مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید

د طريقت د څلورو طريقو حقيقت

په شريعت او طريقت کي د علماء ديوبند مسلک د مولانا خليل احمد محدث سهارنپوري(رح) بيان:
دا پوهېدل زموږ لپاره په کار دي چي موږ او مشايخ او زموږ ټول جماعت (الحمدلله) په فروعاتو کي مقلد يو د مقتداء خلک حضرت امام الهام امام اعظم ابوحنيفه نعمان بن ثابت(رح) او په اصولو او اعتقادو کي د امام ابوالحسن اشعري(رح) او امام ابو منصور ماتريدي(رح) او پيروان يو، د صوفيه وو په طريقو کي زموږ نسبت حاصل دی د سلسله عاليه حضرات نقشبنديه، او طريقه زکيه مشايخ چشتيه او سلسله بهيه حضرات قادريه او طريقه مرضيه مشايخ سهرورديه اجمعين. [المهند علی المفند ص ۲۱]
د دغه څلورو طريقو احترام به سړی داسي کوي لکه چي په يوه طريقه کي داخل وي او د هغې طريقې احترام به کوي ليکن دومره فرق بې کوي چي د هغه خپلي طريقې برادران او د هغو به پيروي کوي او د دا نورو طريقو به احترام کوي فقط.
خاص د قادريې شريفي اذکار:
۱- لااله الاالله: ۱٦۵ واره پر لطيفه صدر ويل کېږي.
۲- اللهﷻ: پر لطيفه قلب، ويل کېږي.
۳- هُوَ: پر لطيفه روح، ويل کېږي.
۴- حَيٌ: پر لطيفه سِر، ويل کېږي.
۵- واحدٌ: پر لطيفه نفس، ويل کېږي.
٦- ياعزيزُ: پر لطيفه خفي، ويل کېږي.
۷- يا وَدُودُ: پر لطيفه اخفْی، ويل کېږي.
دغو اوو ذکرونو ته اصول وايي او پاته شپږ ذکرونو ته فروع وايي.
۸- حَقٌ: پر لطيفه قلب ويل کېږي.
۹- قَهَارٌ: پر لطيفه روح ويل کېږي.
۱۰- قَيُومٌ: پر لطيفه سِر ويل کېږي.
۱۱- وَهَابٌ: پر لطيفه نفس ويل کېږي.
۱۲- مُهَيمِنٌ: پر لطيفه خفي ويل کېږي.
۱۳- باسطٌ: پر لطيفه اخفْی ويل کېږي.
(لااله الاالله) ۱٦۵ واره پاته ۱۲ هر يو سل واره ويل کېږي.
خاص د نقشبنديې شريفي اذکار:
۱- اللهﷻ: پر خفيه ډول په زړه کي په تصور خيالي او په ښه نقش سناري سره (۱۰۰) واره ويل کېږي.
۲- (لااله الاالله): هم دغسي خفي ساري په زړه کي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
۳- اللهﷻ: همدغسي خفي سناري ويل کېږي (۱۰۰) واره خو ليکن پر ټولو لطائفو او اندامو باندي.
خاص د چشتيې شريفي اذکار:
۱- (لااله الاالله): لکه د قادريې شريفي پر لطيفه صدر باندي ويل کېږي (۱۰۰) واره.
۲- اللهﷻ: پر لطيفه قلب باندي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
۳- هُوَ :پر لطيفه روح باندي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
۴- حَيٌ: پرلطيفه سِر باندي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
۵- قيومٌ: پرلطيفه نفس باندي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
٦- حَقٌ: پر لطيفه خفي باندي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
۷- قهارٌ: پر لطيفه اخفْی باندي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
خاص د سهرورديې شريفي اذکار:
۱- (لااله الاالله): نه ډېر په زوره نه ډېر په کراره پر لطيفه صدر باندي (۱۰۰) واره ويل کېږي.
۲- اللهﷻ: پر لطيفه قلب، ويل کېږي.
۳- هُوَ: پر لطيفه روح، ويل کېږي.
۴- حَيٌ: پر لطيفه سِر، ويل کېږي.
نو دغه وظيفې او اذ کار خپل مرشد غواړي چي خپله نه ويل کېږي بيعت غواړي خو موږ د نمونې په شکل درته ښکاره کړل چي څوک په سلوک کي داخل نه وي هغو ته طريقت نامعلومه کار ښکاره کېږي ټول د الله تعالْیﷻ نومونه دي ځانونه پکښې ونغاړئ.
