مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

د خپلواكۍ جګړه:
د خپلواكۍ لپاره جګړه، پر دوو جګړو وېشل كيږي، له خپلواكۍ تر مخه جګړه او له خپلواكۍ راوروسته جګړه.
د عرب ځوانانو او يهودو تر منځ جګړه يوازي د ملګرو ملتونو د ( 181) ګڼي معاهدې له صادرېدو لږ وروسته پيل سوه. تر ډېره ځايه عربو د دفاع تګلاره درلوده، او پر هيڅ يوه بانډ او يا هم سيمه ئې تېرى و نه كړ، كه څه هم چي د اردون يوه بانډ، فلسطين ته په ور سپار ل سوو ځيني سيمو باندي يرغلونه و كړل.
له خپلواكۍ تر مخه:
مخكي تر دې چي اسرائيل خپله خپلواكي اعلان كړي، د فلسطيني عربو دوو لښكرو چي د يوه مشري ئې د حاجي امين الحسيني او ددوهم هغې دا ئې د فوزى الكاكجي په غاړه وه، خپلي لښكري په دې نيت چي په دوو عرب ښارګوټو كي به پر يهودو بريدونه كوي، ځاىپر ځاى كړې.
د عربو د يوه لښكر مشر كاكجي، له سورئې څخه و بيت المقدس ته راغى، برتانوي حواكونو له ده سره تړون درلود چي په بريدونو كي به ګډون نه كوي، خو كاكجي دا تړون ته ژمن پاتي نه سو، او له ( Galilee) نومي سمندرګي څخه ئې پر صهيونيستانو بريد و كړ.
د كاكجي لښكر د صهيونيستانو د هګانا، ارګن او ليهي له پوځي ګروپونو سره مخامخ سو. او ورسره ئې درنې جګړې و كړي.
په بيت المقدس كي د عربو پاڅون د ( 1947) كال د نومبر پر دېرشمه نېټه پاى ته ورسېد، خو فلسطيني سرتېرو د همدې كال تر پايه د بيت المقدس محاصره و ساتل، بيت المقدس ته ئې د تيلو، اوبو، غذائي او ارتزاقي موادو له تېرېدو مخنېوى كاوه.
خو ( 1949) كال په عمومي ډول، دواړو هم عربو او هم يهودو اوسېدونكو ته زېان واړاوه، په بيت المقدس كي عامه وژني تر سره سوې، او ډېر عرب اوسېدونكو له خپلو كورځايونو كده وكړه.
له برتانوي حكومته چي څومره د جګړې د پاى ته رسېدو توقع كېدله، هو يې و نه كړه، خو جګړې كرار كرار پاى و موند، هغه څه چي د جګړې د پاى ته رسېدو لامل وو هغه د وسلو نشتوالى او د روزل سوو عسكرو نه موجوديت وو.
ددې لپاره چي اسرائيلو د بيت المقدس بنديز پاى ته رسولى وي، نو د يهودو يوه سازمان، هګانا خپل يو پلان په كار اچولى وو، دې پلان د مسلحو ځواكونو، پوځي تكتيكونو او په پورته او كښته سيمو كي د يهودو د عملېاتو تشكيل جوړاوه.
خو د پلان د پلي كېدو شېبه هم را ورسېده، هګانا خپل لومړي عملېات د 1500 تنو ځواكونو په درلودو سره پيل كړل، دې يهودو ځواكونو د عربو پر كلونيه او قسطل ښارونو چي بيت المقدس ته د نښلونكي سړك په څنګ كي پراته وو، بريدونه پيل كړل او د عربو محاصره يې پاى ته و رسول.
د قسطل ښار د اپريل پر اتمه نېټه د يهودو لاس ته ورغى، او د هغه ځاى فلسطيني پېاوړىقوماندان عبدالقدير الحسني شهيد كړل سو، او په شمال كي د كاكجي حواكونو ته هم ماته وركول سوه.
د يهودو مشر په خپل يوه بېان كي وويل چي دا برېاليتوبونه غواړي د متحدو ايالاتو ولس مشر ترومان ته وښيي چي يهود نه ماتېدونكى قوت دى.

