ښځي سره په جماعت کي درېدل که څه هم خپله ښځه اوخپله موراوخپله خور وي دا
خطا ده ځکه چي لمونځ د سړیي فاسدېږي.
۱۰۶- د ښځي ترشا برابر درېدل يا د څلورو تر شا که برابر نه وي هم او يا د درو تر شا
برابر ترآخر د صفو که امام د دوی د امامت نيت کړی و، دا خطا ده ځکه چي لمونځ يې
فاسدېږي اوکه يې امام نيت نه و، کړی بيا
د ښځو لمونځ فاسد دی.
۱۰۷- پرېښودل د روژو په مسجدالحرام او مسجد نبوي کي دا خطا ده ځکه چي ډېرثواب لري
لږ تر لږه يو درې خو بايد په هر حرم کي ونيسئ.
۱۰۸- د قرآن عظيم الشان نه ختمېدل په دواړو حرمينو کي دا خطا ده ځکه چي په
دواړوحرمينو کي نازل سوی دی لږ تر لږه يو وار يادوه واره خو بايدختم سي.
۱۰۹- نه مخامخ کېدل په لمانځه کي وعين کعبې ته په مسجدالحرام کي دا خطا ده لکه چي
زيات د برنډو حاجيان دا کار کوي.
۱۱۰- خيراتونه کول او مېلمستياوي کول د امير له ماله بې له اجازې د اميره او بې له
اجازې د وارثانو د هغه چاچي حج ځني کوي دا خطا ده.
۱۱۱- د بل څپلۍ يا چوټې بې له ښکاره يااشارتي اجازې چي د جارو کېدلو پرځای يې کښلي
وي په پښوکول دا خطا ده.
۱۱۲- قبرونه ځان ته په معلْی شريف او بقيع شريف کي جوړول په نيت د ثواب دا خطا ده
اصل نه لري.
۱۱۳- نه نيت د اعتکاف په حرمينو کي چي هر وار حرم ته داخلېږی دا خطا ده چي لوی ثواب
پرېښودل دي.
۱۱۴- تنګي راوستل په مصارفو کي پرځان او ملګرو په داسي مبارک سفر کي دا خطا ده ځکه
چي روايت راغلی دی چي يوه روپۍ يې له څلوېښتو زرو سره برابره ده.[ص: ۹۸نزهةالمجالس]
۱۱۵- بد الفاظ په حرم کي خاص بيا په حال د رش کي پر حجراسود مبارک ويل دا خطا ده
ځکه چي لويه ګناه ده بلکه ويل يې بېره د کفرده.
۱۱۶- عمره راوړل په ورځ د عرفات او په څلورو ورځو د اختر کي دا خطا ده ځکه په کولو
يې دم لازمېږي.
۱۱۷- که احرام په دغه پورته ورځوکي وتړي بيا بيرته بيې عمرې کولو يې مات کړي دا خطا
ده، دم پرلازمېږي او احرام بند چي تر پنځم ماښامه پاته سي بياعمره وکړي نو له دمه
خلاص دی.
۱۱۸- اقتداپه امام الحرام پسي له داسي ځايه چي
د ده او امام په مابين کي لويه لار او د خلکو د تګ او راتګ وي دا خطا ده.
۱۱۹- نه پرهېز له ټولوګناووڅخه لکه و ښځو ته کتل او هلکانو ته کتل عکسونه اخستل
اوعکسونوته کتل اوږيره خرېيل دا خطا ده.
۱۲۰- نويشته کول د نامه د چمپلانو پر کڅوړه داهم خطا ده ځکه چي د حروفو سپکوالی دی.
۱۲۱- نه ويل د سورة (يٰس) او(قُلْ هُوَاللهُ اَحَدْ) په جنت معلْی او په جنت بقيع
کي دا خطا ده.
۱۲۲- نه ويل د کلمې طيبې اويازره واره په حرمينوکي دا خطا ده ځکه چي هرځای ويل يې د
جنت قيمت دی خاص بيا په حرمينوشريفينوکي.
۱۲۳- پرېښودل د صلْوةالتسبيح په حرمينو کي لويه بې نصيبي او لويه خطا ده.
۱۲۴- جنګ او دعوه په ځايو د رش کي دا خطا ده.
۱۲۵- نه وصيت په پوره کولو د حج يعني په حلالولو د اوښ که له عرفاته وروسته سخت
مريض سو بېره
د مرګ وه دا خطا ده ځکه اوښ يا غويی حلالول پرځای د ټولو پاته کارو درېږي حج يې
پوره کېږي که مړسو.
۱۲۶- درودشريف ډېرنه ويل پرلارد مدينې شريفي خاص بياچي ښار او آبادي ووينې دا خطا
ده ځکه چي کموالی د درود شريف علامه د کموالي د محبت ده ﴿اَللّٰهُمَّ زِدْ هَا
لَنَا اٰمِيْنْ﴾ ترجمه: اې اللهﷻ! ته خو محبت
و موږ ته را زيات کړې.
۱۲۷- ډېر په زوره ذکر اوخبري په حرم نبوي کي چي دا بي ادبي او خطا ده ځکه الله
فرمايي:
﴿ �﴾.[الحجرات/۲]
ترجمه: تاسه مه پورته کوئ آوازونه خپل زيات تر آواز د نبيﷺ. (دغه آيت هلته نويشته
هم دی)
۱۲۸- تېرېدل د لمونځ کوونکي تر مخ په حرم نبوي کي دا خطا ده ځکه چي هغه يو څه
روايښت چي لري هغه په مسجدالحرام کي دی نه په ټول سعودي کي لکه چي له زياتو خلکوڅخه
ليدل کېږي.
۱۲۹- عناد او غيبت په همسايګانو د اللهﷻ کي او په همسايګانو د رسولﷺ کي دا خطا ده
بلکي د دوی بد و اللهﷻ او رسول اللهﷺته سپارئ له ښوسره يې ښه کوئ په ښو يې يادوئ او
محبت يې کوئ.
۱۳۰- ضد او عناد او غيبت په مېلمنو د اللهﷻ او
د رسول اللهﷺ کي چي حاجيان دي د هرځای، د هري ژبي او د هر مذهب چي دي دا خطا ده ځکه
چي په مېلمانه د سړي څومره خوا بدېږي.
۱۳۱- نه رسول د سلامو که چا وصيت ورته کړی وي او ده قبول کړی وي دا خطا ده ځکه چي
دا امانت دی او که سلامونه پر ډېرسول يا يې هېرسول داسي دي وايې: (سلام دي وي
پرتااې نبيﷺ! د ټولو هغو خلکو له طرفه چي ما ته يې وصيت په سلام پرتاکړی وي).
۱۳۲- د ګلانو پاشل د غاړګۍ په غاړه کېدل که په راضي و، دا خطا ده ځکه چي دا برابري
له بتانوسره ده.
۱۳۳- دا ګُمان چي نفلي خيرات تر نفلي حج بهتر دی دا خطا ده بلکي عکس دی حج پر بهتر
دی دا د امام اعظم فتوْی ده له دغه معلومېږي چي ده مبارک پنځه پنځوس حجه کړي دي.
[ص: ۴۰۳طحطاوي، ص: ۱۰۷بزازيه]
۱۳۴- نه خبرتيا په مسائلو د حج او نه ملګرتيا د عالم سره دا خطا ده لکه چي دا کار
په سترګو ليدل سوی دی.
۱۳۵- د ښځو آواز پورته کول په تلبيه سره دا خطا ده.
۱۳۶- د شيطانانو ويشتل په زياتو تر اوو ډبرو دا خطا ده.
۱۳۷- د شيطانانو ويشتلو ډبري پرېښودل دا خطا ده ځکه چي درې سوه انبياء کړي دي.