د مدينې منورې زيارت:
مدينه منوره هغه ښار دی چي د خداىﷻ پيغمبر يې د بعثت په ديارلسم كال په ډېره مينه
او عزت منلى دى (كوم وخت چي د مكې مشركانو د ده د وژلو كوشش كاوه). د دې ښار نوم
يثرب و، او د هغه وروسته په (مدينة النبي) مشهور سو.
اولنى اسلامي دولت د خداىﷻپيغمبر په همدې ښار كي تأسيس كړ. د سيدالمرسلين رحلت د
نهم هجري كال د لومړۍ خور (ربيع الاول) پر دوولسمه نېټه په مدينه كي پېښ سو او
مدينه منوره د خلفاء راشيدينو د دورې تر پايه پوري د اسلام سياسي مركز وو.
ابوهريره روايت كړی دی چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي: زما په دې مسجد كي يو لمونځ كول
د بل مسجد د پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) لمونځو سره برابر دى ماسېوا د مسجد حرامه (د مكې
شريفي حرم)، په صحيح بخاري او صحيح مسلم او ابن ماجه كي راغلي دي چي په مسجد نبوي
كي يو لمونځ كول له پنځوسو زرو(۵۰۰۰۰) لمونځو سره برابر دى او يو لمونځ د مكې مكرمې
په مسجد حرام كي د سل زره لمونځو سره برابر دى. لنډه دا چي په دې پاكه او سپېڅلې
سجده ګاه كي د رحمت سيند په جوش دى ځكه په عربي اصطلاح كي پنځوس زره او سل زره(۱۰۰۰۰۰)
د بې شماره په معنا دي.
ابوهريره روايت كړی دی چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي:
﴿مَا بَيْنَ بَيْتِیْ وَمَنْبَرِیْ رَوْضَةٌ مِّنْ رِّيَاضِ الْجَنَّةِ وَمَنْبَرِیْ
عَلٰى حَوْضِیْ﴾.
يعني زما د خوني او زما د منبر ترمنځ د جنت د باغچو څخه يوه باغچه ده او زما منبر
پر حوض كوثر دى او د ممبر بنياد په جنت کي دی. دلته په دغه رياض الجنة کي چي د جنت
ځمکه ده که وخت پيداسي نو نفل کول په جنت کي زيات ثواب لري که وخت نه وي نو ضرور به
يو وار ورځې هلته به دعاکوي داسي دعاچي: ياالله تا وعده کړې ده چي مؤمن جنت ته راسي
بيايې له جنته نه باسم نو يا الله مامه باسه زه مؤمن يم که مي باسې دا به امانت وي
په مؤقته توګه ځم. د مدينې منورې زيارت كېدلاى سي تر حج او عمرې مخكي او يا تر هغه
وروسته وسي او دا د حاجي په وخت پوري اړه لري چي د دواړو ثواب سره يو دى. نو كه څوك
تر لوى اختر وروسته هيواد ته راګرځېدونكی وي، كولاى سي د مدينې منورې زيارت تر اختر
مخكي وكړي او ثواب يې نه لږېږي.
د مسجد نبوي مبارك د حرم زيارت:
زيارت كوونكى چي كله مدينې منورې ته ورسېدى تر دې وروسته چي كالي او د سفر سامان يې
په يوه خوندي ځاى كي كښېښودل نو د رسول اكرمﷺ مطهر زيارت ته دي ورسي. زيارت كوونكى
دي د باب جبرېل، باب السلام، باب الصديق، باب عمر او يا باب عثمان څخه حرم شريف ته
ورننوزي (هره دروازه چي حاجي ته اسانه وي). حرم شريف څو دروازې لري چي يوه يې هم
باب النساء د ښځو په نامه ده.
زيارت كوونكى دي پرله پسى درود وايي، حرم يا مسجد ته د ننوتلو په وخت كي دي اول د
راسته پښې قدم كښېږدي.
حاجي دي په مسجد كي د محراب محمدﷺ سره (يا هغه ته نژدې هر څومره چي كېداى سي) دوه
ركعته د تحيې لمونځ ادا كړي. او ټول فرض لمونځونه دي په مسجد نبوي شريف كښي په
جماعت ادا كوي او كه هلته يا هغه ځاى ته نژدې وي هم دي يې په جماعت ادا كړي چي ډېر
ثواب لري.
