مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید


د څلورو مذهبونو حقيقت او د هر مذهب د امام
و ژوند ته لنډه کتنه
ځيني داسي پېښي راغلي دي: زموږ په کتابو کي چي بحثونه د مسلمانانو په منځ کي ډېر سوي دي خو اکثر د علماوو لخوا به ردونه وسول او د رسول علیه السلام په زمانه کي هم ديني بحثونه ډېر وسول خو علیه السلام په شان د لمر وو او صحابۀ کرام(رض) په شان د ستورو دي نو چي لمر ښکاره سي نو ستوري خو وي مګر هغه پټ وي نو چي به يوه خبره منځ ته راغلل نو به علیه السلام حل کړل نو بيا دين مبين اسلام د صحابۀ کرامو(رض) لاس ته راغلی تر هغه ورسته تابعين سول بيا تبع تابعين سول چي به په کومه مسئله کي مشکل پېښ سو نو به مجتهدينو خپل کوشش وکړ نو به هغه مشکله مسئله حل سوه چي څوک به د اجتهاد څخه بې برخي پاته سو نو به هغه تکبر او غرور کاوه او يا بې د اجتهاد په نامه د ځان لپاره خپل دين جوړوی. د اسلام قانون الله تعالْی فرمايي:
﴿       ﴾.[النحل/۴۴]
ترجمه: دغه کتاب مو پر تا نازل کړی دی تر څو چي ته خلکو ته د هغه ښوونه تشريح کړې يعني واضح کړې چي د هغو لپاره نازل کړل سوی دی.
نو په دغه وخت کي خو اجتهاد په دين کي خامخا راجح کېدی وحي ته نو به تصحيح په وحي سره وسول او يا به تائيد په وحي سره وسو دغه وحي چي قرآن کريم دی ديرلس کاله په مکه مکرمه کي نازلي سوې چي پيغمبر علیه السلام به د هغو شرح کول او لس کاله په مدينه منوره کي نازلي سوې چي پيغمبر علیه السلام هغه ټول شرح کړې نو د اسلام قانون جوړ سو نو چي محمد رسول اللهﷺ له فاني دنيا څخه سترګي پټي کړې او دا وصيت يې تر قيامته پاته سو چي
د قرآن او حديث متابعت به کوئ نو اوس خلافت د ابوبکر(رض) سو چي دوه کاله خليفه د اسلام خپل خلافت سرته ورسوی او۱۳ هجري کال د څلورمي خور پر ۲۲ نيټه يې سترګي له فاني دنيا څخه پټي کړې.
نو تر هغه وروسته خليفه حضرت عمر(رض) سو چي دوهم خليفه د اسلام جوړ سو لس کاله يې خلافت وکړی پر ۲۳ هجري کال د ذالحجې پر ۲٦ نيټه شهيد سو نو تر هغه ورسته خليفه حضرت عثمان(رض) سو چي درېيم خليفه د اسلام جوړ سو يوولس کاله يې خلافت وکړی او د ۳۵ هجري کال په پای کي شهيد سو نو تر هغه وروسته خليفه حضرت علي سو چي څلورم خليفه د اسلام وو څلور نيم کاله يې خلافت وکړ په ۴۰ هجري کال د روژې په مبارکه مياشت کي
د ٦۳ کالو په عمر شهيد سو نو د نبوت عصر تېر سو چي په هغه کي په کتاب او سنت کي الْهي قانون پوره او تکميل سو او يوازي همدا دوه غټ اصول دي چي خدای تعالْی فرمايي:
﴿            ﴾.[المائده/۳]
يعني نن مي ستاسي دين پوره کړی ستاسو لپاره.
وروسته تر رسول علیه السلام د وفات چي دوره د خلفاء الراشدينو(رض) وه نو په دغه وختو کي فقهاء د دغسي سختو ستونزو سره مخامخ سول چي دغه مسئلې مخکي نه وې پېښي سوي په دغه نوو مسئلو کي د الله تعالْیﷻ د حکم پېژندل ضروري وه د مثال په توګه چي نوي جنګونه منځ ته راغلل نوي واقعې منځ ته راغلې نو د دغه مسئلو په حل کېدو کي د فقاهت څخه موږ ته ډېري ګټي په لاس راغلې يعني ډېر فقهي مسائل يې را پيدا کړل نو همدارنګه ډېر فتوحات راغلل او پر ډېرو مملکتو باندي د مسلمانانو تسلط راغلی نو په دغه وخت کي دشرعي حکم د پېژندني ضرورت پېښ سو نو صحابه کرامو(رض) او فقهاوو د دغه نوو مسائلو او واقعاتو په هکله د احکامو
د پېژندني کار پر غاړه واخستی نو هغو د شرعي قواعدو د خلکو د مسائلو د حل کولو لپاره د اسلام په قانون کي ډېر ښه ښه اجتهادونه وکړل يعني هغه مسائل چي نوي راغلل هغه يې په اجتهاد ورته حل کړل. نو همدغه ضرورت وو چي اجتهاد وسو او دغه اجتهادي مسائلو خو تر دغه مخکي و اجتهاد ته ضرورت نه درلودی دا ځکه چي نبي علیه السلام په خپله حيات وو، او اجتهاد
چي د آيتو او حديث مبارکه وو څخه په رايه او نظر باندي اخستل کېږي نو ضرور به يو لړ اختلافات ورسره را پيدا کېږي دا چي په اول دور کي اجتهادونه وسول نسبت و وروسته دور ته ډېر په کمه اندازه وه ځکه د ډېرو مسائلو ضرورت نه وو ځکه چي قياس کم وو نو اختلافات هم ډېر کم وو لکه څرنګه چي فقهاوو وروسته اجتهادونه وکړل اختلافونه يې هم سره وکړل خو د خپلو اختلافاتو لپاره بې هم اجتهاد سره وکړ نو به په اتفاق سول نو دغه اتفاق ته په خپله اجماع ويل کېږي ځکه موږ وايو چي موږ اهل سنت والجماعت يو نو ځکه چي د اجتهاد ګټه موږ واخستل چي فقاهت راښکاره سو او په نبوي عصر کي يې وجود نه درلودی لکه دغه بې مذهبه جاهلان چي بېځايه دعوه کوي چي ولي په حديث عمل نه کوی چي اجتهادونه کوي نو دلته که سترګي سره پټي نه کړو په ډېره اندازه د اجتهاد ضرورت وو چي موږ يو جماعت سره جوړ کړو او نوي مسائلو ته لار خلاصه کړو او دغه مسائلو ته ډېر ضرورت په هغه وخت کي عراق درلودی ځکه د کوفې په ښار يا په نورو ځايو کي مختلفو فرقو او قومونه په بدو اغراضو د زياتوالي په وجه
د احاديث وضع هلته داسي کړې وه چي د کوفې فقهاء يې دې ته مجبوره کړي وه چي د سخت تحقيق او تفحص او همدارنګه د هغو شرايطو سره د مطابقت څخه ماسوا دوی د حديث د قبولوني لپاره تعين کړي وو، حديث نه قبلول نو دا د دوی په مخ کي د مقبولو احاديثو د کمبود باعث وګرځېدی او په آخر کي يې همدا د رايي څخه د کار اخستلو زياتره لامل وګرځېدی او چي څنګه دوره
د څلورو خليفه ګانو تېره سول په دغه وخت کي د فقهي دايرې پراختيا پيدا کړل د فقهي په مسائلو کي اختلافات زيات سول هغه په داسي ډول چي د صحابه کرامو(رض) او تابعينو له جملې څخه فقهاء په اسلامي ملکونو او ښارونو کي خپاره سول او د حديث روايت خپور سو دغه نو د احکامو د پراختيا د مسائلو د را ايستلو د زياتوالي او په شرعي نصوصو کي د نظر کولو په وخت کي
د احتمالاتو د تعدد سبب وګرځېدل نو په دغه وخت کي دوې مدرسې او د توجه وړ ځايونه را پيدا سول چي په مدينه منوره کي د اهل حديثو مدرسه او د عراق په کوفه کي د اهل الرايو مدرسه جوړي سوې نو د دغه دوو مدرسو جوړول څه حکمتونه درلودل يو خو دا وو چي قرآن او احاديث ښه ښکاره سي هغه داسي چي څوک داسي صحابه به وه چي په رايه بې عمل کاوه او چا به رايي ته ميل نه کاوی د مدينې منورې فقهاء د هغو صحابه کرامو(رض) څخه زده کړي وکړې چي هغو به د رايي څخه کمه ګټه اخستل او يا يې هيڅ ميلان د رايې نه وو خو د نصوص تر شا کلک ولاړ وه لکه عبدالله ابن عمر(رض) خو د کوفې فقهاء د حضرت عبدالله ابن مسعود(رض) لاره تعقيب کړل او د ده د هغو شاګردانو لاره يې واخستل چي د ده څخه يې فقه زده کړې وه او عبدالله ابن مسعود(رض) به و رايي ته ميلان درلودی او رايه يې عيب نه بلل عمل بې پر کاوی او رايې ته بې هغه وخت رجوع کول چي په يوه مـسئله کي به بالکل يو مستقيم نص نه وو وارد سوی او په کوفه کي ډېر ژوند پېچلی وو ځکه چي عراق د تمدن د تقليدونو او د مختلفو قومونو د فکري مسابقو ميدان وو چي هري ډلي ځانو ته خپل رواجونه او دودونه درلودل دا ټول شيان رنګارنګ زياتي پېښي او حوادث
را پيدا کوي چي فقيه د رايې زياتوالي ته اړباسي يعني ډېر ضرورت و فقه ته پيدا سو او دغه چي دوې مدرسې يوه د حديث او بله
د فقهي جوړي سوې د حديث د مدرسې رئيس (سعيدبن مسيب(رح)) وو چي په ۹۴ هجري کال کي يې سترګي له فاني دنيا څخه پټي کړې. چي هغه مبارک فقيه الفقهاء سيدالتابعين وو.
او په کوفه کي د رايي د مدرسې رئيس حماد بن سليمان استاذ د ابراهيم النخعي(رح) وو چي په ۹٦ هجري کال کي يې سترګي پټي کړې او دغه حماد بن سليمان(رح) د امام ابوحنيفه(رح) استاد وو دغه د رايي مدرسه د تاريخ په اوږدو کي ډېر پر مخ ولاړل چي تاريخ ورته حيران سو او دغه لويه نېکبختي او سعادت اللهﷻ و هغه چا ته ور په برخه کړل چي د الله تعالْیﷻ پر پېرزو وه نو په همدغه وخت کي ښه ښه علماء راپورته سول مجتهدين په دغه وخت کي راپورته سول.
و خپلو مذاهبو ته يې لاره خلاصه کړل او هر مذهب په حقيقت کي يوه فقهي مدرسه وه چي په شرعي امورو کي يې و خپلو ملګرو ته د فقهي باريک مسائل او طريقه او د هغې د نصوصو او قواعدو د احکامو استنباط ور وښودل نو په دغه وخت کي فقه تدوين سول اصول او قواعد يې ترتيب واره سول هغه ګډوډ مسائل يې را جمع سول او همدارنګه چي د مدينې منورې مدرسه وه هغې هم دا عمل سرته ورسوی چي حديث مبارک يې سره راټول کړل او ترتيب ورکړل سو او کتابونه ځني وليکل سول او همدارنګه ضعيف او قوي حديث سره جلا سول نو چي کوم وخت حديث او فقه دواړه ترتيب واره سول نو مذاهب هم جوړ سول او هر مذهب ته خپل پلويان په مرحبا او لبيک سول تردې چي ډېر ډېر پلويان هر مذهب پيدا کړل ځکه چاره نه ليدل کېدل غير له مذهبه څخه هر څوک خو عالم او فقه نه سي جوړېدای چي مدرسه ونه وايي د الله تعالْیﷻ فضل او رحمت پر ونه سي نو له خپله ځانه خو هر څوک مذهب نه سي جوړولای لکه عبدالوهاب النجدي چي له خپله ځانه مذهب جوړ کړ او بالآخره د اسلام څخه خارج سو.
د امام ابوحنيفه(رح) ژوند ته لنډه کتنه:
ابوحنيفه نعمان بن ثابت(رح) په ۸۰ هجري کال کي زېږېدلی په (۱۵۰) هجري کال کي وفات سوی دی په هر حال ده مبارک
د اموي او عباسي سلطنتونو په سايه کي ژوند کړی دی، او د يوې کورنۍ څخه بلي کورنۍ ته د خلافت او اقتدار د تقليدو له کبله اسلام ته او خصوصاً د ډېرو زياتو خلکو ژوند ته کوم نتائج او آثار پېښ سوي هغه يې ټول په خپلو سترګو ليدلي دي لکه چي موږ د ده په سيرت کي وينو دی د خوی او خاصيت په لحاظ ثابت او د شخصيت له درکه قوي او د خپل هغه پېغام د تحقيق په کار کي چي ده ورته ځان آماده کړی وو د هر چا څخه مخ کي روان وو
د ده ډېره لويه ښېګڼه وه له همدې کبله موږ دا غوره ګڼو چي دی په کوم مذهب او تشريح مشهور د هغه متعلق د ده په فقه او افکارو باندي د بحث کولو نه اول په مختصر صورت د ده سوانح وڅېړو هغه محيط وپېژنو د کوم په اطرافو کي چي ده جولان کړی دی او په هغه عواملو ځان خبر کړو چي دی يې په علم کي هغې خاصي لاري ته مخامخ کړی دی او کومه لاره چي ده غوره کړې وه، امام صاحب(رح) يو سړی وو متقي او پرهېزګاره عالم او دانشمند وو قول يې د خدای تعالْیﷻ او رسول علیه السلام و موږ ته شرح کړ، امام صاحب(رح) د ورېښمو د تاجر په حيث را پورته سو او د کوفې د دار عمر ابن حريث په محله کي يې يو مشهور دکان درلودی دی په تجارت کي ډېر امانتداره انسان وو چي نه يې خراب سوی ټوکر خرڅوی او نه يې څوک خطاايستی تردې چي ده هيڅ وخت داسي معيوب شی نه دی خرڅ کړی چي هغه عيب يې و سوداګر ته نه وي ورښودلی. [البغدادي ص ۳۸۵]
وايي چي ده خپل شريک ته څه مال ورکړ چي خرڅ يې که او دا عيب و هرچا ته وايه چي فلانۍ جامه دا عيب فلانۍ دا عيب لري عيبونه يې وخلکو ته ورښيه نو هغه شريک دغه مال خرڅ کړ په وخت
د خرڅ کي يې دا خبره هېره سول نو امام صاحب(رح) په خبر سو نو يې د هغه سوداګر معلومات وکړ چي پيدا يې کړي خو هغه نه سو پيدا نو هغه پيسې يې ټولي خيرات کړې ده تر هغه وخته پوري خپل تجارت جاري وساتی تر څو پوري چي د علم او خصوصاً
د فقهي سره نه وو بلد سوی او په خپله پوره توجه او همت يې دغه لور ته مخه نه وه کړې قيس بن ربيع وايي او دا د خطيب بغدادي روايت هم دی چي امام صاحب(رح) به زه بغداد ته د پيسو سره لېږلم او هلته به مي سامان په رانيوی او کوفې ته به مې راوړی او دا مالونه چي به خرڅ سول نو ګټه به يې امام صاحب(رح) تر کاله پوري جمع کول بيا بې د حديثو او فقهي د مشهورو استاذانو لپاره د زندګۍ ضروري مواد او لباسونه په اخستل او چي کومي پيسې به ورپاته سوې هغه بې نقدي پر وېشلې او ورته ويل بې چي دا سامان او نقدي روپۍ د ځانو لپاره استعمال کړئ غير د الله تعالْیﷻ څخه د بل چا احسان مند کېږي هم مه نو کوم وخت چي امام صاحب(رح) مخ د علم طرفته واړوی خو بالآخره چي د فقهي سره يې ډېر مينه پيدا سوه ځکه دا يو قسم ضروري خبره وه چي امام صاحب(رح) علم ته مخه کړي او لويه برخه دي پکښي واخلي ځکه چي دی په کوفه کي رالوی سوی دی کوفه په دغه وخت کي د عراق دوهم لوی ښار دی او عراق يوه داسي سيمه وه چي يوه خواته پکښي د ديني او فلسفي مشربونو او د مختلفو خيالاتو او ملتونو د خاوندانو زور او بل پلو پکښي د اسلامي معرفت او فقهي د مختلفو اړخونو علماوو موجونه وهل امام صاحب(رح) يو خبردار او په خلکو کي ننوتلی ځوان وو خو د معرفت شوق پکښې وو او د قوي استعداد خاوند وو او ښه نرم طبيعت يې درلودی او امام صاحب(رح) په فقه کي دومره مهارت پيدا کړ او دومره لوړي درجې ته ورسېدی چي امام شافعي(رح) د هغه په هکله فرمايلي دي چي: خلک په فقه کي د امام ابوحنيفه(رح) عيال دی. [ذهبي تذکرة الحفاظ، ج ۱ ص ۱۹۵]
يوه ورځ ابوحنيفه(رح) منصور ته ورغلی د هغه سره هلته عيسْی بن موسْی هم ناست وو نو هغه منصور ته وويل چي دا د نننۍ نړۍ عالم دی په دې خبره سره يې امام ابوحنيفه(رح) مطلب وو.
منصور وويل: چي اې نعمانه! علم دي له چا نه زده کړی دی ده ويل د حضرت عمر(رض) له ملګرو نه مي زده کړی دی چي هغو
د حضرت عمر(رض) څخه زده کړی وو او د حضرت علي د اصحابو څخه مي زده کړی دی چي هغو په خپله د حضرت علي څخه زده کړی وو او د عبدالله ابن مسعود(رض) او د هغه د ملګرو څخه او هغو
د عبدالله ابن عباس(رض) څخه زده کړي کړي وې او د عبدالله ابن عباس(رض) په وخت کي د مځکي پر مخ تر هغه ښه عالم نه و.
نو منصور په جواب کي ورته وويل: چي رښتيا دي د ځان لپاره اطمنان او ډاډ ترلاسه کړی دی امام صاحب(رح) په کتاب الله او سنت باندي او د هغو په دلائلو باندي داسي منګولي ټينګي کړي دي چي هر قول به د قرآن او حديث څخه مخالف سو د هغه قول رد بې کوی که به څه هم د لوی مقام خاوند د هغه قائل وو او دا خبره ثابته سوې ده چي امام صاحب(رح) ويلي دي که مي داسي قول پيدا کړ چي زما قول د الله تعالْیﷻ د کتاب سره او يا د رسول علیه السلام د حديث سره مخالف وي نو زما قول پرېږدئ. [ايقاض الهمم ص ۵۰]
امام صاحب(رح) خپل اجتهاد او خپلي رايي داسي نه فرضوي چي يوازي دا حق دي بلکه همېشه به يې سينه د نورو د اراو و لپاره پراخه وه او که به هغه ثواب ته ډېر نژدې وه نو مخکي کول به يې.
[تاريخ بغداد ج ۱۳ ص ۳۵۲]
د امام مالک(رح) ژوند ته لنډه کتنه:
امام مالک بن انس(رح) د څلورو امامانو څخه دوهم امام او صاحب المذهب دی د امام ابوحنيفه(رح) څخه ديارلس کاله وروسته په ۹۳ هجري کال کي زېږېدلی دی او امام مالک(رح)
د دارالهجرت مدينې منورې او د حجاز اوسېدونکو امام او يو د تبع تابعينو څخه دی. او وده ته د مدينې منورې د فقهي انتهاء رسېږي او نژدې نوي (۹۰) کاله مبارک ژوند يې د اسلام د خدمت لپاره تېر کړ او د امام ابوحنيفه(رح) د ژوند او زمانې سره يې په يوه وخت کي تېر سول، نوم يې مالک بن انس بن مالک بن ابي عامر ؤ نيکه ابو عامر يې د رسول علیه السلام د صحابه وو له جملې څخه وو او
د بدر څخه ماسوا يې په ټولو غزاګانو کي شرکت د علیه السلام سره کړی وو او اول نيکه (مالک) يې د لويو تابعينو څخه وو او د علم زده کړي يې د حضرت عمر(رض)، حضرت طلحه(رض)، حضرت عائشه، حضرت ابوهريره(رض)، حسان بن ثابت(رض) څخه کړي وې، د راشده خلفاوو پنځم خليفه به د امام مالک د دغه نيکه څخه مشوره ترلاسه کول ځکه د امام مالک(رح) نيکه (مالک(رض)) ډېر پوه او د ښه عقل خاوند وو او امام مالک (رح) د ډېرو استاذانو څخه زده کړي کړي وې چي د ده استاذان (۳۰۰) تابعين دي. او (۷۰۰) استاذان يې تبع تابعين دي. [تهذيب الاسماء] او امام مالک (رح) فرمايلي دي چي: ده په خپل لاس سل زره احاديث ليکلي دي او په داسي وخت کي چي د کتابت آساني لانه وه راغلې او امام مالک(رح) ټول عمر په مسجد نبوي کي تېر کړ هيڅکله د حرم شريف څخه دباندي نه وتی خو چي کله به ناروغه سو نو بې طالبان کور ته ور وغوښتل چي تدريس په کور کي ورته وکړي خو ټول وخت يې په تدريس تېر کړ کله چي هارون الرشيد حج ته تلی نو يې امام مالک(رح) ته وويل چي ته ورځه زما زامنو ته هلته په کور کي حديث ور زده که امام مالک (رح) منع وکړل او هارون ته يې وويل چي الله تعالْیﷻ دي د مؤمنانو امير ته عزت ورکړي دا يو داسي علم دی چي موږ ورته محتاج يو او علم موږ ته محتاج نه دی که مو
د دغه علم عزت وکړ عزت به پيدا کړو او که مو بې عزتي وکړل بې عزته به سو او علم ته ورتلل په کار دي او نه علم چي د چا کور ته به ورځي هارون ورته وويل چي رشتيا دغسي ده زامنو ته يې امر وکړ چي ورسئ هلته د نورو خلکو سره يوځای علم حديث زده کړئ او امام مالک(رح) ورته وويل په دې شرط به راځي سبقانو ته چي
د خلکو پر اوږو به پښې نه را اړوي هغوی هغه شرط ومانه او
د سبق په شروع سره بوخت سول. [مفتاالسعادة ج ۲ ص ۸٦]
او امام مالک(رح) په ۱۷۹هجري کال د ربيع الاول پر څوارلسمه نيټه په مدينه منوره کي وروسته د هغي ناجوړۍ څخه چي د ۴۰ ورځو څخه زياتي ورځي يې ادامه وکړه وفات سو د وفات څخه مخکي يې دوې کلمې د شهادت وويلې او په جنت البقيع کي ښخ سو روح دې ښاد وي مالکي مذهبه خلک اکثره په عربي هيوادو کي مېشت دي څه په مصر او تونس کي سته. په خزانة النفيس صفحه ۱۰ کي وايي چي امام مالک(رح) ۳۰۰ واره الله تعالْیﷻ په خوب کي ليدلی او د الله تعالْیﷻ څخه يې پوښتنه وکړل چي په کوم عمل باندي ستا قــُرب راځي يعني تا ته محبوب عمل کوم عمل دی الله تعالْیﷻ امر ورته وکړ چي په متابعت زما د نبي امام مالک(رح) بيا د مدينې منورې څخه بېله ضرورته دباندي نه وتی او بيا يې قدم نه دی پورته کړی له بېري د وجي تر قدم
د نبيﷺ او تېز رفتاره پنځوس اسان يې خيرات کړل او چي کله به بيده سو نو يو عظيم مار الله تعالْیﷻ ورته پيدا کړ چي پر ده بې پيره کول د هر حيوان څخه حتْی چي مچ بې هم ځني کتی.
د امام شافعي(رح) ژوند ته لنډه کتنه:
امام شافعي(رح) په (۱۵۰هـ) کال د فلسطين په غزه کي زېږېدلی دی په نسب سره قريش وو او ځان يې د رسول علیه السلام د نژدې قريبانو څخه ګاڼه نوم يې محمد ابن ادري بن العباس ابوعبدالله دی کوچنی و، چي پلار يې وفات سو په داسي حال کي لوی سو چي يتيم و، او فقير وو مور يې د ده د نسب شرف ساتلو لپاره مکې مکرمې ته رانقل کړ او په دغه وخت کي يې عمر دوه کاله وو او قرآن مجيد يې په دغه کوچنيوالي په ياد کړ او حديث يې هم ورسره يادول او هغه بې کله کله له ځانه سره ليکل هم او اشعار يې هم ډېر ياد کړل او د عربي ژبي سره يې ډېر محبت درلودی خو څه قواعد او ضوابط
د کلمات يې هم ياد کړل نو په دغه فقه کي يې زده کړه شروع کړل چي داسي مهارت يې په فقه کي پيدا کړ چي عمر يې لا هم پنځلس کاله سو چي علماء د وخت د ده پر علم د زياتوالي شاهدان سول او د افتاء اجازه يې ورکړل. [المدخل الی الشريعة الاسلاميه عبدالکريم زيدان ص ۱٦۷]
امام شافعي(رح) پر خپل علم او افتاء قناعت ونه کړ ډېر غټ سفرونه يې د نور علم په زده کولو سره شروع کړل نو د مکې مکرمې مفتي (مسلم بن خالد الزخجي) سره يو ځای سو او علم يې ځني زده کړ بيا ولاړی مدينې منورې ته د امام مالک صاحب(رح) څخه د هغه خپل کتاب (الموطاء ابن مالک) يې ځني زده کړ نو يې تر هغه وخته پوري په مدينه منوره کي سبقان وويل چي امام مالک(رح) ژوندی وو څو چي په ۱۷۹هـ کال کي امام مالک(رح) وفات سو نو امام شافعي(رح) ځني ولاړی يمن ته هلته يې څه وخت تېر کړ بيا مصر ته ولاړی بيا بغداد ته ولاړی د عراق د حنفي فقهي امام ابوحنيفه شاګرد امام محمد بن حسن الشيباني ته ورغلی د هغه سره يې وخت تېر کړ د حديث او فقهي زده کړه يې ځني وکړل او هر څه چي يې ځني زده کړل هغه يې وليکل د يوه اوښ دروند بار ځني جوړ سو او را بار يې کړل نو مکې مکرمې ته راغلی نهه کاله يې درس وکړ په مکه مکرمه کي، او د حج په وخت کي به د علماوو سره يوځای کېدی وروسته بيا ولاړی بغداد ته دوه کاله يې تېر کړل.
امام شافعي(رح) ډېر زيات شاګردان درلودل ربيع بن سليمان نقل کوي چي کله به د سهار لمونځ وسو د امام شافعي(رح)
د درس حلقه به جوړه سوه او د قرآن زده کوونکي به ورته راتلل چي لمر به راوختی د حديث زده کوونکي به ورته راغلل کله چي به څاښت سو نو بې خپلي مذاکرې سره بيانولې او چي لمر به ښه را لوړ سو نو به ټول سره ولاړل د لغت او نحوي او شعرو لپاره به طالبان راغلل تر غرمې پوري به د دوی نوبت وو. [الائمة الاربعه ص ۱۲۹]
امام شافعي(رح) فخر او شهرت نه خوښاوه په ځان کي
د غرور کېدلو څخه يې پرهېز کاوه او دا بې ويل چي دا خوښوم چي کله د چا سره مناظره وکړم چي الله تعالْیﷻ د هغه پر لاسونو باندي حق ښکاره کړي او دا خوښوم چي خلک علم را څخه زده کړي او دا خوښوم هر علم چي خلکو ته يې ورښيم الله تعالْیﷻ مزدوري پر راکړي او هيڅ کله مي څوک ستاينه ونه کړي هغه ډېر عبادت او تهجد کول خپله شپه به يې پر درې حصو باندي ووېشل يوه حصه بې د ليکني لپاره د کتابو وه بله حصه بې د لمانځه او تهجد وه او بله حصه بې د خوب وه او په ۲۰۴هـ کال کي يې سترګي له فاني دنيا څخه پټي کړې او دا واقعه د رجب د مياشتي په آخري شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د پنجشنبې په شپه په مصر کي راغلل چي وفات سو او هلته په مصر کي يو مشهوره هديره ده چي په هغه کي ښخ کړل سو، د جمعې مبارکي په ورځ خاوروته وسپارل سو د شافعي مذهب پيروان په مصر کي، د ايران د کردانو په سيمه کي، په عراق، سوريه، اردن او فلسطين کي مېشت دي.
په خزانة النفيس صفحه ۹ کي وايي چي امام شافعی(رح) الله تعالْیﷻ پنځه سوه واره په خوب وليدی او الله تعالْیﷻ امر ورته وکړ په حفظ او اجتهاد او تدريس سره:
و انه رای الله تعالْی في المنام خمس مائة مرات فامرالله تعالْی بالحفظ والاجهاد والتدريس وفضائله لايعد ولايحصْی من خوارق العادات و تصنيفه من اصول الدين اربعة عشر کتب وفی الفروع مائة کتب و هويقرأ من بعض الاولياء ولايلقن لاحد من الطريقة بل قال هماشئ واحد.


د امام احمدبن حنبل(رح) ژوند ته لنډه کتنه:
امام احمد صاحب(رح) د هغه مشهوره امامانو څخه څلورم امام ګڼل کېږي امام احمد صاحب(رح) په ۱٦۴ هجري کال د ربيع الاول په مياشت کي په بغداد کي زېږېدلی دی او پلار يې هغه وخت وفات سو چي امام احمد صاحب(رح) لا کوچنی وو او خپل پلار يې نه دی ليدلی يتيم وو چي رالوی سو او د خپلي مور تر سيوري لاندي وو چي يې مور خپل ټول ژوند ورسره په داسي نېستۍ کي تېر کړ چي هيڅ يې نه درلودل د بل د مزدورۍ به اړتيا ور پيدا کېدل او داسي هيڅ يو مصرف يې هم نه سوای برابرولای چي امام احمد(رح) ولاړ سي نورووطنو ته چي د علم زده کړه وکړي امام احمد صاحب(رح) قرآن مجيد ياد کړ عربي بعض ادبيات او دفتري امور يې ټول په ۱۴ کلنۍ کي سرته ورسول دا په داسي حال کي چي پر علم باندي عاشق وو او سهار وختي بې تياري کول چي ولاړ سي علم زده کړي او چي ده داسي عمل کاوه نو پر مور ډېر ګران وو مور يې شکر ګزاره وه امام احمد صاحب(رح) يوه برخه زده کړه د امام ابوحنيفه(رح) د شاګرد امام ابو يوسف(رح) څخه وکړل او څه کتابونه چي د امام ابويوسف (رح) سره وه هغه يې ټول وليکل او بيا يې وروسته و حديثو ته توجه وکړل چي د ټولو اطرافو کتابونه يې راټول کړل.
ډېرو علماوو کرامو په ټولو ښارونو کي د امام احمدصاحب(رح) ستاينه کړې ده حتْی چي امام شافعي(رح) چي په کومه ورځ له بغداده د مصر په سفر را و وتی ويې ويل هلته د احمد بن حنبل(رح) څخه غوره او ښه عالم مي نه وليدی. [المدخل الی الشريعة الاسلاميه زيدان ص ۱۷۱]
امام احمد(رح) د خپل ژوند په پای کي ناجوړه سو د خپلي ناجوړۍ دردونه يې ډېر سول د زغم وړ نه وه او پردې حريص وو چي زما زګيروی او نارې څوک وا نه وري ځکه په هغه حديث کي چي د ناروغانو لپاره نارې او چيغي څخه منع راغلي وه وده ته دا حديث ښه معلوم وو او په دغو سختو دردو کي يې هم د لمانځه او اوداسه پر کولو باندي ډېر حريص وو نو د جمعې د مبارکي ورځي په سهار کي د لومړۍ خور پر دوولسمه نيټه په ۲۴۱ هجري کال کي و خپلو اولادوته د نصيحت په ډول سره د خدای په اماني وکړه سترګي يې له فاني دنيا څخه پټي کړې او جنازه يې د جمعې تر لمانځه وروسته او په جنازه کي يې بې شماره مسلمانان حاضر سول او په بغداد کي يې قبر دی دفن سو او حنبلي مذهب خلک په سعودي عربستان او د خليج په نورو هيوادو کي مېشت دي.
خلاصه د څلورو مذهبونو او توحيد:
د ټول امت پردې اتفاق جوړ سوی دی چي دغه څلور مذهبه حق دي نو دغه د اجماع تقاضْی وه چي هر څوک نه سي کولای چي له خپله ځانه پر خپله رايه باندي مذهب جوړ کړي لکه ابن قيم، ابن تيميه، عبدالوهاب النجدي او شيعه ګان دغه ټولي ډلي چي وايي لکه اهل حديث والا يا سلفيان يا پنجپيريان يا دغه زموږ بعض علماء چي سختي کوي چي دا بدعت دی يا دغه شرک دی دغه ټول مسائل نوموړو د څلورو مذاهبو امامانو حل کړي دي. اوس چي دوی تر هغه وروسته دعوه کوي چي موږ دا مذهبونه نه منو دا خو غلطه ده د مثال په توګه د دنيا په څلورو اطرافو کي يو څوک دغسي عالم ښکاره کولای سي چي تر امام صاحب(رح) وروسته بيا تر اوسه پوري دي چا ليدلی وي چي د هغه سره دومره علم وي لکه د امام صاحب(رح) سره، نو بيا ولي دعوه کوي دعوه يې بېځايه او بې اصله ده د دغه څلورو امامانو سيرت او غيرت او تقوْی دې وګوري په کتابونو کي، نو به پر ځانو باندي په خپله لعنت و وايي چي دا څنګه موږ د حق څخه سترګي پټي کړي دي
د خدای په لحاظ افراط او تفريط مه کوئ جنګونه او دعوې مه کوئ خپل مذهب اختيار کړئ ځکه مذهب په قرآن ثابت دی الله تعالْی فرمايي:
﴿       ﴾.[النحل/۴۳،الانبياء/۷]
ترجمه: که تاسو په يو مسئله نه پوهېږئ نو بيا پوښتنه وکړئ
د يو عالم څخه.
نو دلته د دغه آيت څخه معلومه سوه چي الله تعالْیﷻ پر موږ باندي د عالم تقليد واجب کړ. [فتح القدير و تفسير احمدي ص ۱۵]
(اهل الذکر هم المجتهدون و تقليدهم عين اطاعة الله تعالْی و رسولهﷺ و المنع من تقليد هم خلاف هْذه الاية المتلوة). [الفتح المبين. ص ۲۹ ص ۴۸۴]
او هغه کسان چي موږ مذهبيانو ته وايي چي تاسو مشرکان ياست او موږ موحدين يعني توحيد والا يو اوس به موږ د توحيد بيان شروع کړو نو معلومه به سي چي توحيد او وحدانيت زموږ سره زموږ په مذهب کي دی او که ستاسو سره توحيد سته چي مذهب نه منی توحيد څو شيان دي:
۱- اول ايمان راوړل پر الله تعالْیﷻباندي.
۲- ايمان راوړل پر ملايکو باندي.
۳- ايمان راوړل پر کتابونو باندي.
۴- ايمان راوړل پر پيغمبرانو باندي.
۵- ايمان راوړل پر ورځ د قيامت چي خير او شر د الله ﷻ له جانبه دي.
پوه سه چي پر الله تعالْیﷻ باندي ايمان راوړل د هغه الله تعالْیﷻ د ټولو صفتونو سره سره پر ملايکو او کتابونو سره
د ټولو صفتونو فرض او د هغوی د اوصافو پېژندنه د ايمان
د صحت لپاره شرط ګرځي که يې څوک د علم سره له صفتونو څخه منکر سي نو قطعاً کافر کېږي، ځکه چي پر الله تعالْیﷻ ايمان دا دی چي په ژبه اقرار وکړي او په زړه باور وکړي چي پر خدایﷻ مي ايمان دی او د هغهﷻ پر يووالي او پردې چي هغهﷻ د هرشي پيدا کوونکی او فنا کوونکی او پر هر شي قادر دی، د الله تعالْیﷻ پر ژوند ابديت او پر ټولو صفاتو ايمان لرم او پر ملايکو ايمان لرم چي د خدایﷻ بندګان او مخلوق دي او د کوچني او غټو ګناهونو څخه پاکي دي او د خبائثو او شهواتو څخه بري دي د الله تعالْیﷻ امر مني او ځيني پر ځينو باندي فضيلت لري او دا به وايي چي پر ټولو آسماني کتابونو چي پر نبيانو باندي نازل سوي ايمان لرم چي غير مخلوق دي او چي ټوله کتابونه د الله تعالْیﷻ له طرفه دي په دې کي شک نسته نو قرآن خو آخرينۍ کتاب دی چي پر محمد علیه السلام په ۲۳ کالو کي آيت آيت نازل سو نو بيا ته ولي منکر يې د دغه پورته آيت څخه او دا دعوه کوي چي زه توحيدي يم اوس دلته زموږ توحيد ثابت سو او که ستاسو او دا به وايي چي د قيامت پر ورځ ايمان لرم چي حق ده او په هغه د مړو را ژوندي کېدل او د نېکۍ او بدۍ جزاء حق ده او د اعمالو ترازو او عمل نامه حساب، پُل صراط، دوزخ، جنت او په جنت کي د خدایﷻ ليدل حق دي او وايي به چي عقيده لرم چي د نېکۍ او بدۍ تقدير ټول د خدایﷻ له خوا دی او پر حضرت محمد علیه السلام ايمان لرم او پر هغه څه باندي چي علیه السلام ايمان پر لري او د هغه څخه بېزاره يم چي حضرت محمد علیه السلام ځني بېزاره وي او د اسلام مبارک دين مي قبول کړی دی سره له هغو شيانو چي په دين کي دي او له کفره څخه بېزاره يم دغه ته وايي توحيد او پر الله تعالْیﷻ باندي باور او يقين.
رسول علیه السلام يوه ورځ و صحابۀ کرامو(رض) ته وفرمايل چي دوه شيان واجبوونکي دي صحابۀ کرامو(رض) ورته وويل چي يا رسول اللهﷺ هغه دوه شيان څه شي دي چي واجبوونکي دي نو رسول علیه السلام ورته وفرمايل چا چي د الله تعالْیﷻ سره بل څوک شريک نه کړی او مړسو جنت لره به داخل سي او چا چي د الله تعالْیﷻ سره شريک ونيوی يعني دا عقيده يې وه چي خدايان العياذ بالله نور هم سته يا په ذاتياتو کي يا په صفاتو کي نوکه دغه څوک مړ سي نو به دوزخ ته ځي. [مسلم]
او د حضرت عثمان(رض) څخه روايت دی چي رسول علیه السلام وفرمايل څوک چي مړ سي او پوهېږي چي پر (لااله الاالله) باندي يقين او باور لري نو جنت ته به داخل سي. [مسلم]
د ابو هريره(رض) څخه روايت سوی دی چي رسول علیه السلام وفرمايل چي خپل ايمانونه تازه کړئ صحابۀ کرامو(رض) ورته وويل چي يا رسول الله موږ خپل ايمانونه څنګه تازه کړو نو علیه السلام ورته وفرمايل چي (لااله الاالله) ډېر ډېر واياست. [مسنداحمد معجم طبراني] د حضرت جابر(رض) څخه روايت سوی چي رسول علیه السلام وفرمايل چي په ټولو ذکروکي د (لااله الاالله) ذکر ډېر افضل او بهتر دی. [ابن ماجه نسايي]
د حضرت ابوسعيد خدري(رض) څخه روايت سوی دی چي حديث قدسي دی چي الله تعالْیﷻ د موسْی علیه السلام په جواب کي د پوښتني وفرمايل: که اووه آسمانه او اووه مځکي ټول په يوه پَله کي
د ترازو کښېښودل سي او (لااله الاالله) په بله پله کي کښېښودل سي نو د (لااله الاالله) پله به پر درنه سي. [ نسائي حاکم بيهقي]
اوس خو ښه معلومه سول چي دغه په نامه توحيديان چي زموږ مذهب او شريعت او طريقت ته په سپکه سترګه ګوري دوی دي الله تعالْیﷻ په سترګو ړانده کي موږ د مذهب پابنده يو دوی وايي مشريکان ياست بدعت کوئ موږ د شريعت څخه څومره خوندونه واخستل دوی وايي بدعت کوئ موږ د الله تعالْیﷻ
د ذکر څخه څومره استفاده کړې ده دوی وموږ ته وايي چي دا ډېر ذکر کول بدعت دی ځکه د دوی دښمني په حقيقت کي د امام ابوحنيفه(رح) سره ده او يايې د اولياء الله وو سره دښمني را اخستې ده چي دواړه په قرآن ثابت دي د قرآن څخه انکار کول کفر دی اللهﷻ مو دي د دوی له حاله وساتي دوی زموږ صوفيان او اهل التصوف والا سخت مشرکان بولي په عامه په بازار او اخبارو کي اعلانونه کوي چي دغه صوفيان مطلق مشريکان دي او د صوفيانو عمل ذکر الْهي دی چي څلور طريقې دي د هري طريقې خپل قوانين سته څوک ډېر ذکر کوي څوک لږ ذکر کوي څوک وخت ورته ټاکي څوک يې همېشه کوي خو د ټولو طريقو اذکار يو ذکر دی چي هغه (لااله الاالله) دی، د دوی بې علمي دا ده چي د آيت او احاديث په معنْی او مطلب نه پوهېږي په مثال د خرو خپل کوناټي سره موږي بيا خوله راواچوي وايي دغه آيت په قرآن کي زموږ دليل دی او هغه آيت مبارک د هغو مشرکانو په حق کي نازل سوی وي چي خرو ته او غواوو ته يې سجدې کولې زموږ ذاکرين او هغه مشرکان سره يو کوي د خدای په لحاظ که علماء ياست که عوام ياست ځانونه وساتئ فتنې ورځ په ورځ ډېرېږي ډېر احتياط په کار دی چي د مذهب سپکاوی ونه کړئ او د اهل التصوف سره تعلق زيات کړئ ځکه زموږ سره خو کرامات نسته کرامات خو د ديندارو، صوفيانو، شيخانو او علماوو سره سته، که په کرامت د اولياووکرامو د دغه فتنو څخه خلاص سوو خو ممکنه ده که نه نو په بازارو کي به د امام صاحب(رح) نوم او مذهب او څلور طريقې، پيران، حضرتان او مريدان په پښو کي پايمال سي اوس چي ۱۳۸٦ کال دی حق يو تر بله سره و واياست تر دغه مخ کي يعني په ۱۳۷۰ يا ۱۳۸۰ کال کي زموږ په وطنو کي دغه فتنې وي او که نه؟ يعني په بېخي لږ وخت کي دغه فتنې راپورته سوې زه خو په خپل وطن کي په دغه فتنو باندي په ۱۳۸۴ کال کي ښه خبر سوم نو مي دغه کوچنۍ رساله شروع کړه ځکه دا مي پر ځان داسي کړل لکه فرض لمونځ نو مي د ډېرو استاذانو څخه ګټه واخستل او د ۳۳ کتابونو څخه مي نفعه واخستل او
د الله تعالْیﷻ په دربار کي لاس پورته کوم چي يا الْهي دغه زما کتاب را څخه قبول کړې په روی سره د امام صاحب(رح)
د مذهبيانو او د څلورو طريقو د مريدانو.
آمين يارب العلمين بحرمت سيدالمرسلين.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery