د محمد ګل خان مومند
اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه
لومړى څپرکى
د محمد ګل خان مومند ژوند ليک
((ښاغلى محمد ګل خان د محمد خورشيد غونډ مشر زوى، د مومن خان لمسى، د عبدالکريم
کړوسى په قوم حسين خېل مومند دى. د ١٣٠٣هجري قمري کال د روژې مياشتې پر ١٣ ورځ د
کابل د اندرابيو په کوڅه کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړه او دود علوم يې په خصوصي
ډول له پوهانو څخه لوستي دي)).
پر ١٣٢٧هـ ق کال د حربي ښوونځي په دويم ټولګي کې د زده کوونکي په توګه شامل او تر
پنځه کلنې تعليمي دورې نه وروسته بريالى فارغ شو او د اردلانو په غونډ کې د توپچي
څانګې د قوماندان په حيث وټاکل شو. په دغه شاهي ټولګي کې يې له يوې خوا کنډک ته درس
ورکاوه، له بلې خوا يې د حربي ښوونځي د سرښوونکي په توګه وظيفه اجرا کوله او ددغه
بريالي خدمت په نتيجه کې دسپه سالارصالح- محمد خان د ياور په حيث مقرر شو او د شاهي
ګارد د قوماندانۍ چارې هم وروسپارلې شوې.
محمد ګل مومند د ١٢٩٨ کال د جوزا پر مياشت، د هغه هيئت غړى و چې د محمد ولي بدخشاني
په مشرۍ (مولانا سيف الرحمن الکوزى، فيض محمد زکريا، محمد اسلم ميرشکار، بشير
احمدخان، عبدالحميدخان، عزيزالرحمن فتحي، محمد اديب افندي، عبدالغني ترجمان، غلام
جيلاني)، د افغانستان د خپلواکۍ د معرفي لپاره اروپا او امريکا ته ولاړ.
ده پر ١٣٠٣ل کال د پکتيا د عسکري قوماندان او اعلى حاکم، پر ١٣٠٦ کال د مزارشريف د
ملکي تفتيش د رئيس په حيث او بيا د ننګرهار د عسکري قوماندان په حيث پر کار شروع
وکړه. په سقوي نا اراميو کې لومړى پر کور ناست و. څرنګه چې عمومي امنيت او د هېواد
خپلواکي يې په خطر کې وليده، نو له خپل رسمي او ملي نفوذ څخه يې د وطن د نجات لپاره
کار واخيست او پر مبارزه يې شروع وکړه. تر سقوي نا اراميو وروسته محمدګل مومند د
لومړۍ کابينې په تشکيل کې داخله وزير او سربېره پر وزارت د ننګرهار د تنظيمه رئيس
په حيث وټاکل شو او تر هغه وروسته د پروان او کاپيسا ولايتونو د چارو د تنظيم لپاره
مقرر شو او بيا پر ١٣٠٩ل کال د ولايتونو؛ د کندهار او فراه ولايتونو د تنظيمه رئيس
په حيث مقرر شو او په زړه پورې خدمتونه يې ترسره کړل. پر ١٣١٢ل کال د قطغن،
مزارشريف، بدخشان او ميمنې د تنظيمه رئيس په توګه وټاکل شو او د ښو خدمتونو له کبله
يې د لمر عالي نښان واخيست. پر ١٣١٩ کال د دولت د وزير په حيث مقرر شو. محمد ګل خان
مومند د ١٣٣٤ل � ١٩٥٥م کال د لويې جرګې چې د انګرېز د امپرياليزم په مقابل کې د
پښتونستان د مسالې په باب د ګډ تصميم نيولو په غرض جوړه شوې وه، د نايب سالار وظيفه
اجرا کړله.
محمد ګل خان مومند چې پښتانه يې د بابا او دادا په نوم يادوي پر ١٣٤٣ل کال د اسد
مياشتې پر ٢٧ مه ورځ د سهار پر ٨بجو د ٨٠ کالو په عمر د زړه درېدو په اثر، د کابل
په بريکوټ کې وفات شو او په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شو (١))) (( د مرحوم
محمد ګل خان مومند د جنازې په مراسمو کې د هغه وخت د دولت ډېرو لوړو دولتي اشخاصو
برخه اخيستې وه)).
له محمد ګل خان مومند څخه يو اولاد (يوه لور) پاتې چې د لال پورې په شېراحمد نومي
واده ده. ((دغه راز يو وراره يې محمد پتنګ نومېده، چې د محمد ګل خان مومند تر وفات
وروسته يې د ده د ځينو اثارو خپرولو ته توجه کوله)). (٢)
مرحوم محمد ګل خان مومند په دري ژبه کې هم د ښه قلم خاوند و، پر ترکي او روسي ژبو
هم پوهېده.)) (٣)