سريزه
د لوى خداىﷻ د احساناتو لړۍ ده چي زما په قسمت كي يې د بيت الله شريفي زيارت هم
ليكلی و، او زياته هيله مي هم دا وه چي د بيت الله شريفي او محمدي روضې زيارت وكړم،
هغه و، چي په ۱۹۹۶م كال كي زما نصيب وسو او اللهﷻور وغوښتم، هلته مي د حاجيانو
حالات له نژدې څخه وليدل او ټولي نيمګړتياوي راته معلومي سوې. همدغه د حاجيانو
مباركانو نيمګړتياوي وې چي زما په زړه كي يې
د خدمت اور بل كړ تر څو داسي يو لارښود وليكم چي هر حاجي صاحب په پوه سي او عمل په
وكړي او حج ته يې هيڅ تاوان ونه رسېږي.
د اللهﷻ پېرزوينه وه زما په ۱۹۹۷م كال كي بيا د حج نصيب وسو او په ۱۹۹۹م كي مي د
عمرې نصيب وسو هلته مي په مدينه منوره كي روژه او اختر تېركړ
د مناسكو د ليكلو شوق مي ورځ په ورځ زياتېده او په ۲۰۰۵م كال كي بيا اللهﷻ وغوښتم،
د ۲۰۰۷م كال
د مارچ د مياشتي پر ۲۳ هلته مقيم سوم خو دا مي تر ټولو لومړنۍ هيله ده چي د حاجيانو
په واك كي يو داسي لارښود وركړم چي ډېر لنډ، اسانه او د فهم وړ وي پاته دي نه وي چي
دا وړوكى كتاب دوه ډوله حج بيانوي: يو په لنډ ډول چي تقريباً درې صفحې دي او بل ډول
حج چي په تفصيلي ډول دى چي د كتاب پاته برخه رانغاړي او په علمي دلايلو اومعلوماتو
سمبال دى. دا دى دا وړوكى كتاب او تاسو، د اللهﷻ څخه درته مقبول حج غواړم.
ستاسو خادم: الحاج مولوی ګل محمد(مسلم)