د امام ابوحنيفه(رح) زوکړه او مړينه
سبب د ولادت د امام ابوحنيفه(رح) خواجه ثابت صاحب(رح) د امام صاحب(رح) پلار يوه ورځ
د اوبو پر غاړه ناست و اودس يې تازه کاوه چي په اوبو کي د باغ له خوا سېب اوبو
راوړی چي ده وليدی نو يې سېب راواخيستی او مات يې کړی چي ويې خوړی نو په فکر کي سو
چي سېب د چا دی، مالک يې څوک دی، د چا
د باغ دی او څرنګه دي بېغمه وخوړی چي د قيامت په ورځ حساب او پوښتنه د سېب درڅخه
وسي نو کوم جواب به ورکوې نو چي اودس يې تازه کړ د اوبو پر غاړه لوړي خواته راروان
سو چي باغ ته راغلی چي اوبه د دغه باغ څخه راوزي هلته يې يو تن وليدی چي پوښتنه يې
ځني وکړل چي دغه باغ ستا دی او د دغه سېب مالک ته يې هغه وويل: هو! نو ده ورته وويل
چي ما دغه سېب وخوړی دغه سېب پر ما باندي خرڅ کړه او يا يې را وبخښه، باغوان پوه سو
چي دغه سړی خو ښه سړی دی ځکه چي د قيامت له حسابه بېرېږي نو يې ور ته وويل چي سېب
نه خرڅوم او نه يې دربخښم خو يو شرط لرم که هغه شرط ومنې نو دربخښم يې، خواجه
ثابت(رح) ور ته وايي شرط څه شی دی؟ باغوان ور ته وويل: زه لور لرم په دوو غوږو کڼه
ده په سترګو ړنده ده په ژبه ګونګۍ ده په لاسو او پښو فلج ده که دغه ښځه زما څخه
قبلوې هغه سېب دربخښم او که نه نو نه يې دربخښم خواجه ثابت(رح) حيران سو چي د يوه
سېب په مقابل کي دا سخت او دروند بار څرنګه پورته کړم او قيامت چي راسي د سېب حساب
هم ډېر ګران دی نو خواجه ثابت(رح) ور ته وويل چي دوه شاهدان راوله نکاح را وتړه
شاهدان راغلل نکاح وتړل سوه چي شپه سوه د ماخستن لمونځ خواجه ثابت(رح) ادا کړ نو
راغلی خپلي بسترې ته چي ښايسته جميله ښځه يې و څنګ ته کښېنستل او خواجه صاحب(رح)
ځني را ليري سو چي دا به پردۍ ښځه وي ښځي ورته وويل چي زه ستا حلاله په نکاح کي يم
مه ليري کېږه، ده ور ته وويل چي ستا پلار وما ته داسي نه دي ويلي ښځي ور ته وويل چي
دغسي ده لکه زما پلار چي در ته ويلي دي خو په خبرو کي تأويل سته چي په غوږو کڼه يم
ما هيڅ د بل چا خبري په غوږو نه دي اورېدلي او په سترګو ړنده يم ما هيڅوک په خپلو
سترګو نه دي ليدلي او ګونګۍ يم چي له موره پيدا سوې يم ما د چا سره خبري نه دي کړي
او په لاسو ګوډه يم ما د هيڅ چا و مال ته لاس نه دی غزولی او په پښو شله يم چي له
موره پيدا سوې يم له خپله کوره دباندي نه يم تللې. نو د خواجه صاحب(رح) څخه يې سوال
وکړ چي ستا عقل او شهوت څومري دی خواجه(رح) ور ته وايي چي زما عقل نهه حصې او شهوت
مي يوه حصه دی، ښځه ورته وايي چي زما دا څو دی؟ خواجه(رح) ورته وايي: چي ستا عقل
يوه حصه او شهوت دي نهه حصې دی، ښځه ور ته وايي چي زه به د نهه حصو شهوت او ته د
يوې حصې شهوت پر سر به پښه کښېږدو د الله تعالْیﷻ عبادت او شکرګذاري به وکړو چي
الله تعالْیﷻ څومره بې حسابه نعمت راکړ، و ما و تا ته خو د شپې تر آخره پوري دواړو
په عبادت مشغول سول.
خو د سهار خوا ته نژدې چي خلوت وسو دغه سبب د ولادت
د امام ابوحنيفه(رح) و چي الله تعالْیﷻ ابوحنيفه(رح) په دنيا کي روښانه کړی.[صلْوة
مسعودي، ج ۱ ص ۱۲]
امام اعظم صاحب(رح) د هجري سنې په اتيايم کال په کوفه کي د خپل پلار ثابت صاحب(رح)
په کور کي پيدا سو، اصل نوم يې نعمان کنيت يې ابوحنيفه لقب يې امام اعظم او خاوره
يې
د فارس وه، اما امام صاحب(رح) عرب نه وو عجم وو چي د شلو کالو سو تعليم يې شروع کړی
د ښه ذهن او حافظې په خاطر يې ډېر ژر په علم کي پر مخ تګ وکړی، د علم ادب اوعلم
انساب او علم کلام تر زده کړي وروسته يې د علم فقه لپاره د وخت مشهوره عالم امام
حماد(رح) په درس کي شريک سو د امام صاحب(رح) د استاذانو شمېر تقريباً څلورو زرو ته
رسېږي خو د ډېر شفقت او مهربانۍ له کبله د امام حماد(رح) نوم د ډېر ذکر وړ دی امام
صاحب(رح) چي کله د درس او تدريس او تعليم سلسله شروع کړه د ليري ليري ځايو څخه به
طالبان ورته راتلل د طالبانو راتګ په مثال د سېلاب وو خپله علمي تنده به يې پر
ماتوله.
علامه کردري(رح) فرمايي اته سوه فقهاء محدثين صوفيان او مشائخ يې په شاګردانو کي
حسابېږي امام صاحب(رح)
په خپل عصر کي د علم فقهي او د اسلامي قانون د جوړولو لپاره د څلوېښتو جيدو علماء
کرامو يو مجلس جوړ کړ تر ډېر زحمت ايستلو وروسته يې د حنفي فقهي په نامه يو داسي
ښايسته اسلامي قانون جوړ کړ چي په خپل جامعيت يې پخپله شاهدي او ګواهي ورکوله او له
همدغه مجلس لخوا چي کومي مسئلې جوړي سوې د هغو مسئلو شمېر تر لسو لکو زيات وو.
نو په همدې خاطر فقهي حنفي ته فقهه شورايي هم ويل کېږي او ټول علماء کرام پردې متفق
دي چي امام صاحب(رح) تابعي دی او د اصحابو کرامو څخه روايت هم په ثبوت رسېدلی دی،
د امام صاحب(رح) د ژوند حالات ډېر حيرانوونکي دي.
چي د تاريخ د پام وړ برخه ګرځېدلې ده دغسي ښه عالم د ښه فکر خاوند زاهد متقي مجاهد
د خپلو لوړو، لوړو کارنامو سره، سره يې د فاني دنيا څخه په (۱۵۰ هـ) کي له دارالفنا
څخه
و دارالبقاته سفر وکړ.
د بني اميه حاکم ابن هبيره په زمانه کي او د خليفه ابوجعفر منصور عباسي په دور
خلافت کي د قاضي القضاة د چوکۍ او وظيفې څخه د انکار د وجي چي امام صاحب(رح) دغه
وظيفه نه کړه قبوله انکار يې وکړ نو امام صاحب(رح) بندي سو او په مجموعي ډول سره
(۱۵۰) دُرې سخت و وهل سو او څلور کاله يې په ډېرو سختو مشکلاتو کي په جېل خانه کي
په تېر کړل خو آخر يې په خوله مبارکه کي په زبردستي سره د زهرو کاسه ور چپه کړل او
د سجدې په حالت کي يې روح و عرش معلْی ته نقل سو.
[تأليف مولانا محمد سرفراز خان صفدر(رح)]
خطيب بغدادي او ابومحمد حارثي نقل كوي چي: ابوجعفر منصور د امام صاحب(رح) څخه دا
غوښتنه وكړه چي د كوفې څخه بغداد ته ولاړ سي او هلته د قضاوت چاري پيل كړي او د
اسلامي ملك ټول قاضيان د منصور تر لاس لاندي وه، امام صاحب(رح) ځان پر ناروغۍ
واچاوه او د باچا غوښتنه يې ونه منله، باچا امام ابوحنيفه(رح) په محبس كي واچاوه او
امر يې وكړ چي هره ورځ به امام صاحب(رح) لس لس لښتي وهل كېږي په بازارونو كي جار
ووهل سو، امام صاحب(رح) را و ايستل سو، داسي درودوونكي وهل وركول سوه چي د وهلو
نخښي يې په مبارك بدن كي له ورايه معلومېدې.
امام صاحب(رح) پر لاره ځي د پښو څخه يې ويني بهېږي بيا محبس ته بېول كېږي، هلته پر
ده باندي د څښلو او خوراكي توكو سخت بنديز لګول كېږي، لس ورځي پرله پسې د ده سره دا
ناوړه او د بربريت څخه ډك چلند وسو، هره ورځ به لس لښتي وهل كېدى او داسي ظلم به
ورسره كېدى كله چي دې لړۍ دوام پيدا کړ امام صاحب(رح) اللهﷻ ته په ژړا سو او دعا يې
وغوښته، پنځه ورځي وروسته د دنيا څخه رخصت او د اللهﷻ و ملاقات ته ورغلى، اللهﷻ دي
قبر داسي له نوره ډك كړي لكه ده چي ټول جهان د علم او فقهي له نور څخه ډك كړى
دى.(امين ثم امين).
[عقود الجمان، ص ۳۵۷ تر ۳۵۹پوري]
ابوحسان زيادي وايي: كله چي امام ابوحنيفه(رح) د مرګ په نخښو پوه سو نو پر سجده سو
او داسي پر سجده باندي پروت و، چي روح يې وركړى. [د بذل المجهود مقدمه، ص ۸۱]
خطيب بغدادي(رح) وايي: صحيح دا ده چي امام(رح) په محبس كي وفات سو. [تاريخ بغداد، ج
۱۳، ص ۳۲۸]
امام صاحب(رح) چي منصور بندي کړ په سبب د انکار د چوکۍ د قضاء څخه ځکه ده به د حديث
مضمون را پر زړه کی چي قاضي ځان حلالوونکی بې له چړې دی نو يې زهر ورکړل پرسجده سو
چي شهيد سو په مياشت د روژې په شپه د جمعې او پرجنازه يې زر نفره علماء حاضر سول او
شل ورځي يې پر قبر ناست وه ځکه وهم کېدی چي منصور پاچا د ده جسد يو نه سي د قبر څخه
او چي حاضر وه ټولو يو غيبي آواز واورېدی درې واره چي (ذبح الفقه فلافقد لکم فاتقوا
الله کونوا خلفاء النعمان). (انالله وانااليه راجعون) [خزانة النفيس ص ۸]
د امام صاحب عقل او ذکاوت:
يو سړي قسم اخستی وو چي زه به د روژې په ورځو کي د خپل کور والا سره جماع کوم اوس
که جماع کوي د روژې د کفارې څخه بېرېږي او ګناه هم ده او که نه نو قسم پر اوړي نو
يې ډېر خلک وليدل خو چا په زړه پوري جواب ور نه کړ نو امام صاحب(رح) ته راغلی دا
خپله واقعه يې ورته بيان کړل چي څرنګه بيان خلاص سو امام صاحب(رح) ژر ورته وويل بې
له څه ځنډه چي د خپلي ښځي سره سفر وکړه روژه مه نيسه او جماع وکه. [عقود الجمان ص
۲۸]
يوه ښځه بالاخانې ته ختلې وه چي را شوه کېدل پر نيمه لاره ده چي ميړه يې راغلی هغه
چي خپله ښځه په زينه کي وليدل ډېر په درد سو او ښځي ته يې وويل که لوړه وختلې په
درې طلاقه پر ما باندي طلاقه يې که کښته راغلې هم پر درې طلاقه پر ما طلاقه يې څه
وخت وروسته د سړي درد ولاړی آرام سو دماغ يې سالم سو نو حيران پاته سو چي دامي څه
وکړل که مي ښځه پورته يا کښته ولاړل خو راباندي طلاقه سول نو ډېر غمجن سو نو يې د
ځان سره دا فيصله وکړل چي يو شرعي لاره پيدا کم هغه څرنګه د علماوو څخه بايد پوښتنه
وکړم خو ورغلی و امام صاحب(رح) ته خپله واقعه يې ورته بيان کړل په ډېره غمجنه لهجه
سره، امام صاحب(رح) ورته وويل دا خو ډېر آسانه کار دی ښځه دي پر خپل ځای ودرېږي څو
کسان ور وله چي ځينه راکښته کړي پر مځکه دي کښېږدي نه به پور ته ځي او نه کښته
مسئله حل سوه طلاق نه سو واقع سړی بېغمه سو شايد دا زينه د لرګي يا اوسپني وه.
[عقودالجمان ص ۲۷۸]
په روم کي ډېر بدبخت بې دينه عالم يوه ورځ په بغداد کي
د خليفه منصور په دربار کي حاضر سو ډېر بې حده صفتونه يې
د ځان وکړل چي زما سره ډېر علم او عقل دی او د هر فن معلومات لرم او خليفه منصور ته
يې وويل چي زما سره درې داسي سوالونه سته که ستا د پاچاهۍ ټول علماء فقهاء راسي
جوابونه بې نه کړي حل خليفه حيران سو چي دا څنګه عالم دی چي داسي سوالونه لري چي د
هغه جواب نسته نو يې د خپل ملک علماء او فقهاء راوغوښتل چي راسي جوابونه ورکړي
علماء کرام د وخت ټول راحاضر سول نو په همدغه علماوو کي امام صاحب(رح) هم راغلی دغه
بې دينه بې ايمانه عالم يو ممبر راوغوښتی پر کښيناستی خپل درې سوالونه کوي هغه
داسي:
۱- دا راته جواب راکړئ چي تر اللهﷻ مخکي څوک موجود وو.
۲- دا راته و واياست چي د اللهﷻ مخ پر کوم طرف دی.
۳- دا راته و واياست چي اللهﷻ دا وخت څه کار کوي.
نو دا سوالونه خو ډېر ګران دي ټول علماء فکرجن سول حيران پاته سول چي دا څنګه
سوالونه دي نو په دغه وخت کي د امامانو امام، امام اعظم ابوحنيفه(رح) راولاړ سو د
بې دينه عالم طرفته ورغلی او ورته وايي راکښته سه د ممبر څخه چي زه پر ممبر پور ته
سم ستا سوالو ته جوابونه و وايم چي ټول مخلوق يې آسانه واوري رومی بې دينه راکښته
سو امام صاحب(رح) ور پورته سو و رومي ته وايي چي سوالونه بيا وکه چي خلک يې ښه
واوري رومي خپل سوالونه بيا په هغه رنګه جلا جلا وکړل اوس د امام صاحب جوابو ته
ګوره، تا سوال وکړی چي تر اللهﷻ مخکي څوک موجود وو.
جواب: و رومي ته وايي چي تر لسو پوري حساب وکه رومي وويل (۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ٦، ۷، ۸،
۹، ۱۰) امام صاحب(رح) ورته وايي چپه حساب راوکه مثلاً (۱۰، ۹، ۸، ۷، ٦، ۵، ۴، ۳، ۲،
۱) امام صاحب(رح) ورته وايي تر يوه مخکي هم حساب وکه رومی ورته وايي تر يوه مخکي
حساب نسته امام صاحب(رح) ورته وايي چي د لفظي يوه مخکي حساب نسته نو تر حقيقي واحد
لايزال مخکي به څنګه موجود سي نو تر خالق مخکي هيڅ نسته.
دوهم سوال: تا دا وکړی چي دا وخت د اللهﷻ مخ پر کوم طرف دی.
جواب: امام صاحب(رح) يو لرګی په مثال د شمع ولګوی دغه د څراغ پر ځای چي موږ کار ځني
اخلو دغه ته موږ پښتانه شمع وايو چي و رومي ته وايي د دغه شمع مخ پر کوم طرف دی
رومی ورته وايي چي هر طرفته امام صاحب(رح) ورته وايي چي شمع مخلوق دی تايې مخ نه
کړی معلوم چي پر هر طرف دی نو
د خالق د مخ په باره کي د عاجزو بندګانو لپاره څه ويل په کار نه دی د اللهﷻ مخ هر
طرفته دی.
درېيم سوال: تا دا وکړی چي اللهﷻدا وخت څه کار کوي.
جواب: امام صاحب ورته وايي اللهﷻ دا وخت دا کار وکړی چي ته يې د ممبر څخه راکښته
کړې زه يې ممبر ته پورته کړم.
نو د امام صاحب(رح) په ځيراکت باندي ټوله پاچاهي اقرار سول رومی بې ايمانه عالم
شرمنده سو د پوره پاچاهۍ په مخ کي.
اللهﷻ دي موږ او تاسو د دغسي شرمندګۍ څخه په دنيا او آخرت کي وساتي آمين ثم آمين و
هغه کسانو ته دي اللهﷻ هدايت وکړي چي وايي ته په خپله ځان امام صاحب جوړ کړه نو
ګرانو وروڼو د امام صاحب(رح) قدر بايد تر هر چا ډېر وکړو او
د امام صاحب(رح) دښمنان ورځ په ورځ ډېرېږي بايد دفاع يې وکړو نو دغه تېره مناظره په
[موفق ص ۱۵۷] کي وګورئ، اوس بايد ستاسو فکر د امام صاحب(رح) د عقل طرفته راوګرځوو
ځکه د ځيراکت نمونه مو وليدل.امام صاحب(رح) د يو کافر ملحد و مناظرې ته راوبلل سو
چي مناظره ورسره وکړي تر ټاکل سوي وخت څه ناوخته راغلی نو د امام صاحب(رح) څخه کافر
پوښتنه وکړل چي ولي ناوخته راغلې امام صاحب(رح) ورته وويل چي زما کور د درياب پر
هغه بله غاړه دی نو د درياب غاړي ته راغلم کښتۍ نه وه موجوده خو آخر د درياب پر
غاړه يوه درخته وه هغه خپله ورېبل سوه تخته، تخته سوه کښتۍ ځني جوړه سوه زما خواته
راغله زه پکښې سپور سوم او په خپله روانه سوه، چي زه اوس ناوخته راغلم په دغه خاطر
کافر ورته وايي چي دا خو هيڅ عقل نه مني چي درخته دي اره سي کښتۍ دي جوړه سي په
خپله دي روانه سي دا څه وايې امام صاحب(رح) ورته وايي چي ستا عقل نسته چي يوه کوچنۍ
کښتۍ جوړېدل او په خپله روانېدل
د عقل خلاف کار دی نو د کائناتو دغه لو کښتۍ په خپله څنګه جوړېږي او چلېږي چي
آسمانونه او مځکي او مخلوقات دي.
نو کافر چي دغه جوابونه واورېدل حيران سو د اللهﷻ پر وجود يې يقين راغلی او مسلمان
سو. [الدلائل عقليه ص ۱۳۷]
يزيد وايي: ما تر امام ابوحنيفه(رح) نه بل پرهېزګار ليدلى دى او نه عقلمند. [تذكرة
الحفاظ ج ۱، ص ۱۶۸]
خارجه بن مصعب وايي: ما د زرګونو علماوو سره ليدلي دي په ټولو كي مي درې يا څلور
ډېر د عقل خاوندان پيدا كړي او په هغو درو يا څلور كسانو كي يې امام ابوحنيفه(رح)
هم ذكر كړى دى.
[تاريخ بغداد، ج ۱۳ ص ۳۶۴]
امام ابويوسف(رح) وايي: قسم په اللهﷻ چي امام ابوحنيفه(رح) همېشه د الْهي حدودو
دفاع كول، د اهل دنيا څخه يې ځان ليري ساتى، تل به پټه خوله و، هر وخت به په ژور
فكر كي غوټه و، بېځايه او بې ګټي خبري يې نه كولې، كه به چېري د يوې مسئلې په اړوند
پوښتتنه ورڅخه وسوه چي علم به يې ورباندي و، نو جواب به يې وركړی، همېشه به يې د
ځان او دين ساتنه كول، د خلكو څخه به ليري و، هر څوك يې په ښه نامه سره يادوي.
[مناقب ابي حنيفه د امام ذهبي، ص ۹]
فضيل بن عياض(رح) وايي: امام ابوحنيفه(رح) يو فقيه سړى و، په فقه كي معروف و، په
تقوْى سره مشهور و، ډېر مال يې درلودى، هر څوك چي به ورغلى ده به ډېر څه وركول، د
علم پر ښوونه باندي يې شپه او ورځ صبر كړى و، په شپه كي يې عبادت كاوه، همېشه به چپ
ناست و، لږ خبري يې كولې، كله چي به په حلالو او حرامو كي يوه مسئله ورته پېش سوه
نو ده به پر حق باندي كره دليل وړاندي كړى،
د باچا د مال څخه يې تېښته كوله. [تاريخ بغداد، ج ۱۳، ص ۳۴۰]
شريك القاضي وايي: ابوحنيفه(رح) به همېشه پټه خوله و، ډېر به په فكر كي و، په فقه
كي ډېر باريك نظره و، په علم، عمل او څېړنه كي يې استخراج ډېر لطيف و، پر علمي زده
كړه يې صبر كوى، كه به چېري يو ديني طالب فقير و، ده به غني كړى هغه طالب او د هغه
كورنۍ ته به يې تنخوا وركوله تر څو علم حاصل كړي، كله چي به هغه طالب ټوله مروجه
علم حاصل كړى نو امام صاحب(رح) به ورته وويل: ته اوس ولويي درجې ته ورسېدلې چي هغه
د حلالو او حرامو پېژندل دي، امام صاحب(رح) ډېر د لوى عقل خاوند و، د خلكو سره يې
مجادلې نه كولې او د خلكو سره يې بحث بېخي كم كوى. [عقود الجمان ص ۲۰۶]
د امام ابو حنيفه(رح) شپه او ورځ:
امام زفر وايي: ما د ابوحنيفه(رح) سره تر شلو كلونو زياته موده تېره كړې ده نه مي
تر امام صاحب(رح) د نورو خلكو په حق كي خېرخوا وليدى او نه مي پر خلكو باندي تر ده
مشفق وليدى، خپل ځان يې د اللهﷻ لپاره وقف كړى و، د ورځي به په علم، مسايلو، ښوونه،
د نوو پېښو سوو مسئلو او د هغوى په جوابونو باندي به بوخت و، كله چي به د خپل درس
څخه ولاړ سو نو د مريض پوښتنه به يې وكړه، جنازې ته به حاضر سو، د فقير سره به يې
مرسته وكړه د يو مسلمان ورور سره به يې وصيله رحمي وكړه او يا به په خپلي اړتيا پسې
ولاړى، كله چي به شپه سوه نو د لوی څښتنﷻ د عبادت لپاره به يې ځان فارغه كړ، لمونځ
به يې كاوه، د قرآن كريم تلاوت به يې كاوه، دا يې همېشه معمول و، تر څو چي له دنيا
څخه يې سترګي پټي كړې، اللهﷻ دې قبر ور روښانه كړي. (امين). [عقود الجمان، ص ۲۰۸]
قيس بن ربيع نقل كوي: چي امام ابوحنيفه(رح) به تجارتي سامان و بغداد ته ولېږى، خرڅ
به يې كړ په هغو پيسو به يې نور سامان واخيستى او و كوفې ته به يې راوړى، د يوه كال
او بل كال ګټي به يې سره جمعه كولې په هغه ګټه به يې د محدثينو، شيخانو د خوراك،
جامو او نورو ټولي اړتياوي پوره كولې چي د هغه ګټي څخه به يې څه نغدي پيسې پاته
سولې، هغه به يې هم و هغوى ته وركړې ورته و به يې ويل:چي په دې خپلي اړتياوي پوره
كړئ،
د اللهﷻ څخه پرته بل د هيچا ستاينه مه كوئ، زه له خپل مال څخه تاسو ته هيڅ نه دركوم
بلكي دا د اللهﷻ يو لوى فضل دى پر ما باندي چي و تاسو ته څه دركوم، داستاسو د
مالونو ګټه ده چي اللهﷻ زما پر لاس د ګټي كولو لپاره راكړي دي. حفص بن حمزه قريشي
وايي: هر کله چي به کوم سړي امام ابوحنيفه(رح) وليدی نوبه حتماً ورسره كښېنستی په
داسي حال كي چي د مجلس او ناستي به يې هيڅ تكل هم نه و كړى کله چي به سړی ځني
ولاړېدى نو كه به بې وسه او فقير و، امام صاحب(رح) به مرسته ورسره وكړه، چي مريض به
سو پوښتنه به يې پر كوله. [ تاريخ بغداد، ج ۱۳ص ۳۶۰]
په تابعينو كي د امام ابوحنيفه(رح) استاذان:
شيخ شمس الدين محمد بن يوسف صالحي د مشقي شافعي(رح) (متوفي سنه ۹۴۲ هـ) په خپل كتاب
(عقودالجمان) كي ذكر كړي دي چي امام ابوحنيفه(رح) د څلورو زرو شيخانو څخه علم حاصل
كړى دى.
دا د تعجب وړ خبره ده ځكه چي امام ابوحنيفه(رح) د هجري په اتيايمه كليزه كي په كوفه
كي زېږېدلى دى او دا د ګڼ شمېر صحابه وو(رض) وخت و، نو دى د هغه قرن څخه دى چي رسول
اللهﷺ يې په خيريت سره شاهدي ويلې ده او په عدالت سره يې ستايلی دی لكه رسول اللهﷺ
چي وايي:
(خيرالناس قرني ثم الذين يلو نهم ثم الذين يلو نهم).
ترجمه: غوره د خلكو دغه زما د پېړۍ دي او د ورستنيو دوو پېړيو خلك دي.
او دا څرګنده خبره ده چي د امام صاحب(رح) ښار كوفه ده
د فقهاوو او محدثينو لوى مركز ؤ، امام صاحب(رح) د علم
د حاصلولو زيات حريص و، كله چي ابن هبيره امام صاحب(رح) پر دې باندي ووهى چي ده د
كوفې قضاوت او د بيت المال مشرتوب نه مانه نو مكې مكرمې ته ستون سو او هلته د ۱۳۰هـ
سنې څخه بيا تر عباسي خلافت پوري پاته سو، کله چي ابو جعفر په ۱۳۷هجري سنه کي د
عراق خلافت ترلاسه کړ تر دغه وخته پوري د امام صاحب(رح) په مکه کي پاته کېدل
اندازاً اوو کلو ته رسېږي. د هغه وخت پرته چي امام صاحب(رح) به په هر كال كي
و مكې مكرمې ته د حج لپاره ورتلى چي د حجونو شمېر يې و پنځه پنځوسو ته رسېږي، دا خو
ښكاره خبره ده چي و حرمين شريفين ته د ليرو پرتو سيمو څخه به حجاج كرام راتلل چي په
هغوى كي مفسرين، محدثين، فقهاء او مجتهدين شامل وو، نو كه هغه په قرآني او نبوي
علومو سره ښايسته امام ابوحنيفه(رح) په هر حج كي د اويا شيوخو څخه علم حاصل كړى وي
نو د استاذانو شمېر يې و څلورو زرو ته رسېږي، پرته له هغه چي ده په كوفه كي حاصل
كړي دي چي د علومو څخه ډكه وه او پرته له هغه څخه چي ده په مكه مكرمه كي د اووه
كلنۍ اوسېدني پر مهال حاصل كړي دي
د هغه كسانو خبره ډېره د تعجب څخه ډكه ده چي وايي د امام ابوحنيفه(رح) د مذهب بنسټ
پر ضعيفو رواياتو باندي ولاړ دى دوى و هغه حديثونو ته زياته توجه كوي چي د حديثو د
كتابونو مصنفينو روايت كړي وي كوم چي د امام ابوحنيفه(رح) څخه ډېره زمانه وروسته
دي، دغه امام بخاري(رح) د امام ابو حنيفه(رح) د وفات څخه څلور څلوېښت كاله وروسته
زېږېدلى دى او د ډېرو كلونو وروسته يې بخاري شريف ليكلى دى او دا راز نور د حديثو
د كتابو ليكوالان كه د دغو مصنيفينو په سند كي ضعف د رسول اللهﷺ څخه د زمانې په
ليري والي سره راغلى وای، نو دا نه لازموي چي دا حديث دي د امام ابوحنيفه(رح) سره
هم ضعيف وي دا خو و هغه چا ته ښه څرګنده ده چي د ضد او تعصب جامې يې نه وي اغوستي.
امام حاكم(رح) په (معرفة علوم الحديث) كي نه څلوېښتمه نوعه په دې تورو سره پيل كړې
ده: دا نوعه د تابعينو د نومياليو او تكړه علماوو پر پېژندنه باندي متمركزه ده، چا
چي د رسول اللهﷺ حديث حفظ كړي، مذاكره يې كړې، تبرك يې په حاصل كړى او د شرق څخه يې
غرب ته رسولي دي، بيا يې په يوه مخ كي د حرمينو شريفينو د محدثينو نومونه ذكر كړي
دي د شام د محديثونو نومونه يې په يوه مخ کي ذکر کړي دي، د يمن او اهل يمان
د محدثينو نومونه يې په نيم مخ كي ذكر كړي دي بيا يې د كوفې د محدثينو نومونه ذكر
كړي دي او څلور مخه يې په ډك كړي دي چي په هغوى كي يې حضرت امام ابوحنيفه(رح) هم
ذكر كړى دى په هغوى كي ګڼ شمېر د امام صاحب(رح) استاذان او د ده داسي شيخان ذكر سوي
دي لكه غرونه، دا ډېره د خوشحالۍ او فخر او وياړ خبره ده، د امام صاحب(رح) په
استاذانو كي عطاء بن ابي رباح(رح) دى چي د دوو سوو صحابه وو(رض) څخه يې د حديثو
د روايت فيض حاصل كړى دى، عامر بن شعبي(رح) د امام صاحب(رح) بل استاذ دی د ده په
اړوند امام ذهبي(رح) وايي عامر بن شعبي(رح) د امام ابوحنيفه(رح) ډېر لوى شيخ دى او
د پنځه سوو صحابه وو(رض) سره يې ملاقات كړى دى، دريم سماك بن حرب(رح) دى چا چي د
اتيا صحابه وو(رض) سره ملاقات كړى دى، ابو اسحاق سبيعي(رح) چا چي د اته دېرشو صحابه
وو(رض) سره ليدلي دي، طاؤس(رح) يې استاذ دى چي پنځوس صحابه(رض) يې ليدلي دي، محمد
بن مسلم بن شهاب زهري(رح) چي د ګڼ شمېر صحابه وو(رض) څخه يې روايت كړى دى، ربيعه بن
ابي عبدالرحمْن(رح) يې استاذ دى چي امام مالك بن انس(رح) يې په اړوند وايي: (د فقهي
خوند هلته ولاړى چي ربيعه(رح) د دنيا څخه سترګي پټي كړې او داسي په زرګونو استاذان
لري لكه، نافع(رح) مولْى د ابن عمر(رض) محمد بن علي بن احسن الباقر(رح) قتاده بن
عامه(رح)، هشام بن عروه(رح) يحيْى بن سعيد انصاري(رح) چي سعيد بن عبدالرحمان جمحي
يې په اړوند وايي: كه زهري او يحيْى بن سعيد نه واى نو ډېر سنن به ضايع سوي واى او
داسي نور...)
د امام صاحب(رح) شاګردان:
د حضرت امام صاحب(رح) په زرګونو شاګردان دي، صالحي په عقود الجمان كي ليكلي دي چي د
امام ابوحنيفه(رح) دومره زيات شاګردان دي چي په ايمه وو كي د يوه هم دومره زيات
شاګردان نسته. [عقود الجمان ص ۱۸۳]
علامه صالحي د خپل كتاب په پنځم باب كي د امام ابوحنيفه(رح) ځيني شاګردان ذكر كړي
دي چي د امام صاحب(رح) څخه يې حديث او فقه حاصل كړي دي چي دمكې مكرمې، مدينې منورې،
دمشق، بصرې، جزيرې او د نورو سيمو څخه ورته راغلي وه او وروسته يې د امام صاحب(رح)
د اتوسوو شاګردانو نومونه په تفصيل سره ذكر كړي دي. [عقود الجمان ص ۱۵۸-۸۸]
امام ذهبي(رح) ويلي دي چي د امام ابوحنيفه(رح) څخه ګڼ شمېر محدثينو او فقهاوو روايت
كړى دى چي تر شمېر نه لاندي كېږي يوازي دا زموږ د لوستونكو لپاره كفايت كوي چي د
امام الآفاق امامنا الاعظم فقيه الزمان ابوحنيفه نعمان(رح) څخه لاندي نومياليو او
تكړه علماوو زده كړه كړې ده:
۱- ابراهيم بن طهمان(رح) ۲- اسباط بن محمد(رح) ۳- اسحاق بن يوسف الازرق(رح) ۴- حفص
بن عبدالرحمْن(رح) ۵- حمزه الزيات(رح) ۶- زفر بن هذيل(رح) ۷- عبدالله بن مبارك(رح)
۸- سفيان ثوري(رح) ۹- حفص بن غياث(رح) ۱۰- حسن بن صالح(رح) ۱۱- عبدالرزاق بن همام
۱۲- علي بن مسهر(رح)
۱۳- فضل بن دكين(رح) ۱۴- وكيع بن جراح(رح) ۱۵- يزيد بن زريع بن هارون(رح) ۱۶- معافي
بن عمران(رح) ۱۷- يعقوب ابويوسف القاضي(رح) ۱۸- محمد بن الحسن الشيباني(رح)
۱۹- مكي بن ابراهيم(رح) ۲۰- ضحاك بن مخلد(رح) ۲۱- محمد بن عبدالله انصاري(رح).
دا تر لمر روښانه خبره ده چي محدثين كرام د امام بخاري(رح) ثلاثياتو ته (هغه
روايتونه چي د ده او د رسول اللهﷺ تر منځ يوازي درې واسطې وې) په ډېره درنه سترګه
سره ګوري او زيات ارزښت وركوي خو په دې نه دي خبر چي په هغو ټولو دوه ويشتو ثلاثي
روايتونو كي شل ثلاثي روايتونه د امام ابوحنيفه(رح)
د شاګردانو او يا د شاګردانو د شاګردانو څخه امام بخاري(رح) روايت كړي دي، ځكه چي
په هغوى كي امام بخاري(رح) يوولس روايته د مكي بن ابراهيم(رح) څخه روايت كړي دي چي
څلور اول، شپږم، اووم، يوولسم، دوولسم، څوارلسم، اوولسم، نولسم روايتونه دي، شپږ يې
په هغوى كي د ضحاك بن مخلد(رح) څخه روايت كړي دي چي د بخاري په هغو دوويشتو رواياتو
كي پنځم، اتم، نهم، پنځلسم، اتلسم، او يوويشتم روايتونه دي، درې يې د محمد بن
عبدالله انصاري(رح)څخه روايت کړي دي چي لسم شپاړسم او شلم روايتونه دي او خطيب
بغدادي په خپله ويلي دي چي محمد بن عبد الله انصاري(رح) د زفر او ابو يوسف
د ملګرو څخه و، نو د بخاري(رح) په ثلاثيانو كي يوازي دوه داسي ثلاثيات پاته سوه چي
د امام صاحب(رح) د شاګردانو څخه يې نه دي روايت كړي، يو ديارلسم دى چي هغه يې د
عاصم بن خالد حمصي(رح) څخه روايت كړى دى او بل دوويشتم دى چي هغه يې د خالد بن
يحيْى كوفي(رح) څخه روايت كړى دى.
[مقدمه د بذل المجهود ص ۷۲]
د امام صاحب(رح) زهد او تقوْی:
مسعد بن کدام فرمايي په طحطاوي کي چي زه يوه شپه مسجد ته ولاړم که ګورم چي يو سړی
پر لمانځه ولاړ دی او په لوړ آواز سره قرآن کريم وايي او د ده آواز ماته بې اندازې
ښه خوند راکړ نو ما هم اقتداء پسې وکړه چي کله يې اوومه سپاره خلاصه کړه نو ما ويل
اوس به رکوع ته ولاړ سي خو رکوع ته نه ولاړی خو لس سپارې چي پر پوره کېدو وې نو مي
يقين وو چي اوس به رکوع ته ولاړ سي خو آخر ټول قرآن کريم يې په يوه رکعت کي ختم کړی
خو چي لمونځ خلاص سو په ډېر باريک نظر مي ورته وکتل چي دا څنګه سړی دی چي ګورم امام
ابوحنيفه(رح) دی اسد بن عمر فرمايي چي: امام صاحب(رح) څلوېښت کاله د سهار لمونځ د
ماخستن په اوداسه و کړی او د شپې لخوا به يې په يوه رکعت کي قرآن کريم ختماوه. [ابن
خلکان ص ۴۱۳ ج ۵]، [بغدادي ج ۱۳ ص ۳۵۴]
امام صاحب چي کله په بنديخانه کي وفات سو چي وکوم کور ته يې راوړی په هغه کور کي
امام صاحب(رح) اووه زره واري قرآن کريم ختم کړی وو، او امام صاحب(رح) ۵۵ حجونه کړي
دي امام صاحب(رح) چي کله د علم د تحصيل څخه فارغ سو او په ټولو علومو کي و کمال ته
ورسېدی نو يې قصد وکړ چي اوس به نو د خپل ربﷻ عبادت وکړم ځان به ګوښه کړم د مخلوق
څخه، نو په دغه وخت کي بيده سو چي محمد رسول اللهﷺ يې په خوب وليدی هغه مبارک علیه
السلام ورته وفرمايل چي اې ابوحنيفه! ته اللهﷻ د دې لپاره پيدا کړی يې چي زما سنت
ژوندي وساتې چي د خلوت اراده ونه کړې زما سنت ورسوه. [حدائق الحنفيه ص ۴٦۰]
امام صاحب(رح) به همېشه د غرمې خوب کاوه او ويل بې چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي چي د
شپې قيامه د غرمې له خوبه کومک اخلي او په روژه مبارکه کي به امام صاحب(رح) د عبادت
طريقه بدله کړه هغه داسي چي په شپه کي به هم يو وار قرآن مجيد او په ورځ کي به هم
يو وار قرآن مجيدختماوه چي ټول به(٦۰) ختمه سول. [بغدادی ج ۱۳ ص ۳۵۷]
حافظ ابن کثير(رح) فرمايي:
چي امام صاحب(رح) به د شپې نفل کول او هره شپه به يې قرآن کريم ختماوه او داسي ژړا
او زارۍ به يې پروردګارﷻ ته کولې چي همسايه ګان د ده په حال غمګين وه.
امام عبدالله بن المبارک(رح) فرمايي چي امام ابوحنيفه(رح) تر پنځه څلوېښتو کلو پوري
د ده دا عادت وو چي د ماخستن په اوداسه بې د سهار لمونځ کوی او هره شپه بې په دوه
رکعته نفلو کي قرآن مجيد ختموی او په يوه اوداسه بې پنځه وخته لمونځ کوی.
[بغدادي ج ۱۳ ص ۳۵۵]
په خزانة النفيس کي راغلي دي چي امام ابوحنيفه(رح) اووه صحابه ليدلي دي انس بن
مالک(رض)، عبدالله بن زيد(رض)، عبدالله بن اوفْی(رض) جابر بن عبدالله(رض) چي د نورو
نومونه نه دي ذکر سوي.
د ابوهريره(رض) څخه روايت سوی دی چي نبي علیه السلام وفرمايل چي ژر دی زما په امت
کي به يو داسي سړی پيدا سي چي نوم بې نعمان او کنيت بې ابوحنيفه زما د امت څراغ به
وي درې واره يې دا خبره تکرار کړل. [خزانة النفيس ص۴]
حافظ ابو عبدالله ذهبي(رح) په خپل كتاب (تذكرة الحفاظ) كي ويلي دي دا ابوحنيفه امام
اعظم د ټول عراق فقيه دى نوم يې نعمان دى د پلار نوم يې ثابت دى د كوفې اوسېدونكى
دى ډېر ځله يې حضرت انس بن مالك(رض) ليدلى دى كله چي هغه كوفې ته ورغلى، د حماد بن
ابي سلمان(رح) څخه يې فقه حاصله كړې ده، وكيع(رح) يزيد بن هارون(رح) ابو عاصم(رح)،
عبدالرزاق(رح) او داسي نورو ډېرو خلكو د حديثو روايت ورڅخه كړى دى، لوى امام و،
پرهېزګاره و، عالم و، د اعتماد وړ و، ډېر لوى شان يې درلود، د وخت د باچا هيڅ جايزه
او وركړه يې نه منله بلكي په خپل لاس يې ګټه كوله. [تذكرة الحفاظ د امام ذهبي ص
۱۶۸،ج ۱]
حافظ جلال الدين سيوطي(رح) په تبييض الصحيفه كي ذكر كړى دى چي امام ابوحنيفه(رح)
ډېر ځله جليل القدره صحابي حضرت انس بن مالك(رض) ليدلى دى حافظ ابن حجر(رح) وايي چي
په هم دې وجه امام ابوحنيفه(رح) د تابعينو د طبعي څخه بلل كېږي، وروسته بيا جلال
الدين سيوطي(رح) په نوموړې رساله كي د ابي معشر عبدالكريم بن عبدالصمد المقري
الشافعي(رح) څخه نقل كوي چي امام ابوحنيفه(رح) وايي: ما د رسول اللهﷺ د اوو صحابه
وو(رض) سره ملاقات كړى دى چي هغوى انس بن مالك(رض) عبدالله بن جزء الزبيدي(رض) جابر
بن عبدالله(رض) معقل بن يسار(رض) واسلة بن الاسقع(رض) عايشه بنت عجرد اووم صحابي
يې پرې ايښى دى ښايي چي هغه عبدالله بن انس(رض) وي.
حافظ جلال الدين سيوطي(رح) د ابي معشرالمقري(رح) څخه ګڼ شمېر احاديث رانقل كړي دي
او ذكر كړي يې دي چي امام ابوحنيفه(رح) د رسول اللهﷺ د اصحابو(رض) څخه ډېر حديثونه
اورېدلي دي، د ابن عماد(رح) په شذرات الذهب كي ذكر دي چي حضرت انس بن مالك(رض) او
نور صحابه (رض) يې ليدلي دي. په خزانة النفيس کي ليکلی دي:
(وفی الخبر خيرالتابعين ابوحنيفة(رح) اويس قرني(رح) و هو تابع مذهب ابوحنيفة(رح))
يعني ښه د تابعينو امام ابوحنيفه(رح) او اويس قرني(رح) دي او اويس قرني حنفي مذهب
دی.
په کوفه کي پُسه ورک سو امام صاحب(رح) ۱۲ کاله د پسه غوښي و نه خوړلې او وړۍ د پسه
يې نه استعمالولې. [خزانة النفيس ص ۵]
مكي بن ابراهيم وايي: د كوفيانو سره مي ناسته او ولاړه كړېده تر ابوحنيفه(رح) مي
زيات تقوْى داره سړى نه دى پكښې ليدلى.
[تاريخ بغداد، ج ۱۳ مخ، ۳۵۷]
امام ابوحنيفه(رح) په ټول عمر کي د قرآن شريف او حديث شريف طرف ته پښې نه دي غزولي
او چي پر چا بې پور باندي وو د هغه د سرای د دېوال و سايې ته نه دی کښېنستلی.
[خزانة النفيس ص ۵]
يحيْى بن قطان وايي: دامام صاحب(رح) سره كښېنستلى يم سبق مي پر ويلى دى، كله چي به
يې ما مخ مبارك ته وكتل نو پوه به سوم چي د اللهﷻ څخه ډېر بېرېدى. [تاريخ بغداد، ج
۱۳، ص ۳۵۲]
عبدالله بن مبارك وايي: ما و سفيان ثوري(رح) ته وويل: اې د عبدالله پلاره! ابوحنيفه
ډېر د غيبت څخه ځان ليري ساتي، ايا تا دى ليدلى دى چي په خپل دښمن پسې يې غبيت كړى
وي؟ ده په جواب كي راته وويل: قسم په خداىﷻ هغه ډېر هوښيار و، په دې چي پر حسناتو
يې داسي څوك مسلط سي چي ټولي ورختمي كړي (يعني شيطان). [تاريخ بغداد ټوك، ۱۳ مخ
۳۴۳]
حكيم بن هشام ثقفي وايي: ابوحنيفه(رح) ډېر امانتداره و،
د وخت باچا ورته وويل: چي يا به د ټوله ملك د خزانو او بېنكو كيلياني په ولكه كي
اخلې او يا به و سخت عذاب ته غاړه ږدې! نو ده د باچا عذاب د اللهﷻ تر عذاب مختاره
كړى. [عقودالجمان ص ۳٦۳]
حسن بن صالح وايي: امام ابوحنيفه(رح) زيات پرهېزګاره و،
له حرامو به يې ځان ساتی ډېرحلال به يې پرېښووله چي محضي به يو شک ياشبهه پكښې وه،
ما تر ده فقيه نه دى ليدلى د ځان او علم يې سخته ساتنه كوله، همېشه به يې د قبر
لپاره تياري كوله. [عقود الجمان ص ۲۳۹]
د امام صاحب(رح) په اړوند د رسول اللهﷺ زيری:
روي ابن عباس(رض) عن النبيﷺ سيکون من بعدي نور کنيتهُ ابوحنيفة و روي عن کعب
الاحبار راينا في التوراة ان يکون في امت محمدﷺ نور کنيتهُ ابوحنيفة. [خزانة
النفيس]
ترجمه: د ابن عباس(رض) څخه روايت دی چي نبي علیه السلام وفرمايل چي: ژر دی زما
وروسته به نور وي چي کنيت بې ابوحنيفه وي، روايت سوی دی د کعب الاحبار څخه چي موږ
وليدل داسي په تورات کي چي وي به په امت کي د محمدﷺ يو نور چي کنيت بې ابوحنيفه وي.
شيخ الحديث حضرت مولانا خليل احمد سهارنپوري(رح) وايي: چي رسول اللهﷺ د امام
ابوحنيفه(رح) په اړوند په هغه حديث كي
د زېري وينا كړې ده چي ابو نعيم په الحليه كي د حضرت ابو هريره(رض) څخه روايت كړى
دى، دى وايي: چي رسول اللهﷺ وويل:
(لوكان العلم بالثريا لتناله رجال من ابناء فارس)
ترجمه: كه علم په پيروني باندي وځړېږي نو هغه نارينه به ځان ور ورسوي چي د فارس د
بچيانو څخه وي.
په دې كي هيڅ شك نسته چي د دې څخه مراد امام ابوحنيفه(رح) دی ځكه چي د ګڼ شمېر
محدثينو دا رايه ده چي په حديث كي د امام ابوحنيفه(رح) په اړوند خوشخبري وركول سوې
ده.
علامه شېرازي په الالقاب كي د قيس بن سعد بن عباده(رض) څخه روايت كړى دى چي رسول
اللهﷺ وويل:
(لو كان العلم معلقا بالثريا لتناله قوم من ابناء فارس)
ترجمه: كه علم په پيروني پوري وځړېږي لا به هم د فارس د بچيانو څخه څه خلك ځان ور
ورسوي.
د حضرت ابو هريره(رض) د حديث اصل په صحيح بخاري او صحيح مسلم كي هم سته چي توري يې
داسي دي:
(لوكان الايمان عند الثريا لتناله رجال من فارس)
د مسلم توري بيا داسي دي:
(لوكان الايمان عند الثريا لذهب به رجل من ابناء فارس حتْى يتناله)
او حديث د قيس بن سعد(رض) په معجم طبراني كبير كي داسي راغلى دى چي رسواللهﷺ وويل:
(لوكان الايمان معلقا بالثريا لاتناله العرب لتناله رجال فارس)
ترجمه: كه دين په پيروني پوري وځړېږي عرب به ورته ځان ونه رسوي بلكي د فارس خلك به
ځان ور ورسوي.
هم دا ډول په معجم طبراني كي د ابن مسعود(رض) څخه روايت دى چي رسول اللهﷺ وويل:
(لوكان الدين معلقا بالثريا لتناله ناس من ابناء فارس)
ترجمه: كه دين په پيروني پوري وځړېږي نو د فارس د بچو څخه به ځيني خلك ځان ور
ورسوي.
امام ابوحنيفه(رح) چي رسول اللهﷺ په خوب وليدی او ورته ويې ويل چي ته الله تعالْی
زما د سنتو د ژوندي کېدو لپاره پيدا کړی يې. [خزانة النفيس ص ۴]
امام صاحب(رح) چي سلم (۱۰۰) وار الله تعالْیﷻ په خوب وليدی نو يې عرض ورته وکی چي
په کوم عمل سره چي بنده يې وکړي
د قيامت د ورځي له عذابه څخه خلاصېږي نو اللهﷻ په جواب کي ورته وفرمايل: هرڅوک چي
دغه تسبيح سهار او ماښام وايي د قيامت د ورځي له عذابه به خلاص سي. هغه تسبيح دادي:
(سُبحان الابدُالابدسُبحان الواحدُالاحد سُبحان الفردُالصمد سُبحان رافع السماءِ
بغيرِ عمد سُبحان من بسط الارض علْی ماءِ جمد سُبحان من خلق الخلق فاحصاهُم عدد
سُبحان من قسم الرزق ولم ينس احد سُبحان من لم يتخذ صاحبة ولا ولد سُبحان الذي لم
يلد ولم يُولد ولم يکُن له کُفُواً احد). [ردالمحتار ج ۱]
دا داسي صحيح اصل دى چي د حضرت امام صاحب(رح) په فضيلت او زېري كي اعتماد ورباندي
كېدلاى سي.
(و روي عن ابي هريرة(رض) عن النبيﷺ سيکون في امتي رجل اسمه نعمان و کنيتهُ ابوحنيفة
فهو سراج امتي ثلاث مرات)
پورته حديث شريف چي تېر سو، دغه اثبات زموږ د مذهب دی مذهب څشي دی مذهب وايي تقليد
ته تقليد پر دوه قسمه دی شرکي او شرعي.
شرکي:
قَالَ اللهُ: ﴿
﴾. [البقره/۱۷۰]
الله تعالْی انکار وکړی په متابعت د رايي د هغه چا چي نه ورسره عقل وي او نه ورسره
فهم وي او نه ورسره هدايت او وحي وي بلکه رايه د ده معارضه د وحي سره وي او الله
تعالْی فرمايي:
﴿
﴾.[التوبه/۳۱]
په حديث د ترمذي شريف کي صراحتاً داسي راغلي دي چي يهود او نصارْی وو به د خپلو
مذهبي مشرانو تقليد کاوی چي هغه تقليد به شرکي وو ځکه چي دوی يې مالکان د حل او
حرمت ګڼل او د حل تقليد شرعي داسي دی چي الله تعالْی فرمايي:
﴿ ﴾.
[النحل/۴۳]
دا آيت دې ته هم شامل دی چي په هره مسئله کي د علماوو څخه پوښتنه کوئ او متابعت يې
کوئ او دا يې لازم نه دي ګرځولي چي په نوې مسئله کي د نوي اهل علم متابعت کوئ او
الله تعالْی فرمايي:
﴿
﴾. [النساء/۸۳]
په دغه آيت کي و دغه ته اشاره ده چي يو څوک د يو کار په ګټه او تاوان نه پوهېږي
يعني په حلال او حرام د يو کار نه پوهېږي نو به دا ولي الامر او اهل رأی متابعت کوي
نو دغه ته مذهب وايي ځکه امام صاحب(رح) د آيت او حديث په معنْی پوهېدی د ده
په وخت کي ترده بل پوه او عالم نه وو ځکه د ده پر علم باندي ډېر دلائل سته او امام
صاحب(رح) هيڅکله پر خپله رايه باندي فيصله نه ده کړې لکه دښمنان د امام صاحب(رح) چي
وايي چي امام صاحب(رح) له خپله ځانه مذهب جوړ کړی دی دا خبره د دغو خبيثانو ډېره
غلطه ده ځکه دوی وايي چي امام صاحب(رح) خو نه وو، قرآن او حديث موجود وو نو دغه
امام صاحب(رح) د مذهب څه ضرورت دی په قرآن او حديث عمل کوه د نمونې په توګه چي وايي
موږ اهل حديث والا يو چي نبي علیه السلام څه کول موږ هم هغه کوو، موږ په جواب کي
ورته وايو چي اللهﷻ دي تاسو ته هدايت د حق وکړي خدایﷻ لره دي شکر وي موږ هم په قرآن
او حديث عمل کوو خبره يوه ده ليکن ستاسو پيشوا او امام محمد بن عبدالوهاب النجدي چي
تاسو يې په مذهب ياست تر تاسو لوی عالم وو خو په قرآن او حديث نه پوهېدی ځکه له
اسلامه ووتی اللهﷻ دي زموږ د مذهب علماء د ده له حاله وساتي.( آمين يا رب العلمين)
امام صاحب(رح) به ټول مذهبي كارونه د مشورې له لاري سرته رسول پر خپل سر يې هر څه
نه وو تمام كړي، د امام صاحب(رح) معمول دا ؤ چي د علماوو منځ ته به يې يوه مسئله
وروړاندي كړه بيا به يې د علماوو قولونه وپوښتل او خپل اند به يې هم وړاندي كړى، په
يوه مسئله كي به يې يوه مياشت يا تر هغه لا زياته مناظره كوله، تر لمر روښانه
دليلونه به يې پېشول، وروسته
به امام ابويوسف(رح) هغه مسئله په اصولو كي ليكله، نو كله چي د يومذهب هره هره
مسئله د ټولو علماوو په مشوره سره ثابتېږي نو هغه مذهب به څرنګه نه وي حق او وسمي
لاري، استقامت او صحت ته به څرنګه نه وي قريب. [مناقب ابي حنيفه د علامه كردي، ص
۵۷]
اسد بن فرات وايي: د امام صاحب(رح) هغه ملګري چي كتابونه يې تدوينول څلوېښت كسان وو
چي په مخكښو لسو كسانو كي يې ابويوسف، زفر بن هذيل، داؤد طايي اسد بن عمرو، ابو
يوسف بن خالد سمتي، يحيْى بن زكريا بن ابي زايده، (دا هغه څوك دي چي د دوى سره يې
دېرش كاله د ليكني كار كړى دى) راځي. [حسن التقاضي في سيرة الامام ابو يوسف
القاضي،ص ۱۲]
په (المسعوديه) کتاب کي وايي چي امام ابوحنيفه(رح) په خوب کي يو باغ ته ورغلی چي
ډېر لوی باغ وو په دغه باغ کي يو لوی قبر وو په دغه قبر کي هډوکي وه نازک سخت لوی
کوچني نو يه دغه خوب محمد بن سيرين ته ووايه هغه د خوب جواب داسي ورکړی چي دغه غټ
باغ دين دی دغه قبر جسم د محمدﷺ دی او دغه هډوکي حديث دي چي ډېر قسمونه دي:
۱- مشهور، ۲- متواتر، ۳- الاحاد، ۴- المرسل، ۵- الصحيح، ٦- الغريب، ۷- المندرج، ۸-
المضطرب، ۹- المنفصل، ۱۰- العام، ۱۱- الخاص، ۱۲- مرفوع، ۱۳- موقوف، ۱۴- مقطوع، ۱۵-
حسن ۱٦- مطعن او ۱۷- مردود.
چي ته د هغو څخه استنباط کوې د معناګانو عجائب او غرائب اصول او فروغ ځني اخلي، او
ستا پر مذهب دي د الله تعالْیﷻ برکت وي چي ستا څخه دي الله تعالْیﷻ او رسولﷺ راضي
وي او ستا مذهب دي همېشه وي تر قيامته پوري. [خزانة النفيس ص ٦]
اسد بن عمرو وايي: چي موږ به د امام صاحب(رح) سره په هره مسئله كي اختلاف كوى بيا
به هر يوه خپل جواب راوړى بيا هر جواب و امام صاحب(رح) ته وروړاندي كېدى هغه به د
جواب وركوونكي څخه د ليلونه پوښتل وروسته به قريب جواب راووتى، بيا به هم موږ په
هره مسئله كي درې ورځي وقفه كوله، وروسته به مو په دېوان كي ليكل. [حسن التقاضي في
سيرة الامام ابو يوسف القاضي ص ۱۲]
حضرت امام ابوحنيفه(رح) په زرګونو مسئلې تدوين كړي دي چي د ناقلينو يې په شمېر كي
اختلاف دى تر ټولو كم شمېر يې دا دى چي امام ابوحنيفه(رح) درې لكه او دېرش زره
مسئلې تدوين كړي دي، اته دېرش زره په عباداتو كي او نوري ټولي په معاملاتو كي دي.
[مناقب ابي حنيفه د علامه كردي ص ۱۴۲]
اجتهاد د مشائخو د شريعت او طريقت په ادا کولو کي د لمانځه په اخلاص چي نيم قرآن د
ګوتو پر سرو په يوه رکعت کي او نيم قرآن په بل رکعت کي هيڅ وخت هيڅ چا نه دی ادا
کړی مګر ابوحنيفه(رح) په آخر د عمر کي چي کله ابوحنيفه(رح) دغه لمونځ وکړی بيا يې
لاسونه پورته کړل چي الْهي وماته عفوه وکړه د مسائلو په زيادت او نقصان او په
استنباط کي د اصول او فروع. نو يې واورېدل چي اې ابوحنيفه وګوره! و لوح محفوظ ته چي
ده وکتل ويې ليدل چي ټول پوره او کامل بېله نقصان او زيادت څخه وه نو
د شکر پر سجده سو او وايې ورېدل چي حقيقت تاته بخښه ده او هغه چاته چي درس ستا د
علم څخه په خوشحالي کوي. [خزانة النفيس ص ۷]
سفيان بن عيينه(رح) وايي: مكې ته هيڅكله داسي څوك نه دى ورغلى چي تر امام
ابوحنيفه(رح) دي ډېر لمونځ كوونكى وي.
[تاريخ بغداد، ج ۱۳، ص ۳۵۳]
ابو مطيع(رح) وايي: زه په مكه مكرمه كي وم، كله چي به زه
د شپې يا د ورځي ومكې ته د طواف لپاره ورغلم نو ما به هلته امام ابوحنيفه(رح) او
سفيان وليدل. [تاريخ بغداد، ج ۱۳، ص ۳۵۳]
حفص بن عبدالرحمْن(رح) وايي: امام ابوحنيفه(رح) دېرش كاله په دوه ركعتيز لمانځه كي
د ټول قرآن كريم په ويلو سره ټوله شپه روڼوله. [تاريخ بغداد ج ۱۳،ص ۳۵۴]
امام ابوحنيفه(رح) الله تعالْیﷻ سل واره په خوب وليدی او د الله تعالْیﷻ څخه يې
سوال وکړی چي: په کوم عمل باندي وتاته بنده درنژدې کېږي نو جواب ورکړی الله تعالْیﷻ
چي پوه سي په دين د محمدﷺ يعني: (ليتفقه فی الدين محمدﷺ ).[خزانة النفيس ص ٦]
يزيد بن كميت(رح) وايي: ابوحنيفه(رح) ډېر د اللهﷻ څخه بېرېدى، يوه ورځ علي بن حسن
المؤذن(رح) د ماخوستن په لمانځه كي (اذا زلزلت) ووايه امام صاحب(رح) يې تر شا ولاړ
و، كله چي لمونځ پاى ته ورسېدى، خلك ټول راووتل زما پر امام صاحب(رح) باندي سترګي
ولګېدې چي ناست و، فكر يې وهى او د خدایﷻ له بېري يې ساه شړله. [تاريخ بغداد، ج ۱۳،
ص ۳۵۷]
قاسم بن معن(رح) وايي:امام صاحب(رح) يوه شپه په دې آيت:
﴿ ﴾.[القمر/۴٦]
باندي روڼه كړه باربار به يې وايه ژړل به يې او عاجزي به يې كوله.
[تاريخ بغداد ج، ۱۳ ص ۳۵۷]
امام وكيع وايي: قسم په اللهﷻ چي ابوحنيفه(رح) ډېر امانتداره و، اللهﷻ يې په زړه كي
ډېر لوى، او لوړ او عظيم و، په هر شي او كار كي به يې د اللهﷻ رضا مختاروله، كه به
يې د اللهﷻ په رضا كي پر سر توري چلېدلې هم يې پروا نه كوله. [تاريخ بغداد ج ۱۳، ص
۳۵۷]