پنځه ورځي په لنډ ډول مکمل حج
د اتم په ورځ په خپله کوټه کي احرام يا لنګ وتړه، راسه حرم شريف ته د سهار لمونځ
وکړه، چي لمر راوخېژي دوه رکعته لمونځ وکړه بیا سر لڅ کړه، نو د حج نيت وکړه هغه دا
چي: (الْهي زه اراده لرم د حج فرضي اسلام احرام مي تړلی په حج فرضي اسلام ياالله ته
يې راته اسانه کړې، ته يې راڅخه قبول کړې). درې واره لَبَيک ووايه، بيا درود شريف
ووايه بیا دعا وکړه ځکه د قبلېدو وخت دی، بیا حجر اسود ته راسه د طواف نيت وکړه،
کله چي اووه شوطه طواف پوره سو، بیا راسه د طواف دوه رکعته واجب وکړه، د زمزم اوبه
وڅيښه راسه صفا ته نيت وکړه هغه دا چي:(الْهي زه
د صفااومروه په منځ کي د اوو شوطو اراده لرم، احرام مي تړلی په حج فرضي اسلام سره
ياالله ته يې راته اسانه کړې، او را څخه قبول يې کړې) بيا نومنْی ته روان سه هلته د
ماپښين، ماځيګر، ماښام، ماخوستن او سباسهار لمونځونه وکړه دغه لمونځونه په منْی کي
کول سنت دي، کله چي لمر راوخېژي نوعرفات ته روان سه پرلارکه د غسل امکان و، غسل
وکړه، ځکه غسل په دغه ځای کي سنت دی. پر دوولس بجې عرفات شروع دی بیا تر لمر لوېدو
پوري، دعاوي کوه چي هر څه غواړې د اللهﷻ سترخوان لوی دی، خو دغه پنځه دعاګاني لا
زمي وکړه هغه دادي:
۱- ياالله ستافضل راباندی وکړې.
۲- ياالله آخره خاتمه مو پر ايمان کړې.
۳- ياالله عمل نامه په راسته لاس راکړې.
۴- ياالله پرحوض کوثر مو اوبه کړې.
۵- ياالله پرپُل صراط مو رهنمايي وکړې.
او ورسره موږ د دې کتاب ترتيب کوونکي هم په دعاوو کي له ياده مه باسئ. بيا د ماپښين
لمونځ پردوې بجې او د ماځيګر لمونځ پرڅلور بجې وکړه کله چي لمر ولوېدی بیا مزدلفې
شريفي ته روان سه هلته غټ مسجد دی چي لويي منارې هم لري د هغه بغل ته کوچنی غر دی
چي (جبل قــُزَح) ورته وايي اکثره افغانان دلته سره يوځای کېږي، دلته شپه وکړه د
ماښام او ماخستن لمونځ يوځای وکړه. کله چي سهار سپېدې وچاودي نو لمونځ په جماعت
وکړه بیا درانه علماء دلته دعاوي کوي خو آخرينۍ دعا به ان شاء الله زما وي اللهﷻ دي
ژوند درسره راکړي، زما تر مخه د حاجي اخندزاده صاحب دعا ده چي دعا ختمه سي نو لمر
راوخيژي، روان سه اول غټ شيطان اووه ډبري ووله، او بيا قرباني وکړه بيا سر وخرېيه
بيا کالي واغونده راسه حرم شريف ته طواف زيارت وکړه نيت وکړه: (الْهي زه اراده لرم
اووه شوطه طواف طواف فرضي حج اسلام، ته يې راته اسانه کړې ته يې را څخه قبول کړې).
کله چي دي طواف وکړ دوه رکعته واجب د طواف وکړه صفا و مروه، تا مخکي کړې ده، اوس يې
ضرورت نسته، بیا ولاړ سه منْی ته د اختر دوهمه ده کوچنی شيطان اووه ډبري ووله، بيا
ميانه او بیا لوی. شپه هم هلته وکړه بيا دا بله ورځ کوچنی شيطان، بياميانه شيطان او
بیا لوی شيطان ووله، بيا نو راسه حرم شريف ته که دي د کور سفر نژدې و، نو طواف رخصت
وکړه ځکه واجب دی او که دي د کور سفر ليري و، بيا تر تګ يوه ورځ مخکي طواف رخصت
وکړه ستا حج خلاص سو د حج دي مبارک سه.
په پورته ذکر سوي ترتيب کي که څه رد او بدل درڅخه وسي بیا د علماوو څخه پوښتنه وکړه
خدای نخواسته چي دم درباندي وا نه وړي دا ډېره اسانه طريقه سول.