د عربو بريد:
په ۱۹۴۷ م ميلادي كال كي انګليسي عسكر له فلسطينه ووتل.د برتانيې په وتلو سره نو نور په فلسطين كي دا درامه امريكا او اسرائيلو په لاس كي واخيسته. د متحدو اېالاتو له لوري لوبغاړى هاري ايس ترومن او د اسرائيلو له لوري داكتر وايزمن وو.
د ( 1948) ميلادي كال د مى پر ( 14) مه نېټه يهودو د اسرائيلو يو خپلواك دولت اعلان كړ .
د اسرائيلو د خپلواكۍ پر مهال كه څه هم وايزمن ناروغ وو، خو خپله پوره هڅه ئې كوله چي اسرائيل په امريكا، فرانسه، او برتانوي حكومت باندي په رسمي ډول و پېژني.
همداسي و سول، داكتر وايزمن له هاري ايس ترومن څخه د اسرائيلو د رسميت پېژندني په اړه تحريري يا ليكلى سند تر لاسه كړ.
د امريكا ولس مشر هاري ايس ترومن په خپلو ېادښتونو كي داسي ليكي : يولس دقيقې وروسته له هغه چي اسرائيلو خپل خپلواك دولت اعلان كړ ، ما خپل مطبوعاتي منشي چارلي راس راوغوښت او ورته و مي ويل چي هر څومره ژر دي و نړۍ ته د متحدو اېلاتو لخوا د اسرائيلو د رسميت پېژندني اعلاميه نشر كړي، چارلي راس هم په ډيرو لنډو شېبو كي د نړيوالو تر غوږونو دا اعلاميه و رسول.

د امريكا ولس مشر هاري ايس ترومن، چي له ۱۹۴۳ څخه بېا تر ۱۹۵۱ پوري ئې ولس مشري و كړه او پخپله همدې دوره كي ئې د اسرائيلو دولت په رسمينت و پېژاند.

په فلسطيني خاوره كي د اسرائيلو د خپلواك دولت د اعلانولو او د متحدو ېالاتو له لوري د همدې دولت رسميت پېژندني په مسلمانه نړۍ كي د ډيرو مسلمانانو غبرګون را و پاراوه، په همدې شپو او ورځو كي ګاونډيو عرب هيوادونو پر اسرائيلو بريد و كړ، دوى دا بريد د اسرائيلو پر څو سيمو و كړ. د ۱۹۴۸ م كال د مى ۱۴مه-: د اسرائيلو لومړنى صدراعظم David Ben-Gurion په فلسطين كي د اسرائيلي خپلواك حكومت د خپلواكۍ اعلاميه لولي.

د بريد په لومړۍ مرحله كي د مصر او سورئي ځواكونو پرمختګ كړى وو، په ځانګړې ډول مصر چي د ټانكونو او درنو وسلو ملاتړ ور سره وو، ددې بريد په بهير كي مصري ځواكونه و توانېدل چي ( Negev) فتحه او ډيري سيمي چي د معاهدې له مخي يهودو ته وركول سوي وې، و نيسي.
د مصر او اردون دې برياليتوبونو د فلسطينيانو د يوه خپلواك دولت پر جوړېدو سېورى و غورځاوه، اردون پر خپله هغه معاهده چي يهودانو ته په وركول سوو سيموبه يرغل نه كوي،وفا و كړه، خو سوريه او مصر پر خپلو ژمنو پاتي نه سول.
اسرائيلېان تر اوسه په تلابيب كي د مصري ځواكونو لخوا د هغه مهال سخت او كوټلى بريد پر زړه لري، چي په څومره زېات شمېر الوتكو ئې پر سيمو بريدونه و كړل. مصرېانو په نيګيف كي هم همداسي بريد سر ته رسولى وو، او غوښتل يې چي دا سيمه د اسرائيلو له منګولو و باسي، سورئې هم له وخت څخه په ګټه اخيستنه په همدې جګړه كي فلسطين ته په ورسپارل سوو سيمو كي د ليدني وړ برېاليتوبونه تر لاسه كړه.
كله چي اردون د معاهدې له مخي پر يهودي سيمو بريدونه و نه كړل، نو عرب سرمشريزي هغه لاري چي بيت المقدس ته تللې، محاصره كړې، چي په همدې ترتيب ئې بيت المقدس چي د ملكرو ملتونو د دوو معاهدو له مخي نړيوال سوى وو، تر سخت فشار لاندي راوست. په بيت المقدس كي مېشت يهودي دولت بله لاره و نه مونده، د ( Burma Road) پنامه ئې د يوې بلي لويي لاري پرانيستلو كار پيل كړ، د همدې لاري په پاى ته رسېدو سره ئې د بيت المقدس محاصره پاى ته ورسول.
د ( 1948) ميلادي كال د جون په مېاشت كي يو اوربند د ذيدخلو ځواكونو لخوا عملي سو، خو عربو دا اوربند و نه مانه او د څېړونكو له نظره عربو ددې اوربند د نه منلو په اساس لويه سهوه و كړه. اسرائيلو له همدې اوربند خخه خپله اعظمي ګټه پورته كړه. خپل عسكر ئې د جګړې لپاره و روزل، په وسلو بار لوئي كښتۍ ئې سيمي ته واردي كړې، او شپېته زره كسيز ځواك چي په مجهزو وسلو سنبال وو، و جكړې ته تېار سى كړ.
ددې اوږده اوربند په بهير كي د اسرائيلو د هګانا، پالما، ارګن او ليهي ګروپونه سره يو ځاى او په ګډه ئې د ( I.D.F) يا Israel Defense Force د اسرائيلو دفاعي ځواك په نامه يو لوى ځواك جوړ كړ.
د همدې څلورو اسرائيلي ډلو يووالى په رښتيني ډول ټينګ او يو موټى و ساتل سو، حتى تر دې چي د اوربند پر مهال اسرائيلي ارګن، سازمان غوښتل په وسلو يوه بار كښتۍ چي د ( Altalena) پنامه ېادېدل د خپل ځان لپاره په كوچنيو جګړو كي استعمال كړي، خو كله چي اسرائيلي لومړى وزير بين ګرين ددې كښتۍ د سپارلو غوښتنه و كړه نو ارګن ډلي يې انكار و كړ، او په پايله كي د اسرائيلو لومړي وزير د كښتۍ د غرقېدو امر وكړ.
د اوربند پر مهال له عرب هيوادونو سره بخت ېاري و نه كړه، د يوه اسلامي هيواد لخوا فلسطينيانو ته په وسلو يوه بار كښتۍ هم چي و سوريې ته د تګ پر لاره وه، سورئې ته و نه رسېدل، او د اسرائيلو هګانا ډلي محاصره كړه. د اوربند له پاى ته رسېدو سره سم اسرائيلو دمصرېانو سره جګړه پيل كړه، مصرېانو ته ئې ماته وركړه او سېناي پينينسولا Sinai Pininsula ته داخل سول. د اسرائيلو دا بري هم عربي نړۍ حيرانه كړه، خو د برتانوي الوتكو په ليدو سره د اسرائيلو دفاعي ځواك يا I.D.F و شاته تګ ته اړ سو.
په همدې لس ورځنۍ جګړه كي چي ددوو اوربندونو تر منځ پېښه سوې وه، اسرائيلي ځواكونو د عربو دوه نور ښارګوټي چي رام الله او لاډ نومېدل، هم لاندي كړه.
د رام الله او لاډ ښارګوټو ستراتيژيك اهميت درلود، ځكه ددې ښارګوټو له لاري عربو كولاى سول چي بيت المقدس محاصره كړي. اسرائيلي ځواكونو ددې دواړو ښارونو له نيولو وروسته له دې ښارګوټو ډېر فلسطينيان په بې رحمه او ناځوانمردانه توګه ووژل، او ډېر نور يې له دې ښارګوټو و شړل.
اسرائيلي ځواكونو په ډېر بې رحمانه ډول هغه كوچني فلسطيني كلي او بانډې چي د تلابيب په شاوخوا كي پراته وو، هم په بشپړ ډول ويران كړل، ځكه دوى غوښتل په مركزي فلسطين كي چي د اسرائيلو دولت دى، فلسطينيان و نه اوسيږي.
څېړونكي چي د منځني ختيځ په چارو كي څېړنه كوي، ددې برېاليتوبونو اصلي لامل د يهودو اتفاق، له وخت څخه ګټه اخيستنه او همږغي بولي. خو متاسفانه چي عربو او هم فلسطينېانو دا ډول برى په لاس را نه وړ.
كله چي په ( 1949) كال كي د عربو او اسرائيلو تر منځ جګړه پاى ته ورسېده، نو د ملګرو ملتونو يوه راپور و ليكل چي اسرائيلو له عربو څخه هغه سيمي چي د ملګرو ملتونو د طرحي په اساس و فلسطين ته وركول كېدې، لاندي كړيدي، او تر اته اوېا په سلو كي زېاته سيمه ئې اشغال كړېده، خو هيڅ يوه هڅه اوپلان بيرته ددې سيمو د اخيستلو لپاره دملګرو ملتونو لخوا وړاندي نه سو، او نه ئې بېا بيت المقدس نړيوال اعلان كړ.
د فلسطيني حكومت د جوړېدو لپاره د ملګرو ملتو په پلان كي وركول سوې ځمكه يو څه اسرائيلو لاندي كړه، او مصر هم د غزې تراډه لاندي كړه، غربي بانك يا West Bank چي له اقتصادي پلوه ئې ستر ارزښت درلود د اردون په لاس ورغى.
د همدې خونړۍ جګړې په بهير كي او ېا لږ راوروسته كي ( 762000) تنه فلسطينېان عرب له اسرائيلي سيمو څخه راوشړل سول او په ګاونډيو عربي هيوادونو كي يې پناه واخيسته.
دا سيمي تر همدا اوسه پوري همداسي بې سرنوشته پاتي دي، عرب هيوادونو له اسرائيلو سره د همېشنۍ سولي د تړون د لاسليكېدو څخه سرغړونه كوله، اسرائيلو هم له خپلي موقع ګټه اوچتوله، او د يوه كميسيون په منځګړيتوب ئې خپلي پولي و ټاكلې، چي په نړيواله كچه نه دي منل سوي.
تش په نامه د ملګرو ملتونو ادارې په 1948 او 1949 ميلادي كلونو كي د عربو او اسرائيلو تر منځ اوربندونه ترتيب كړيدي. د ملګرو ملتونو عمومي اسنبلې 194 مي معاهدې د عربو او اسرائيلو تر منځ ددښمنۍ پاى اعلاناوه او ټولو هغو كډوالو ته چي غواړي بيرته خپلو كورځايونو ته كډه و كړي، اجازه وركول.
همدا ډول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د 62 مي معاهدې موخه دا وه چي د فلسطينېانو او اسرائيلو تر منځ يو لنډ مهاله تړون لاسليك كړي، چي دا تړون ليك به ددواړو خواوو تر منځ د سولي يو دايمي او اوږد مهاله تړون ته لار پرانيزي.
د اسرائيلو پولي چي په ( 1949) كال كي د يوه لاسپوڅي كميسيون لخوا ټاكل سوي وې، يو لنډ مهاله ارامي را منځ ته كړه، خو د كډوالو موضوع چي د ټولو موضوعاتو په سر كي ئې ځاى درلود، همداسي پاتي سوه.
د تړون په وسيله رامنځ ته سوې ارامي ورو ورو په نارامۍ بدلېده، چي اسرائيلو ډېر كم شمېر مهاجرو ته د بيرته راتګ اجازه وركړه او زېات شمېر نور مهاجر همداسي په پنډ غالو كي پاتي وو.
كله چي په ( 1948) كال كي نړۍ Bipolar يا دوه قطبي سوه نو شوروي اتحاد او د ختيځي اروپا هيوادونو چي لومړى ئې د صهيونيستي حكومت ملاتړ كاوه، اوس د عربو پلوي و نيول. په داسي حال كي چي متحدو اېالاتو او د لوېديځي اروپا هيوادونو د اسرائيلو ملاتړ كاوه.
د زمان په تېرېدو د اسرائيلو دفاعي ځواك يا I.D.F ټول په فرانسوي او امريكائي وسلو سنبال سو، او عرب هيوادونه په خاص ډول سوريه او مصر له شوروي تكنالوجۍ نه ګټه اخيسته. عرب سرمشريزي يا Arab League د اسرائيلو پر ضد د صنعتي هيوادونو يو ائتلاف جوړ كړ، چي تر ( 1990) كال پوري يې بشړ فعاليت درلود.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery