د محمد ګل خان مومند
اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه
يادون
محمد ګل خان مومند زموږ د هېواد د معاصر سياسي تاريخ او فرهنګ په اتلو څېرو کې يوه
وتلې او ځلنده څېره ده. محمد ګل خان مومند نه يوازې د هېواد د خپلواکۍ په ګټلو کې
خپل کارنده رول ترسره کړى، بلکې د تيارو او جهالت (سقاوي واکمنۍ) په له منځه وړلو
کې يې هم د يادونې وړ رول ترسره کړى دى. وزير محمد ګل خان مومند د هېواد د بهرنيو
او کورنيو دښمنانو نيتونو ته په ډېره ځيرتيا متوجه و، نو ځکه خو يې د ځينو نورو
بادرکو پښتنو مشرانو له ايډيالونو سره سم پښتانه په شمال کې د يرغلګرو پر وړاندې د
يوه سپر په توګه ودرول او د تجزيه غوښتونکو هيلې يې له خاورو سره برابرې کړې.
وزير صيب نه يوازې د هېواد سياسي ژوند ته متوجه و، بلکې اقتصادي او فرهنګي مسايلو
ته يې هم ځانګړې پاملرنه لرله. هغه پښتانه د ښاري کېدنې او نوي اقتصادي سيستم له
جوړښت سره اشنا کړل او هم يې د فرهنګ دروازې ورته خلاصې کړې او د يوه مخکښ فرهنګي
جريان پر روزلو يې پيل وکړ، پښتنو ته يې دا حق حاصل کړ چې په خپل هېواد کې په خپله
ژبه ليک او لوست وکړي، خو د پښتنو د دومره لوى خدمتګار له دومره سترو وياړنو او
خدمتونو سره سره تراوسه پورې د هېواد په خپرونو کې د هغه په باب ډېر هغه څه چې لازم
وو، چا نه دي ليکلي، خو زموږ د ولس د ځينو مخورو او روښانفکرانو په زړونو او ذهنونو
کې د هغه په باب ډېر څه شته چې تراوسه لا د کاغذ پر مخ نه دي راغلي. ما غوښتل چې د
دغو مخورو يادونه، خاطرې او خبرې اترې له ذهنونو څخه د کاغذ پر مخ لوستونکو ته
وړاندې کړم، خو په دې دوو کلونو کې د هېواد حالات داسې راغلل، چې د ژوند د چارو د
ډېرو برخو توازن ګډوډ شو، نو په دې وجه د هغو کسانو ليدنه کتنه راته ګرانه شوه چې
ددې کار لپاره ضرور وو. له دې کبله زما نيمګړى زيار نيمګړى پاتې شو. هيله لرم چې
درانه لوستونکي او د محمد ګل خان مومندبابا د پتمنې لارې لارويان او مينان به زموږ
د عذر دا ټکى له پامه ونه غورځوي.
په ډېر درنښت
په ټوله پښتنه مينه
اسمعيل يون
١٣٧٣/٥/٢٠
پېښور