د سيناى كمپاين: The Sinai Campaign
په مصر كي د جمال عبدالناصر په مشرۍ مصرېانو فاروق پاچا له واكه و غورځاوه، او په
همدې بهير كي مصر د اسرائيلو سره د سولي په رامنځ ته كولو كي هم پرمختګ و كړ. كه څه
هم چي مصرېانو په 1954 كال كي يو اسرائيلي بانډپه داسي حال كي چي هڅه ئې كول په مصر
كي د متحدو اېالاتو په اطلاعاتي سازمان او ځينو نورو بهرنيو سفارتونو كي چاودني و
كړي و نيول. وروسته څرګنده سوه چي ددې چاودنو موخه دمتحدو اېالاتو او مصر ترمنځ د
اړيكو خرابول وه.
مصر چي د اسرائيلي لاسوهنو او سبوتاژونو څخه نا ارامه وو، غوښتل وسلې رانيسي. كله
چي د مصر دا غوښتنه د غربي بلاك لخوا رد سوه، نو ئې و ختيځ بلاك ته مخه كړه.
د مصر ديپلوماسۍ دا منله چي كه غواړى له لوى ځواك سره اړيكي ټينګي كړى نو د هغه له
دوست او ملګري سره اړيكي و نيسى . مصر هم ددې لپاره چي له شوروي اتحاد سره اړيكي ښې
سوي وي، د چكوسلواكېا سره ئې د وسلو رانيولو تړون لاسليك كړ.
د مصر ولس مشر جمال ناصر د سويز كانال او ټيران معبرونه چي و اسرائيلو ته ئې لار
موندل، بند كړل. اسرائيلي استراتيژي جوړونكي په دې باور وو چي د چكوسلواكيې څخه مصر
ته د وسلو رارسېدو سره جوخت به مصر پر اسرائيلو بريد كوي. نو خپله هم د وسلو
رانيولو په تلاښ كي سو. دا چي اسرائيلو پخوا له دې د فرانسې سره د وسلو واردولو
تړون درلود، نو ئې له فرانسې څخه يو ځل بېا د وسلو په راواردولو پيل و كړ، ډېر
اسرائيلي سازمانونه په دې اند وو چي له مصري بريده له مخه بايد اسرائيل جګړه پيل
كړي.
په مصر كي د سويز كانال چي ۱۹۵ كيلومتره اوږدوالى لري، او د
مديترانې سمندر او سره بحيره سره نښلوي.
حالات ورځ تر ورځي بحراني كېدل، او په 1956 كي اسرائيل، فرانسه او برتانيه د سويس
كانال د ملكي كولو د پلان جوړېدو لپاره سره يو ځاى سوه، او د يوه پلان پر سنارېو ئې
كار پيل كړ. پرېكړه و سوه چي اسرائيل به پر سيناى او ميلتا سيمو باندي بريد كوي، او
فرانسه او برتانيه به التوماتوم وركوي.
دا پلان چي د 1956 كال د اكتوبر پر 29 مه نېټه د Sinai Campaign په نامه ېاد سوى وو،
پيل سو. اسرائيلو په چټكي سره سيناى و نيو، د متحدو اېالاتو دولت پر دې كړنه قهر
څرګند كړ، او برتانيه، فرانسه او اسرائيل ئې تهديد كړل.
د ملګرو ملتونو عمومي اسنبلې په خپله غونډه كي 997 نمبر معاهده تصويب كړه، چي له
اسرائيلو سره ئې د سيناى څخه د ژر پرېښودو غوښتنه په ډاګه كوله. خو اسرائيل د
فرانسې او برتانيې په ملاتړ په سيناى كي تر څو مېاشتو پاته سول. كله چي يې ددې
نړيوالو كانالونو د خلاصون ضمانت يا ګرنټي تر لاسه كړل، نو بېا د ملګرو ملتونو او
په خاص ډول د متحدو اېالاتو په فشار راووتل، خو دملګرو ملتونو ځواك په سناى كي ځاى
پر ځاى سو.
يوه بايلونكې شپږ ورځنۍ جګړه:
په عمومي ډول ( 1960)م كلونه د عربو او اسرائيلو تر منځ د شخړي عمده كلونه وو، د
اسرائيلو د مخكني پلان پر اساس چي غوښتل ئې د ګاليلې له سمندر څخه د اسرائيلو مركزي
او سهيلي سيمو ته اوبه و رسوي، د خپل پلان په عملي كېدو پيل وكړ. دا پروژه اصلا د
متحدواېالاتو د استازي Eric Johnston لخوا په 1955 كال كي وړاندي سوې وه چي عرب
انجنيرانو هم پرې موافقه كړې وه، خو په غير مستقيم ډول ئې د اسرائيلو د رسميت
پېژندني له امله ردوله.
