په حرام مال سره خيرات يا صدقه نه كيږي
دسود يا بل ناروا كار څخه توبه ايستونكي بايد پدي وپوهيږي چي كچيري ددغه مال خپل
څښتن معلوم نشي، او نه ئي ورثه وپيژندلي شي، نو دخيرات يا صدقي وركولو په صورت كي
به ددي ارزو نلري چي پدي سره به ثواب ترلاسه كړي، بلكي دغه كړنه يوازي ددي دپاره ده
چي له حرامو څخه ځان خلاص كړي، او هم مال لدينه وژغوري چي پرته دكوم منفعت څخه ئي
ضايع كړي، ځكه په صيح مسلم كي له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دى وائي رسول
الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "الله پاك پرته دطهارت نه لمونځ نه قبلوي او نه
دخيانت له مال څخه خيرات قبلوي" .
او په صحيحينو كي له ابوهريره څخه روايت دى وائي: نبي كريم صلى الله عليه وسلم
وفرمايل: " كه څوك په پاك مال سره خيرات وركړي - او الله پاك هم له پاك نه بغير دبل
مال خيرات نه قبلوي- نو دغه كس به الله پاك پخپل لاس سره ونيسي" .
ددي څخه څرګنده شوه چي الله پاك يوازي دپاك او حلال مال خيرات قبلوي كچيري مال حرام
دا خيرات نه كيږي.
داسلام پر بنسټ ولاړه لار
پدي كي شك نشته چي معاصر پرمختګ ګڼ شمير مسايل را ولاړ كړي دي او دژوند په هره برخه
كي نوي پرمختګونه شويدي چي ددي په سر كي اقتصادي مسايل دي، نن دنړۍ په ګوټ ګوټ كي
په سود ولاړ موسسات او بانكونه وجود لري آن چي يو سړي دداسي بانك په لټه كي شي چي
هلته سود نوي نو په مشكل سره به ئي مومي، مګر ددي سره سره اسلام دژوند ټول كړه وړه
داسي حل كړي چي هيڅ مشكل پكښي ندى پاتي او په هره زمانه كي چي كوم مشكل راځي نو
اسلام دهغه لپاره ښه حل لري، اوس پوښتنه داده چي ددغو سودي بانكونو بل غوره بديل څه
شي دى؟
كه واقعيت ته وګورو نو دسودي بانكونو غوره بديل په معاصر وخت كي اسلامي داسي
بانكونه دي چي كړنه ئي پداسي مضاربت ولاړه وي چي اسلامي احكامو سره ټكرنخوري، او
ګټه پداسي عادلانه توګه وويشي چي له هرراز ظلم څخه خوندي او پاكه وي ځكه ګټه د
سرمائي په اندازه ويشله كيږي او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: "ګټه په
ضمانت سره ده" ، او شرعي قاعده داسي ده " ګټه په تاوان ده" .
داسلامي بانكونو ځانګړتياوي:
الف: اسلامي بانكونه به داسلامي مضاربوي شركت پر بنسټ ولاړ وي.
ب: اسلامي بانكونه دټولو مسلمانانو لپاره ددي لار پرانزي چي خپلي سرمائي په مشروع
طريقه وكاروي او دغه كړنه ددي لامل ګرځي چي په شتمنيو كي زيادت پداسي طريقه راشي چي
هغه روا وي او له بلي خوا دخلكو شتمني له خزانه كولو څخه ژغوري.
ج: داسلامي بانكونو په جوړونه سره اسلامي اقتصاد زيات پرمختګ كوي.
د: داسلامي بانكونو جوړل دټولني مالونه له حرامو څخه ژغوري او پداسي لارو چارو ئي
استعمالوي چي هغه مشروع وي.
هـ: داسلامي بانكونه جوړونه دكفارو داقتصاد دكمزورتيا لامل ګرځي.
و: داسلامي بانكونو جوړونه ددي لامل ګرځي چي ګټي به په عادلانه توګه دخلكو ترمنځ
ويشلي كيږي چي پر هيچا به ظلم او تيرى نه كيږي.
ز: داسلامي بانكونو جوړونه به ددي ښكارندوي چي مسلمانان خپل دين ته ژمن دي او سختو
او ستونځمنو حالاتو كي هم دوي هغه لار تعقيبوي چي اسلام ورته دهغي اجازه كوي.
اوس كه واقعيت ته وګورو نو په شلمه پيړۍ كي يو شمير مسلمانانو ددي ستونزي درك وكړ
او هماغه وو چي داسلامي بانكونو په پرانستلو ئي پيل وكړ، تر څو پدي سره وكولاي شي
له يوي خوا مسلمانان له ناوړه عمل سود څخه وژغوري او بلي خوا داسلامي نړۍ اقتصاد ته
ښي برياوي ورپه برخه كړي، چي كه مبالغه ونكړو نو دغو بانكونو ښي پايلي لرلي دي او
ګڼ شمير خلك ئي خپل ځان ته راجذب كړيدي، تراوسه پوري داسلامي نړۍ په بيلابيلو
هيوادونو كي دغه بانكونه پرانستل شوي دي دبيلګي په توګه د دبي اسلامي بانك، داردن
اسلامي بانك، دقاهري نړيوال اسلامي بانك، دسودان اسلامي تضامني بانك، دبنګلديش
اسلامي بانك، او داسي نور چي په لنډ ډول به ديو يا دوو تګلارو او كارونو ته اشاره
وكړو: