د عمده سرچينو پېژندنه:
د شاه محمود افغان او د هغه پوځيانو د اروايي او فزيكي پېژندنې لپاره، دغه
راز پر اصفهان د افغانانو د يرغل په باب له تعصبه ډكو ايراني او افغاني
سرچينو ته تر مراجعې وړاندې بايد د اروپايانو يادښتونو او خاطرو ته پام
وكړو، چې د افغانانو له خوا د اصفهان د كلابندۍ په بهير كې هلته موجود وو،
چې د اصفهانيانو، د ايراني واكمنانو د تدابيرو او له خلكو او دولتي كسانو
سره د افغانانو د چلند په باب يې له كينې او تعصب پرته ليكنې كړې دي. په دې
برخه كې درې نوموتي تاريخي اثار په لاس كې لرو، چې په اړونده موضوع كې مو
مرسته كوي. لومړى اثر (تاريخ سياح مسيحي) دى، چې د يوه پولېنډي كشيش
كروسينسكي J. T Krusinske له خوا ليكل شوى او د (بصيرتنامې) او يا (عبرتنامې)
په نومونو هم ژباړل شوى.
كروسينسكي ۲۰ كاله په ايران كې تېر كړل، داصفهان د محاصرې او فتحې په
ستونزمنو ورځو كې هورې و، چې د ۱۷۲۵م كال د جون تر لومړيو، يانې په اصفهان
كې د شاه اشرف افغان تر جلوس څو اوونۍ وروسته هملته و، چې د خپل شهرت له
كبله هم د شاه سلطان حسين په دربار كې منل كېده او هم يې له محمود افغان
سره راشه درشه درلوده. له اوضاع څخه ښه خبر و، له دې كبله يې ليكنې هم له
عيني واقعيتونو برداشتونه دي.
دا كتاب پر پاړسۍ سربېره په تركي، فرانسوي، انګرېزۍ او لاتينۍ ژبو هم ژباړل
شوى، چې ايرانپوهان، نور څېړونكي او پوهان ګټه ځنې اخلي. د مسيحي ګرځندوى (سياح)
رساله په ۱۳۵۲ل كال په تهران كې (بررسهي هاى تاريخي) نومې مجله (۴_۵ ګڼو)
كې چاپ شوې، چې په ۱۳۵۴ل كال بيا د ډاكټر اسمعيل رضوان له خوا په مستقل ډول
په تهران كې چاپ شوې ده.
په افغانستان كې هم په ۱۳۸۲ل كال (پژوهشي نگاه معاصر در تهران) نومې موسسې
د كروسينسكي رساله د سيد جواد طباطبايي په زيار بيا ليكلې او چاپ كړې، چې
په كې د يوه فرانسوي (دوسرسو) نظر هم راغلى دى.
دويم اثر ګراسننګ انګرېز لاس لكهارت اثر دى، چې (انقراض سلسله صفويه و ايام
ايتلاى افاغنه در ايران) نومېږي. له لومړي لاس ماخذونو او سرچينو څخه په
ګټه اخيستلو د ګرځندويانو يادښتونه، د شرقي هند، هالېنډ، د فرانسې قنسول د
استازو يادښتونه په كې راغلي، چې د اصفهان د كلابندۍ پر مهال يې په ګڼو
اروپايي او ايراني سرچنو كې له علمي او تاريخي تحليلونو سره يوځاى چاپ كړي.(۲)
دا كتاب لومړى ځل د مصطفى قلي عماد له خوا وژباړل شو، چې په ۱۳۴۳ل كال په
تهران كې خپور شو، وروسته بيا د ډاكټر اسمعيل دولتشاهي له خوا هم وژباړل شو
او په ۱۳۴۴ل كال په تهران كې چاپ شو. د عماد ژباړه په ۱۳۶۴ل كال بيا نوې او
ليكوال (سيستاني) زياتره له همدې كتاب څخه ګټه اخيستې ده.
درېيم مهم او ګټور اثر (اشرف بر تختګاه اصفهان) نومى اثر دى چې ډاكټر فلور
په ايران كې د اصفهان د سقوط پر مهال د هالېنډ �د هند د شرقي كمپنۍ� د
استازو د ورځنيو يادښتونو له مخې ليكلى، په دې اثر كې د ايران د دښمنانو
لكه روسيې او عثمانيه تركيې پر وړاندې د شاه اشرف د جګړو په باب ګټور مطالب
راغلي دي. د يادونې وړ ده چې په دې درېيو اثارو كې د افغانستان د ملي
غورځنګونو، په ځانګړې توګه د هوتكيانو د غورځنګ د تاريخ په باب ډېر مهم او
ګټور مسايل او مطالب راغلي، چې څرګنده نه ده افغان تاريخپوهان ولې پام نه
ورته كوي؟ ان د (افغانستان در پنج قرن اخير) نومي كتاب ليكوال هم دغو اثارو
ته سرسري كتنه كړې ده، حال دا چې په دوى كې د پوځيانو لږه توقع، د افغانانو
جګړه ييزه روحيه، ډسپلين او عسكري نظم، خوراك، پوښاك، د افغان مېرمنو ګاڼه،
صورت، خوى او اخلاق او له ايرانيانو يا ايران مشرانو سره چلند، د ټولنيزو
ډلو او طبقو په باب يې ليدلورى، پر صفوي حكومتي نظام يې د بري لامل،
ايرانيانو له لاسه يې د ماتې لاملونه او په سلګونو نور موضوعات په دې دوو
اثارو كې راغلي دي.
مخ پر وړاندې، پر اصفهان تر بري پورې:
شاه محمود (۱۷۱۶=۱۷۲۵م) د ميرويس نيكه زوى يو ځواكمن او زړور جنګيالى و، خو
د خپل پلار په كچه يې ځراكت، تجربه او تدبير نه درلود، ځكه د جلوس پر مهال
۱۸كلن و او د خپل پلار مقام ته تر رسېدو پورې يې ډېر وخت ته اړتيا لرله. خو
ډېر مسووليت او لږې تجربې د هغه عمر لنډ كړ، ان تر درېيو كلونو هم.
د كروسينسكي د ليكنې له مخې شاه محمود افغان د ايران او په صفوي دولت كې د
اختلاف او درز ونو په باب معلومات د خپل پلار له خولې، ان د مرګ پر وخت
اورېدلي وو، له دې كبله يې د ايران تر زړه پورې د پرمخيون سوچ درلود.(۳)
د هرات د ابداليانو او د كندهار غلجيو له خوا د صفوي لښكرو تر پرله پسې
ماتو وروسته دى په دې پوه شو چې په ايران كې اوضاع بدله ده، كه هر زړور څوك
وغواړي يو غوڅ او بريمن بريد وكړي، بريالى كېږي. دى د ۱۷۱۹م كال په دوبي كې
د يوه ۱۱۰۰۰كسيز پوځ په ملتيا (د لكهارت په حواله) له كندهاره ووت او داسې
يې وښووله چې ګواكې له ابداليانو سره د جګړې خيال لري، خو كله چې دلارام ته
ورسېد، سيستان ته يې مخه كړه، د دې ولايت تر نيولو وروسته يې د كرمان لار
ونيوله. د سيستان او كرمان ترمنځ په وچه او سوځنده دښته (كوير لوت) كې د
محمود پوځ ډېر تلفات وركړل. كله چې كرمان ته ننوتل، د ښار واكمن له جګړې او
مقاومت پرته ښار پرېښود او اصفهان ته وتښتېد. كرمان له تلفاتو پرته د شاه
محمود افغان لاسته ولوېد، چې ۹مياشتې يې پرې واكمني وكړه. صفوي دولت محمد
قلي بېګ قزويني له ۹۰۰۰سپاره پوځ سره يوځاى د افغانانو مقابلې ته ولېږه، خو
دا پوځ د شاه محمود افغان له خوا وځپل شو، په كندهار كې د سلطان بېجن لكزي
تر مشرۍ او د ملك جعفر سيستاني (محمود سلطان بېجن يې په كندهار كې د خپل
نايب په توګه ټاكلى و) په ملګرتيا د پاڅون خبر د اصفهان پر لوري د محمود
افغان پرمخيون په ټپه ودراوه. ځان يې ډېر ژر كندهار ته ورساوه او په كندهار
كې يې پاڅونكو مشران اعدام او امنيت يې ټينګ كړ.(۴)
لكهارت په څرګنده د هغو كسانو نظر ردوي چې وايي ګواكې د قزلباشو قوماندان
لطف علي خان داغستاني د محمود پر وړاندې جګړې لپاره كرمان ته لاړ او محمود
ته يې ماتې وركړه. نو ځكه د محمود لښكرو كرمان پرېښود، لكهارت دا خبره
يوازې د لطف علي خان باټې ګڼي.
د مجمع التواريخ په روايت لطف علي خان (هغه څوك و، چې په بې تدبيرۍ، غرور
او غوسه كې يې نوم درلود)(۵)
په دې توګه لطف علي خان په غوڅ ډول يو بې كفايت او بې زړه قوماندان ونومول
شو، ځكه چې د محمد قلي بېګ قزويني تر مشرۍ لاندې د ۹۰۰۰كسيز پوځ له شتوالي
سره سره يې د محمود پر وړاندې جګړه نه غوښته، ده هېڅ كوم نقش ونه لوباوه،
دا پوځ يې په خپله ړنګ شو. په هر حال، شاه محمود دوه كاله په كندهار كې تم
شو، پر ايران يې د بريد لپاره ځان ځواكمن او په ۱۱۳۴ه (۱۷۲۱_۱۷۲۲م كال) يې
له مجهز پوځ سره د اصفهان د نيولو لپاره له كندهاره ووت او د ۱۷۲۱م كال د
اكتوبر پر ۲۱مه كرمان ته ننوت. كرمان له كومې ستونزې پرته د هغه لاسته
ولوېد، خو ارګ د محمود پر وړاندې خپلې دروازې وتړلې او مقاومت يې پيل كړ،
افغانانو د ارګ د نيولو لپاره ډېر درانه تلفات ومنل، خو بريالي نه شول. بيا
يې ارګ كلابند كړ د كرمان قوماندان رستم محمد سعدلو چې ارګ يې له هره اړخه
پياوړى كړى و، په مېړانه دفاع كوله. تر دې چې ووژل شو. رستم سعدلو د ۱۷۲۲م
كال په جنورۍ كې ووژل شو او ځايناستى يې چې د جګړې او مقاومت وړتيا يې نه
لرله، د پيسو په اخيستلو له محمود سره روغه وكړه.
محمود هم ډېرې پيسې ومنلې او هوډ يې وكړ چې د اصفهان پر لوري به خپل
پرمخيون ته دوام وركړي.(۶)
بله پېښه چې په كرمان كې يې د افغانانو پاڅون نور هم غښتلى كړ، له محمود
څخه د هغه ولايت د زرتشتيانو ملاتړ و، ځكه په دې ښار او د ايران په نورو
برخو كې دوى د شيعه ملايانو او ديني مشرانو له خوا سپكېدل، چې ډېر ترې په
تنګ وو. دوى اړ وو د هر هغه پاڅون اوهڅې ملاتړ وكړي، چې صفوي ځواك ختموي.
زرتشتيانو ګام پر ګام د محمود ملاتړ كاوه، ده هم له دې وضعې د ځان پر ګټه
استفاده وكړه او د زرتشتيانو هركلى يې وكړ.
په دې لښكركښۍ كې د محمود د پوځ يو بريالى مشر د سيستان يو زرتشتى و، چې
نصرالله (ړوند سلطان) نومېده. د نصرالله دا عادت و چې تل به يې يوه سترګه
پټه نيوله، له همدې كبله يې په (ړانده سلطان) شهرت موندلى و. د افغاني
پوځيانو په مشرتابه كې د زرتشتي قوماندان شتون په هغو مذهبي اختلافاتو كې
له يوې خوا د محمود افغان هوښياري څرګندوله، له بله پلوه يې په نظامي چارو
كې د (ړانده سلطان) د بېسارې مېړانې او وړتيا څرګندويي كوله. كېدى شي يو بل
دليل يې له شاه محمود افغان سره د كرمان د زرتشتيانو همږغي او د شاه محمود
افغان شتون وي. په هر حال، شاه محمود تر كرمان وروسته د يزد پر لوري مخه
كړه، كله چې يزد ته ورسېد، خلكو د افغان لښكرو پر وړاندې مقاومت وكړ. محمود
د يزد له كلابندۍ ډډه وكړه او د اصفهان لوري ته روان شو. د ۱۷۲۲م كال د
مارچ په لومړيو كې افغان پوځيان د اصفهان په ۲۰كيلومترۍ كې ګلناباد سيمې ته
ورسېدل، تر دې ځايه پورې د افغان ځواكونو د مخنيوي لپاره د ايران دولت له
خوا هېڅ ډول مقابله او مقاومت ونه شو.
د ګلناباد برخليك ټاكونكې جګړه:
د شاه محمود د پوځ په باب هم د تاريخ كښونكو روايتونه سره اختلاف لري. ځينې
كسان يې شمېر ۸زره او ځينې ۲۸زره، ځينې نور بيا له ۳۰زره څخه تر ۴۰زره پورې
كسان ښيي. خو د شاه محمود د پوځ هغې شمېرې ته په پام سره چې دوه كاله
وړاندې يې په مرسته تر كرمان پورې مخته تللى و او لكهارت يې شمېره
۱۱۰۰۰سپاره ښيي، اټكل كولاى شو چې شاه محمود په كندهار كې په خپله دوه كلنه
استوګنه كې زيات كندهاريان د بلوڅانو، هزاره ګانو او نورو په ګډون د ايران
پر پلازمېنه د بريد لپاره راټول كړي وو. دا اټكل چې دا ځل يې بايد د نورو
مهالونو په پرتله د پوځ شمېر زيات واى، حقيقت ته نژدې دى.(۷)
خو كروسينسكي وايي: افغان پوځ د اصفهان تر كلابندۍ وروسته كه څه هم ډېر مړي
پرېښوول، بيا يې هم شمېر ۲۰ زره ته رسېده. د عبدالله ايشيك اقاسي په وينا،
شاه محمود نكل كوي، چې د اصفهان د محاصرې پر وخت د افغان پوځيانو شمېره زرو
پښتنو، اته زره هزاره وو او څلور زره بلوڅو ته ورسېده.(۸)
خو لكهارت بېلابېلو شمېرو ته په پام سره وايي: د شاه محمود د پوځيانو شمېر
دا ځل تر ۱۸۰۰۰كسانو زيات نه و، حال دا چې صفوي دولت د اصفهان د دفاع لپاره
۵۲زره جګړه مار چمتو كړي وو.
لكهارت دا يادونه هم كوي چې ښايي د اصفهان د نيولو لپاره به دا پوځ بس نه
و، خو بايد ياد وساتو چې د افغانانو مذهبي ملاتړ، زړورتيا او جګړه مارۍ دا
خلا ډكوله.(۹)
فرانسوي څېړونكى او لرغونپوه مادام ژان ديولافوا چې په منځينو پېړيو كې د
ايراني ودانيو د معماري سبك د مطالعې لپاره په ۱۸۸۱م كال ايران له نژدې
ليدلى او ودانۍ يې كتلې وې، پر هغه ښار د افغانانو د يرغل تر يادولو وروسته
د صفوي پوځيانو شمېر چې په وسلو او زغرو سبمال وو، ښه اسونه او ښه ركابونه
يې لرل، ۶۰زره او د افغان جنګياليو شمېر چې د تورې له پړكا پرته يې نور څه
نه لرل، ۲۰زره كسه ښيي او زياتوي چې له افغان پوځيانو سره ۱۰۰ زنبورك
توپونه، چې پر اوښانو لېږدول كېدل، يوځاى وو.(۱۰)
په هر حال، د ۱۷۲۲م كال د مارچ پر اتمه د افغان برخليك جوړوونكو پوځيانو
جګړه د صفوي دولت پر ضد چې په قوي توپخانو سمبال وو، په ګلناباد كې پيل
شوه.
شاه محمود هوتك تر جګړې وړاندې د خپل پوځ كتنه وكړه، د خپلو لنډو خو
پاروونكو خبرو په ترڅ كې يې ورته وويل: �د ايران ناپايه شتمني په تاسو پورې
اړه لري، پام مو وي كه په جګړه كې مو ناغېړي وكړه، نو په سوځنده او وچو
دښتو كې به مړه شئ، بله ګټه به ونه وينئ�. بيا يې ګبرانو (زرتشتيانو) ته هم
وويل: كه ايرانيان بريالي شي، نو يو تن به هم ژوندى درپرې نه ږدي، تاسې ټول
بۀ تر تېغ تېر كړي.(۱۱)
د افغان پوځ په مورچه كې امان الله خان له ځينو جنګياليو سره په ښي لاس او
نصرالله زرتشتي د بلې ډلې په مشرۍ په كيڼ لاس او شاه محمود د دواړو ډلو په
منځ كې ودرېد. د ايرانيانو له خوا رستم خان او د (حويزه) والي سيد عبدالله
د نصرالله خان زرتشتي پر وړاندې ودرېدل.