حضرت رسولﷺ فرمايلي دي: څوك چي زما په مسجد كي څلوېښت پرله پسې لمونځونه وكړي او يو
لمونځ هم قضا نه كړي نو ده ته د اور، عذاب او نفاق څخه خلاصون ليكل كېږي. د مسجد
نبوي مبارك ودانۍ او حرم شريف په اول كي همدلته په وړه ساحه كي وه او د اسلام د
تاريخ په اوږدو كي څو واره ترميم سوې او پراختيا وركړه سوې ده او عثماني پاچاهانو
تر هر څه زيات دا خدمت كړی دى او په ورستيو كلونو كي هم پراخ اوترتيب سوې ده.
د سيد المرسلينﷺ د قبر زيارت:
زيارت كوونكى دي په ډېر ادب د حضرت رسول اللهﷺ قبر ته و درېږي او و دي پوهېږي چي پر
مبارك باندي خپل امت ډېر ګران وو او پوه دي شي چي د پاك روح د ده سلام مني.
د حجرې مچول او پر هغه خپل ځان مښلول حرام دي او طواف كول يا د قبر لور ته لمونځ
كول كفر دى ځكه خداى پاك او د هغه رسول دغه عبادت يوازي كعبې شريفي ته خاص كړی دى
هغه هم د خداى پاك په نامه. هر قبر ته طواف او سجده كول، كه څه هم د مبارك قبر وي
كفر دى ځكه رسول په خپله د يوه او لاشريكه خداىﷻ لپاره د عبادت او سجده كولو تبليغ
كړی دى. زيارت كوونكى دي په دې لوړ مقام كي سلام ووايي (اَلسَّلَا مُ عَلَيْكَ يَا
رَسُوْلَ اللهِ، اَلسَّلَا مُ عَلَيْكَ يَا نَبِیَّ اللهِ.. نور سلامونه وروسته
راځي)،
يادونه:-
۱- زيارت كوونكى دي هڅه وكړي چي په مدينه منوره كي دي د اوسېدلو په موده كي خپل ټول
لمونځونه د مسجد النبوي د حرم په مباركه روضه كي ادا كړي.
۲- د اقتدا كولو په وخت كي دي څارونکی اوسي چي تر باب السلام د باندى د بې خبرۍ په
حالت كي تر امام مخكي نه سي ځكه، كه تر امام د مخه سو لمونځ يې صحت نه لري.
د رسول اللهﷺ د يارانو قبرونه:
د لومړي خليفه اميرالمؤمنين ابوبكرصديق او دويم خليفه اميرالمؤمنين عمر ابن خطاب
قبرونه
د رسول اللهﷺ د مبارك قبر تر څنګ واقع دي.
حضرت ابوبكر صديق دوه كاله خلافت وكړ او د ديارلسم هجري كال د جمادى الثاني
(څلورمي خور) پر ۲۲ مه نېټه وفات سوى دى. حضرت عمر فاروق لس كاله خلافت وكړ او د
۲۳ هجري كال
د ذى الحجې په ۲۶مه نيټه شهيد سوى دى.
د مسجد په حريم كي دي په جمع باندي پر پنځو لمونځونو سربېره هر څومره وخت چي لري د
قراٰنكريم په تلاوت او دعاګانو دي بوخت سي. پر محمدي محراب سربېره د عثمان ذى
النورين محراب او د سلطان سليمان رومي يعني عثماني محراب ته دي نژدې نفل وكړي او
پر دي درود ووايي.
د جنةالبقيع هديره:
دا هديره د رسول اللهﷺ په وخت كي موجوده وه او رسول اللهﷺ چي تر څو ژوندى و، ځيني
خپلوان، ياران او د كورنۍ غړي يې پكښي ښخ كړي دي او نور يې له خپلوانو او له كورنۍ
له غړو څخه دده تر وخت وروسته پكښي ښخ سويدي.
داهديره د مبارك مسجد له حرم څخه په قدم وهلو سره څو دقيقې فاصله لري او د قبرونو
ټولي لوحې او نخښي يې ليري كړيدي خو معلم قبرونه سره پېژندلاى سي او زيارت كوونكي
ته يې ورښيي.
د دې هديرې حريم ته د ورننوتلو په وخت كي دي زيارت كوونكى ووايي: (اَلسَّلَا مُ
عَلَيْكُمْ يَا دَارَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِيْنَ) او (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) او (قُلْ
هُوَاللهُ) دي پرله پسې ووايي او بيادي ووايي: (اې د خداى دوستانو! پر تاسو سلام)
او په زړه كي دي ووايي موږ هم له دې جهانه تلونكي او له تاسو سره يو ځاى كېدونكي يو
او د ا مبارك اٰيت دي ووايي: اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْنَ.
د دريم خليفه اميرالمؤمنين عثمان ابن عفان پر قبر دي هغه سلام ووايي او ور پياد دي
كړي چي دا
د قرآنكريم را ټولوونكى دی (د هغو له مخي چي
د حافظانو صحابه وو په ياد و، يا د هغو له مخي چي پر څرمن، لرګي او هډوكو ليكل سوى،
را جمع او ترتيب کړ) او د اسلام رڼا دده په وخت كي د خراسان سيمي ته رارسيدلې ده.
(اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) او درې واره (قُلْ هُوَاللهُ) دي ووايي. عثمان ابن عفان
يوولس كاله خلافت وكړ او د پنځه دېرش هجري كال په پاى كي شهيد سو.
او د لويو صحابه وو او رسول اللهﷺ د كوروالا وو چي د مسلمانانو مېندي كېږي چي
عايشه صديقه هم پكښې ده پر قبرونو سلام ووايي او دعا دي وكړي او (اَلْحَمْدُ
لِلّٰهِ) او درې واره (قُلْ هُوَاللهُ) دي هم ووايي.
عايشه د حضرت ابوبكر صديق لور ده او په ۵۷ هجري كال كي وفات سوه.
د حضرت رسول اللهﷺ د لوڼو پر قبرونو چي د هغې جملې څخه د فاطمةالزهراء يعني د
اميرالمؤمنين حضرت علي كوروالا بي بي، د امام حسن او د امام حسين مور پر قبر دي
سلام ووايي او د عا دي وكړي.
فاطمه د اسلام د ستر پيغمبر او خديجې لور وه، د خپل مبارك پلار د رحلت په كال لږ
تر هغه وروسته په ۲۸ كلنۍ كي وفات سوه، پلار ډېر پر ګران و، او دې هم د پلار په زړه
كي ځاى درلودی.
د رسول اللهﷺ د عمه صفيې پر قبر او د رسول اللهﷺ د دايي حليمې سعديې پر قبر دي هم
دعا وكړي. لكه څنګه چي په خپله رسول اللهﷺ د دوى پر قبرونو دعا كړې ده.
بايد پوه سو چي څلورم خليفه اميرالمؤمنين علي د ۴۰ هجري كال په روژه كي تر څلورنيم
كاله خلافت وروسته په د عراق په كوفه كي د ۶۳ كلنۍ په عمر شهيد سو. څرنګه چي زيات
اولادونه يې په بقيع كي ښخ دي نو د څلورم خليفه اسدالله الغالب پر روح دي دلته يعني
له ليري څخه (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ) او درې واره (قُلْ هُوَاللهُ) و وايي.
د حضرت پيغمبرﷺ ياران لكه ابوهريره په (۵۹هـ کي وفات) او ابوسعيدالخدري په (۶۴
هجري کي وفات) هم په بقيع كي ښخ دي. دوى د سيرةالنبي او احاديثو روايتونه كړي دي هم
سلام و وايي.
د اُحُد غر:
له مدينې منورې څخه يو ساعت پياده او د موټر په وسيله د اُحُد غره ته د لسو دقيقو
لار ده.
تر هجرت وروسته په درېيم كال كي د مكې كفار له درې زره لښكر سره د غچ اخستلو په غرض
د مدينې لور ته روان سول. په مدينه منوره كي څرنګه چي يو شمېر منافقانو د اسلام
پېغمبر پرې ايښى و، نو د اسلام قوه لږ وه. سيدالمرسلينﷺ له مدينې څخه را ووت او له
اسلامي جنګياليو سره د اُحُد غره ته ولاړ. سره له دې چي د مسلمانانو شمېر كم وو خو
په لومړي سر كي يې برى په برخه سو. وروسته چي ځيني غازيان
د غنيمت په مال پسي ولاړل، كفارو په خپله پر حضرت رسول اللهﷺ يرغل راوړ. اوازه وه
چي حضرت رسول اللهﷺ شهيد سو خو حقيقت داسي نه و، د اُحُد د جنګ ورځ د مسلمانانو
سخته ورځ وه خو د خداىﷻ په مرسته د مكې د مشركانو لښكر د جنګ ډګر پرېښود او بيرته
مكې ته راوګرځېدل.
د اُحُد په غره كي د اُحُد د شهيدانو قبرونه چي
د رسول اللهﷺ نژدي ياران وه واقع دي. له دې جملې څخه يو د رسول اللهﷺ اكا حمزه هم
دی چي د اُحُد په غزا كي د ۵۷ كلنۍ په عمر شهيد سو حمزه په مكه مكرمه كي د ابوجهل
سره مقابله كړې وه او
د رسول اللهﷺ ملاتړی و، او د رسول اللهﷺ سره يې مدينې ته هجرت وكړ او ده ته يې د
(اسدالله و رسوله) لقب وركړی و، او د اُحُد غر د دې نړۍ د مباركو ځايونو څخه دى.
مسجد قبا او د مدينې منورې نور مسجدونه:
هغه مسجدونه چي د رسول اللهﷺ له وخته را پاته دي او هر يو څو څو واره ترميم او ودان
سوي دي.
۱:- مسجد قبا: له نبوي مسجد څخه يو ساعت فاصله لري، لومړنى مسجد دى چي د رسول اللهﷺ
په لاس ودان سوى دى.
د قبا د مسجد په باب په قرانكريم كي راغلي دي:
﴿ �
﴾. [التوبه/۱۰۸]
ترجمه: داسي مسجد چي بنسټ يې له لومړيو ورځو څخه پر پرهېزګارۍ اېښودل سوى دى، ډېره
ښه ده چي ته هلته لمونځ وكړې اې محمده! هلته داسي كسان دي چي غواړي سپېڅلي وي او
خداى خوښوي هغه كسان چي ځانونه پاك كړي، هره ورځ مسجد قبا ته ورتلل که په پښو وي که
په موټر کي دوه رکعاته نفل کول د يوې عمرې ثواب لري.[حديث]
۲- د جمعې مسجد: د جمعې لومړنى لمونځ رسول اللهﷺ په هغه كي ادا كړى دى.
۳- د فتح مسجد.
۴- ذو قبلتين يا د دوو قبلو مسجد: دا مسجد دوې قبلې لري، رسول اللهﷺ او د ده يارانو
يو كال او دوې مياشتي په مدينه منوره كي د بيت المقدس پر لور لمونځ كاوه چي د
پخوانيو دينونو قبله وه. د لمانځه په منځ كي وحيه راغله او د خداى پيغمبر يو په يو
خپل مخ د مكې د ښار او د بيت الحرام د مسجد پر لور راواړاوه او لمونځ يې خلاص كړ. د
مقتديانو له جملې څخه لسو جنتي يارانو (عَشَرَةْ مُبَشَّرَةْ) د لمانځه په ترڅ كي
بې له كوم خبره دده پيروي وكړه او مخونه يې مكې ته كړل او دوى ته د جنت زيرى راغلى
نو ځكه (عَشَرَةْ مُبَشَّرَةْ) (لس كسه زيری وركړل سوي) ونومول سول.
هغوى چي زيرى د جنت ور باندي وكړ سبحان
يو ابوبكر، بل عمر، بل و علي، بل عثمان
ورپسې سعد او سعيد و بيا زبير ؤ طلحه
وروسته تر دوئ ابوعبيده او بل و عبد الرحمْن
دوه وروستني كسان ابوعبيده ابن جراح او عبدالرحمْن ابن عوف دي.
مسجد غمامه، مسجد ابوبكر صديق، مسجد فاطمةالزهراء، مسجد عمر فاروق، مسجد على
مرتضْى او مسجد بلال. پورتني مسجدونه
د فتحي د مسجد سره نژدې دي.
يادونه:- په مدينه منوره كي د څلوېښتو لمونځونو كول لوى ثواب لري يعني په اتو شپو
او ورځو كي كه
د زړه په حضور په جمع ادا سي. خو كه د مدينې منورې اقامت تر حج مخكي و، او د حج وخت
راورسېد حاجي بله لار نه لري بې له دې چي مكې مكرمې ته راسي، په دې صورت كي دي د
رسول اللهﷺ په مباركه روضه كي دعا وكړي څو دده په شفاعت ټول ثواب ترلاسه كړي او پوه
دي سي چي د خداىﷻ مهرباني شمېر او پاى نه لري. حركت دي وكړي او مكې مكرمې ته دي
ولاړسي په شپه او ورځ كي دي څليرويشت ساعته درود وايي،
دا د حاجي وظيفه ده بل كار دي نه كوي او په مدينه منوره كي په هر وخت په هر ځاى كي
او خاص خاص
د پيغمبر په حضور كي درورد ويل ډېر ثواب لري.