د کعبې شريفي فضائل او پخوانی احوال:
خداىﷻفرمايي:
﴿� � ��
﴾.[آل عمران/۹٦]
ترجمه: په تحقيق سره اولنۍ خونه چي جوړه او وټاکل سوه د خلکو دعبادت لپاره مکه
مکرمه ده او هغه مبارکه ده او هدايت د جهانيانولپاره.
په هغه کور کي ډېري نښانې دي او د هغو له جملې نه مقام ابراهيم دى (وَمَنْ دَخَلَهُ
کَانَ اٰمِنًا)[ آل عمران/ ۹۶] يعني څوک چي ورننوځي په امن کي دى.
د قرآن کريم ځينو مفسرينو ويلي دي چي کعبه مبارکه اول وار فرشتو او بيا حضرت آدم
جوړه کړې وه، څو چي لس واره جوړه سوه دغه موجوده آخري لسمه بنا د حجاج بن یوسف ده.
[ملاعلي قاري، تاریخ الخميس اتاک العشر]
بناء البيت بالترتیب فاعلم: ۱- ملائک،۲- آدم،
۳- وکذابنوه،۴- وابراهيم، ۵- عملاق، ٦- وجرهم،
۷- قصْی، ۸- بعده قالوقريش، ۹- عبدالله والحجاج، ۱۰- تمم. [ملاعلي قاري، ص۱۵]
قرآنکريم راښيي چي د مبارکي خوني (بيت الله شريفي) بنسټ ابراهيم او د هغه زوى حضرت
اسماعيل لوړ کړی دى او دا هغه وخت دى چي خداىﷻ اراده وفرمايله چي ابراهيم د خلکو
لارښوونكى وګرځوي.
﴿ ��
� ﴾.[البقره/۱۲۵]
ترجمه: کله چي مو وګرځاوه بيت د بيا راګرځېدو ځاى خلکوته او د امن ځاى او وموفرمايل
چي وګرځوئ مقام ابراهيم (دابراهيم د درېدو ځاى)
د لمانځه ځاى.
او بيا يې و فرمايل:
﴿
� � ﴾.[البقره/۱۲۷]
ترجمه: هغه وخت چي ابراهيم د اسماعيل سره د بيت الله شريفي بنسټونه لوړول (دعا يې
وکړه) قبوله کړې له موږ څخه، په تحقيق ته يې اورېدونکى او پوه.
له ابي هريرة څخه روايت دى چي له رسول نه و پوښتل سول: کوم عمل ډېر فضيلت او ښه
والى لري؟
رسول وفرمايل: ايمان پر خداى او د هغه پر رسول وي.
بياوپوښتل سول: تر هغه وروسته؟ وې فرمايل:
د خداىﷻ په لاره کي جهاد.
بيا وپوښتل سول: تر هغه وروسته؟ وې فرمايل: مبرور حج (پاک او خداىﷻ ته منل شوى حج).
د ابي هريره څخه روايت دى چي رسول وفرمايل: څوک چي حج وکړي او د حج په شپو کي رفث
(شهواني چاري) و نه کړي او فسق ته لاس اوږد نه کړي نو (رَجَعَ کَيَوْمٍ وَلِدْتَهُ
اُمَّهُ). يعني بېرته له ګناوو داسي پاک ګرځي لکه په کومه ورځ چي له موره پيدا سي.
د دې حديث شريف مطلب دا دى چي حاجي دي
د حج د ادا کولو وروسته د حق لاره نه پرېږدي.
له ابي هريره څخه روايت دى چي د خداىﷻ پېغمبرﷺ وفرمايل: له عمرې تر عمرې پوري د
ګناوو لپاره كفاره ده چي د دواړو عمرو ترمنځ وسي (وَالْحَجّ ِالْمَبْرُوْرِ لَيْسَ
لَهُ الْجَزَا اِلَّالْجَنَّةِ) يعني مبرور حج بې له جنته بله بدله نه لري.
د ابراهيم په وخت كي (د عيسْى د ميلاد څخه تقريباً دوه زره كاله مخكي) څو واره او
تر هغه وروسته د مصر عمالقه وو جوړه كړه او كعبه يې د باطلو بتانو ځاى وګرځوله.
محمد مصطفْىﷺ ماشومتوب او ځواني د كعبې په څنګ كي تېره كړې ده، كله چي محمدﷺ ۲۵ كلن
ځوان و، او وحي نه وې ورته راغلي د قريشو قبيلې كعبه بيا جوړه كړه. وحى مكې ته نژدې
دحرا په غار كي راغله. تر وحى ۱۳كاله وروسته يعني د رسالت تر شروع وروسته هم د
اسلام پېغمبرﷺ په مكه مكرمه كي اقامت درلودى خو د مكې د اكثرو خلکو د دښمنۍ په اثر
(چي لا مشركان وو او د رسول د وژلو او بندي كولو په كوشش كي سول) هغه وخت د خپلو
يارانو سره مدينې منورې ته هجرت وكړ. تر دې وروسته د مكې كفارو مسلمانان نه پرېښودل
چي د حج لپاره د مدينې څخه مكې مكرمې ته راسي.
د هجرت د شپږم كال په ذي القعده كي په حديبيه كي د مكې د كفارو سره د سولي تړون
وكړ او مسلمانان پياوړي سول. تردې يوكال وروسته د هجرت د اووم كال په ذي القعده كي
سيدالمرسلينﷺ له مدينې منورې څخه مكې مكرمې ته راغى او عمره يې و كړه.
د مکې فتح:
د هجرت په اتم كال كي د خداىﷻ پېغمبر مكې ته ننوتى، مكه فتح او مكه له بتانو پاكه
سوه. حج تر دې وروسته فرض سو او په نهم هجري كال حضرت ابوبكر صديق او نور مسلمانان
له مدينې څخه مكې ته
د حج لپاره راغلل، د هجرت په لسم كال سيد المرسلينﷺ له مدينې څخه مكې ته د حج لپاره
راغى او دې حج ته (حَجَّةُالْوِدَاعِ) وايي مسلمانان له هغه وخته تر اوسه پوري د
د (حَجَّةُالْوِدَاعِ) پر طريقه حج او د حج مناسك ادا كوي او خداىﷻ دي آينده هم
توفيق راكړي چي پر دغه مباركه طريقه مناسك ادا كړو.
تر (حَجَّةُالْوِدَاعِ) وروسته چي د پسرلي موسم واقع سو محمدﷺ مدينې ته را وګرځېدى
(تر څو هفتو وروسته يې د هجرت د يوولسم كال د �ربيع الاول� په مياشت كي يې رحلت
وكړ).
دوهم خليفه عمر مسجدالحرام پراخ كړ د اسلام له پيله تر اوسه څو واره كعبه شريفه
ترميم او ودانه سوې ده لكه چي د ابن زبير په وخت او د عبدالملك بن مروان په وخت كي،
خو وروسته لوى ترميم د هجرت په ۱۰۴۰ هـ ق كال كي د سېلابونو د زيان تر رسولو وروسته
سلطان مراد عثماني كړی دى. په وروستيو كلو كي
د سعودي په وخت كي د مسجدالحرام د حريم شا و خوا لويه او پراخه سوېده او د حريم د
چارچارپېره په هره خوا كي ترميمونه او زياتوني سوي دي او د مسجد مساحت د ډېرو
مسلمانانو لپاره چمتو سوی دى.
د کعبې شريفي برکات او فضائل:
کعبې شريفي ته کتل يوساعت دکال ترعبادت بهتر دی. [ص: ۳۵۳ملاعلي قاري]
کعبه شريفه په قهرطوفان کي پورته سوه مظلومان به له اطرافو څخه راتلل پردغه ځای به
يې دعاوي کولې اللهﷻ به قبلولې بيا ابراهيم ته اللهﷻ
ور وښوده او ده جوړه کړه. [ص: ۱۴ملاعلي قاري]
کعبه شريفه د مځکي څخه ترعرشه پوري ده خاص دېوالونه او بام کعبه شريفه نه ده. [ص:
۱۰۲ملاعلي قاري]
کعبه شريفه به په ورځ د قيامت راسي ټول حاجيان به يې په پردو پوري نيوونکي وي جنت
ته به يې داخل کړي، علي وايي چي وعده د ميثاق له ارواحانو نوشته سوه حجراسود ته
وسپارله سوه نو اوس حجراسود مبار ک شاهد دی په اسلام د مسلمانانو او په کفر
د کافرانو په قيامت به خپله شاهدي ادا کړي.
[ص: ۴۲مختصر احياء العلوم علْی هامش نزهة الناظرين]
لومړی مسجد په دنيا کي مسجدالحرام دی څلوېښت کاله پس بيا مسجد اقصْی جوړ سوی دی.
[متفق عليه حديث دی ص: ۹۹نزهة الناظرين]
رسول اللهﷺ وايي يو لمونځ زما په مسجدکي په لس زره لمونځو دی او په مسجداقصْی کي په
زر دی او په مسجدالحرام کي په سل زره دی.[ص: ۴۳مختصراحياء العلوم]
حسن بصري ويلي دي چي يوه روژه په مکه شريفه کي په يولک ده يو درهم خيرات په يولک
دی دغه رنګه هره نېکي.[ص: ۴۲مختصراحياء العلوم]
هرڅوک چي حرم ته داخل سي او د حرم قدرکوي نيت يې د اللهﷻ رضا او رحمت وي په ورځ د
قيامت به له هره عذابه خلاص وي. [ص: ۹۹نزهة الناظرين، مختصراحياء العلوم]
رواخبري په مسجدکي مکروه تنزيهي دي او بدي خبري مکروه تحريمي دي. [ص: ۱۱۰ملاعلي
قاري]
تېرېدل د لمانځه ترمخ چي په ځای د سجدې کي نه وي په مسجدالحرام کي روا دي نه په ټول
سعودي کي لکه چي عادت دی.[ص: ۱۰۵ملاعلي قاري، ص: ۳۹۶ردالمحتار ج: ۱]
په مكه مكرمه كي د زيارت كولو نور ځايونه:
څرنګه چي متمتع حاجي د عرفات تر مخه د احرام څخه فارغېږي او دی دا وخت څو فارغي
ورځي لري چي په هغو كي كولای سي د مكې مكرمې په ښار كي د هغو ځايونو زيارت وكړي چي
د اسلام په تاريخ او
د رسول اكرمﷺ په ژوندانه كي يې لوړ مقام درلود.
۱- د جنت المعلْى هديره: چي هلته د سيد المرسلينﷺ د مباركي مور حضرت آمنې او د
مؤمنانو د مور حضرت خديجې، چي د پيغمبر اولنۍ كور والا او د حضرت فاطمې مور وه،
قبرونه سته، حضرت خديجه له هجرته درې كاله مخكي په مكه مكرمه كي وفات سوه او تر څو
چي دا ژوندۍ وه، پيغمبر بله ښځه نه ده كړې او دا اولنۍ ښځه ده چي د خدایﷻ د پيغمبر
پر رسالت باندي يې ايمان راوړ.
۲- جبل النور او د حراء غار: چي هلته محمدﷺ ډېر وختونه په تفكر او د خدایﷻ په عبادت
كي تېر كړي دي او هم هلته اولنۍ د رسالت وحي پر ده باندي راغله چي مكې شريفي ته
نژدې پروت دى، د حراء غار ته ختل د روغو او تندرستو حاجيانو لپاره ممكن دي، پاته دي
نه وي چي د جبل نور او د حراء غار ته ختل
د حج په مناسكو كي شامل نه دي، دا كه يو څوك فارغ وخت ولري نو د زيارت كولو لپاره
دي ورسي.
۳- د ثور غار: كله چي د مكې كفار د سيدالمرسلينﷺ په وژلو پسې وه، هلته درې شپې له
يارِ غار يعني حضرت ابوبكر صديق سره د خدایﷻ په پناه كي وو، دې غار ته هم د زيارت
لپاره خلک ورځي.