اعتمادالدوله محمد قلي خان د شاه محمود او د لرستان والي عليمردان د امان
الله خان پر وړاندې ودرېدل. جګړه د مارچ د اتمې د مازيګر تر څلورو بجو
وروسته د ايرانيانو له خوا پيل شوه، چې د شپې پر ۹ بجو پايته ورسېده. د
ايرانيانو كينه ګرې لښكرې له افغاني پوځيانو سره د پرتلې وړ نه وې، داسې
ښكارېدل چې برى به د ايران په برخه شي، خو وروسته چې د دواړو خواوو وسلې او
پوځونه په كار ولوېدل افغان جنګيانو د صفويانو پر نامنظم او ګڼو لښكرو برى
وموند.
د ايران تر ټولو جنګيالى پوځ د رستم خان تر مشرۍ لاندې جنګېده، چې ډېره ښه
جګړه يې كوله، خو بيا هم د افغانانو تر تېغونو تېر شول، د تېښتې پر وخت د
رستم خان اس پر ځمكه ولګېد، ده غوښتل بيا پر زين كښېني چې پر سر يې يو وار
وربرابر شو او د افغانانو د نيزو په ګوزارونو سورى- سورى شو.
عليمردان خان چې بختياري او د كوه ګيلويه ملېشې يې تر لاس لاندې وې، تر
همدې مرګونو ګوزارونو لاندې راغى، ورور يې ووژل شو او دى هم سخت ټپي، پر
ځمكه ولوېد، كه پوليانو يې په وينو لړلى بدن له ځمكې نه اوچتولاى، د رستم
خان په برخليك به اخته كېداى.
اعتمادالدوله محمد قلي خان چې وليدل د ايراني پوځونو دوو نورو ستونونو هم
ماتې وكړه، پرته له دې چې مرسته يې وكړي، پر خپلو ملګرو يې د شاتګ امر وكړ.
افغانانو صفوي پوځونه داسې په مخه كړي وو، چې هغوى ونه شول كړاى خپلې
توپخانې په كار واچوي. يوه اروپايي توپچي يوازې وكړاى شول، وړاندې تر دې چې
د افغانانو د اسونو تر ګامونو لاندې راشي، درېيو توپونو ته اور ورته كړي او
بيا وتښتي.
قزلباشو پوځونو هم د جګړې له ډګر څخه داسې تېښته وكړه، چې كله اصفهان ته
ورسېدل ان په ځان پسې يې د ښاري دروازو د تړلو وخت هم نه درلود، كه
افغانانو هماغه شېبه ايراني پوځيان تعقيبولاى، ښايي له هر ډول مقاومت پرته
يې اصفهان نيولاى او د اصفهان ښاريانو به هم د كلابندۍ له كبله د لوږې
ستونزه نه ګاللاى. خو افغانان وړاندې رانغلل، دوى د غنيمتونو، خپلو مړو او
ټپيانو په راټولولو لګيا وو، په دې جګړه كې د ايرانيانو د تلفاتو شمېره
۵_۶زره كسان ثبت شوي، حال دا چې د افغانانو تلفات د ايرانيانو په پرتله يو
په لس زيات ښوول شوى دى.(۱۲)
يو هالېنډي شركت د ۱۷۲۲م كال د مارچ پر لسمه په خپل يوه ګزارش كې د افغان
بريد كوونكو په وړاندې د صفوي دولت د پوځونو كمزوري داسې رسوا كوي: �نن
باوري سرچينو خبر راكړ، چې منشي الممالك انګرېزانو ته وويل: دا هغه وخت دى
چې بايد د ايران پاچا ته خپله دوستي اثبات او د افغانانو د ماتې لپاره چې
څومره مرستې ته اړتيا لري، هغه وركړي. انګرېز استازي په ځواب كې وويل: په
دې وخت كې خپله دوستي نه شي ثابتولاى، ځكه دوى د خپل استوګنځي دفاع هم نه
شي كولاى، نو د هغه پوځ پر وړاندې به څنګه مقاومت وكړي، چې د ايران ۴۲زره
كسيز پوځ ته يې ماتې وركړه؟ مازيګر مهال موږ ته وويل شول چې قورچي باشي او
ايشيك اقاسي باشي هم ښار ته راستانه شوي، هغه ټولې اوازې درواغ وختلې چې
ويل كېدل قللراقاسي تر اوسه پورې د افغانانو په وړاندې پر جګړو بوخت
دى.(۱۳)
د اصفهان سقوط او د ايران د صفوي لړۍ زوال:
افغان ځواكونو د مارچ پر ۱۶مه د اصفهان پر لوري خپل پرمختګ ته دوام وركړ.
ارامني مېشتې جٌلفا نومې سيمه له تلفاتو پرته افغانانو ته په لاس ورغله.
محمود پر ارمنيانو داسې ماليات وضعه كړل، چې دوه ځله يې بايد وركړي. ويل
كېږي چې له هغوى څخه ۵۰ ارمنۍ نجونې تښتول شوې وې، كله چې شاه محمود ترې
خبر شو، امر يې وكړ چې ډېر ژر دې خوشې شي، چې خپلو كورنيو ته ستنې شي.(۱۴)
د مارچ پر ۱۶_۱۷نېټه د شاه سلطان حسين ښايسته ماڼۍ (فرح اباد) چې له اصفهان
څخه دباندې ښارته نژدې جوړه شوې وه افغانانو ته په لاس ورغله، دلته
افغانانو ته ۵ عيار شوي توپونه هم په لاس ورغلل.
شاه محمود فرح اباد پر اصفهان باندې د خپلو نورو بريدونو لپاره د اډې په
توګه وټاكه، چې د مارچ پر ۲۰مه افغانانو پر ښار بريد وكړ. د كروسينسكي په
وينا �د نوروز په ورځ شاه محمود پر اصفهان بريد وكړ، خو بريالى بريد نه و.
دوشنبه د وري (حمل) پر درېيمه د يوه ستر بريد لپاره تيارى ونيول شو، خو
افغان جنګيالي بيا پر شا وتمبول شول. نو اعلان يې وكړ چې خبرې اترې ته حاضر
دي، له مخورو ارمنيانو يې وغوښتل چې د منځګړو په توګه له مركزي دولت سره
خبرې وكړي، خو هغوى ونه منل. اخر افغانان سره سلا شول چې اصفهان له كلابندۍ
پرته بل ډول له پښو نه شي غورځولاى. دا د وري له درېيمې د غويي (ثور) تر
نيمايي پورې د مركزي حكومت پوځونو او پاڅونكو د اصفهان پول په دواړو غاړو
كې واړول، چې كومه جګړه ونه شوه. شاه محمود په ښار كې د خپلو مېشتو
جاسوسانو په مرسته د ايراني دربار او د ايراني پوځيانو په باب معلومات
ترلاسه كول، چې د جګړې لپاره به يې تيارى نيوه. په دې وخت كې يې وغوښتل
پلازمېنې ته لار پرانيزي، خو شاته وتمبول شو. خو بل بريد له مقاومت سره مخ
نه شو، ځكه ګرجي پوځيان چې د پله ساتندويان وو، په درانه خوب ويده وو.
سرتېري تر دې ساتندويانو واوښتل او افغان پوځيانو ته يې لار پرانيستله، بيا
يې خپلې مورچې ټينګې كړې او له ښاره د وتلو لارې يې بندې كړې. تر دې مهاله
ګومان كېده چې افغان پاڅونكي به پر اصفهان بريد نه كوي، نو ځكه ايراني پوځ
دومره د مرستې غوښتنه نه وه كړې. كله چې يې پام شو دوى تر پله واوښتل او
ښار يې كلابند كړ، نو له درانه خوبه پاڅېدل او هڅه يې وكړه چې ښار ته د
مرستې زمينه برابره كړي.(۱۵)
څرنګه چې كلابندي بشپړه نه وه، خلكو دا وس درلود چې خواړه او نور توكي د
ښار له لوېديځه ترلاسه كړي. دا كلابندي د اپرېل په مياشت كې بشپړه شوه، چې
هېڅوك هم ښار ته نه شو دننه كېداى او يا هم بهر نه شو وتاى. په اپرېل كې ان
تر دې وړاندې هم افغانان د سولې او كرمان ته د مراجعې په سوچ كې شول. دوى
پر همدې مهال د حويزه د خان له خوا د شاه په امر ليكل شوى ليك ترلاسه كړ،
په كې ليكلي وو چې له ترلاسه كړو غنيمتونو او شتو سره دې كندهار ته لاړ شي،
شاه به نور شته هم وركړي. افغانانو چې ليك ولوست د دولت پر نورو كمزوريو هم
وپوهېدل او ځواب يې وليكه چې شاه دې خپله يوه لور له ۵۰۰۰۰ تومانه جهيز سره
يوځاى شاه محمود ته وركړي، دغه راز كندهار، كرمان، سيستان او خراسان دې شاه
محمود ته پرېږدي، دغه د سولې لار ده كنه تر بري پورې به كلابندي ختمه نه
شي. د ايران لوري ځواب وركړ چې سني ته د شيعه لور وركول ناشوني دي، رعيت ته
د شاه د لور وركړه خو بېخي ليرې خبره ده، ستاسو نور شرايط د منلو وړ
دي.(۱۶)
كاشكې پاچا خپله لور چې وروسته يې محمود ته وركړه، هماغه مهال وركولاى چې د
اصفهان خلك له لوږې دومره نه ځورېدل او نه مړه كېداى. افغانانو چې د شاه دا
ځواب واورېد تر غوڅ بري پورې يې د كلابندۍ تصميم ونيو.
كروسينسكي د اصفهان د كلابندۍ پر مهال د خلكو د وضعې په باب كاږي: �تر
درېيو مياشتو وروسته په اصفهان كې د خرو او اوښانو غوښې خرڅېدې، خره به په
پنځوسو تومانو پلورل كېدل، اخر نه پيدا كېدل. خلكو د سپيو او پيشوګانو غوښې
خوړلې. چې څلور مياشتې وروسته د انسانانو خوړل پيل شول، پنځه قصابان په دې
كار بوخت وو، نوي مړي به يې چې پيدا كړل، ورنونه به يې غوڅول او خوړل به
يې.
د اصفهان خلكو دا عادت نه درلود چې كلنۍ غله دې په كور كې وساتي، ورځنۍ
اړتياوې به يې هره ورځ بشپړولې، د ښار د كلابندۍ سوچ خو يې هېڅ وخت هم په
ذهن كې نه ورګرځېده، اخر خبره دې حد ته ورسېده، چې د ونو پوستكي به يې په
تاله خرڅېدل، په هاونګ كې به يې كوټل، يا به يې د زړو بوټانو تلي راټولول
او اېشول به يې، اوبه به يې څښلې. خلك به په كوڅه او بازار كې چپه كېدل او
مړه كېدل، پېغلو نجونو او بې كسه ښځو به چې د لمر مخ يې نه و ليدلى، خپلې
لورګاڼې به يې پر سر ايښې وې او نارې به يې وې، مړې كېدې به، خو چا به د
مړو د ښخولو پروا هم نه كوله، ټول ښار د انسانانو په مړو ډك شو...�(۱۷)
دغه راز د دوسرسو په وينا �ځينو كسانو به په پټه د مړو غوښې پرې كولې او
خوړلې. كله، كله به خلكو د نويو مړو شويو ماشومانو غوښې خوړلې، ان زيات
مهال به ښځو خپل بچي خوړل. په اصفهان كې وضعه دومره خرابه وه چې چا به مړي
نه ښخول، بلكې په كوڅه او بازار كې به يې پرېښوول، خلك به پر مړو ګرځېدل،
اخر ټولو ته عادي شوه. خلكو مړي سيند ته واچول، چې د سيند اوبه يې خرابې
كړې او تر يوه كاله چا ځنې استفاده نه شواى كولاى�.(۱۸)
د پولېڼدي كشيش دا څرګندونې د صفوي دولت بې كفايتي، راتلونكي ته نه پاملرنه
او د ايران د خلكو پر وړاندې د هغه حكومت بې پروايي ښيي. كه وزيرانو او
چارواكو پر خلكو لږ پام كولاى، بايد ښار ته يې تر يوه كاله خواړه
برابرولاى، يا يې خلك له كلابندۍ او د هغې له بدو پايلو خبرولاى، چې هر چا
خپل او د خپلې كورنۍ غم خوړلاى او يوه چاره يې سنجولاى. خو له بده مرغه چې
وزيران او چارواكي يوازې د خپلو جېبونو د ډكولو او د خپلو سيالانو د وېرولو
په غم كې وو.
كه څه هم افغانان تر حكومتي ګوليو او ګواښونو لاندې وو، د اصفهان له
كلابندۍ راهيسې يو كس يې هم ونه وژل شو. د ايراني سرتېرو د توپونو شمېر۴۰۰
ته رسېده، سره له د ېچې دوى ورڅخه ډزې كړې وې او د كارول شويو ګوليو شمېر
يې ۱۶۰زره توپونو ته رسېده، خو سرتېرو به له دې توپونو داسې استفاده كوله،
چې ان ۴۰۰افغان سرتېري يې هم ونه وژل�.(۱۹)
د همدې پولېنډي كشيش په وينا يو ځل ښاريانو د پاچا ماڼۍ سنګسار كړه او له
هغه څخه يې هيله وكړه چې له ماڼۍ څخه راووځي او د خلكو پر وړاندې دې حركت
وكړي، چې ځان د ايران د ژغورنې لپاره قربان كړي. خو د شاه دروازه ساتونكو د
ماڼۍ د دروازو تر شا د ګوليو په ډزو سره خلك سره وپاشل. پاچا خلكو ته ځان
ښكاره نه كړ، خو د ۱۷۲۲م كال په مې مياشت كې دوه- درې ايراني خانانو د
عليمردان خان په مشرۍ (چې مخكې په جګړو كې ټپي شوى و) له څه خوړو او ۵۰۰۰
سپاره پوځيانو سره د اصفهان مرستې ته راودانګل، كله چې شاه محمود له دې
موضوع خبر شو، نصرالله زرتشتي يې له ۴۰۰ سپاره پوځيانو سره يوځاى مقابلې ته
ولېږه، نصرالله اصفهان ته نژدې د دې پوځ مخه ونيوله او په خپل بريد سره يې
د هغوى ۱۵۰۰تنه ووژل، چې پاتې نورو تېښته غوره كړه.(۲۰)
د سپټمبر په وروستيو كې مركز ته خبر راغى چې د تون او طبس واكمن ملك محمود
سيستاني له لس زره كسيز پوځ سره د اصفهان مرستې ته راروان دى. دې خبر د
اصفهان خلك خوشحال كړل، خو كله چې شاه محمود افغان دا خبر واورېد، نو ډېر
ژر يې د هغه هېوادوال نصرالله زرتشتي د خبرو اترو لپاره د هغه مخې ته
ولېږه، هغه په ګلناباد كې له ملك محمود سره وليدل، د هغه د ګرانبيه ډاليو
تر وركړې وروسته يې ورته وويل چې اصفهان د تسليمۍ او صفوي لړۍ د سقوط په
حال كې ده، نو له شاه محمود افغان څخه دې دغه ګټل كېدونكى وياړ نه اخلي.
نصرالله ټينګار وكړ، چې د اصفهان د ژغورنې لپاره دې له هر ډول سوچ څخه لاس
واخلي. له هغه څخه يې غوښتنه وكړه چې له افغانانو سره يوځاى شي او د هغوى
په مرسته دې په غوڅ ډول پر خراسان واكمني وكړي، پرملك محمود سيستاني د
نصرالله خان زرتشتي خبرو ډېر اغېز وكړ، نو ډېر ژر خراسان ته ستون شو.(۲۱)
ځينو ويلي چې ځانغوښتونكو او ډارنو وزيرانو شاه سلطان حسين له ملك محمود
څخه ووېراوه، چې كه هغه له خپل پوځ سره اصفهان ته ننوت، ښايي د ايران د
سلطنت پر تخت كښېني او صفوي لړۍ به ختمه كړي. نو پاچا ملك محمود ته پيغام
ولېږه چې له راغلې لارې دې بېرته ستون شي، ځكه ګواكې صفوي دولت دومره توان
لري چې د اصفهان او ايراني سلطنت دفاع وكړي. ملك محمود د پاچا په دې ځواب
ډېر نهيلى شو، خراسان ته ستون او د خپلې واكمنۍ پر پراختيا بوخت شو.
لنډه دا چې څومره كلابندي ځنډېده، د اصفهان دخلكو وضعه لا پسې خرابېده. د
ډاكټر شفا په وينا �د كلابندۍ پر مهال شاه سلطان حسين او سلاكارانو يې هڅه
وكړه چې د نذر، دعا، نياز، چلو، غټو او وړو دعاګانو په مرسته بلاګانې او
ناروغۍ دفع كړي. كله به پېريان راغوښتل كېدل كله به افغان مشرانو ته اجل
لېږل كېده، چې د اصفهان له كلابندۍ لاس واخلي. خو د هالېنډ د شرقي هند شركت
د كاركوونكو په وينا په اصفهان كې د اصفهان د پېښو ورځپاڼې وليكل: �له
دومره تدابيرو سره- سره كار مخته نه لاړ، په ښار كې دومره قحطي زياته شوه
چې يو من غنم ۲۰زره درهمو ته ورسېدل، وروسته بيا غنم هېڅ نه پيدا كېدل، نه
هم وربشې او وريجې، خبره د خره، سپي، اوښانو او موږكانو خوړلو ته
وغزېده�.(۲۲)
د پلازمېنې تر شپږمياشتنۍ كلابندۍ وروسته، د قحطۍ، لوږې او مړينې له كبله
سلطان حسين اړ شو له سطنتي تخت څخه راكښته او شخصاً د دښمن پوځ ته ورشي، د
خپل ژوند او سلطنت برخليك د شاه محمود پښو ته واچوي.
د هرات ښاريانو په ۱۷۳۰او د كندهار ښاريانو ۱۷۳۸م د همداسې يوې اوږدمهالې
كلابندۍ تريخ خوند د نادر افشار او په ۱۸۳۷_۱۸۵۷م كال هراتيانو د محمدشاه
قاجار له خوا وڅكه، خو خلكو د سپي او پيشيو غوښې ونه خوړلې، بلكې مقاومت يې
وكړ. حال دا چې د دې دوو ښارونو كلابندۍ ۱۱مياشتې وخت ونيو، خو اصفهان
يوازې ۶مياشتې او څو ورځې په كلابندۍ كې و.
په هر حال، لښكركښيو او لوټونو هر وخت خوار او كم توانه خلك ځپلي، خو شتمنو
يوازې د لوږې ستونزه ګالـله، اصفهان د اكتوبر مياشتې په وروستيو كې خپلې
وروستۍ ساوې كښلې. د عيني شدهدانو په وينا چې لكهارت يې دا ليدنې ثبټ
كړي�هغه سرتېري چې د كلابندۍ په ورځو كې (د اكتوبر ۲۳مه) د كلاګانو د ساتنې
لپاره ګمارل شوي وو، د دې پرځاى چې هلته استوګنه وكړي، غوره يې ګڼله چې په
روغتون كې واوسي�.(۲۳)
د انګرېز شرقي هند شركت د استازو په وينا �د ايران ځواكمن پاچا پر۱۲ بجو د
اكتوبر پر ۲۳مه له كوم جلال او درناوي پرته له خپلې سلطنتي ماڼۍ ووت، د
ويده بېوزلي كس جامې يې په تن وې، چې د نوكرانو له څېرې يې خواشيني
اورېدله. داسې ښكارېدل لكه د هغه ښاغلي رسمي تشيع مراسم چې ترسره
كېږي�.(۲۴)
د رستم التواريخ په روايت: د كلابندۍ په همدې ورځو كې د اصفهان په دمورقاپي
كې څلوېښتو ږيرورو او يوسل او لس ۱۴_۱۵كلنو شهزادګانو ژوند كاوه چې له
اړوندو مېرمنو يا مينزو سره د پاچا د يوځايتوب حاصل و.(۲۵)
پاچا خواشينى او زړه ماتى په خپل كور او د ښار په واټونو كې چې له مړو ډك
وو، ګرځېده، غوښتل يې د خپلې خوښې ماڼۍ (فرح اباد) ته ورسېږي، دا ځاى اوس د
شاه محمود د واكمنۍ ځاى و او خپل شاهي تاج د شاه محمود افغان پر سر كښېږدي.
د فرانسوي كشيش دوسرسو په وينا: �پاچا له خپله تخته كښته كېدو ته همدومره
هيله من و، چې محمود پر سلطنتي تخت جلوس ته تږى و�.(۲۶)
له شاه سلطان حسين صفوي سره د شاه محمود افغان د چلند په باب لكهارت د يوه
عيني شاهد (د فرانسې د قنسول د ژباړن ژوزف آپي ساليمييان) له قوله، چې د
صفوي شاه د تسليمۍ پر وخت يې د محمود غلجي دربار ته لار موندلې وه، كاږي:
�محمود د تالار په يوه څنډه كې ناست و، شاه د تالار په بله څنډه كې كښېنول
شو. شاه سلطان حسين وويل: د خداى غوښتنه به همدا وه چې زه نوره واكمني ونه
كړم. اوس د دې وخت دى چې ته د ايراني سلطنت پر تخت كښېنې. زه خپل سلطنت په
ډېره مينه درسپارم او له خدايه دې برياليتوب غواړم.
تر دې خبرو وروسته يې له خپل دستار څخه د پاچايۍ تاج ليرې او هغه يې محمود
ته وړاندې كړ، خو كله چې يې وليدل شاه محمود انكار كوي او خواشينى دى، نو
له تسليموونكي شخص (امان الله) څخه يې واخيست او هماغسې چې ناست و، هغه يې
په خپل لاس د محمود پر سر وتاړه او بيا يې ورته د بري غوښتنه وكړه. تسليم
شوى پاچا بېرته خپل ځاى ته راغى او ارام كښناست. وروسته چاى او قهوه وڅښل
شوه، دا مهال پر سلطان حسين باندې د شاه محمود زړه وسوځېده او ورته ويې
ويل:
مه خپه كېږه، د انسان بخت همداسې بې ثباته دى. لكه څنګه چې د خداى اراده
وي، يوه ته پاچايي وربخښي او كه وغواړي ترې اخلي يې، كله يې له يوه قومه
اخلي بل ته يې وركوي. خو زه ژمنه كوم چې د پلار په سترګه به درته ګورم او
ستا له مشورې پرته به يو كار هم ونه كړم�.(۲۷)
په دې توګه د شاه سلطان حسين او د صفوي لړۍ اوږدمهالې دوره په ډېر ټيټال
سره پايته ورسېده. يو افغان قوماندان امان الله هماغه مازيګر له ۳۰۰۰افغان
سپرو سرتېرو سره اصفهان ته لاړ. د ماڼۍ پر درازه يې مهر او لاك ولګاوه او د
ايراني سرتېرو پرځاى يې خپل سرتېري ولګول. بله ورځ امان الله امر وكړ چې د
ښـار له لارو څخه دې سړي ايسته كړل شي، بيا يې يوه لار وسنجوله، چې ښار ته
په وړ اندازه خواړه راشي او خلكو ته دې ورسول شي. بله ورځ امان الله د شاه
محمد د راتلو لپاره وړ ترتيبات ونيول، د احتياط له مخې يې د لارې په اوږدو
كې پر جګپوړو ودانيو او د جوماتونو پر منارو وسلوال سرتېري پر ساتندويۍ
وګمارل.
د اكتوبر پر ۲۶مه شاه محمود په ډېر برم او درنښت سره د فرح اباد پر لوري
حركت وكړ او اصفهان ته دننه شو.
د عيني شاهدانو په وينا: �په دې ډله كې لس سپاره منصبداران تر شا يې د ۲۰۰۰
په شاو خوا كې سپاره چې په كې د ايراني دربار مشران هم ليدل كېدل، په حركت
كې وو. وروسته ميراخور افغان له ۱۵سپرو سره ليدل كېده، چې پر يوه ښايسته
شوي او ځانګړى شاهانه اس راروان و، ورپسې ځينې وسلوال او په هغو پسې د نظام
۱۰۰۰ پلي سرتېري په حركت كې وو.
په لنډه فاصله كې بيا د تشريفاتو د ټولو رئيس د ۳۰۰ سرو جامو لرونكو
زنګيانو (تورپوستو) په منځ كې روان و. دا زنګيان د اصفهان له اسيرانو ټاكل
شوي وو، چې د افغان فاتح ساتندويي وكړي. په څلوېښت ګامه فاصله كې محمود
غلجي پر هغه اس سپور و، چې د عربستان والي په همغو ورځو كې ورډالۍ كړى و.
سلطان حسين يې كيڼ خوا ته روان و، په دې دوو مشرانو پسې ۳۰۰سپاره غلامان په
حركت وو.
وروسته مفتي او امان الله، لومړى وزير (صدراعظم) محمود، ملا زعفران،
نصرالله زرتشتي، ملا موسى خزانه دار، محمد اقا ناظر البيوتات محمود روان
وو. تر دې وروسته د شاه ځينې اعتمادالدوله او جګپوړي صاحب منصبان له ځينو
افغان صاحب منصبانو سره روان وو، چې ورپسې به سل اوښان چې يو- يو شمخال
(زنبورك) توپ بارو روان و. تر ټولو وړاندې به ۶۰۰ سازږغوونكي روان وو، چې
ورپسې به ۶۰۰۰ سپاره سرتېري مله وو. د شېراز له پله څخه د اوښتو پر مهال يې
شاه حسين د ماڼۍ د باغ له لارې جېل ته ولېږه. داسې ښكارېدل چې شاه محمود د
مات شوي شاه حضور د بري په مراسمو كې هم تشخيص كړى وي.
خپل يون ته يې ادامه وركړه، چې لږه شېبه وروسته د ښار دروازو ته ورسېدل. كه
څه هم د سيمې اوسېدونكو غمونه او ستونزې لرلې، خو بيا هم خپلې هوساينې ته
په سوچ كې وو، ځكه يې د نوي واكمن پر وړاندې درناوى خپل كړ. د اسونو پښو ته
يې ګرانبيه توكي وغوړول او هوا يې عطرينه كړه. هغه توپونه چې پر اوښانو بار
وو، كله ناكله چلول كېدل او لسو افغانانو چې تر نورو وړاندې روان وو، په
نوبت سره يې په لوړ ږغ پر محمد او يارانو يې صلواة او درود وايه.(۲۸)
كله چې سلطنتي ماڼۍ ته د ننوتو مراسم ترسره شول، افغان سرتېرو په لوړ ږغ
چيغه كړه (الله اكبر) محمود د ماڼۍ له دروازې څخه تر ننوتو وروسته د ماڼۍ
تالار ته لاړ او پر تخت كښېناست. د شاه سلطان حسين بېواكه شويو چارواكو او
وزيرانو شاه محمود ته د وفادارۍ او درناوي لوړه وكړه، د توپونو په هوايي
ډزو سره خلك له موضوع خبر كړاى شول. محمود د جلوس تر مراسمو وروسته ټولو
حاضرينو ته مېلمستيا وركړه، په دې توګه پر ايران باندې د افغانانو واكمني
پيل شوه. د كروسينسكي په راپور كې راغلي دي: �يو لامل چې د افغان په بري كې
يې ستره ونډه درلوده، د پوځيانو نظم و، ښايي په هېڅ ځاى كې به هم سردار له
داسې ځواك څخه برخمن نه و او فرمان يې نه چلېږي� (سقوط اصفهان، بروايت
كروسينسكي، تهران، ۴۹مخ).
كروسينسكي د افغان جنګياليو د روحيې په باب وايي: �جګړه او وژنه د افغانانو
عادت دى، څوك په جګړه كې له دښمن څخه مخ نه شي اړولاى، كه څوك تر شا شي،
ناڅاپه يې وژني. د اصفهان د كلابندۍ پر وخت زه د عباس اباد پله ته نژدې د
جګړې نندارچي وم. يو افغان مې وليد چې ښى لاس يې غوڅ و، د كتار شاته راغى،
ساتندويانو ګومان كاوه چې له جګړې څخه تښتېدلى دى، غوښتل يې مړ يې كړي، هغه
خپل لاس وروښود، دوى بيا هم راضي نه شول او ويې ويل: كه ښي لاس دې له كاره
لوېدلى په كيڼ لاس جګړه وكړه، كه دې هغه لاس هم له كاره ولوېد، په خوله
جګړه وكړه او پر دښمن ناړې تو كړه، چې خداى(ج) لوى اجر دركړي..�
كه له افغانانو څخه توره، ليندۍ، ټوپك او نورې وسلې ځمكې ته ولوېږي، د هغه
لپاره له خپل اس څخه نه راكښته كېږي، په اس ځغلونه كې دومره چابك دي، له
شاه څخه يې ځان كښته راغزوي او پر ځمكه خپل لوېدلي شيان راپورته شوي. كه به
يې هر ښار او هره سيمه نيوله، كه په سيمه كې به يې څوك ليده چې د جواهرو
يوه پلنډه پر سر لېږدوي، په لښكر كې به د دې سيمې اړوند اوسېدونكي شخص هڅه
كوله چې دې كس ته څوك زيان ونه رسوي. كه به يې اسيران نيول، تر لږې مودې
وروسته به يې خوشې كول.
دوى په جګړه كې ډېر كسان ونيول، خو هغوى يې د خپلو اولادونو په توګه ومنل.
په كارونو كې توكل لري، ځانپالونكي نه دي. غنم ډېر كاروي، خواړه ډېر نه سره
كوي، د پسه كولمه له اوبو ډكوي، بيا يې پر ملا تړي او د اړتيا پر وخت يې
كاروي. د خوړو پر وخت تكلف نه كوي، ډوډۍ او نور خواړه پر ځمكه ږدي بيا يې
خوري. له اوبو پرته نور څه نه څښي. بېلابېل شالونه، موچڼې او نور كالي لري،
چې ځانونه له لمر او خپله وسله له باران څخه خوندي ساتي. پراخ او جګ كالي
اغوندي، مېرمنې يې هم له ستر پرته كوڅو ته راوځي. ډېرې ښايسته دي، چې د لمر
غوندې بې حجابه رابهر كېږي، په غوږونو كې يې د بلور او مدنګ غوږوالي
ځړېږي�.(۲۹)
له دې شرحې څخه ښكاري چې افغانان ساده، كم توقع، خو ډېر جنګيالي، زړور او
باانضباطه خلك دي او د خپل بري لپاره تر مرګه جنګېږي.
په ايران كې د شاه محمود پاچهي:
كروسينسكي لكه مخكې هم چې يادونه وشوه، د اصفهان د كلابندۍ پر وخت په هغه
ښـار كې د خلكو د زړه بوږنوونكې وضعې شاهد و. د محمود په لاس يې تر فتحې
وروسته څو ځلې له شاه محمود سره وليدل، چې د هغه څېره او شخصيت داسې
انځوروي:
�هغه منځنى قد درلود، پلنې اوږې، پراخ مخ، ټيټه پزه، تېزې سترګې، توند
كاته، لنډه غاړه، سره ږيره يې وه. هر سهار به يې د خپل پوځ له زورورو
سرتېرو سره غېږ نيوله، د ورځې په بهير كې به يې هم هغه سپورټ كاوه، چې د
هغه بدن ته يې قوت وركاوه. هره ورځ به يې پنځه پسونه ورته راوړل، چې ده به
په خپله توره دوه نيم كول. د لنډو نيزو په وهلو كې ډېر ماهر و، چې نښان به
يې نه خطا كېده، پر اس باندې په سپرېدو كې دومره چست او چالاك و، چې له
ركاب پرته به يې اس ټينګ كړ او كله چې به يې ښى لاس د اس پر شا كښېښود، نو
رواناوه به يې. ډېر لږ خوب يې درلود، چې د لښكركښيو پر مهال به يې خوب نه
كاوه.
د شپې به يې شخصاً د ساتندويانو خبر اخيست او په اصفهان كې به يې خپله ګزمه
كوله، په خوړو كې منځلارى و، هرڅه به چې لاسته ورتلل قناعت به يې كاوه. له
خپلې مېرمن (د شاه حسين سلطان لور) پرته به يې څه نه څښل. له هغې څخه يې يو
زوى درلود، چې دى هېڅ له هغې پرته له بلې هېڅ مېرمنې سره يوځاى نه شو.
شاه محمود د شاه حسين خلاف چې عياش، هوساينه خوښوونكى او مهربان و، ډېر
فعال او ځواكمن ښكارېده. د قصاص او تعزير پر وخت به يې د هېچا شفاعت نه
كاوه. د چا زارۍ يې نه منلې، بلكې يوازې يې شرعي حكم ټينګاوه او د دښمن پر
وړاندې ډېر توند و. په جګړو كې اكثره د خپل پوځ په وړاندې روانېده.(۳۰)
په هر حال، شاه محمود درې كاله پر ايران واكمني وكړه. (۱۷۲۲_۱۷۲۵م) نوموړي
په پيل كې يو خوښ او منځلارى كس و، چې پر ايران باندې يې د واكمنۍ پر وخت
يوازېنى كار او انساني عمل د اصفهان قحطۍ ځپلو خلكو ته د خوړو لېږدول و. د
خپلې واكمنۍ په لومړيو مياشتو كې يې په خپل منځلارتوب او معتدل چلند سره
ډېر ايرانيان حيران كړي وو. دومره روغ عقل يې درلود، چې د صفوي سلطنت د
پېچلو اداري چارو د نيولو لپاره يې د افغانانو بې تجربه توب تشيخص كړى و.
له دې كبله يې وزيران او نور جګپوړي كاركوونكي پر خپلو دندو پرېښودل، د هر
يوه تر څنګ يې يو افغان وټاكه. په دې توګه افغانانو ته د اداري فن زده كړه
هم اسانه شوه. دوى ايراني كارپوهانو ته ځير وو. چې د رشوت اخيستلو او فساد
لامل نه شي او په پايله كې هغه مهال ايران د محمود د واكمنۍ په پيل كې له
داسې حكومت څخه برخمن شو، چې په تېره نيمه پېړۍ كې يې سارى نه درلود.
شاه محمود هغه كسان چې شاه او خپل هېواد ته يې خيانت كړى و، يا يې هم د
افغانانو په ګټه څارګري كړې وه يا اعدام كړل يا يې هم بنديان او په دې توګه
يې خاينانو ته د عبرت درس وركړ. هغه به په څرګنده ويل، له هغو كسانو سترګې
نه شي پټولاى چې شاه او خپل دولت ته يې خيانت كړى وي. په وړ وخت كې به ده
ته هم خيانت وكړي.(۳۱)
تر دې وروسته محمود امر وكړ په ښار كې دې اعلان وشي كه ايرانيان، په ځانګړې
توګه د اصفهان خلك غواړي له افغانانو سره وګوري، له ځايه دې اوچت شي او پر
سينه دې لاس كښېږدي. د افغانانو درناوى دې وكړي، دا دود نن هم په افغانانو
كې شته، چې د كلتور يوه برخه يې ګڼل كېږي.
پر دې سربېره محمود ټولنيزې ډلې په اوو درجو ووېشلې، چې افغانان په كې د
فاتحې ډلې په توګه په لومړي مغلوب ايرانيان په اوومه درجه كې راتلل. دا
چلند شل كاله وړاندې د ايرانيانو له خوا د كندهاريانو او هراتيانو پر
وړاندې ترسره شوى و.
په دې وخت كې د ايران په كمين كې دوه ناست دښمنان يانې روسيې د ستر پطر تر
مشرۍ او عثماني تركيه يو، يو خطر ګڼل كېدل. په ځانګړې توګه چې پطر د دربند
مشهور ښار نيولى هم و. دا مهال شهزاده طهماسب صفوي چې وړاندې له اصفهان څخه
تښتېدلى و، د ۱۱۳۵هـ د محرم پر ۳۰مه_ ۱۷۲۳م كال نومبر په قزوين كې خپله
پاچايي اعلان كړه. كه څه هم دا كار يې افغانانو ته د جګړې بلنه وه، خو د
خپلو بې كفايته وزيرانو له خوا ډېر ژر په عيش او نوش او نورو كارونو لګيا
شو، چې په اصفهان كې د خپلې راګيرې كورنۍ ژغورون يې هېر كړ.
شاه محمود پر دې مهال امان الله خان، اعتمادالدوله او د خپل تره زوى اشرف
له ۳۰۰۰ سپاره پوځ سره يوځاى د شهزاده طهماسب پر وړاندې جګړې ته ولېږل، خو
شهزاده د افغانانو له مقاومت او مقابلې پرته قزوين پرېښود او كاشان، بيا له
هغه ځايه اذرباييجان ته وتښتېد.
قزوين له جګړې او مقاومت پرته د افغانانو لاسته ورغى. په پيل كې خلكو د
افغانانو ښه هركلى وكړ، خو فاتحو سپاهيانو ونه شول كړاى د خلكو د مال او
ناموس پر وړاندې د خپل بد چلند مخه ونيسي. له دې كبله خلك د افغانانو له دې
چلند څخه په تنګ شول او پاڅون يې وكړ.
په دې پاڅون كې هر قزويني خپل افغان مېلمه وواژه او په دې توګه ځينې افغان
لښكريان راښكېل، بيا وروسته ووژل شول. امان الله هم سخت ټپي شو، خو پر خپلو
پاتو پوځونو يې امر وكړ چې ځانونه د ښار ارګ ته ورسوي او هلته مقاومت وكړي.
افغاني ځواكونو د امان الله خان امر ومانه او ارګ ته لاړل، چې همدغه كار
دوى وژغورل. څرنګه چې د ارګ خوراكي توكي پر خلاصېدو وو، امان الله امر وكړ
چې د تورې په زور دې د پاڅونكو كتارونه ليرې او د تېښتې لار دې جوړه شي.
افغانانو همداسې وكړل او د درنو تلفاتو په وركولو سره (د ۱۲۰۰تنه مړو) سره
پاتې نور له ښاره ووتل. ځينې د كاشان لوري ته لاړل، بيا يې يوه ډله د اشرف
په مشرۍ كندهار ته روانه شوه، چې بله ډله بيا د امان الله خان په مشرۍ
اصفهان ته ستنه شوه.(۳۲)
د دې پېښې خبر پر شاه محمود ډېر فشار راوړ، ډېر ژر يې امر وكړ چې د اصفهان
وزيران، مشران او جګپوړي چارواكي دې (شمېر يې ۳۰۰ تنو ته رسېده) ماڼۍ ته
راشي، چې له تورې تېر شي. په دې منځ كې يوازې اعتمادالدوله محمد قلي خان د
دوو غلجيو شفاعت ترلاسه كړ، نور نو ټول ووژل شول او مړي يې په عامه لار كې
كښېښودل شول. محمود په دې كار بسنه ونه كړه، د هغوى او ځينو نورو قزلباشانو
د وژلو امر يې هم وكړ. په اصفهان كې يې داسې وېره رامنځته كړه، چې خلكو ډېر
مهال له كوره بهر د ګام ايښوولو زړه هم نه كاوه، خلكو حق نه درلود چې ښار
ته خوراكي توكي راوارد كړي.
اصفهان يوځل بيا له لوږې او قحطۍ سره مخ شو. كه نصرالله زرتشتي د اصفهان له
شا و خوا سيمو خوراكي توكي نه برابرولاى، له شك پرته چې ډېر خلك به له لوږې
مړه كېدل. نصرالله خان زرتشتي د ۳۰۰۰ سپاره پوځ په ملګرتيا د اصفهان په
شمال لوېديځ كې د خوړو په برابرولو پيل وكړ، چې دا كار يې په ښه توګه ترسره
كړ او په خوړو (پنځوس زره بار اوښان) يې پلازمېنې ته ولېږل.
د همدان له شا و خوا، ختيځ او شمالي سيمو څخه يې ۴۰۰۰ سني مذهبه خانان اړ
كړل چې اصفهان ته كډه شي او هورې استوګنه وكړي.(۳۳)
د نصرالله زرتشتي زامن د اصفهان تر نيولو وروسته سيستان ته ستانه شول او له
۲۰۰ افغان او زرتشتي خانانو سره له سيستان څخه اصفهان ته كډه شول.
پر دې مهال افغان سرتېرو د جنګي غنايمو له كبله لږه هوسايي ترلاسه كړې وه،
چې د خپل كور- كلي په سوچ كې شول، ځينې ډلې يې كندهار ته روانې شوې. شاه
محمود دوى تګ خپل راتلونكي او اصفهان مېشتو افغانانو ته يو خطر ګانه، د دوى
د تېښتې د مخنيوي لپاره يې پر سرتېرو امر وكړ چې خپل كورونه دې اصفهان ته
راوړي. كندهار ته اته زره اوښان ولېږل شول، چې په كندهار كې له نورو اوښانو
سره يوځاى د افغان سرتېرو كډې اصفهان ته بار كړي.
د كروسينسكي په وينا: �لومړى كاروان چې ۳۰زره اوښان وو، تر درې مياشتني
مزله وروسته اصفهان ته ورسېد. په وروسته دوو كلونو كې هم اصفهان ته
مهاجرتونه وشول، خو بيا هم د اصفهان د خلكو كموالى جبران نه شو. وروستى
كاروان چې د شاه محمود د ژوند په زمانه كې اصفهان ته دننه شو، درې زره
اوښان وو، چې له دې كاروان سره د شاه محمود مور هم مله وه.(۳۴)
شېراز دويم ښار و، چې بايد نيول كېداى. د ۱۷۲۳م كال د دوبي په پاى كې
نصرالله كور (ړوند) د دې ښار په نيولو مامور شو، هغه شېراز ته تر نژدې ځايه
پورې له هېڅ ډول مقاومت سره مخ نه شو، خو كله چې شېراز ته ورسېد، نو واكمن
يې په مقاومت لاس پورې كړ. نصرالله سم له لاسه له خپل پوځ سره يوځاى د هغه
ښار نيولو ته يو شول. دا واكمن له لومړنيو كسانو څخه و، چې د ښار ساتونكو
وويشت او مړ يې كړ. د نصرالله مړينه د لښكريانو او نورو پلويانو د خواشينۍ
لامل شوه، چې محمود دا پېښه نه جبرانېدونكې ضايعه وګڼله، ځكه چې د ده د
لښكر له برياليو مشرانو څخه و.
ارمنيانو او په ځانګړې توګه زرتشتيانو د نصرالله په مړينې سره خپل ستر
ملاتړ له لاسه وركړ. د هغه په مړينه ډېر خواشيني شول، ان د اصفهان خلكو هم
هغه يو زغم لرونكى كس ګاڼه.
پولېنډي كشيش كروسينسكي په خپلو خاطرو كې ليكي چې نصرالله زرتشتي يو زغم
لرونكى كس و. كله چې يې وليدل ځينې ګرجيان د شاه له خوا د خدمت پر وخت د
اسلام منلو ته اړ ايستل كېږي، اجازه يې وركړه چې خپل پخواني مذهب ته واوړي.
ان له اصفهان څخه يې ګرجي كشيش ورولېږه. كروسينسكي زياتوي چې په هر حال
�هغه عيسويت ته د مينې له كبله نه، بلكې له شيعه مذهب څخه د كركې له كبله
دا كا ر كاوه�.(۳۵)
د نصرالله زرتشتي تر مړينې وروسته، د افغان ځواكونو مشري زبردستخان افغان
ته پاته شوه، چې شېراز فتحه كړي. وايي: زبردستخان يو زړور او بېباك جنګيالى
و� پر دې بنسټ يې هغه ښار كلابند كړ، كله چې ښار تسليم شو، نو د شېراز د
خلكو پر وړاندې يې مينه وښووله. څرنګه چې سوداګرو پر خلكو خوراكي توكي بند
كړي وو، زياتو اړو خلكو د لوږې له كبله خپل ژوند له لاسه وركړ. زبردستخان
امر وكړ چې ټول دكانونه او د خوړو پلورنځي دې پرانيستل شي، هېڅوك هم حق نه
لري چې له ځان سره وسله ولېږدوي.
د ښار وضعه ډېر ژر عادي شوه او له هرې خوا شېراز ته خوراكي توكي راروان
شول. خلكو د اوليه توكو په تيارولو لاس پورې كړ. په (تاريخ منظم ناصري)
نومي كتاب كې چې د ناصر الدين شاه د استخباراتو وزير ليكلى دى، راغلي:
�زبردستخان د شېراز خلكو ته وخت وركړ، چې يوه ورځ ورباندې بريد وكړي او
شېراز ونيسي. كله چې ښار ونيول شو، ويې ليدل چې څو كسان له لوږې مړه شول،
يوه سوداګر په كور كې دومره غنم لرل چې د شېراز ډېرو خلكو ته يې څو مياشتې
كفايت كاوه، زبردستخان له دې سوداګر څخه پوښتنې- ګروېږنې وكړې او بندي يې
كړ، چې ولې يې دا غنم له خوارو خلكو راسپمولي او دومره ډېر خلك مړه
شول�.(۳۶)
يو ځل يوه ارمني سوداګر شاه محمود افغان ته عرض كړى و، چې د اصفهان-
هندوستان پر لار يې جواهرات او دوې بستې الماس غلا شوي دي. شاه محمود خان
زبردستخان ته وليكل چې د دې سوداګر مال دې پيدا او خاوند ته يې ورتسليم
كړي.
زبردستخان د دې لپاره چې پر ايران باندې افغان واكمنۍ ته پاى وركړي،
اغېزناكه هڅه وكړه او غلا شوي الماس يې پيدا او خاوند ته ورتسليم كړل. دا
كار دا جوتوي چې زبردستخان باډسپلين شخص او با انضباطه واكمن و. ګنې د
ارمني سوداګر د الماسو او جواهراتو پيدا كول دومره اسان كار نه و.(ګوربت
مجله: څلورمه ګڼه، پنځم كال، پنځم مخ، د ښاغلي حداد ليكنه).
د شېراز فتحې شاه محمود د ايران د نورو ښارونو نيولو ته هم هيله من او
خوشحال كړ. كله چې زبردستخان د نورو سيمو او بندرعباس په پرانيستنه بوخت و،
شاه محمود د يوه لښكر په مرسته د اصفهان د شمال لوېديځ په سل ميلۍ كې پر
ګلپايګان بريد وكړ او تر لنډې جګړې وروسته يې فتحه كړ او ويې نيوه. بيا يې
د زبردستخان په مرسته كاشان هم ونيوه او اصفهان ته ستون شو.
كه څه هم د هغه راتلونكي ته دا فتوحات دومره ډاډمن نه وو او يوازې يې د
سيمو پراختيا ته لار برابروله، يوځل بيا محمود د يوه ستر پوځ په مشرۍ غوښتل
عشايركوه او ګيلويه ونيسي. د سيمې له جغرافيايي وضعې سره دنه بلدتيا او سړې
هوا له كبله د محمود پوځ ته درانه تلفات واوښتل. برى يې په برخه نه شو،
محمود چې له كومې ګټې او بري پرته يې خپل زيات ځواك بېځايه لګولى و، ډېر
خواشينى و. پر دې مهال امان الله خان د شاه محمود د دولت يوه مهم شخص د هغه
د ظلم له كبله د غنايمو د وېش په وخت كې خوابدى شو او له خپلو ځواكونو سره
ظاهراً له اصفهانه د كندهار لوري ته روان شو.
امان الله د شاه سلطان حسين له لور سره واده وكړ، چې په دې توګه د شاه
محمود له نژدې دوستانو څخه ګڼل كېده. كروسينسكي د امان الله خان دا اقدام د
هغه د مېرمنې هڅونه ګڼي، چې هغه د شاه محمود او خپل خاوند (امان الله خان)
ترمنځ له اختلاف څخه خبره وه.
نو ليكي: �امان الله د ۱۷۲۳م كال په لومړۍ لسيزه كې، كه څه هم شاهي تاج يې
ايسته كړى و، له خپلو سپاهيانو سره له اصفهانه ووت او كندهار ته روان شو،
خو د لارې په اوږدو كې له دې پرته چې خپله موخه څرګنده كړي، خپله لار يې د
طهماسب تر واكمنۍ لاندې سيمو ته بدله كړه�.(۳۷)
دې خبر شاه محمود دومره په غوسه كړ، چې ناڅاپه يې په مان الله پسې ډېر اوږد
مزل پيل او پيدا يې كړ. له اس څخه راكښته شو او په غېږ كې يې ونيو، د هغه
ټولولې غوښتنې يې ومنلې (د واك او غنيمتونو وېش).
د افغاني دود له مخې دواړو پر راكښلو تورو د وفادارۍ قسم وكړ، وروسته شاه
محمود خپل اس امان الله ته وركړ، چې پرې سپور شي او په ډېر جلال سره اصفهان
ته لاړ شي.
كروسينسكي ليكي: �امان الله خان له كابله كندهار ته لاړ او په محمود پورې
يې اړه درلوده. هوښيار او ډېر جګړه مار سړى و، اوس نو ډېر مدبر او په
اصفهان كې د محمود د ځواك يو لوى لامل و�.(۳۸)
شاه محمود، امان الله خان خپل اعتمادالدوله (لومړى وزير) ګرځولى و.
يوځل امان الله شاه محمود ته يادونه وكړه چې شاه اشرف چې يو زړور او
جنګيالى سړى و، له كندهاره راوغواړي او د هغه قدر دې پرځاى كړي. شاه محمود
همداسې وكړل، هغه يې له كندهاره وغوښت، ظاهراً يې ورته درناوى كاوه، خو په
زړه كې يې هغه ته دا درناوى، نه خوښاوه. اوس نو محمود پر امان الله چې له
كندهاره راستون شوى و، ډېر باور نه كاوه. اشرف او امان الله يې بد اېسېدل،
خو دې دواړو هم ورسره كينه لرله.
همدا مهال شاه محمود ته خبر راغى چې له كندهاره د اصفهان پر لوري روان
افغان كاروان د يزد د اوسېدونكو له خوا لوټل شوى او د دې كاروان ۲۰۰۰ كسان
وژل شوي دي. محمود د ۱۷۲۴م كال په نومبر كې د غچ اخيستنې په نيت روان شو،
خو په دې جګړه كې يې برى ونه موند. برعكس د هغه پوځ ډېر تلفات وليدل. د پوځ
مشرانو د دې ماتې لامل په محمود پورې وتاړه، اخر يې ځينې سرتېري او كسان
كندهار ته روان شول.
دغو پېښو د محمود پر ذهن دومره زور راوړ چې په وېرې او د اعصابو پر كمزورۍ
اخته شو. له خوراك او خوب څخه ولوېد، چې لېونتوب او وسوسه يې ملګرې شوه. شا
و خوا كسانو يې د خداى د قهر نښه ګڼله او د دې غوسې د ختمولو لپاره ورته
لارښوونه وشوه، چې په اعتكاف او عبادت لاس پورې كړي او چله دې ونيسي. دې
اعتكاف بايد ۴۰ ورځې ادامه لرلاى. محمود همداسې وكړل، هغه په چله كښېناست
او د اسم اعظم په لوستلو يې پيل وكړ. ۴۰ ورځې يې له چا سره خبرې نه كولې،
خوراك او څښاك يې نه كاوه. دې اعتكاف د هغه پر روحيې ناوړه اغېزې وكړې، هغه
يې د لېونتوب تر بريده ورساوه، كله چې له چله ځاى څخه ووت، رنګ يې الوتى او
خوار و زار معلومېده. سكون يې نه درلود، پر خپلو ټولو نژدې ملګرو شكمن و.
ګومان يې كاوه هر څوك يې چې ورنژدې كېږي غواړي ويې وژني او هرڅه يې لوټي.
له دې كبله يې تر هرڅه وړاندې د خپل تره زوى شاه اشرف زندان ته ولېږه، پر
همدې مهال يې خبر وركړ، چې يو شهزاده (صفي ميرزا) له ماڼۍ څخه تښتېدلى او
بختياري ته يې پناه وړې ده. دې خبر لكه چكوش د هغه ماغزه وكوټل، د بېواكه
شوي شاه پر كورنۍ يې بريد وكړ، د هغه مېرمنې او ماشومان يې ووژل، والي
سلطان حسين د خپلو ماشومانو د چيغو په اورېدلو له كوره ووت او دا وېروونكې
صحنه يې وليده. زارۍ يې وكړې، دوه زامن يې چې لاسونه يې تر شاه تړلي وو له
جلاد څخه وتښتېدل او د پلار غېږې ته يې پناه يووړه. محمود ورباندې بريد
وكړ، شاه حسين خپل لاسونه ورباندې راوګرځول. خو توره د هغه پر لاسونو
وربرابره شوه او ټپي يې كړ. محمود د خپل خسر د وينو په ليدو په خود شو او د
هغه دوه زامن يې ونه وژل، خو دا دوه وروڼه دومره وېرېدلي وو، چې دوې ورځې
وروسته دواړه مړه شول.(۳۹)
پر محمود د دې كار اغېزې ډېر درنې پرېوتې. دې كار د هغه د عقل وروستۍ
روغتيا هم واخيسته. په خپله يې د خپل بدن غوښې په غاښونو شكولې او په ځان
نه پوهېده. د بدن ټپونه يې ناسورېدل، څرنګه چې محمود نور د واكمنۍ وړ نه و،
افغان مشران په ځانګړې توګه امان الله سره سلا شول چې ځايناستى ورته وټاكي.
د ۱۷۲۵م كال د اپرېل پر ۲۲مه امان الله خان او يو بل افغان مشر اشرف له
زندانه وايست، چې د ۷۰۰_۸۰۰ كسانو په ملګرتيا يې ميدان شاه ته ولېږه. ميدان
ته په رسېدو سره يې پر سلطنتي ماڼۍ بريد وكړ، سلطنتي ګارد تر لږ مقاومت
وروسته تسليم او اشرف مانۍ ته ونيوله. شاه محمود يې زندان ته ولېږه، درې
ورځې وروسته شاه محمود د ناروغۍ يا هم خوارځواكۍ له كبله مړ شو او په دې
توګه د شاه اشرف پاچايي اعلان شوه.(۴۰)
پر ايران د شاه اشرف واكمني:
شاه اشرف د مير عبدالعزيز هوتك زوى، چې د شاه محمود همزولى و ۲۶ يا ۲۷كلن و
چې د ۱۷۲۵م كال د اپرېل پر ۲۶مه پر ايران واكمن شو. د كروسينسكي په وينا
هغه په ډېره ځوانۍ كې زړور او تجربه كاره جنګيالى و، چې د واكمنۍ لپاره يې
خپله وړتيا زبات كړې وه. محمود هم د خپلې زړورتيا له كبله پر خپلو پوځيانو
او ترلاس لاندې خلكو ګران و، خو زړونه يې د مينې پرځاى په وېرې او وحشت كې
اچولى و. اشرف- سره له دې چې د محمود غوندې په زړورتيا كې مشهور و، د خپلو
پوځيانو د پام وړ مشر هم و، څرنګه چې تر محمود ځيرك و، ډېر احتياط به يې
كاوه.
اشرف په پيل كې غوښتل د ايران پاچايي د ايران مات شوي پاچا (سلطان حسين) ته
وسپاري، خو پاچا په دې وخت كې له خلكو ليرې و او له دنيايي چارو يې لاس
اخيستى و. دا وړانديز يې ونه مانه، خو هيله يې وكړه چې د كورنۍپاتې غړو ته
يې بايد پام وشي، دغه راز يې خپله يوه لور شاه اشرف ته وركړه.
اشرف دا ومنله او امر يې وكړ چې د مياشتې د پنځوسو تومانو پرځاى دې هره
اوونۍ د هغه كورنۍ ته پنځوس تومانه معاش ولېږل شي. اشرف يې له يوې لور سره
واده هم وكړ. خو تر هرڅه وړاندې يې امر وكړ چې د شاهزادګانو مړي دې په ډېر
درناوي او ځانګړو مراسمو سره له كاروان سره يوځاى قم ته ولېږدول شي او هورې
دې خاورو ته وسپارل شي. (۴۱)
طبعاً دا كار يې د ايرانيانو د رضايت سبب شو. د كروسينسكي په وينا د اصفهان
خلكو په ژړا سره جنازې د اصفهان تر وروستيو حدودو بدرګه كړې او �دا ځل يې
په خپله ځانونو ته ډاډېينه وركوله چې كولاى شي په خپلواك ډول پر خپلې
بدمرغۍ او سلطنتي كورنۍ اوښكې تويې كړي�.(۴۲)
كروسينسكي وايي: �اشرف د اصفهان د كلابندۍ پر وخت ډېر نرم چلند درلود او په
دې اند و چې بايد د شاه سلطان حسين د سولې وړانديز دې ومنل شي. ان هغه مهال
چې پاچا د غلو او خوراكي توكو له كمښت سره مخ و، شاهي دربار ته يې څلوېښت
زره كيلو غنم ولېږل، كله چې محمود د شاه اشرف له دې كاره خبر شو، د يوه
ماموريت په پلمه يې ليرې كړ، كله چې محمود د پاچايۍ پر تخت كښېناست، نو
اشرف يې زندان ته ولېږه�.(۴۳)
د همدې سرچينې په وينا، د محمود په پرتله اشرف څه ناڅه منځلارى او باانصاف
كس و، د نصرالله زرتشتي تر مړينې وروسته د افغان پاڅونكو له تر ټولو غوره
مشرانو څخه ګڼل كېده، چې توانېدلى و د ګلناباد په جګړه كې برى ترلاسه كړي.
كروسينسكي بل ځاى اشرف (ماهر سياستوال) ګڼلى دى.(۴۴)
اشرف طهماسب ميرزا ته هم وړانديز وكړ چې په يوه ځاى كې دې د روغې لپاره سره
وګوري، خو د دواړو غاړو د بدبينۍ له كبله دا كتنه ونه شوه. اشرف د خپلې
واكمنۍ په پيل كې نه يوازې د روسيې او عثماني تركيې د لاسوهنو له كبله تر
ګواښ لاندې و، بلكې د ايران د دروغجنې واكمنۍ د مدعيانو له خوا هم له ګڼو
ستونزو سره مخ و. د دې خطرونو پر وړاندې تر مقابلې مخكې هغې توطيې ته متوجه
شو چې د امان الله خان په مشرۍ ورته متوجه وه. د كروسينسكي د دې اختلاف
سرچينه دلته وه: �د امان الله خان تمه ډېره شوه، په يوه اوونۍ كې يې له
قزلباشانو څخه ۹۰۰۰تومانه واخيستل. اشرف له دې حالته خبر شو او راويې غوښت،
هرڅه يې ترې واخيستل�.(۴۵)
امان الله خان نه شواى كولاى دا سپكاوى وزغمي، په دې هڅه كې شو، چې د ځينو
افغانانو په مرسته اشرف ووژني او خپله واكمن شي. پر دې سربېره امان الله
خان له شهزاده طهماسب صفوي سره چې دا مهال په اذرباييجان كې و مكاتبه پيل
كړه او ويې هڅاوه چې پر اصفهان بريد وكړي. اشرف له دې دسيسې خبر او امان
الله يې د هغه له ملګرو سره يوځاى له منځه يووړ. بيا يې شهزاده طهماسب ته،
چې له خپل اذرباييجاني پوځ سره يوځاى اصفهان ته روان و، ماته وركړه او
مازندران ته يې وشاړه. د هغه سرلښكر سيدالخان ناصر وكړاى شول قزوين ونيسي.
بل مشر يې زبردستخان تهران ونيوه او د فتح علي خان قاجار اقدامات يې شنډ
كړل.
د ايران د بهرنيو دښمنانو پر وړاندې د شاه اشرف دفاع:
له طهماسب څخه تر فراغت وروسته، اشرف هغو بهرنيو دښمنانو ته متوجه شو، چې
ايران يې تر يرغل لاندې نيوه. دا مهال د تركيې او روسيې ترمنځ د ۱۷۲۴م كال
د جون د ۲۴مې د تړون له مخې ايران وېش، چې روسانو په قفقاز كې د ايران
زياتې سيمې د دربند او بادكوبه ښارونو په ګډون ترلاسه كول، چې خپل ځينې
سرتېري يې د سمندر له لارې جنوبي ساحل ته پلي كول، چې پر رشت او ځينو نورو
سيمو يې منګولې ښخې كړې وې، خو په ۱۷۲۵م كال پطر كبير ومړ، چې ځايناستي يې
د په كورنيو چارو كې د اختلاف له كبله ونه كړاى شول، د هغه نقشې پلې
كړي.(۴۶)
عثماني تركانو هم د ۱۷۲۴م كال د جون د ۲۴مې نېټې د تړون له مخې د ايران د
لوېديځ د نيولو لپاره قفقاز او فارس ته څو لښكرې ولېږلې، څرنګه چې د ايران
سيمه ييز واكمنان كمزوري وو، عثماني تركانو تفليس، ايروان، تبرېز او
كرمانشاه ښارونه ونيول. د دې لښكرو مشر د بغداد والي حسن پاشا و، چې د
كرمانشاه تر نيولو وروسته ومړ. زوى يې احمد پاشا د هغه ځايناستى وټاكل شو
او دنده وركړل شوه، چې اصفهان ته لښكرې وباسي او ويې نيسي.
اشرف چې په مذهبي لحاظ يې د ايرانيانو په پرتله ځان تركانو ته نژدې ګاڼه،
لومړى يې هڅه وكړه چې له عثماني دولت سره روغه وكړي، نو د عبدالعزيز په
نامه د يوه كس په مشرۍ يې يو استازى ولېږه، نوموړي سفير هڅه وكړه چې عثماني
دولت پر ايران باندې د اشرف حاكميت په رسميت وپېژني. خو هغه له كومې لاسته
راوړنې پرته اصفهان ته ستون شو، ځكه تركيې له ډېره وخته د ايران د غربي
سيمو تصرف غوښته او نه يې شول كولاى چې وخت له لاسه وركړي او له بلې خوا دا
كار د هغو قراردادي موادو خلاف و، چې د روسيې او تركيې ترمنځ د ايران د وېش
په باب و.(۴۷)
عثماني ځواكونه چې ۷۰_۸۰ زره كسان او اويا توپونه يې لرل، چې له همدان څخه
يې د اصفهان پر لوري حركت كاوه، مشر يې احمدپاشا اشرف ته توند ليك ولېږه او
په هغه كې يې اشرف ته ګواښ كړى و، چې ايران پرېږدي او شاه سلطان حسين ده ته
ولېږي او يادونه يې كړې وه چې د ايران پخوانى پاچا به بيا پر اصفهان واكمن
كړي.
اشرف په دې پيغام دومره راوپارېد چې امر يې وكړ د مات شوي شاه سر دې له تنه
جلا كړل شي، بيا يې له ليك سره يوځاى د يوه ريبار په ملګرتيا احمدپاشا ته
ولېږه او دا يادونه يې هم وكړه چې ځواب به يې په توره وايي.(۴۸)
ډاكټر فلور، د (اشرف بر تختگاه اصفهان) نومي كتاب ليكوال د هالېنډي شاهدانو
له قوله ليكي چې احمدپاشا د يوه تركي او دوو افغان ملايانو په مرسته اشرف
ته دغه پيغام ولېږه:
�اشرفه!
ته بايد عثماني سلطان ته د تسليمۍ لپاره په خپله احمدپاشا ته راشې، سلطان
به تا ته د يوه هم مذهبه او بېګلربېګي په توګه د ايران او ځينو نورو سيمو
يوشمېر ځايونه دروسپاري. ته بايد ډېر ژر تسليم شې، سكه او خطبه بايد د
عثماني سلطان په نوم وويل شي�.
شاه اشرف هغه تركي ملا په دې ځواب سره احمد پاشا ته ولېږه:
�كه عثماني سلطان له صفوي امپراتور سره كړي، تړونونه نه تجديدوي، زه د خپلې
پاچايۍ يو امتياز هم نه تسليموم، ځكه زياتې سيمې ما خپله ګټلې دي، زه تر
خپلې وروستۍ سلګۍ پورې د هغو دفاع كوم�.(۴۹)
احمدپاشا د اشرف په پيغام ډېر په غوسه شو او د پرمخيون امر يې وكړ. د همدان
په ۸۰ ميلۍ كې تركي ځواكونه د اشرف له ځواكونو سره چې شمېر يې ۱۷۰۰۰ كسانو
ته رسېده مخ شول. دواړو ځواكونه په لنډ واټن كې سره مخامخ ودرېدل او د
لښكرو وضعه يې مطالعه كړه، اشرف په تركي لښكرو كې د لارموندلو لپاره ځينې
كسان ولېږل، چې لږ تر لږه د جګړې له صف څخه كردان وباسي. په عين وخت كې
احمدپاشا خپل ۶۰۰۰سرتېري د شپې په تياره كې د يوه بريد لپاره د اشرف د لښكر
پر لوري ولېږل. خو لارښود دوى د شپې په تياره كې داسې ځاى ته بوتلل، چې تر
وروستي كسه پورې د افغانانو د تورې ښكار شول. احمد پاشا په دې خبر ډېر په
غوسه او حيران شو، پر همدې مهال څلور افغان ديني پوهان د تركانو پوځ ته
ننوتل او له جګړې څخه يې د لاس اخيستلو تبليغ پيل كړ، تر ټولو مشر يې
احمدپاشا ته وويل چې د خپل پاچا (اشرف) له خوا ورته راغلى او له تركانو څخه
غواړي له خپلو هم مذهبه سنيانو سره دښمني ختمه او په ګډه د شيعه ايرانيانو
پر وړاندې جهاد وكړي. افغان پوه په دې حملې سره چې احمد پاشا به د خپلو هم
مذهبه كسانو په وژلو سره خواشينى وي، خپله خبره پايته ورسوله. همدا مهال چې
احمد پاشا له افغان پوه سره پر خبرو لګيا و، د اذان ږغ اوچت شو، افغان
پوهان سم له لاسه د لمانځه لپاره د تركانو په صف كې ودرېدل. په دې توګه يې
له هغوى سره يوځل بيا خپله هم مذهبي وښووله، تر لمانځه وروسته يې يوځل بيا
ټينګار وكړ، چې بايد له وژنو لاس واخيستل شي او پر خپلو اسونو سپاره او خپل
پوځ ته ستانه شول. پر همدې مهال ځينې تركان ورپسې روان شول.
احمد پاشا چې دا وضعه وليده، نو چاره يې په بېړني بريد كې وليده، سم له
لاسه يې امر وكړ چې پر افغان پوځونو دې بريد وشي. خو دا هغه وخت و چې د
اشرف تدابيرو كار وكړ. نه يوازې د تركي پوځ زياتو كسانو له بريد څخه ډډه
وكړه، بلكې ۲۰۰۰كردانو د بېګ سليمان اوغلو تر مشرۍ لاندې له تركانو بېل او
له اشرف سره ملګري شول. احمدپاشا د خپل پوځ پاتې برخه سره منظمه كړه او پر
اشرف يې بريد وكړ، خو شا ته وتمبول شو. تر كانو دوه ځله بيا بريدونه وكړل،
خو دواړه ځله له ماتې سره مخ شول. احمدپاشا پر افغانانو خپل برى ناشونى
وليد، پر دې بنسټ يې د شاتګ امر وكړ، پوځيان يې داسې ژر تر شا شول چې په
همدان كې هم تم نه شول، بلكې سيده يې ځانونه بغداد ته ورسول، خو ۱۲۰۰۰ مړي
يې له توپخانو او نورو جګړو ييزو وسايلو سره يوځاى پر ډګر پرېښي وو.
كردانو له دې اله ګولې څخه په استفادې سره د تركانو د پاتې شويو توكو په
لوټنې لاس پورې كړ، افغانانو جګړه ييز وسايل او ټولې توپخانې ونيولې.(۵۰)
فرهنګ د دې پېښې مهال د ۱۷۲۶م كال د نومبر ۲۰مه ګڼي او د تركانو د تلفاتو
شمېر يې ۱۷زره تنه قيد كړى دى.(۵۱) خو ډاكټر ويليم فلور د دې جګړې نېټه د
۱۷۲۶م كال د نومبر اتمه او د تركانو تلفات ۳۰۰۰۰تنه ګڼي، چې ګواكې ځينې
جګړه ييز وسايل هم ځنې پاته شوي او د اشرف تلفات يوازې ۱۴كسه ګڼي. بيا
زياتوي چې اشرف د ۱۷۲۶م كال د نومبر پر ۱۷مه په بري سره اصفهان ته ستون شو،
خو هالېنډي سوداګريز استازى (اسخارو) له هغو كسانو څخه و، چې د ښار په يو
ميلۍ كې د اشرف هركلي ته ورغلى و.(۵۲)
تر دې جګړې وروسته چې تركانو له اشرف سره سولې ته غاړه كښېښوده او د دواړو
غاړو ترمنځ يو تړون لاسليك شو، چې په ترڅ كې يې اشرف ومنله چې تر واك لاندې
سيمو كې به يې په لومړۍ خطبه كې د سلطان عثماني نوم د اسلام د خليفه په
توګه يادېږي، وروسته دې د اشرف نوم اخيستل كېږي. په مقابل كې سلطان عثماني
شاه اشرف د ايران د پاچا په توګه په رسميت وپېژاند او موافقه يې وكړه چې د
اشرف په نوم دې سكه ووهل شي. كه څه هم اشرف دا كار په هماغه پيل كې كړى او
د سرو- سپينو سكې يې ډېرې ارزښتمنې وې او د (اشرفۍ) په نامه يې په
افغانستان او ايران كې زيات پېرېدونكي لرل، بله دا چې د ايران لوېديز
ولايتونه لكه كرمان شاهان، همدان، سنندج، خرم اباد او د اذرباييجان ځينې
برخې چې وړاندې تر كان پرې واكن وو، د تركانو تر واكمنۍ لاندې پاتې شوې.
تر دې تړون وروسته عثماني دولت رشيد افندي په ۱۷۲۸م كال په اګست كې د سفير
په توګه شاه اشرف ته (اصفهان ته) ولېږه. شاه اشرف هم محمد خان بلوڅ چې په
بلوڅانو كې يې ډېر نفوذ درلود، د سفير په توګه استانبول ته ولېږه. عثماني
دربار د محمد خان بلوڅ ډېر تود هركلى وكړ او امر يې وكړ چې د افغان سفير
ټوله لار دې سپينه شي. تركانو (خان سيواسي) يانې سپين كاري خان وباله.(۵۳)
شاه اشرف چې له عثمانيانو بېغمه شو، نو روسانو ته يې پام واړاوه. روسانو
مخكې د ستر پطر تر مشرۍ لاندې دربند او بادكوبه ښارونه نيولي وو، په هغه
وصيتليك كې چې د ستر پطر ګنل شوى، راغلي دي: �هند او قسطنطنيې ته نژدې كېدل
غوره دي، كه څوك داسيمې په لاس كې ولري، د ټولې نړۍ خاوند به وي، نو دې
موخې ته د رسېدو لپاره بايد دايمي جګړو ته لمن ووهل شي. نه يوازې په تركيه
كې، بلكې په ايران كې هم د تور سمندر پر شا و خوا د كښتۍ جوړونې د
كارځايونو جوړونه او د دې سيد تدريجي تصرف چې د بالتيك د سيند په شان زموږ
د طرحو د اجرا په برخه كې ډېر ضروري دي، دغه راز د فارس تر خليج پورې نفوذ،
د ايران كمزوري كول او د امكان په صورت كې له شرق سره سوداګريز اړيكي غزول.
وروسته بيا د هند پر لوري پرمخيون چې د نړۍ د خزانو انبار دى، د هغه تر
نيولو وروسته به د انګرېزانو سرو زرو ته اړتيا نه لرو.(۵۴)
په دې توګه تودو اوبو ته د رسېدو مفكوره د روسانو په مغزو كې دننه شوه. پطر
په ۱۷۲۵م كال ومړ. پاتې كسانو يې دومره وړتيا نه درلوده، چې د هغه پلانونه
تر تودو اوبو پورې ځان رسول عملي كړي. خو په قفقاز كې يې خپلې نيول شوې
سيمې وساتلې. له بله پلوه شاه اشرف دومره ځواك نه درلود چې روسان د قفقاز
له نيول شويو سيمو وباسي. د سيدالخان ناصر تر مشرۍ لاندې يو لښكر يې د
روسانو پر وړاندې مبارزې لپاره ولېږه، د افغان او روسي ځواكونو ترمنځ څو
وړې جګړې ونښتې، چې سيدالخان ناصر په كې ټپي شو. تر دې وروسته د ۱۷۲۹م كال
د فبرورۍ ۳ يا ۲۴مه د سيدالخان ناصر او جنرال لواشف ترمنځ په رشت كې يو
تړون لاسليك شو، چې د دې تړون له كبله شاه اشرف له هغو سيمو صرف نظر وكړ،
چې وړاندې طمهاسب ميرزا صفوي او استازي يې اسمعيل بېګ روسانو ته سپارلې وې.
په مقابل كې روسانو شاه اشرف د هغه تر واك لاندې سيمو او ايران د پاچا په
توګه وپېژاند. دواړو هوكړه وكړه، چې تجارتي چارو ته به اجازه وركوي، په
اصفهان كې به روسي سوداګر استوګنه كولاى شي اوله هغه ځايه به هند ته تلاى
شي.(۵۵)
پر صفوي ايران باندې د روسانو او تركانو د يرغلونو له كبله ايران پر څلورو
برخو ووېشل شو. لوېديز او شمال لوېديز ولايتونه يې عثماني دولت، شمالي دايې
په روسي دولت پورې وتړل شول، غربي خراسان او ځينې نورې شمالي سيمې يې
طهماسب ميرزا صفوي ته پاته شوې، چې د خپل پلار تر مړينې وروسته يې ځان د
ايران د پاچا په توګه اعلان كړى و او شاه اشرف پر اصفهان، شېراز، قزوين،
تهران، كرمان، سيستان او د ايران پر ځنيو نورو لوېديزو برخو واكن و. كندهار
چې د اشرف پلرنى ټاټوبى و، د شاه محمود تر مړينې وروسته د محمود د ورور شاه
حسين په لاس كې و، چې د اشرف واك نه پرې چلېده، ځكه شاه حسين ځان خپلواك
اعلان كړى و. اخر شاه اشرف له خپل هېواد څخه مرسته ترلاسه نه كړه، اړ شو چې
د ايران پر سني مذهبه اجيرو پوځيانو تكيه وكړي، چې دا يو كمزورى بنسټ و.
د سلطنت د مدعيانو پر وړاندې د شاه اشرف جګړې:
شاه اشرف نه يوازې اړ و چې د روسانو او تركانو پر وړاندې د ايران د ګټو
دفاع وكړي، بلكې بايد هغه پاڅونونه يې هم ځپلاى، چې د صفوي دولت د دروغجنو
وارثانو او مدعيانو له خوا كېدل.
د سلطنت يو بل مدعي سيد احمد كرماني و، چې ګواكې نيكه يې ميرزا داود د امام
رضا د كورنۍ غړى و، چې د شاه سليمان صفوي له لور سره يې واده كړى و او
ګواكې پاچايي د ده حق كېده.
نوموړي په پيل كې له شهزاده طهماسب سره همكاري كوله، خو كله چې يې وليدل
طهماسب يې خبرې نه اوري او په خپل عيش او نوش اخته دى، اړيكي يې ورسره
وشلول او په كرمان كې يې د خپلې خپلواكۍ بيرغ اوچت كړ، ځان يې پاچا وباله.
طهماسب هڅه وكړه چې منحل يې كړي، خو بريالى نه شو. اخر شاه اشرف د ۱۷۲۸م
كال_ ۱۱۴۰هـ هغه له ماتې سره مخ كړ.
په بلوڅستان كې بيا بل كس سر رااوچت كړ، چې ډېر ژر يې كار مخته لاړ. دا
سلطان محمد نومېده، څرنګه چې يې د خره له سورلۍ سره ډېره مينه لرله، په
(سلطان محمد خرسوار) باندې ډېر مشهور شوى و.
سلطان محمد خرسوار يوځل سيد احمد كرماني ته ماتې وركړه او په لوټ و تالان
يې هم لاس پورې كړ. خو شاه اشرف دا كس هم له ماتې سره مخ كړ او اړ يې ايست
چې هند ته وتښتي.(۵۷)
د بختياري په غرنۍ سيمه كې هم يو كس پيدا شو چې لومړى يې ځان معصوم ميرزا
ونوماوه بيا يې پر ځان صفي ميرزا نوم كښېښود، خلكو تصور كاوه چې دا به
هماغه صفي ميرزا وي، چې په ۱۷۲۵م كال يې غوښتل د شاه محمود له زندان څخه
وتښتي. ډېر ژر يې د هغه بلنه ممنله او د طهماسب تر نوم وروسته يې د هغه نوم
په خطبه كې واخيست، خو طهماسب ميرزا يې له اصليت څخه انكار وكړ. خو دى په
شوشتر كې يوځل بيا پر خپلو ساده پلويانو برلاسى شو، چې په ۱۱۴۰_۱۷۲۷م كال
ووژل شو.
په ۱۱۴۳هـ (۱۷۲۹م كال- اګست) يو بل مدعي محمد علي رفسنجاني هم ځان صفي
ميرزا ونوماوه او د شوشتر پر خلكو يې ږغ وكړ، خلكو ويل چې د ده سترګې د صفي
ميرزا سترګو ته ورته دي، حال دا چې هېچا هم د ماڼۍ په حرم كې د مېشت صفي
ميرزا سترګې نه وې ليدلې، خلكو يې ملاتړ وكړ، خو د شوشتر واكمن يې له
ملګرتيا انكار وكړ، هغه يې تر فشار لاندې ونيوه، تر دې چې نوموړى له هغه
ځايه وتښتېد او بين النهرين ته لاړ، وروسته بيا قسطنطنيې ته ورسېد.
د لاهي جان له خلكو يوه بل تن زينل بن ابراهيم هم په طغيان لاس پورې كړ او
ځان يې د شاه سلطان حسين زوى اسمعيل ميرزا وباله او مدعي شو چې د شهزادګانو
تر مړينې وړاندې له زندان څخه تښتېدلى و. زينل تر يوې جګړې وروسته د طهماسب
ميرزا له پلويانو سره له روسانو سره د روغې لپاره ګيلان ته لاړ، روسانو هغه
د تركانو تر واك لاندې سيمو ته په تېښتې اړ ايست.
كه څه هم په پيل كې يې كار ښه روان و، خو اخر ونيول شو او يا ووژل شو. دوو
نورو كسانو هم ځانونه اسمعيل ميرزا وبلل، يوه په بختياري سيمه كې پاڅون
وكړ، خو ډېر ژر پوپناه شو، بل تن يې په اصفهان كې د طهماسب ميرزا تر جلوس
وروسته له درباره سر رااوچت كړ او طهماسب ميرزا يې د خپلې دعوې تر اغېزې
لاندې راوست، كله چې طهماسب پوه شو چې دى يې د تاج او تخت د لوټلو خيال
لري، ويې نيوه او ويې واژه. دا ټولې ادعاوې او پاڅونونه دا څرګندوي چې خلكو
پر خپل هېواد د پرديو واكمني نه غوښتله او په داسې كس پسې وو چې دوى د
پرديو يرغلګرو له منګولو وساتي.
اخر داسې يو كس پيدا شو، خو دا كس شهزاده طمهاسب صفوي نه و، بلكې يو زړور
جنګيالى و، چې د واك غوښتنې په موخه د ۷_۸كلنو جګړو له بټۍ څخه تېر شوى و.
دا كس د شهزاده طمهاسب د ځواكونو اصلي قوماندان نادرقلي و. تاريخ كښونكي په
دې باور دي چې په خراسان كې د ملك محمود سيستاني په حكومت كې د نادرقلي
جګړه ييزې زده كړې د هغه په روښانه راتلونكي كې مهم رول درلود. نادر په پيل
كې د ملك محمود سيستاني په چوپړ كې و، څرنګه چې يې په ځان كې يو ډول غرور
درلود، د ملك له خدمت څخه يې اوږې تشې كړې او په غلا يې پيل وكړ. د هغه د
نيولو لپاره د ملك محمود هڅې ګټورې تمامې نه شوې، د زړورتيا اوازه يې تر
شهزاده طهماسب پورې ورسېده، هغه چې له خدايه همداسې يو كس غوښت د نادر د
ليدو لپاره له مازندران څخه خراسان ته راغى او په قوچان كې يې ورسره وليدل،
نادر هم په ذهن كې ځينې خيالونه درلودل، نو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يې
د شهزاده طهماسب شتون ښه چانس وګاڼه او د صفوي سلطنت د مدافعينو په ليكه كې
ودرېد. د طهماسب ميرزا ځواكونو د نادرقلي او فتح علي خان قاجار تر مشرۍ
لاندې د ملك محمود سيستاني پر وړاندې جګړې ته چې هغه مهال د خراسان شاه ګڼل
كېده، ځانونه چمتو كړل، له څو جګړو وروسته يې مشهد ونيو او ملك محمود يې
تسليم كړ، چې ټول خراسان د طهماسب لاسته ورغى.
نادر په ۱۷۲۹م كال وكړاى شول د هرات ابداليانو ته ماته وركړي او هرات هم د
طهماسب تر واكمنۍ لاندې راولي. نادر چې ابدالي مشران او جنګياليان په خپل
پوځ كې شامل كړل او شاه اشرف ته متوجه شو، د ۱۷۲۹م كال په سپټمبر كې نادر
خپل ځواكونه اصفهان ته ولېږل. اشرف چې د نادر بريد ته په تمه و، د مقابلې
لپاره خراسان ته روان شو.
دواړو د همدې مياشتې پر ۲۹مه نېټه د مشهد- تهران پر لار د دامغان په ختيځ
مهماندوست نومې سيمه كې سره مخ شول، نادر د جګړه ييزو اسانتياوو له مخې تر
اشرف بډاى و او د هرات د ابداليانو پر وړاندې يې د جګړو له كبله د افغانانو
جنګي چلندونه او تخنيكونه زده وو. د ايراني ځواكونو پر شا و خوا يې خپله
توپخانه د نيمې دايرې په بڼه راوګرځوله، كه افغانانو له هر لوري بريد كاوه،
د توپخانو له ډزو سره به مخ كېدل، په دې توګه د افغانانو ټول ډله ييز
بريدونه شنډ كړاى شول. افغانان د ګڼو تلفاتو په منلو سره شاتګ ته اړ شول.
په دې جګړه كې ۱۲۰۰۰ افغانان مړه شول، حال دا چې د نادر د تلفاتو شمېر
۴۰۰۰تنو ته ورسېده.
بله مهمه جګړه په مورچه خورت نومې سيمه كې وشوه، افغانانو د خپلو تجربو له
مخې ټينګه مورچه نيولې وه، خو نادر اصفهان ته د خپل پوځ د يوې برخې په
لېږلو سره دوى د مورچو پرېښوولو ته اړ كړل. اشرف چې د اصفهان د دفاع لپاره
ډېر نهيلى و، ښار پرېښود او خپل پاته پوځ يې شېراز ته ولېږه. نادر د نومبر
پر ۱۶مه اصفهان ته دننه شو، د هغه په امر ټول هغه افغان چې په ښار كې پاته
وو، يا پټ شول يا هم په ډله ييزه توګه ووژل شول. د محمود د قبر سپكاوى هم
وشو. د ډسمبر پر ۹مه طهماسب ميرزا هم له تهران څخه اصفهان ته راغى او د خپل
پلار پر تخت يې جلوس وكړ، خو په اصفهان كې د طهماسب له واكمنۍ يوه اوونۍ نه
وه تېره، چې د نادر له خوا امر وشو: �د هغه ټولو پوځيانو ته دې له خلكو
پيسې راټولې شي، دا پيسې په زوره واخيستل شوې، ځينې كسان د مرګ تر بريده د
لرګيو تر ګوزارونو لاندې راغلل، ان ځينې مړه هم شول. د نادر سرتېرو په
رښتيا هم خلك لوټل، ان ځينې كسان به يې د غلامانو په توګه پلورل، خلك ډېر
ژر متوجه شول، چې د افغانانو تر واكمنۍ لاندې يې غوره ژوند درلود�.(۵۷)
نادر د پاچا پر ټينګار سربېره نه غوښتل په اشرف پسې روان شي او دهغه كار
ختم كړي. تر دې چې شاه نادر ته د خراسان، كرمان او مازندران تسليمي لاسليك
كړه او نادر ته يې اجازه وركړه چې څنګه يې خوښه وي، هغسې ماليه دې وضعه
كړي، په دې توګه نادر د طهماسب په پاچايۍ كې ورشريك شو، وروسته نادر حاضر
شو، چې په اشرف پسې شېراز ته حركت وكړي.
اشرف په شېراز كې د يوه غوره پوځ په جوړولو لګيا شو، چې په شېراز كې له
مېشتو افغانانو او د عربو له نورو سني مذهبه اوسېدونكو څخه يې جوړ كړ. له
ټولو ستونزو سره- سره يې ۲۰ زره كسان د نادر مقابلې ته چمتو كړل. د ډسمبر
پر ۲۴مه نادر د شېراز پر لوري روان شو، چې ښار ته نژدې په زرقان نومې سيمه
كې له افغان ځواكونو سره مخ شو. جګړه ونښته- نادر يوځل بيا پر افغانانو
خپله برتري څرګنده كړه، اشرف له ټول مقاومت سره- سره د نادر په لاس ماته
وخوړه او شېراز ته پر شا شو.
نادر ښار كلابند كړ، څرنګه چې د اشرف كورنۍ په قزوين كې د دښمن له خوا
كلابنده وه، نود سپهسالار سيدالخان ناصر او ملا زعفران په مرسته يې د نادر
له پوځ سره خبرې اترې پيل كړې. نادر شرط كښېښود چې په بدل كې به د اشرف
كورنۍ ورپرېږدي چې دوى ورتسليم شي. شاه اشرف د صفوي مشرانو له ډلې دوې
مېرمنې د سيدالخان او ملا زعفران په مرسته د خبرو اترو لپاره نادر ته
ولېږلې، چې له قزوين څخه يې كورنۍ خلاصه كړي. نادر چې د شېراز كلابندۍ او
نورو اوږدو جګړو ته اندېښمن و، نه يې غوښتل پر اشرف ډېر زور واچوي. غوښتل
يې اشرف له جګړې پرته تسليم كړي، خو بل پلو بيا اشرف نه غوښتل دښمن ته
ژوندى ورتسليم شي، يا هم د خپلې كورنۍ ښځينه ورپرېږدي، كله چې يې له قزوين
څخه كورنۍ ورسېده، څرنګه چې د شاه محمود، شاه اشرف او پاتې كورنۍ ښځينه غړي
۱۵ تنو ته رسېدې او پر اس د ټولو وړل ناشوني وو، له بلې خوا دا مېرمنې د
افغاني دود د دښمنانو په لاس كې وې. نو هغه مېرمنې يې چې نه شواى وړلاى،
غوښتل ويې وژني، خو زړه يې نه كېده. نو يوه خواجه سراى ته يې وويل چې ۱۳
مېرمنې ووژني. خپله يې درې ځوانې مېرمنې د صفوي كورنۍ له دوو مېرمنو سره
راواخيستې او د خپل سرلښكر سيدالخان ناصر او ۲۰۰افغان سپرو جنګياليو په
مرسته د شپې له خوا له ښاره ووت او د تورې په زور يې په دښمن كې ځان ته لار
پرانيستله. په ډېره بېړه يې ځان ختيځ ته ورساوه. د نادر پوځ ډېر ژر ښار ته
دننه شو. هغه افغانان يې اسيران كړل چې په شېراز كې پاتې وو او د تېښتې لار
پرې بنده وه. ټول يې اصفهان ته ولېږل، چې د اصفهان د اوسېدونكو پر وړاندې
اعدام شي. خو ملا زعفران (د پښتو ادبياتو شاعر او اديب) له سيند څخه د
تېرېدو پر وخت ځان اوبو ته واچاوه، چې د دښمن له اسارت څخه وژغورل شي.(۵۸)
د نادر ځواكونو اشرف تعقيباوه، په پل فساد نومې سيمه كې ملا پير محمد
(مشهور په مياجي) له خپلو ځينو ملګرو سره يوځاى څارونكي ونيول او د هغوى پر
وړاندې يې مبارزه وكړه. تر دې چې خپل سر يې بايلود. خو شاه اشرف او د هغه
ملګرو ته يې دا زمينه برابره كړه، چې د دښمن له منګولو ځانونه وژغوري.
په هر حال، وروسته تر دې چې اشرف د نادر له خوا ماته وخوړه، نور يې ونه شول
كړاى چې د نادر په وړاندې د مقابلې لپاره پوځ تيار كړي. د ۱۷۳۰م كال په
فبرورۍ كې اړ شو چې كندهار ته لاړ شي. وروسته تر دې چې له كرمان او لوت
دښتې څخه واوښت، ځان يې د نادر له څارګرو په امن وليد، خو له بده مرغه چې د
خپل تره د زوى شاه حسين له خوا تر څارنې لاندې ونيول شو. كله چې په هلمند
كې (لكي) او (صفار) سيمو ته ورسېد، خبر شو چې شاه حسين يې د وژلو نيت لري،
نو هڅه يې وكړه چې بلوڅستان ته پناه يوسي، خو وخت يې ونه موند او ۱۷۳۰م كال
په مارچ كې د شاه حسين هوتك له خوا د ګمارل شوي شخص ابراهيم په ګولۍ ووژل
شو. ګواكې شاه حسين د خپل ورور شاه محمود غچ ځنې واخيست.
فرهنګ، د جهانګشاى نادري نومي كتاب د ليكوال ميرزا مهدي خان له قوله ليكي
چې د اشرف تر وژنې وروسته د ملا زعفران په نوم يوه كس په سنندج كې د شاه
حسين له لوري نادر ته يو ليك راوړ، چې په كې غوښتنه شوې وه د شاه محمود
كورنۍ پاتې غړي چې په شېراز كې دي، بايد كندهار ته ولېږدول شي او د خپلې
دوستۍ د زبات لپاره يې د شاه اشرف وژنه ياده كړې وه، ګواكې كله چې د هلمند
له غاړې د بلوڅستان پر لوري روان شو، شاه حسين يې د څارنې لپاره په ګرمسېر
كې قله لكي ته دننه شو. ابراهيم خان بلوڅ خپل يو ملازم د هغه څارنې ته
وګماره. په دې وخت كې شاه اشرف د شورابك د سفلاى په زردكوه كې و. ابراهيم
نومي كس د ګولۍ په ډز سره وواژه، وروسته شاه حسين هوتك د صفوي شاهي كورنۍ
غړي د شاه محمود هوتك د كورنۍ له ۱۴غړو سره چې د نادر افشار په واك كې وو،
بدل كړل.(۵۹)
څه موده وروسته په خپله شاه حسين هوتك هم د نادر له خوا په كندهار كې ماته
وخوړه او مازندران ته په تېښتې اړ او هورې ووژل شو.
د شاه اشرف شخصيت او ځانګړتياوې:
پولېنډي كشيش كروسينسكي چې د اصفهان د كلابندۍ او فتحې پر مهال هورې حاضر و
او څو ځله يې له شاه محمود او شاه اشرف سره ليدلي دي، د شاه اشرف په باب
وايي:
�اشرف له محمود سره له كندهاره راغلى و. جنګيالى او تجربه كاره انسان و،
يوه ډله پوځ يې په خبره عمل كاوه. عاقل او د نظر خاوند، دغه راز زړور،
مدبر، د خلكو خيرغوښتونكى، متواضع او زړه سواندى و. له دې كبله خپل پوځ
ورسره ډېره مينه لرله. په ګلناباد كې د سولې غوښتونكى و. خو د محمود په
دماغ كې د پاچايۍ هوس غزونې كولې. كله چې اشرف ورته د سولې وړانديز وكړ،
محمود ترې خپه شو.
كله چې اشرف له دې موضوع خبر شو، خامخا يې په زړه كې وېره پيدا شوه، د
اصفهان د كلابندۍ پر وخت چې په شاهي سراى كې خواړه نه وو، اشرف له موضوع
څخه په خبرېدو سره شاه ته زر منه خواړه ولېږل او ليك يې هم ورته وليكه، چې
په كې يادونه شوې وه دا خواړه دې شاه خپلو تابع پوځيانو ته وركړي... كله چې
محمود له دې خبرې خبر شو، د دې لپاره چې اشر ف يې د نيت په بدلون پوه نه
شي، نو هغه يې څو ورځې وروسته اصفهان ته ولېږه او د هغه د ځپلو لپاره يې
مرستندوى لښكر د اصفهان شا و خوا ته ولېږه.
كله چې اصفهان فتحه شو، اشرف يې راوغوښت او هيله يې ترې وكړه چې ايا شاه
سلطان حسين ته يې خواړه ولېږل؟ بيا يې زندان ته ولېږه، خو بيا يې هم په بند
كې درناوى كاوه، ځكه محمود د اشرف، امان الله خان او افاغنه شيخ (ملا پير
محمد) د تدبيرونو له كبله د دولت مشر شوى و. اشرف د خپلې واكمنۍ پر وخت د
نرمۍ، تواضع او عدالت لار خپله كړه، شا و خوا سيمو ته يې خلك ولېږل، ليكونه
يې وليكل، چې تر دې وروسته بايد د ايران خلك اباد وي- نه خراب.(۶۰)
په ايران كې د شاه اشرف يو له مهمو كارونو څخه د يوه ارزښتمن او مهم كتاب
(تذكرة الملوك) پاتېدل دي، چې د هغه په امر د صفوي حكومت د اداري سازمان په
باب د هغه د پاچايۍ په دويم كال (۱۷۲۶م- كال) ليكل شوى او ظاهراً پر ايران
باندې د واكمنو افغانانو لپاره د حكومت او اداره كولو فن څرګندوي. دا كتاب
همداسې يو تاريخي ارزښت لري، چې پوهاند مينورسكي يې اړ كړ چې په لمنليك او
اوږدې سريزې سره يې بيا خپور كړي. پوهاند مينورسكي په دې سريزه كې د
اروپايي ليكوالو لكه شارډن، كمپفر، سانسون، ډوبرين او نورو له خوا د
ارزښتونو د ټاكنې په باب وايي: �د هغوى ليكنې يوازې شرحه او ستاينه ده، حال
دا چې تذكرة الملوك د صفوي ادارې د دستګاه رښتينې اروا موږ ته راښيي�.(۶۱)
بله موضوع په اصفهان كې طلايي او د سپينو زرو اشرفۍ ضربول دي، چې اشرف پر
اصفهان باندې له واكمنېدو سره دا سكې ووهلې. په افغانستان او ايران كې يې
ډېر ارزښت درلود، چې تر اوسه يې خپل شهرت ساتلى دى. پر ځينو سكو دغه بيت
لوستلاى شو:
به اشرفي اثر نام ان جناب رسيد
شرف ز سكۀ اشرف به افتاب رسيد
يوې افغان مېرمنې (بي بي زينبو) د شاه اشرف په باب وايي:
كه زمرى دى، شاه اشرف د جنګ زمرى دى
اشرف ته كام رانغى، ځكه نادر پر اشرف برى دى
دغه راز هغه دولت چې ميرويس نيكه يې بنسټ كښېښود او د كندهار په هوتكي دولت
سره مشهور شو، څه كم دېرش كاله يې دوام وكړ، خو د فيوډالي ځانګړنو له مخې د
اكا د زامنو او نظامي مشرانو ترمنځ اختلاف پيدا شو، چې اخر يې دا دولت ړنګ
كړ.
ارزونه او پايله:
د هېواد د تاريخ د دې پړاو پېښو ته په كتنو سره دا پايله اخلو:
۱. افغانان جنګيالي او خپلواكۍ غوښتونكي خلك دي، كله چې بهرني يرغلګر پرې
ورشي، دوى ډېر ژر د يرغل درد نه زغمي، خو تر پايه نه شي كولاى چې د ذلت او
ټيټال، بردګۍ او غلامۍ كړۍ په غاړه كې يوسي. اخر راپاڅي او له بهرنيانو څخه
د ځان د نه درناوي، سپكاوي او ظلم غچ اخلي.
۲. د صفوي ظالمې واكمنۍ پرضد د محمود افغان له پاڅون څخه بايد بل عبرت
واخلو. هغه دا چې كه څه هم محمود د ايران غوندې ستر هېواد د ادارې لپاره
ډېر ځوان و او په حكومتدارۍ كې يې يوازې (دوه- درې كاله) تجربه لرله، خو
خپلو خلكو ته يې دا ثابته كړه، چې د افغانانو غرني ځوانان كه وغواړي كولاى
شي يو ستر پاڅون او د پرديو پرضد يو غورځنګ راوپاروي او پر دښمن برى ومومي.
۳. درېيم ټكى چې بايد نغوته (اشاره) ورته وشي، دا دى چې تاريخ ته وا د
محمود پر اوږو دروند تاريخي رسالت ايښى، چې د هغه صفوي دولت پرضد پاڅي چې
غوښتل يې د شيعه مذهب په رسمي كولو سره يې د نورو مذهبونو د پلويانو په
وړاندې دښمني راواخيستله او په دې تور يې په سلګونو بېګناه خلك ووژل.
شاه محمود په خپل دې كار سره د زرګونو ايرانيانو او افغانانو له ګرېوانونو
څخه د صفوي بېرحمه او بې كفايته شاهانو منګولې د تل لپاره ليرې كړې.
دا هغه رژيم و چې په خپله ۲۲۵كلنه واكمنۍ كې يې له سره تر پايه وينې
وبهولې، بېرحمي، ورور-وژنه، عناد او ريا يې زياته كړه. هغه رژيم چې انسانان
به يې ژوندي كبابول، انسانان به يې په دېګ كې اېشول، خېټې يې ورڅيرلې،
خسيانول يې او يا يې معيوبول. هغه رژيم چې شاهانو به يې د مرشدۍ او پېشوايۍ
دعوه كوله، خو په بېرحمۍ او ورور-وژنه كې دومره توند وو، چې خپلې مېرمنې او
اولادونه به يې وژل.
دغو ټولو فسادونو، نارواوو، ظلم او مذهبي، سياسي او كلتوري ستم ته په پام
سره بايد د ايران خلك په ځانګړې توګه مذهبي لږكيو د صفوي دولت پر وړاندې د
محمود پاڅون په ښه فال نيولاى، ځكه چې د ايران د ملت له وسه دا نه و پوره،
چې ايران د صفوي دولت له دې مذهبي استبداد څخه وژغوري. كه څه هم د شاه
سلطان حسين د حكومت په ټوله دوره كې به هر ځاى پاڅونونه كېدل، خو اصلي
ژغورون ستونزمن و. لكه څنګه چې نن هم له شيعه روحانيت څخه د ايراني ملت
ژغورنه اسانه كار نه دى او د يوې پېړۍ ربع كېږي چې د ايران روڼاندي هڅه كوي
په ايران كې اخندي رژيم د وخت غوښتنو ته ځواب ووايي. د وينا ازادۍ، د ښځو
او نارينه وو د حقونو برابري، د ملګرو متلونو مدني قوانينو او د بشري حقونو
ميثاقونو ته درناوى وكړي، واكمن رژيم داسې نه وي.
له شك پرته زيات ايراني روڼاندي د زياتو خپلواكۍ غوښتونكو ځوانانو سره داسې
شېبې ته لار څاري چې له وركې څخه يو لاس راشي او دوى وژغوري. كه داسې يو
لاس پيدا شي او د ايران ملت لپاره كار وكړي، خلك يې بايد مننه وكړي.
۴. موږ دا نه وايو چې له اصفهان څخه واكمنو افغانانو پر كندهار، هرات او
جليسن باندې تر صفوي واكمنانو ښه كارونه كړي، خو دا بايد هېر نه كړو چې د
اصفهان تر سقوط وروسته كله چې د شاه محمود په امر كوڅې او ښارونه له مړو ډك
او ښار ته خوراكي توكي راوړل شول، دغه راز پر اداري كاركوونكو څارنه پيل
شوه، چې له خلكو رشوت وانخلي، دې كارونو د اصفهان د خلكو خوښي وپاروله او
ويل كېدل چې نوى حكومت تر زاړه- ښه كارونه كوي. خو فاتحو واكمنو لا پر
كندهاريانو باندې د صفويانو له خوا شوي ظلمونه نه وو هېر كړي، د دې ترخه
وخت په يادولو سره به يې د غچ اخيستنې حس راوپارېد، چې دوى يې زياتي او
خشونت ته هڅول، چې د اصفهان د فتحې د لومړيو وختونو هغه تمه يې له منځه
يووړله، چې په دې توګه د افغانانو پر وړاندې د ايرانيانو كينه لا پسې
زياتېده او دوى هم په مقاومت لاس پورې كاوه، چې اخر يې يرغلګرمات كړل.
بايد هېر نه كړو چې د سني روحانيت تبليغاتو هم پر ايران باندې د واكمنو
افغانانو په چلند كې خپله ونډه لرله، ځكه چې سني ديني پوهانو د شاه محمود
پلار ميرويس نيكه ته فتوا وركړې وه:
كه يو مسلمان- يو مسيحي پوځي ووژني، يو ثواب يې كړى، خو كه څوك يو ايرانى
(شيعه) ووژني- دومره ثواب يې كړى چې اجر يې اويا برابره زيات دى�. (سقوط
اصفهان، بروايت كروسينسكى، تهران چاپ، ۳۲مخ).
د دې شرعي فتوا له مخې كه فاتحو ځواكونو د خلكو مالونه د غنيمت په توګه
وړي، وژنې وكړي او غلا يې كړي، په حقيقت كې يې پر خپلو مذهبي لارښوونو عمل
كړى، لكه څنګه چې قزلباشو سرتېرو د خپل مرشد اعظم شاه اسمعيل او شيعه
روحانيت د فتوا له مخې چې حكم يې وركړ: �د يوه سني وژل دومره ثواب لري، لكه
۵پوځي كافران دې چې وژلي وي، له سني سره نكاح روا- نه ده، وينه او مال يې
حلال دي، واجب ده چې د اميندوارو مېرمنو خېټه يې وڅيرې او نارينه اولادونه
يې بايد په نيزه ووژل شي، د سنيانو د مالونو پلورل او رانيول حلال دي، ځكه
چې له اسلامي ازادۍ څخه بې برخې دي...� (پس از هزارو چهارصد سال، ۷۲۶مخ).
د سنيانو خېټې يې وڅيرلې او يا يې په تبر دوه نيم كړل، په اېشېدلو اوبو كې
يې واچول، يا يې ژوندي پوست كړل...
اجازه راكړئ وپوښتم چې د دې فقهي فتواوو په كوم ځاى كې اسلامي عدالت او
خدايي قاف په پام كې نيول شوى، كوم سليم عقل او وجدان دا منلاى شي چې د يوه
مسلمان له خوا د بل وژل او په خېټه كې د ماشوم وژل شرعي امر او ترسره
كوونكى به يې جنت ته ځي؟
موږ د روڼاندو انسانانو غوندې ډېره موده كېږي چې د ډيموكراسۍ په منځ (غرب)
كې اوسو، دلته هرڅوك كه هره عقيده، دين او مذهب ولري د يو بل تر څنګ ژوند
كوي. هېڅوك ځان ته دا حق نه وركوي، چې بل څوك د دين، عقيدې، جنس، ملت يا هم
د سترګو د رنګ له مخې سپك كړي. كه پر موږ دغسې يوه فتوا صادره شي، چې د
ثواب لپاره كه هرځاى سني يا شيعه وينئ- هغه ووژنئ، چې جنت ته لاړ شئ، ايا
دا مذهبي لارښوونه به ومنو؟
فكر كوم هېڅكله هم نه، كه چېرې رواني ناروغ واوسو، وبه يې منو، ځكه د
صفويانو پر مهال په ايران او عثماني تركيه كې د شيعه مذهب تر رسمي اعلانېدو
وروسته دا ډول وژنې وشوې، خو ولې كوم مذهبي يا ديني مخكښ د دې كار مخنيوى
ونه كړ؟
حقيقت دا دى چې (د دين دكاندارانو) چې خپل پايښت يې د مذهبي اختلافونو په
تودوالي كې ليده، دغه ډول غيرانساني عمل او دښمنۍ كړې دي.
د اسلامي مذهبونو تاريخ ته په كتو سره جوتېږي، چې د مذهبونو د پيدايښت په
بهير كې د هر مذهب مشر هڅه كړې چې يوازې خپل پلويان رښتيني مسلمانان وګڼي
او نور كافران.
كله چې پر خپله مخالفه ډله بريالي شوي، هر ډول وحشيانه عمل يې ورباندې كړى
او مجازات كړي يې دي، نو د دې وينې تويونې او اختلافونو يو لوى لامل د
مشرانو او د اسلامي مذهبونو بېلابېلوالى دى. د ورورۍ، انساندوستۍ او متقابل
درناوى وكړي او ووايي: هغه خلك چې پيغمبر يې يو دى، ټول مسلمان او په خپلو
كې توپير نه لري، برعكس يې د نورو ډلو پر وړاندې نفاق، كينه او دښمني خپله
كړه، چې ساده خلك يې په خپلو كې سره واچول، خو ګټه دوى وكړه.
تر نن ورځې پورې د اختلافونو پر اور تېل ورشيندل كېږي او عقيدوي بېلوالى
موجود دى، واكمن روحانيت (شيعه او سني) د خپلو ګټو لپاره له دين څخه يو غټ
پلورنځى جوړ كړى، چې په كې جنت ته د تلو لپاره غيرانساني، تروريسټي كارونه
ښوول كېږي او د بېلابېلو اسلامي ډلو ترمنځ كركه زياتوي، نه پرېږدي چې پوه
او هوښيار خلك د يو بل تر څنګ عزتمن ژوند ولري او دخپل ژوند د لوړوالي او
ښه والي لپاره خپله انرژي وكاروي.
ايراني پوه، ډاكټر شفا د خپلو پراخو څېړنو پر بنسټ، چې د دين او مذهب په
برخه كې يې لري، په دې اند دى:
شيعه مكتب له هماغه پيله له سنيانو سره چې د حكومتي دستګاه مذهب و، دښمني
پيل كړه، خو دا دښمني، ښكنځل، سپكاوى او اهانت د خلفاى راشدينو تر درېيو
خليفه وو هم وغزول شوه، خو سنيانو هېڅكله هم څلورم خليفه (علي بن ابي طالب)
ته سپكاوى نه دى كړى. ان د علي كورنۍ ته چې امامت ته به يې قايل نه وو،
ښكنځل نه كول. دا ښكنځل د هغو كسانو له خوا چې �پرې يې نه ښوول پيغمبر او
دين يې يو وي� په ايران كې د صفوي دولت په راتګ سره ډېر زور واخيست، صفوي
واكمنانو د خپلو سياسي موخو د پرمختګ لپاره د دين د دكاندارانو له دغه ډول
نفاق څخه ګټه اخيستنې ته اړتيا لرله (نو ځكه يې شيعه د حكومت رسمي مذهب
اعلان كړ او پر سنيانو يې د پلي كولو لپاره سرغوڅول، خېټه څيرل او
غيرانساني شكنجې پيل كړې).
شاه اسمعيل په دوو شپو ورځو كې ۲۰زره سنيان په تبرېز كې، چې لومړيو درېيو
خليفه وو ته يې ښكنځل نه وو كړي، په تبر دوه نيم كړل. په مقابل كې د عثماني
تركيې قاضي القضات د شيعه ګانو لپاره احمقانه او زشتې فتواوې وركړې، چې د
سنيانو پر وړاندې د صفويانو تر فتوا كمې نه وې. په تركيه كې ۴۰ زره شيعه
ګان د شيعه توب په ګناه ووژل شول.
نوموړى پوه زياتوي: د �اصول كافي� له ليكلو او خپرولو وروسته تر نن پورې د
شيعه ګانو د حديثونو په كتاب كې په زرګونو كوچني او غټ حديثونه ورزيات شوي،
چې د سنيانو معتقداتو او مقدساتو ته يې سپكاوى كړى دى. د سينانو پر وړاندې
د مبارزو اتل شيخ الاسلام ملا محمد باقر مجلسي، د شاه سلطان حسين صفوي پر
مهال، چې په خپل ټول عمر يې د ايران سنيان ځورول په يوازې سر د سنيانو پرضد
په زرګونو حديثونه راوايستل. البته دغو دښمنيو او تورونو خپل مقابل غبرګون
هم درلود. د عثماني تركيې روحانيت هم تر شيعه ملايانو ډېرې توندې فتواوې
وركړې (توضېح المسايل، ۲۵۹_۲۶۰مخونه)
زموږ د سيمې د اسلامي فرهنګ مخكښانو د دې دوه رنګۍ په باب ژورې ليكنې كړي،
چې لوستل او اورېدل يې ډېر خوند كوي، د مولانا يو بيت دى:
رويي از خود برون كردم، يكي ديدم دو عالم را
يكي جويم، يكي گويم، يكي دانم، يكي خوانم
يو بل اديب، طوسي بيا وايي:
مسجد اگر بنام خدا شد دكان شيخ
ويرانه اش كنيد كه دارالعباد گشت
ناصر خسرو بلخي وايي:
اى امت بدبخت، بدين زرق فروشان
جز از خري و جهل، چنين بنده چرائيد؟
خواهم كه بدانم كه مراين بيخردان را
طاعت ز چه معني و ز بهر چه نمائيد؟
حيكم سنايي د دين د دكاندارانو په باب وايي:
وين گروهي كه نورسيدستند
عشوه جاه و زر خريدستند
ماه رويان تيره هوشانند
جاه جويان دين فروشانند
گشته گويا ز بغض يك ديگر
كين فلان ملحد ان فلان كافر
همه از راه صدق بيخبرند
امدي صورتند و ليك خرند
معني ديو چيست؟ بيدادي
توبه بي داديش چرا شادي؟
داده فتوا بخون اهل زمين
از سر جهل و هم از سر كين...
۵. وروستۍ خبره دا: افغان نسلونه بايد دېته پام وكړي، چې د ميرويس نيكه
ځايناستى د دې پرځاى چې په هېواد كې ملي واكمني ټينګه كړي، يوازې يې د خپلې
ځوانۍ او مذهبي احساساتو او پښتونولۍ له مخې له دقيقې محاسبې پرته د يوه
تاريخي او ستر هېواد د اداري ټينګښت لپاره هڅه كړې، چې د افغانانو حاكميت
پراخ كړي. حال دا چې د پلازمېنې فتحه يو څه او د يوه هېواد د څو ولايتونو
اداره يو څه او د يوه ستر هېواد (لكه ايران) اداره بل څه و، چې په داسې يوه
كړكېچن حالت كې د ځينو جنګياليو له توانه د يوه داسې هېواد اداره كول
ناشوني وو، له همدې كبله هغو افغانانو چې د ايران د نيولو لپاره يې ملا
تړلې وه، له هغې ورځې چې له كندهاره ووتل، د ژوند تر پايه يې يوه ارامه ورځ
ونه ليده، خو ټول (د ۲۰زره يرغلګرو او ۳۰زره كورنيو غړو سره چې د شاه محمود
په امر له كندهاره اصفهان ته كډه شوي وو) د ايرانيانو- په ځانګړې توګه د
نادر افشار په امر په ډله ييزه توګه ووژل شول، چې په ۱۷۳۸م كال نادر افشار
د كندهار د هوتكي دولت ټغر پسې راټول كړ او د غليمو هوتكيانو خانان او
مشران يې له كندهاره مازندران، بخارا، بلخ او نورو سيمو ته وشړل، يا يې له
منځه يووړل.
د ميرويس نيكه له پېر (عصر) څخه د افغانستان د خپلواك دولت تر تاسيس پورې
(۱۷۴۷م) چې ۳۰ كاله يې دوام وكړ، د احمدشاه بابا غوندې يو شخصيت راڅرګند
شو، هغه وكړاى شول د افغان مجربو اشخاصو په همكارۍ د افغانانو واكمني نوره
هم تلپاتې او غښتلې كړي، چې تر ننه دوام لري.
سرچينې:
۱.تاريخ سياح مسيحي: د فقير محمد خيرخواه لمنليك او زياتونې، كابل چاپ،
۱۳۶۳ل كال، ۱۰_۱۲مخونه.
2. لكهارت: انقراض دولت صفوي، ۵۵۵مخ.
3. تاريخ سياح مسيحي: ۲۸مخ.
4. لكهارت: هماغه اثر، ۱۵۱مخ.
5. محمد خليل مرعشي: مجمع التواريخ، ۴۴مخ (د لكهارت په حواله، د ۱۳۱مخ
لمنليك).
6. لكهارت: هماغه ځاى ۱۵۱مخ.
7. لكهارت: هماغه ځاى، ۱۵۰_۱۵۲مخونه.
8. كروسينسكي: هماغه اثر، ۶۳مخ.
9. لكهارت: هماغه اثر، ۱۵۱_۱۵۷مخونه.
10. ايران، كلده وشوش: د مادام ژان ډيولافوا اثر، شواليه لژيون، دونور، د
پاريس د پوليسو اكاډمي، ۱۸۸۷مخ، د ارواښاد علمي محمد فره وشي ژباړه، د
ډاكټر بهرام فره وشي په زيار، ۱۳۷۱ل كال، د تهران پوهنتون چاپ،
۲۵۶_۲۵۷مخونه.
11. هماغه اثر: ۲۵۷مخ.
12. لكهارت: هماغه اثر، ۱۶۳_۱۶۴مخونه.
13. قدرت الله حداد: كيوان (مردم) ۸۱مه ګڼه، درېيم مخ، د تاريخ منظم ناصري
په حواله.
* جٌلفا، په اصل كې (جٌل پا) دى، چې موخه يې مذهبي لږكي دي، لكه ارمنيان،
يهوديان او زرتشتيان چې اړ وو په خپلو پښو كې يوه ټوټه (ټوكر) وځړوي،
مسلمانان يې وپېژني او لاس ورنه كړي. دا فاشيسټي عمل پر ايران باندې د
واكمن اخند ذهن او روحانيت محصول و.
14. لكهارت: هماغه اثر، ۱۵۶مخ، د تاريخ سياح مسيحي سره دې پرتله شي، ۴۰مخ.
15. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۵۱مخ.
16. تاريخ سياح مسيحي: ۳۹مخ، لكهارت: هماغه اثر، ۱۸۱مخ.
17. تاريخ سياح مسيحي: ۴۲مخ، لكهارت: ۱۹۳مخ.
18. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۵۹مخ.
19. هماغه اثر: ۶۰مخ.
20. جي، پي، تيت، سيستان: لومړى ټوك، د ډاكټر سيد احمد موسوي ژباړه، تهران
چاپ، ۱۳۷۴ل كال، تر ۱۵۴مخ وروسته. تاريخ سياح مسيحي: ۴۲مخ.
21. لكهارت: هماغه اثر، ۱۸۷_۱۹۵مخونه.
22. ډاكټر شفا: پس از هزار و چهارصد سال، دويم ټوك، ۷۶۰مخ.
23. لكهارت: هماغه اثر، ۱۸۷_۱۹۵مخونه.
24. لكهارت: ۱۹۸_۱۹۹مخونه.
25. شفا: هماغه اثر، رستم التواريخ: د محمد هاشم اصف ليكنه، تهران چاپ،
۱۳۴۸مخ.
26. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۶۱مخ.
27. لكهارت: ۲۰۰_۲۰۱مخونه، تاريخ سياح مسيحي: ۴۹_۵۰مخونه.
28. فرهنګ: افغانستان در پنج قرن اخير، لومړى ټوك، ۹۴مخ، لكهارت: مخكېنى
اثر، ۲۱۹مخ، تاريخ سياح مسيحي: ۶۳مخ، سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي:
۷۶_۷۷مخونه.
29. تاريخ سياح مسيحي: كابل چاپ، ۱۲_۱۳مخونه، سقوط اصفهان بروايت
كروسينسكي: ۴۶مخ.
30. لكهارت: هماغه اثر، ۲۲۱مخ، تاريخ سياح مسيحي: ۶۳مخ، سقوط اصفهان بروايت
كروسينسكي: ۶۳مخ.
31. تاريخ سياح مسيحي: ۵۱مخ، لكهارت: ۲۳۲مخ.
32. لكهارت: ۲۳۳مخ، تاريخ سياح مسيحي:۵۱مخ، سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي:
۶۷مخ. (كروسينسكي د ځينو وژل شويو كسانو شمېر سلګونو زره ليكلى دى).
33. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۶۸مخ.
34. لكهارت: ۲۳۴مخ، كروسينسكي: ۵۳مخ.
35. تاريخ سياح مسيحي: ۵۷مخ.
36. ګوربت مجله: پنځم كال، څلورمه ګڼه، پنځم مخ، د زبردستخان ليكنه د ښاغلي
حداد په قلم.
37. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۷۲مخ.
38. لكهارت: هماغه ځاى، ۲۳۹_۲۴۰مخونه، تاريخ سياح مسيحي: ۶۰_۶۱مخونه.
39. لكهارت: ۳۱۷مخ، تاريخ سياح مسيحي: ۶۴مخ، سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي،
۷۵مخ.
40. هماغه سرچينې: هماغه ځاى.
41. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۸۰مخ، فرهنګ: هماغه اثر، ۹۵مخ.
42. تاريخ سياح مسيحي: ۶۶مخ، سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۸۲مخ.
43. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۸۰مخ.
44. هماغه اثر: ۷۷مخ.
45. هماغه اثر:۷۹مخ.
46. فرهنګ: هماغه اثر، ۹۵_۹۶مخونه. لكهارت: ۳۲۶_۳۲۸مخونه.
47. د لا زياتو معلوماتو لپاره دې د روسيې او تركيې ترمنځ د ايران د وېش
تړون وكتل شي، كتاب: انقراض سلسله صفويه: اوولسم څپركى، ۲۶۹مخ.
48. لكهارت:۳۳۲مخ.
49. ډاكټر فلور، اشرف افغان بر تختگاه اصفهان: ډاكټر ابوالقاسم سري ژباړه،
تهران، ۱۳۶۷ل كال، ۱۸_۱۹مخونه.
50. لكهارت: هماغه ځاى، ۳۳۳_۳۳۴مخونه.
51. فرهنګ: هماغه اثر، ۹۶مخ.
52. اشرف افغان بر تختگاه اصفهان: ۱۹مخ.
53. لكهارت: هماغه ځاى، ۳۳۶مخ. د خان محمد بلوڅ په باب بايد ووايو چې
نوموړى د بلوڅ قوم يو مخور شخصيت و، كله چې نادر افشار اصفهان ونيوه او
اشرف افغان هم ماتې وخوړه، نو افغانستان ته ستون شوى و. نوموړى چې كله له
تركيې څخه راستون شواو ويې ليدل چې پاڼه اوښتې ده، بلوڅستان ته روان شو. په
۱۷۳۴م كال د خليج له يوه عرب شيخ احمد مدني سره يوځاى يې د نادر پرضد پاڅون
وكړ. په څو جګړو كې يې د نادر ځواكونه شا ته وتمبول، خو اخر په يوه جګړه كې
نادر ماتې وركړه او زندان ته يې واچاوه.
محمد خان بلوڅ د نادر په لاس بند د ځان لپاره يو سپكاوى ګاڼه، له دې كبله
يې ځان په خنجر له منځه يووړ. ليكوال (سيستاني) د بلوڅ قوم د دې مېړني شخص
او د نادر پرضد ګڼې ليكنې كړي، چې د ملګرو قومونو په مجله كې (كابل كې) په
۱۳۶۵ل كال چاپ شوي، مينه وال يې لوستلاى شي.
54. رقابت روس و انگليس در ايران و افغانستان: داكټر پيو- كارتولونزيو، د
ډاكټر عباس اذرين ژباړه، ۲۲_۲۳مخونه، تهران، ۱۳۵۹.
55. فرهنګ: ۹۷مخ، د لكهارت له كتاب (انقراض سلسله صفويه) سره دې پرتله شي،
۳۴۰_۳۴۱مخونه.
56. لكهارت: ۳۴۴_۳۴۵مخونه.
57. لكهارت: ۳۷۲_۳۷۳_۳۸۳مخونه.
58. غبار: لومړى ټوك، ۳۳۵مخ.
59. فرهنګ: لومړى ټوك، ۱۰۰_۱۰۱مخونه.
60. كروسينسكي: هماغه ځاى، ۶۳مخ.
لكهارت: انقراض سلسله صفويه، ۵۶۸مخ.