د تړلو دروازو تر شا په غونډو كي اسرائيلو او اردون د همدې اوبو د وېش پر سر موافقې
ته رسېدلي وو.
په 1964 كال كي په څو سر مشريزو غونډو كي عرب مشرانو هوډ څرګند كړى وو چي د P.L.O
ېا د فلسطين د خپلواكۍ سازمان په نامه به يوه لويه ټولنه تاسيسوي. همداسي يې و كړل.
يوه اعلامېه ئې خپره كړه چي دا ټولنه ېا سازمان به د اسرائيلو پر ضد د ويجاړۍ لپاره
چټك ګامونه اخلي، او د اردون د سيند ټولي هغي لاري او سرچينې چي د ګاليلې رود اوبه
كوي، اړوي. ځكه چي غوښتل يې و اسرائيلو ته د اوبو رسولو په پروژه كي خنډونه واچوي.
سورئې او لبنان د فلسطين د خپلواكۍ سازمان پر همدې اعلاميې چي بشپړوي به ئې، پيل و
كړ. سورئې خپل تراكتورونه موظف كړل چي ټولي هغي سرچينې چي په ترتيب سره و اسرائيلو
ته اوبه وركوي، ويجاړي كړي.
اسرائيلو د سورئې پر همدې عمل سخت غبرګون و ښود، او پر همدې تراكتورونو ئې ډزي و
كړې، سورئې د همدې ډزو په حواب كي د اسرائيلو په شمال كي پر ځيني ښارونو ډزي پيل
كړې، څو دا جګړه د الوتكو تر بمبارونو و رسېده.
شوروي اتحاد چي په سوريه كي يې د د شوروي پلوه حكومت ملاتړ كاوه، سورئې ته وويل چي
اسرائيلو خپل پوځونه د سورئې و پولو ته راوستلي او د يوه لوي بريد پلان لري ، لكه
څنګه چي حالات ورځ تر ورځي كړكېچن كېدل، نو سورئې له مصره څخه د پوځي مرستي غوښتنه
وكړه.
د همدې پېښو او د سورئې د غوښتني په تعقيب د 1967 كال په مى كي جمال ناصر خپله سخته
او له غبرګونه ډكه مركه خپره كړه او په يوه برخه كي ئې دا توري وويل:
( د اسرائيلو موجوديت ډېر اوږد سو، موږ د اسرائيلو و تيري ته
هركلى كوو، او موږ و همدې جګړې ته چي له ډېري مودې ئې په انتظار كي وو، ښه راغلى
وايو، وروستۍ شېبې رارسېدونكي دي، او هغه جګړه چي موږ به اسرائيل پكښي له منځه وړو
راورسېده). مصرى ولس مشر جمال عبدالناصر
په همدې ورځ جمال ناصر د ملګرو ملتونو د بېړنۍ قوې ېا ( UNEF) څخه و غوښتل چي له
سيناى پينينسولا او غزې تراډي څخه ووزي، د ملګرو ملتونو سرمنشي جنرال U-Thant
موافقه و كړه چي په رسمي ډول به د مې پر اتلسمه خپلو پوځونه له سيمي باسي.
څېړونكي نظر وركوي چي جمال ناصر عقېده درلوده، چي د ملګرو ملتونو پوځونه به له سيمي
و نه وزي، او دا به دده لپاره يوه بهانه وي چي جګړه و نه كړي.
د همدې كال د مې پر درويشتمه ناصر د اسرائيلي ترانزيت د تړلو امر وكړ، او په همدې
ترتيب متحداېالات په هغه ژمنه كي چي و اسرائيلو ته ئې د اوبو رسولو د لارو د ازادى
په اړه وركړې وه، پاته راغلل.
دا چي جمال ناصر رښتېا غوښتل د اسرائيلو سره جګړه و نښلوي، په دې اړه بيلا بيل
نظرونه موجود دي:
( Avi Shalaim) چي د منځني ختيځ د چارو څېړونكى وو، وائي چي جمال عبدالناصر هيڅكله
نه غوښتل د اسرائيلو سره جګړه و نښلوي، بلكي هغه به د شوروي اتحاد د مانورو او هم د
سورئې دغوښتني په خاطر دا ډول ويناوي كولې.
او يو بل څېړونكى ( Michael Oren) بېا څرګندوي چي شواهد ښئي چي جمال عبدالناصر په
رښتيني توګه غوښتل د مي په اته ويشتمه حګړه پيل كړي، خو اسرائيل په دې راز پوهيدلي
او موضوع ئې د امريكا تر ولس مشر جانسن پوري رسولې وه، جانسن د شوروي اتحاد صدراعظم
كاسيګين ته تيليفون كړى او د جګړې د بدو عواقبو په اړه ئې اخطار ور كړى وو، او
كاسيګين ئې دې ته و هڅاوه څو جمال ناصر له همدې جګړې را وګرځوي.
د روانو حالاتو په ترڅ كي د اردون پاچاملك حسين د مصر سره يو تړون لاسليك كړ چي د
جګړې لپاره ئې د اردون تېارى څرګنداوه، ملك حسين هم پخپله يوه بېانيه كي دا جملې
ويلي وې:
( د مصر، اردون، سورئې او لبنان سرتېري د اسرائيلو له سرحدونو سره مېشت دي، څو
اسرائيلو ته غاښ ماتونكى ځواب وركړي، موږ يوازي نه يو، بلكي د عراق، الجريا، كويټ،
سودان او ټول عرب ملت سرتيري له موږ سره دي، موږ به نړۍ حيرانه كړو او و به ښيو چي
عرب څومره يو موټي دي).
عراقي ولس مشر رحمان عارف هم يوه بېانيه وركړې وه چي د اسراييلو پر ضد ئې د جګړې
اخطار په ډاګه كاوه.
له اسرائيلو سره د متحدو ايالاتو مرسته همداسي روانه وه، او ګمان كېدى چي اسرائيل
به دا جګړه ګټي، خو د عربي هيوادونو په تېره بېا سورئې، مصر، او عراق وسلو چي د
شوروي اتحاد په وروستۍ تكنالوجي سنبال وې دا حس شنډاوه، اسرائيلو د كاغذ پر مخ ويل
چي د الوتكو شمېر ئې د مصر او سورئې تر هغو اوړي، پداسي حال كي چي مصر د هغه مهال
تر ټولو پرمختللي الوتكي Mig-21 درلودې.
عامو اسرائيلو او يهودو او ددوى لوړ رتبه غړو ګمان كاوه او په دې اند وو چي اسرائيل
به ماته خوري، نو مخكي تر جګړې ئې لا په سلګونو قبرونه د تلابيب په پارك كي كيندلي
وو.
اسرائيلو پر خپلو اپوزيسيونونو ږغ و كړ چي د پوره يووالي لپاره دي په حكومت كي برخه
واخلي،اپوزيسيونونو د اسرائيلي حكومت دا پرېكړه ومنل او ډيرو ګوندونو يو پراخ بنسټه
حكومت جوړ كړ.
كله چي څرګندېدله مصر بريد كوي، نو تر مخه ئې اسرائيلو بريد پيل كړ، دوى دا جګړه د
1967 كال د جون د مېاشتي پر پنځمه نېټه پر مصرېانو پيل كړه ، يوازي ئې د جګړې په
لومړيو شپو ورځو كي 400 الوتكي له منځه يووړې، اسرائيلي ځواكونو په خپلو چټكو
عملېاتو كي سېناى پينينسولا او غزه تراډه هم كلابنده كړه، د جګړې په لومړۍ ورځ
اردوني توپخانې پر بيت المقدس ډزي پيل كړې، خو د اسرائيلو لومړي وزيرLevi Eshkol د
اردون ولس مشر ملك حسين ته خبردارى وركړ چي د جګړې له ډګره ليري و اوسي، د خبرداري
تر اورېدو وروسته ملك حسين هم له جګړې وېره درلوده، او د جنګ له صحنې راووت.
د جګړې له ډګره د اردون په وتلو، اسرائيلو له موقع ګټه پورته كړه، غربي بانك او بيت
المقدس ئې هم محاصره كړ. د سورئې توپخانې د ګولان له لوړو څخه پر شمالي اسرائيلي
سيمو خپلي ډزي پيل كړې، خو بل لوري ته مصر له اسرائيلو سره يوې معاملې ته ورسېد،
كله چي اسرائيل د مصر له لوري پر ارامه سو، نو ئې تصميم و نېاوه چي د ګولان لوړې
لاندي كړي، د ګولان د لاندي كېدو پر سر د اسرائيلو حكومت او اپوزيسيونونو پر دې
موافقه نه درلوده، په ځانګړې ډول موشېدايانو Moshe Dayan .
ملګرو ملتو اسرائيلو ته ګوته ځنډلې وه چي اوربند ته به چمتو كيږي، او هغه وو چي د
جون پر يولسمه اسرائيلو پر اوربند موافقه و كړه. د ملګرو ملتونو د پر له پسې معاهدو
په لړ كي 242 نمبر معاهده هم صادره سوه، چي په جګړه كي شامل هيوادونه ئې د همېشنۍ
سولي و خبرو ته رابلله، او هم ئې ويلي وو چي اسرائيل به له ټولو هغو سيمو چي په
همدې جګړه كي ئې لاندي كړي دي، وزي.
په حقيقت كي همدې جګړې په منځني ختيځ كي د واك بيلانس ته
تغير وركړ، اسرائيلو د 1948 كال په تناسب څو ځله زېاتي سيمي لاندي كړې، لكه د سيناې
پينينسولا لويه دښته، د ګولان لوړي، غربي بانك او ځيني نوري سيمي. د مصر ولس مشر
جمال ناصر چي له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۷۰ پوري ئې واكمني و كړه او په مصر كي ئې د برتانيې
۷۲ كلنه واكمني پاى ته ورسول.
د مصر ولس مشر جمال ناصر چي د عربي نړۍ مشري ئې هم په غاړه درلوده، پر دې وېاړ كاوه
چي څنګه ئې په 1956 كا ل كي و اسرائيلو ته چي د فرانسې او برتانيې ښكاره ملاتړ
ورسره وو. ماته وركړه، خو دا ځل يي له اسرائيلو سره د متحدو اېالاتو د پوځي ملاتړ
له كبله هيلي رښتيني و نه ختې.
د ځينو څېړونكو لكه فواد عجمي له نظره دې جګړې ددې پر ځاى چي فلسطيني عربو ته
نېكمرغي په لاس وركړي، بدمرغي ئې وركړه. په زرګونو عرب فلسطينېان ئې د اسرائيلو تر
ولكې لاندي راوستل، او په منځني ختيځ كي ئې ځيني پاروني په وجود راوړې.
د الفتح په نامه سازمان چي په فلسطين كي ئې د پام وړ برېاوي تر لاسه كړيدي، په 1957
كال او د PLO ېا د فلسطين د خپلواكۍ سازمان په 1964 كال كي تاسيس سول، چي ددواړو
ګوندونو مرام د اسرائيلي حكومت شنډول او د فلسطيني هغې واك ته رسول وو.
د عربو او اسرائيلو تر منځ د شپږ ورځنۍ جګړې وروسته احمد شكايري Shukairy چي د
فلسطين د خپلواكۍ د سازمان مشري ئې كوله له واكه ګوښه او اوسنى مېړنى مشر ياسر
عرفات ئې د مشر په توګه و ټاكل سو، ېاسر عرفات چي په رښتيني ډول ئې د فلسطينېانو
ملاتړ درلود، په منځني ختيځ كي د يوه رښتيني او پېاوړي اتل په توګه تر دې مهاله
سالمه رهبري كوي،
د فلسطين د خپلواكۍ سازمان د فلسطينېانو د يوازني ګوند په توګه د ټولو عربي
هيوادونو لخوا په رسميت و پېژندل سو. خو اسرائيلو په ټينګه له نړۍ څڅه د همدې
سازمان د نه رسميت پېژندني غوښتنه درلوده، د اسرائيلو يوازنى دليل چي ولي دا سازمان
ګواښي دا وو چي نوموړي سازمان ترهګر فعاليتونه سر ته رسوي، هغه يهود چي په 1917 كا
ل كي ئې دې سيمي ته كډي راوړي دي، شړي او په مرامنامه كي ئې د اسرائيلو د له منځه
وړلو ماده وجود لري.
اسرائيلو په راوروسته كي څرګنده كړه چي په حقيقت كي ئې غوښتل له بيت المقدس پرته
نوري ټولي سيمي د عرب ګاونډېانو سره په سوله ايز ډول د تړون له مخي و سپاري، خو
ددوى په وېنا سيمه ايزو نېشليستانو د غربي بانك او د ګولان د لوړو په اړه هم غوښتني
درلودې.
د فلسطين او اسرائيلو تر منځ ددې ستر بحران د له منځه وړلو لپاره نو اوس د پلانونو
وركول پيل سول، Yigul Alon خپله يوه طرحه چي د Alon Plan پلان په نامه ېاده سوه
وړاندي كړه، دې طرحي پر اسرائيلو ږغ كاوه چي د غربي بانك سره پرتې خپلي سيمي دي و
فلسطين ته وسپارل سي.
ددې پلان برسېره په سيمه كي پرتو ځينو يهودانو هم په مخامخ ډول ددواړو خواوو ناسته
او د موضوع حل حتمي ګاڼه. ځكه نو د سودان پلازمېني خرطوم سر مشريزه چي يو غولونكى
پلان وو، د 1967 كال په اګست او سپتمبر كي جوړه شوه، چي دا سرمشريزي ددواړو خواوو
تر منځ د خبرو اترو ور وتړى، او په هيڅ ډول ئې د اسرائيلو په رسميت نه پېزندل نه
منل.
يوه بله معاهده هم په 1975 كال كي د ملګرو ملتونو لخوا خپره سوه، چي د Zionism is
Racism ېا صهيونيت نژادي تبعيض دى، په نامه ېاده سوه، دې معاهدې پر اسرائيلو ږغ
كاوه چي له خپلي سيمي دي هغه بنېاد ګراېان چي د مېشته كېدني مخالفت كوي و شړي.
په اسرائيلو كي په 1977 كال كي د Licud ليكود ګوند په واك ته رسېدو سره د مېشته
كيدني پراختېا رسمي بڼه غوره كړه، او اسرائيلو له هغه مهاله بېا تر همدې پاڼي تر
ليكلو په فلسطيني سيمو كي د يهودانو پر مېشتېدو ټينګار كوي، يوازي په 2003 يم كال
كي 22000 تنه اسرائيلېان په غربي بانك او غزې تراډه كي ځاى پر ځاى سويدي. او شل زره
تنه نور ئې د بيت المقدس او د هغه په شاوخوا سيمو كي مېشت سويدي، او تر پنځلس زره
زېات يهود د ګولان په لوړو كي مېشت سويدي.
مصري ولس مشر جمال ناصر د اسرائيلو او مصر تر منځ اوربند مات او پر سويز كانال ئې
بريد و كړ، دې جګړې په يوه داسي مهال كي صورت و نېاوه چي د اسرائيلو لومړى وزير
Levi Eshkol مړ، او Gulda Meir ګولدا مير يې د ځاى ناستي په توګه ټاكل سوى وو، دا
جګړه هم د دواړو هيوادونو تر منځ د يوې خونړۍ جګړې په توګه ثبت سوېده، ډير څېړونكي
په دې اند دي چي په همدې جګړه كي د بم غورځونكو الوتكو پيلوټان شوروي الاصله وو، چي
د شوروي اتحاد له لوري و جمال عبدالناصر ته رالېږل سوي وو.
د متحدو اېالاتو دفشار له امله چي پر اسرائيلو ئې وارد كړ، دواړه لوري و يوه اوربند
ته سره و رسېدل، او هم ئې و منله چي د ملګرو ملتونو 242 نمبر معاهدې ته غاړه ايږدي.
د عربي نړۍ يوه نامتو او ننګېالى مشر جما ل ناصر هم په ناڅاپي ډول له دې نړۍ سترګي
پټي كړې، او ځاى ناستي انور سادات اوس د مصر مشري په غاړه واخيسته، د انور سادات
تګلاره د اسرائيلو په اړه داسي وه چي له دوى سره ئې نسبي سوله غوښته، او په تدريجي
ډول ئې د فلسطيني سيمو څخه د اسرائيلو وتل غوښتل.
متحدو اېالاتو او ملګرو ملتونو د اسرائيلو د لومړي وزير Levi Eshkol تر منځ
منځكړيتوب كاوه، خو مثبته پايله ئې و نه درلوده.
د مصر د ولس مشر انور سادات غوښتني ورو ورو د جګړې د پيل كېدو په اخطار تبديلېدلې،
خو د اسرائيلو سرسخت صدراعظم ګولدامير هيڅكله دا نه منله چي د اسرائيلو پوځېان به د
فلسطيني ښارو څخه وزي.بلكي هغه به ويل چي د فلسطين او اسرائيلو تر منڅ د سولي
ددايمي تړون تر لاسليكېدو وروسته به اسرائيلي ټولګۍ له فلسطينه راباسي.
د عرب هيوادونو او پخپله مصر و مصري ولس مشر ته په ډاګه كوله چي اسرائيل په پوځي
لحاظ تر مصر تكړه دي، تر هغه مهاله چي مصر پخپل اردو كي اصلاحات را نه ولي، جګړه به
ونه ګټي، نو انور سادات هم غوره و ګڼله چي جګړه د عرب مشرانو تر ليدني كتني پوري و
ځنډوي.