الله تعالْی په قرآن مجيد کي داسي فرمايي:
﴿        ﴾.[الاحزاب/۴۱]
اخرج ابن جرير و ابن المنذرو ابن ابي حاتم عن ابن عباس(رض) في تفسير هْذه الايات لايفرض الله علْی عباده فريضة الاجعل لهاحداً معلوماً ثم عذر اهلها في حال عذر غيرالذکرفان الله تعالْی الا يجعل له حداً ينتهي اليه ولم يعذر احدا في ترکه الامغلوباً علْی عقله فقال تعالْی:
﴿       ﴾.[النساء/۱۰۳]
وباليل والنهار فی البر والبحر في السفر والحضرفی الغنْی والفقر والصحة والسقم والسر والعلانيه. [ص ۲۰۴ درالمنثور ج ۵، وفی الطبري ج۱۲ ص ۷ ]، [روح البيان ج ۷ ص ۱۹۱]، [روح المعاني ج ۸ ص ۴۲]، [مظهري ج ۷ ص ۳۵۱ ]، [تفسير منير ص ۴۱]، [تفسير کابلي ص ٦۸۸]، [قرطبي ص ۱۹۷ ]، [صفوة التفاسير ص ۵۲۹ ]
حاصل دا دی چي د تفاسيرو الفاظ که څه هم لږ او ډېر تفاوت او فرق سره لري خو مقصد د ټولو يو دی هغه دا چي د دغه آيت مقدس د تفسير څخه چي ذکر د الله تعالْیﷻ فرض دی او هر فرض چي الله تعالْیﷻ پر خپلو بندګانو فرض کړی دی و هغه ته يې اندازه او حد معلوم کړی وي چي دومره به وي تردغه وخته به وي په دغه حال کي به وي ماسِوا له ذکره چي هغه يې فرض کړی دی نه يې حد معلوم کړی دی بلکه ډېر يې ورسره ويلي دي يعني په کثرت سره او نه يې عذر ورسره ويلی دی بلکه په نورو آيتو کي يې امر کړی دی په ولاړه او ناسته او پروته په شپه او ورځ او وچه او لنده او سفر او حضر په پټه او ښکاره کي به ذکر کوي په ټولو حالاتو ټولو وختو کي ځکه قاضي ثناءالله المجددي النقشبندي په تفسير مظهري ج ۷ ص ۳۵۱. کي د سورة احزاب په ۲۲ سپاره کي د دغه مقدس آيت په تفسير کي وايي چي:
(هذالايتصور الابعد فناء القلب و دوام الحضور) يعني دغه رنګه بې له کامله او مکمله پير څخه بغير نه کېږي ځکه تعلق غواړي قاضي صاحب(رح) په دغه تفسير کي په ص ۲۲۴ په سورة النساء ۵ سپاره کي ويلي دي: (الظاهر ان المراد بالآية والحديث دوام الحضور بالقلب اذلايتصور دوام الذکر باللسان) يعني تصور نه کېږي چي همېشه ذکر پر ژبه جاري سي او حضور د زړه دي نه وي حتماً به حضور د زړه ورسره وي او قاضي صاحب(رح) په دغه تفسير کي د ۵ سپارې سورت النساء کي ويلي دي په ج ۲ ص ۹۴ کي (ولايتصور التنزه عن المعاصي الابدوام الحضور وصفاءالقلوب والنفوس وذا لايتصور الابجذب من الله بتوسط المشائخ فعليک التثبث باذيالهم فهم قوم لايثقْی جليسهم ولايخاف انيسهم وقال في تفسير قوله تعالْی:
﴿      � (رض)﴾.[آل عمران/۱۰۲]
هوان يطاع فلايعص و يشکر فلا يکفر و يذکر فلا ينسي، وروي التفسير عن عبدالله ابن مسعود(رض) مرفوعاً وموقوفاً فمقتضْی هْذه الآية وجوب اکتساب کمالات الولاية سورة آل عمران ج ۲ ص ۱۰۴ وفي قوله تعالْی:
﴿     ﴾.[التوبه/۲۴]
هْذه الآية وما ذکرنا من الاحاديث يوجب افتراض اکتساب التصوف من خدمت المشائخ [مظهري ج ۴ ص ۱۵۳] وفي قوله تعالْی (ولينذرواقومهم) اماالعلم اللدني الذي يسمون اهله بالصوفيه الکرام فهو فرض عين لان ثمرا تهاتصفيه القلب عن الاشتغال بغير الله تعالْیﷻ واتصافه بدوام الحضور و تزکية النفس عن رزائل الاخلاق من العجب والکبر والحسد و حب الدنيا والکسل في الطاعات و ايثارالشهوات والرياء والسمعه و غير ذالک و تحليتها بکرام الاخلاق من التوبة والرضاء بالقضاء والشکر علی النعماء والصبر علی البلاء وغير ذالک ولاشک ان هْذه الامورات محرمات و فرائض علْی کل بشر اشد تحريماً من معاص الجوارح واهم افتراضاً من فرائضها. [مظهري ج ۴ ص ۳۲۴]
ځکه مو پښتو نه درته وليکل چي کوم څوک چي دعوه کوي چي طريقت او تصوف يو رواجي کار بولي نو خامخا به يې د علم سره څه تعلق خو وي نو به د دغه پورته آيتو د تفاسيرو څخه کار واخلي او دا د دوی لپاره کافي دی حاصل د مقصد خو دا دی چي تفسير مظهري او تفسير روح البيان په فرضيت د ذکر عيناً قول کوي د مريدۍ او تعلق د پير کامل او مکمل سره چي د هغه علامې او شروط هم
د تصوفو کتابونو راوړي دي او تفصيل يې وخت غواړي خو مقصد د پيرۍ او مريدۍ څخه خو تعليم او تعلم دی د ذکر او رياضاتو او عمل په علم دی.[اصغر الرسائل ص ۱۲]
مجدد الف ثاني(رح) په مکتوبات شريف کي وايي:
پير آنست که بتو رهنمايی ميدهد
او رسول علیه السلام فرمايي: (المرء مع من احب) بل حديث:
(من احب القوم فهومنهم) بل حديث: (من کثرالقوم فهومنهم)
بل حديث: (من تشبه باالقوم فهومنهم) بل حديث: (من اعان القوم فهومنهم) بل حديث: (للمجاليس تاثير) دغه آيتونه او احاديث
د ښو خلکو د الله تعالْیﷻ د وليانو او دوستانو سره ناسته او محبت او صحبت پر موږ لازموي نو پيري او مريدي او رابطه او علاقه و تعلق همدغه شيان دي او کتابونه وايي چي: (العبرة لعموم اللفظ لالخصوص السبب) او ثبوت د بيعت د شريعت او طريقت او سلطنت درې سره د جناب رسولﷺ له وخته څه بيا تر اوسه پوري په تواتر ثابت دي اجماع د اُمت پر راغلې ده:
(و من شرط الذکران ياخذه الذاکرين بالتلقين من اهل الذکر کمااخذه الصحابة بالتلقين من رسول اللهﷺ ولقن الصحابة التابعين
والتابعون المشائخ شيخنا بعد شيخ الْی عصر نا و الْی ان تقوم القيامة کذا في ترويح القلوب بلطائف الغيوب للشيخ عبدالرحمْن البسطامي(رح)).
[روح البيان ج ۴ ص ۳۷۴]
نو بيعت پر درې قسمه د رسول علیه السلام سره سوی دی بيا د ابوبکر صديق(رض) سره بيا د عمر(رض) سره بيا د عثمان(رض) سره بيا د علي سره وروسته دا يو بيعت د سلطنت او امارة خاص د څلورو يارانو خلفاوو سره کېدی دا نور دوه بيعته د شريعت او طريقت د عامو اصحابو کرامو(رض) سره کېدل بيعت په خوله يا په لاس وو بيا په وروسته زمانو کي خرقه هم پر زياته سوه نو که د پير کامل د پيدا کېدلو فرضيت غواړې په تفصيل سره نو (لواقح الانوار) کتاب د امام شعراني(رح) مطالعه کړه او که د پير کامل او ناقص فرق غواړې په تفصيل سره نو (بريقه حديقه شرح طريقه محمديه) وګوره او که د جذب اثبات غواړې نو (حجة السالکين) مطالعه کړه د يو شيخ څخه چا پوښتنه وکړه د جذب په باره کي نو هغه ورته وويل چي ته د قرآن عظيم الشان سره علاقه لرې هغه سائل وويل څنګه يې نه لرم نو شيخ ورته وويل که دي علاقه درلودای نو دي بيا په جذب کي شک نه درلوېدی، چي الله تعالْیﷻ په سورة يوسف علیه السلام کي قصه کوي:
﴿     ﴾.[يوسف/۳۱]
ايا چي د يو بنده په عشق کي سړی بې اختياره سي خپلي غوښي پرېکوي په خوږېدو يې نه پوهېږي نو د خالقﷻ په عشق او يا خوند کي به څنګه نه جذب کېږي او دا سړی په حال کي دی عقل يې پر ځای دی او خو خپل ځان يې نه دی په واک کي لکه يو بېرېدلی سړی چي رېږدي نو ځکه يې د فقه کتابونه راوړي چي اودس يې نه ماتېږي لمونځ يې نه فاسدېږي مثال يې لکه سړی چي په لمانځه کي ترچ وهي.[اصغر الرسائل ص ۱۷]
او هغه څوک چي په قصد سره خلکو ته ځان داسي معلوم کړي چي زه جذب يم او ډېر ذاکريم دغه نو رياء ده شرک اصغر دی لمونځ او اودس يې دواړه هيڅ صحت نه لري.
يعني جذب حق دی که رشتيا د الله تعالْیﷻ په ذکر سره وي او که غواړي چي خلکو ته ځان صوفي او عابد متقي ښکاره کړي دغه نو ظلم دی ځکه د اسلام او مسلمانانو په منځ کي يو توپير راوستل دي خو پر موږ مسلمانو باندي دا لازم دی چي پير ناقص او کامل پنجپيری مودودی او اهل سنت والجماعت سره وپېژنو ځکه دا زموږ تګلاره را بندوي نو که څوک غواړي چي ناقص پير وپېژني نو دي. [روح البيان ج ۸ ص ۲۰۸] وګوري هلته ښه معلومات ترلاسه کولای سئ.
وهابيان چي پير ناقص و ويني نوښه موقع په لاس ورسي نو مطلقاً اهل سنت والجماعت ته و وايي چي تاسو خو ويل چي تصوف او طريقت برحق دی نو د تصوف او طريقت څخه انکار وکړي فقط و وايي چي په قرآن او حديث باندي عمل کوه نو چي اهل سنت والجماعت دليل ورسره و وايي چي تاسو خو له دين اسلامه وزی دا خبري مه کوئ دوی په جواب کي ورته وايي چي موږ خو تاسونه ښيو او چي په خپل منځ کي سره کښېني بيا سره وايي چي د پيرانو مريدان ټول مشرکان دي نه اولياءالله مني
نه متصرفين مني نه طريقت مني.
فصل فی اسباب حصول الولاية هذالمرتبة اعنی ولاية الله انمايستفاد باالانعکاس من رسول اللهﷺ اما بلا واسطه
(لکه چي صحابه کرام(رض) لره وه) بواسطه او بواسطه ولابد فيه من کثرة المجالسة مع المحبة والانقياد بالنبيﷺ او بمن ينوبه. [مظهری ج ۵ ص ۳۹]
نو دلته کلمه د (انما) د حصر لپاره ده، نو مقصد د عبارت
د تفسير مظهري ښکاره او واضح سو چي ولايت بې له پيرۍ او مريدۍ څخه چي اهل تصوف او سلوک يې بيانوي نه پيدا کېږي.
(قال في تفسر بغوي کان آدم علیه السلام يتکلم بسبع مائة لغة افضلها عربي بعضهم مشغولون بالطريقة، کابويزيد البسطامي، و شيخ ابراهيم ادهم، و شيخ ابوالفضل، و شيخ داؤدطايي، و شيخ معروف کرخي،
و شيخ احمد جداري، و شقيق البلخي، و عبدالله بن مبارک، و سليمان دارايي. هذا کلهم من رؤساءالطريقة وائمتهم، وهم اصحاب السلسلة في الطريقة الْی اخرالزمان).[خزانة النفيس ص ۴ ]
پورته ذکر سول شيخان د طريقت او سلوک که څوک دا سوال وکړي چي طريقت له کومي خوار را شروع دی حقيقت د طريقت همدغه دی.
د کامل شيخ پېژندنه:
د تصوف د اصطلاحاتو حقيقت چي شيخ کامل داسي يو مثال لري لکه ډاکټر او طبيب انسان چي مريض سي نو د طبيب پوښتنه کوي چي ښه ماهر وي نو هغه ته ورسي او دواء ځني واخلي هغه علاج يې وسي او که معلومات و نه کړي نو بيا بې نظمه دواء ورکړي ناجوړي تر هغه هم زياته سي ځکه دوا د مرض مطابق نه وه نو همدارنګه روحاني مرض هم ډاکټر او طبيب لري چي د دغه روحاني باطني علاج لپاره د يو داسي مرشد ضرورت سته چي هغه مرشد او پير صاحب په خپله هم صالح او متقي وي مبتدع او فاسق نه وي او د نورو تکميل هم کولای سي چي د تربيت باطني په طريقه ښه پوهېږي څنګه چي د ظاهري ناروغۍ لپاره ډاکټران وي او خپلي علامې لري مثلاً ډاکټر علم طِب ويلي دي يا د ماهر استاد سره اوسېدلی دی او يا د چا شفاء په سوې ده نو همدارنګه د پير او مرشد هم خپلي علامې دي چي هغه دا رنګه شيخ وي چي همېشه د سنت رسول اللهﷺ پابنده وي او خپل مريدانو ته په هره معامله کي د سنت رسول اللهﷺ تلقين ورکوي او دغه شيخ به په شرعي امورو يوه اندازه خبر وي که په خپله عالم وي او که
د علماوو سره په مجلسو کي شرکت کوي چي عقائد او اعمال يې د فساد څخه ساتلي وي، او تاريک دنيا او راغب آخرت وي چي په ظاهري او باطني عباداتو باندي همېشه توب لري نو چي دغه علامې پکښې موجودي وي و دغه ته علماء فقهاء صلحاء شيخ کامل وايي که څوک سترګي پټي نه کړي د حقيقت څخه دغه علامې په صحابه کرامو(رض) کي وې په تابعينو او مجتهدينو کي وې نو بيا ولي دغه ظالمان و پيرۍ او مريدۍ ته شرک او بدعت وايي، رسول علیه السلام فرمايي: ريا او جنګونه، جګړې په علم کي
د علم نور له منځه وړي د بنده له زړه څخه. [المالک شرح المؤطا ج ۱- ص ۱۵]
يعني دغه ريا او جګړې ذريعه د بغض عناد خفګان ګرځي او حجةالاسلام امام غزالي(رح) فرمايي: که څوک بې علمه سړی زنا او غلا وکي دا خبره بهتره ده تر دغه چي په علم کي خبري کوي ځکه د يو سړي سره علم نسته او د الله تعالْیﷻ په باره کي يا
د الله تعالْیﷻ د دين په باره کي خبري کوي په کفر کي به واقع سي لکه څوک چي په درياب کي لمبېږي او اوبازي يې نه وي زده ډېر خطر دی. [احياءالعلوم ج ۳- ص ۳۹]
نو په حقيقت کي علماء پيران سول او طالبان مريدان سول علماء علم ظاهري بيانوي صوفيان بزرګان علم باطني بيانوي نن چي بعضي علماء پيران، شيخان، صوفيان په خپل منځ کي سره اخته دي دا خباثت هم د نجدي له ډلي څخه را پيل دی.
ځکه محمد بن عبدالوهاب ډېره لويه دښمني د اهل سنت والجماعة سره لري او دا دښمني د ابتداء اسلام څخه موږ ته ثابته ده سالم د خپل پلار(رض) څخه روايت کوي چي رسول علیه السلام د ممبر
و بغل ته ودرېدی او ويې فرمايل چي: فتنه د دغه ځايه راپورته کېږي او ښکر د شيطان له دغه ځايه راخېژي. [رواه البخاري والعيني ج ۱۱ ص ۲۴۵]
وګورئ بدوالی د نجد او بد قسمتي او مراد د دغه فتنو څخه چي محمد بن عبدالوهاب اهل سنت والجماعت په حرمينو شريفينو کي قتل کړل نو چي رسول علیه السلام فتنه ورته وويل و محمد بن عبدالوهاب النجدي ته نو چي غټ مشر فتنه ده کشران به د ده چي اوس طاهر پنجپيری دی يا نور امثال دا به څنګه نه وي فتنه، ځکه يو عالم په مکه مکرمه کي د طاهر پنجپيري څخه پوښتنه کړې ده چي مدينې منورې ته ځې او که نه طاهر پنجپيري ورته وويل چي زه خو حج ته راغلی يم زيارت څه کوم هغه د خپل استاذ خبره يې په زړه کي نښان وه چي محمد بن عبدالوهاب النجدي وايي د رسول علیه السلام قبر شريف بت اعظم دی يعني لوی بت دی (العياذ بالله) او بل عالم شيخ و موږ ته په تقرير کي وويل چي موږ په مدينه منوره کي د قبر شريف و مخ ته په دباندي حصه کي ناست وو چي دغه عالم بيان وخپلو افغانانو ته شروع کړی دا واقعه پکښې راغلل چي د تلوکان ملاحسن اخند مرحوم و حج ته راغلی تر حج وروسته يې مدينې منورې ته سفر وکړی نو چي هر څو شپې يې وکړې خو حرم شريف ته د زيارت کولو لپاره رانه غلی د جنت البقيع پر حدود به ناست او ذکر بې کاوه بيا يو شيخ ورته راغلی چي محمد رسول اللهﷺ پر تا سلام وايي چي زما زيارت لره مه راځه که راسې نو به زه لاس در وباسم چي روغبړ درسره کوم بيا به دي خلک په عذاب کي نو ملاحسن اخند ولاړی خپل وطن ته چي څنګه کور ته ورسېدی چي پر دروازه برابر سو حيران سو چي زه څومري عاشق يم پر محمدرسول اللهﷺ باندي نو ما خو سفر د حج وکړی ما خو نيت د زيارت نه وو کړی بېرته په پښو باندي تر مدينې منورې پوري ولاړی نو دغه مسئله د تصوف سره تعلق لري نه د پنجپيري طبيعته خلکو سره که پنجپيريان زما څخه د دغه واقعې پوره معلومات وغواړي ان شاءالله په لږ وخت کي بې ورته ښکاره کړم څوک چي عناد او حسد ولري د تصوف او صوفيانو سره الحمدلله موږ نوې توره هم پيدا کړل چي د پنجپيريانو سرونه پر ورکاټ کو چي د هغې توري نوم (سيف الکندهاري علْی عنق السلفي) لږ وخت انتظار وکړئ رابه سي توره د کندهار د پنجپير او تصوف په مابين کي ډېر غټ ځای خالي دی د خدایﷻ په لحاظ د پيرانو حضرتانو شيخانو سره بيعت وکړئ پرېږدی دغه نوي کيسې او معاملې د عقائدو، خپل ذکر، تلاوة، نفلونه، روژې، ښه اخلاق او ښه اخلاص ته ادامه ورکړئ ډېر احتياط وکړئ چي زړونه مو مسخ نه سي په بدو عقائدو او مجالسو باندي، د تصوف او بيعت لپاره دغه کتابونه وګورئ (البصائر)
د مولانا حمدالله جان صاحب تصنيف چي د وهابيانو احوال او
د پيرانو احوال يې ښه په پوره تفصيل بيان کړی دی ايمان دي در قوي کوي او که کتابونه نه ګورئ نو پر خپله زړه عقيده قائم او دائم واوسئ بختور سړی هغه دی چي وهابي وپېژني ډېر آسانه معلومېږي، تسبيح چي اړه وې خوله چي دي ښوري د الله تعالْیﷻ ذکر کوې ښه پاک صاف چي ګرځې د لمانځه د وخت معلومات چي ژر ژر کوې نو وهابي په تا پسې کېږي چي دغه خو صوفي دی بايد ژر يې کار ور وکو ځکه شيطان او وهابي سره وروڼه دي ورور خو د ورور لپاره ډېر خدمت کوي په لباس کي شيطان او وهابي فرق نه سره لري ځکه شيطان هم لنګوټه نه تړي وهابي هم لنګوټه نه تړي ځکه لنګوټه خو اولاً سنت د ملايکو ده چي په بدر کي الله تعالْیﷻ ملايکي را نازلي کړې. قال الله تعالْی:
﴿        ﴾.
[آل عمران/ ۱۲۵]
ترجمه: ستاسو رب به ستاسو امداد او نصرت وکړي په پنځه زره ملايکو سره چي په يو خاص شکل به جوړي سوي وي.
مفسرينو د مُسَوِمِين د لفظ ډېر تفسيرونه کړي دي او رئيس المفسيرين عبدالله ابن عباس(رض) د لنګوټې تړلو تفسير کړی دی، عائشه فرمايي چي: د خندق په ورځ ما يو سړی پر دابه سپور وليدی چي د هغه صورت د حضرت دحيه کلبي(رض) سره مشابه وو چي د رسول علیه السلام سره يې پټي خبري کولې او لنګوټه يې تړلې وه ما پوښتنه ځني وکړه چي يا رسول اللهﷺ دا څوک وو؟ رسول علیه السلام راته وويل چي دا جبرائل علیه السلام وو. [مستدرک ج ۴ ص ۱۹۳]
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery