عمره په ټول عمر كي يو وار سنت مؤكد ده:
حضرت ابن مسعود روايت كړى دى چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي چي: ﴿تَابِعُوْا بَيْنَ
الْحَجِّ وَ ا لْعُمْرَةِ﴾.
يعني حج او عمره يو په بل پسې اداء كړئ.
عمره د حج د مراسمو څخه د باندي د ټول كال په اوږدو كي اداكېدای سي خو د عرفات په
ورځ او د هغه څخه وروسته تر څلورو ورځو پوري عمره كول مكروه ده ځكه په دې ورځو كي
بايد حج ادا سي نه عمره، نو عمره بايد يا د ذي الحجې تر اتمي ورځي مخكي او يا د لوی
اختر د ورځو څخه وروسته ادا سي.
د عمرې د اداکولو ترتيب:
زموږ د هيواد څخه چي څوک عمرې ته ځي پکار دی چي د الوتکي تر سپرېدو مخکي غسل وکړي،
احرام وتړي او نيت وکړي.
نيت يې دادی:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا
مِنِّی﴾.
ترجمه: اِلْهي زه اراده لرم د عمرې ته يې راته اسانه کړې ته يې راڅخه قبوله کړې.
نو درې واره لبيک و وايه او بيا درود و وايه او تر حرم شريف پوري لبيک ويل جاري
وساته او بيا اووه شوطه طواف او اووه شوطه صفا او مروا وکړه، د عمرې او حج د مناسكو
د ادا كولو څخه وروسته د سر خرېيل يا د ورېښتانو لنډول د احرام څخه د وتلو شرط دى،
كه يې غوښتل چي بله عمره وكړي دا خرېيل يا لنډول حتمي دي، څو له احرام څخه ووزي او
د بلي عمرې لپاره له سره احرام وتړي، كه بله عمره كول غواړي.
عمره په ژوند كي يو ځل سنت او د روژې په مياشت كي زيات ثواب لري، د حج د شپو څخه
مخكي دي
د قيمتي وخت څخه د عمرې د ادا كولو لپاره استفاده وسي ځكه چي دوې عمرې د يوه حج
ثواب لري. عمره د مسجد (تنعيم) چي مسجد عائشه هم ورته وايي او يا د مسجد (جُعرانه)
چي دغه دوه مسجدونه د عمرې د احرام د تړلو ځايونه دي ځکه رسول په خپله
د جُعرانې عمره کړې ده او عائشه يې مسجد تنعيم ته د عمرې لپاره استولې ده.
کېدای سي چي بعضي کسان دا درته و وايي چي طواف کوه عمره مه کوه چي خطا دي نه کړي
خپلي عمرې کوه که دجُعرانې وي که تنعيم.
څوك چي عمره كوي، تلبيه د طواف د شروع كېدو څخه مخكي بندوي او پر ځای يې تهليل(لَا
اِلٰهَ اِلَّا اللهُ) تكبير (اَللهُ اَ كْبَرْ) او تسبيح (سُبْحَانَ اللهِ) وايي.
او ښځي به تلبيه په كرار اواز سره وايي.
كله چي حاجي صاحب (لَبَّيْکَ) وايي بايد پوه سي چي د لوى خداىﷻ د فرمان جواب وركوي
او د زړه غوږونه يې بايد د حق ږغ واوري او پوه دي سي چي
د قيامت په ډګر كي به دا اواز د تن په غوږو اوري او ژبه به يې په محشر كي په
(لَبَّيْکَ) ويلو اخته وي.
د لبيک ويلو په منځ كي د فاصلې پر مهال دي حاجي صاحب پر پيغمبر درود شريف
(اََللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدٍ) په كرار اواز سره وايي.
كه چا نه سوای كولای چي ټولي تلبيې په عربي ژبه ووايې نو ترجمه دي د معلم له خُلې
څخه وايي او كه يې دا هم نه سوای ويلای نو دي داسي وايي:
﴿ اَللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ، اَللهُ اَ كْبَرْ، اَلْـحَمْدُ لِلّٰهِ ، سُبْحَانَ اللهِ
﴾.
او بيا دي څو واره (اَللهُ اَ كْبَرْ) ووايې او پر له پسې دي تكرار كړي.
طواف د حكم له حسابه څو ډوله دى؟:
۱- طواف قدوم چي اول طواف دی، سنت دى.
۲- طواف زيارت چي هغه د ركن طواف هم بولي يعني د حج ركن او فرض دى.
۳- طواف صدر چي تر شيطانانو وروسته د حج په پاى كي ادا كېږي او هغه طواف ته د رخصت
طواف هم وايي هغه اطرافي لره واجب دی.
۴- نفلي طواف چي د تحيې طواف يې هم بولي په فارغ وخت كي بې له احرامه، بې له (رمل)
يعني اوږې ښورولو، او بې له (اضطباع) يعني اوږې لوڅولو څخه اجرا كېږي.