پيل:
د هند د ګورګاني دولت بنسټ ايښودونكي بابر، په ۱۵۰۱م كال له ماورالنهر څخه
افغانستان ته راغى او په۱۵۰۵م كال يې د كابل تر نيولو وروسته په ۱۵۰۶م كال
د ګورګاني شهزادګانو د مرستې لپاره هرات ته لاړ، چې له هغوى څخه د
ماورالنهر د ازبكانو (چې مشر يې محمد خان شېباني و) د ګواښ پر وړاندې
استفاده وكړي، خو ژمى راغى او محمد خان پر هرات بريد ونه كړ.
بابر، چې له كابل څخه ناوړه خبرونه وررسېدلي وو- كابل ته ستون شو او په
۱۵۰۷م كال د كابل تر كرارولو وروسته پر غزني ورغى او د غلجيانو د پسونو په
غلا كولو سره يې د ځان پر وړاندې د خلكو كركه راوپاروله. تر دې وروسته كابل
ته ستون شو- په ۱۵۰۸م كال بابر د ختيځ پر لوري لښكرې وايستې او ننګرهار يې
له كابل سره يوكړ. تر دې وروسته يې د بدخشان نيولو ته ملا وتړله او دا
ولايت يې له (زبير راعي) څخه ونيو، چې د ايران د صفوي دولت په مرسته د محمد
خان شېباني په وژل كېدو سره يې د ماورالنهر نيولو ته زړه ښه كړ، چې سمرقند
او بخارا يې ونيول (۱۵۱۱م كال) په ۱۵۱۲م كال ازبكان يو شول او پر بابر يې
بريد وكړ، چې صفوي پوځونه يې دړې وړې او سمرقند او بخارا مسترد كړل. بابر
بيا افغانستان ته راغى او په ۱۵۱۸م كال وتوانېد چې پوځ جوړ كړي او د هند د
نيولو لپاره له سند څخه تېر شي او پنجاب ونيسي او بېرته راستون شي. په
۱۵۲۰م كال بابر خپل زوى همايون بدخشان ته ولېږه او خپله يې پر كندهار يرغل
وروړ، چې له شاه بېګ ارغوني څخه يې ونيو او خپل بل زوى ميرزا كامران ته يې
وسپاره او خپله كابل ته لاړ. دا مهال د هندوستان د لوري دولت مخ پر ځوړ
روان شو او د كورني نفاق لمبې بلې شوې، چې د سلطان ابراهيم لودي اكا
علاوالدين عالم خان د خپل وراره پرضد د بابر دربار (كابل) ته لاړ او د
پنجاب واكمن والي دولت خان لودي يې د هندوستان نيولو او د ډيلي سلطنت
ړنګولو ته وهڅاوه. بابر د دې لپاره چې پر هند د لښكركښۍ پر مهال تر شا
ډاډمن وي، نو د يوسفزيو د يوه خان منصور خان له لور سره يې واده وكړ، چې د
لنډ وخت لپاره ډاډمن شو.(۱)
همدا و چې بابر په ۱۵۲۳م كال پر پنجاب لښكرې وايستې او په دې ترڅ كې د
لاهور مدافع پښتانه وځپل او دا ښار يې ونيو، بيا يې ميرزا عبدالعزيز ته
وسپاره او خپله ستون شو، په سيالكوټ كې يې واكمن عالم خان د ډيلي د پاچا
اكا و.چې له پرديو سره د معاملې پر ځاى يې د دولت خان لودي له زوى غازيخان
سره يې ډيلي ته سرتېري ولېږل، چې له سلطان ابراهيم څخه يې يې ماتې وخوړه او
بېرته سيالكوټ ته ستون شو.
دوه كاله وروسته بابر له ۲۱زره سپاره پوځ سره يوځاى كابل، بدخشان او كندهار
ته درانه ګوزارونه وركړل، وروسته ډيلي ته لاړ. ابراهيم لودي د پاني پت په
جګړه كې له خپلو زړورو مدافعيونو سره ووژل شو، چې شاهي خطبه د ظهيرالدين
محمدبابر په نوم ولوستل شوه.(۱۵۲۵م)
تر دې وروسته بابر د كابل پاچا او د هندوستان شهنشاه شو. د غزني او زابل
حكومت يې خواجه كلان بېګ او د كابل او بدخشان حكومت يې شهزاده همايون او
كندهار يې شهزاده كامران، وروسته يې د هغه په وكالت ميرزا عسكري ته وسپارل
شو.
بابر په ۱۵۲۹م كال په هندوستان كې له دې نړۍ سترګې پټې كړې او د هغه له خپل
وصيت سره سم يې جنازه كابل ته راوړل شوه، چې په بابر بڼ (باغ بابر) كې ښخ
دى، قبر يې په ۱۵۴۶م كال جوړ شو. كله چې بابر اګره ونيوله او د لودي دولت
خزانې يې خپلې كړې، د كابل هر اوسېدونكي ته يې يوه اندازه پيسې د بخشش په
توګه وركړې.(۲)
په افغانستان كې د هند بابري دولت د ايران او ماورالنهر په نسبت پراخ بنسټ
درلود، په افغانستان كې كابل، بلخ، بدخشان او كندهار د دوى په لاس كې وو.
كه څه هم دا تشكيلات دايمي نه وو، ځكه بلخ ډېر ژر د ازبكانو لاسته ورغى،
وروسته بدخشان هم خپله خپلواكي اعلان كړه او كندهارهم په صفوي دولت پورې
وتړل شو، يوازې كابل تر ۱۸مې پېړۍ د بابري دولت په لاس كې و.
هر ولايت يو والي (صوبه دار) درلود چې د هغه له خوا به اداره كېده. ملكي او
نظامي چارې به يې په لاس كې وې، چې تر ۱۲كروړ دام پورې معاش به يې درلود. د
دې والي تر لاس لاندې به دغو كسانو كار كاوه: كومكي (لنډمهالى مرستيال يا
افسر) قلعه دار- تعينات (تلپاتى پوځي افسر) پوځدار (د لوى نظامي افسر
مرستيال) كوټوال (قلعه دار) تهاڼه دار (پوله ساتونكى) كله- كله به يو ولايت
په غوڅ ډول د يوه مشر يا شهزاده په واك كې و، چې هغه ته به يې (تيولدار-
جاګيردار) وايه، يانې (هغه فيوډال چې كرنيزې ځمكې يې په واك كې وې او د
سيمې مشر ګڼل كېده) پېښه ليكونكى (د استخباراتو مامور او د پېښو خوندي
كوونكى) هركاره (پټ جاسوس يا څارګر) د دولتي مامورينو منصوبه به د �زرو-
هزاري� په حساب ډلبندي شوې وه، چې په همدې حساب به معاش وركول كېده، چې دا
منصوبه له �ده باشي� څخه پيل او په �ده هزاري� باندې پايته رسېده او ۶۴
نورې رتبې يې هم لرلې، يوه لس زريز مامور به ۷۰۰ اسونه، ۲۰۰فيلان، ۲۰۰
باروړونكي حيوانات او ۳۲۰ اربه لرله، چې د مياشتې ۶۰۰۰۰ روپۍ معاش به يې و.
د شاه جهان پر مهال د كابل ولايت معاش او لګښت په كال كې ۱۲۰ مليون دام،
يانې د كابلستان د عايداتو درې په څلورمه برخه وه.(۳)
ارواښاد علامه حبيبي د عبدالحميد لاهوري له قوله ليكي: �د شاه جهان په پېر
كې د جهانګير زوى د بابر تر واك لاندې سيمو له ۲۲ ولايتونو څخه څلور
ولايتونه يانې كابل، كندهار، بلخ او بدخشان په افغانستان كې وو، چې له كابل
څخه به ۱۶كروړه دام (هر ۵دام له دوو انو سره مساوي و) عايدات لاسته
ورتلل.(۴)
د بابري هند پاچايانو د ايران د صفوي پاچايانو پر خلاف په افغانستان كې تر
خپل واك لاندې سيمو كې د ځينو تفرېحي ځايونو په رغونې لاس پورې كړ. لكه په
كابل كې باغ بابر، شهرارا، د جلوخانې باغ، چهارباغ، اورته باغ، صورت باغ،
مهتاب باغ، اهوخانه باغ، په جلال اباد كې نمله باغ، په پروان كې استالف
باغ، په كندهار كې جهان ارا او چهارباغ، د كندهار په سرپوزه كې د چهلزينې
ماڼۍ او په كابل كې د بالاحصار بيارغونه، دغه راز د شوربازار او د بابر باغ
د مرمرين جومات جوړونه، د شاه جهان له جوړونې څخه وو او كندهار ښار چې نادر
افشار په ۱۷۳۸م كال وران كړ، د شاه جهان له خوا په اته لكه روپيو جوړ شو او
په كابل كې عليمردان خان باغ او د چهارچتې باغ، چې عليمردان خان جوړ كړي وو
او ډېرې ښكلې نقاشۍ يې لرلې.(۵)
د غورځنګ ټولنپوهنه:
كه څه هم په افغانستان كې د فيوډالي اړيكو عناصرو تر اسلام وړاندې هم
غښتلتيا موندلې او په ۱۷مه او ۱۸مو پېړيو كې اوج ته رسېدلې، خو د افغانستان
د پښتنو په ټولنه كې چې دوى له لرغونو زمانو د لوېديز هندوكش په كليو او
غرنيو سيمو كې لكه غور، زابلستان او د سليمان او سپين غره شا خوا كې سره
پاشلي وو، د فيوډاليزم وده نامتوازنه او ډېره ورو وه.
له بلې خوا دوى په لسګونو قبيلو وېشل شوي وو، لكه: ابدالي (دراني) غلجي،
ترين، بړېڅ، ناصر، وردګ(۶)، مومند، اپرېدي، شينواري، وركزي، يوسفزي،
اتمانخېل، بنګښ، خټك(۷)، ځاځي، توري، عيسى خېل، وزير، مروت، خوستيان، دولت
خېل، ګنده پور، ميان خېل، ګګيان، بابړ او نور...(۸) چې تر نورو سيمو ډېر
وروسته د فيوډاليزم پړاو ته دننه شوي دي.
د سليمان غره په غرنيو سيمو كې تر ډېرې مودې پورې فيوډالي لرغوني اړيكي او
د �جرګې� دود روان و، چې په ټوليز ډول د ژوند نظام د �جرګو� په زور اداره
كېده. �جرګې� په بنسټيزه توګه يو �قومي سازمان� دى او �د پلار سالارۍ� په
دورې پورې اړه لري، چې په پرمختيايي (مخ په وده ټولنو) كې د قومي شخړو د
اوارۍ لپاره (له مركزي دولت پرته) جوړېږي.
زموږ د هېواد په ځينو قبايلو كې اوس هم جرګې يو مهم رول لري، دوى پخوا ساده
او لومړنى حالت درلود، چې د قومي �سپين ږيرو� د مشورې بڼه يې لرله، وروسته
په يوه اشرافي او د قبيلې په فيوډالي شورا بدله شوه. ان تر اتلسمې پېړۍ
وروسته (د ميرويس نيكه پېر) د افغانستان دولتونو پر مهمو مسايلو د دې جرګو
جوړونه بيا پيل كړه.(۹)
د روايتونو له مخې د مغول تر ړنګېدو وروسته، په ځانګړې توګه د تېمور تر
مړينې وروسته د شاهرخ حكومت له هماغه پېر څخه چې د ښاري ژوند لپاره زمينه
برابره شوه، د سليمان غره د شا و خوا ابداليانو، وزيرو، غلجيانو او نورو
كوچيانو كډوالي پيل شوه، چې دوى به په كليو كې مېشتېدل او په نويو سيمو كې
به يې د كرنې له كبله اقتصاد ته وده وركوله. تر ټولو مهمې كډوالۍ له
څوارلسمې ميلادي پېړۍ څخه پيلېږي، چې غلجيانو، ابداليانو، وزيرو، اپرېديو،
خټكو، مومندو، شينوارو، وركزيو، كاكړانو او نورو قبايلو پيل كړې.(۱۰)
ابداليانو (درانيانو) د ارغنداب، ارغسان، هلمند او هرات په شنو سيمو كې
واړول، دغه راز غلجيان په ترنك، زابل او اسكان كې مېشت شول، دې قبايلو په
اتلسمه پېړۍ كې دومره ځواك پيدا كړ، چې پراخ ملي او فيوډالي دولتونه جوړ
كړي.
په پنځلسمه ميلادي پېړۍ كې لوديان او په لسګونو نور قبايل هند ته ورسېدل،
چې له يوسفزيو او غورياخېلو سره يوځاى له خيبره واوښتل او د پېښور شمالي
سيمو ته لاړل، چې تر سوات او بنير پورې يې په شنو درو كې واړول.(۱۱)
مروت قبيلې بنو سيمه ونيوله، وروسته بنګښو، خټكو، اتمانخېلو، داودزيو او
نورو قبايلو د سند سيند راسته سواحل د خپلې استوګنې لپاره غوره كړل.(۱۲)
دغو كډوالو د نويو سيمو په نيولو سره ځينې پخواني ځايي خلك يا وشړل، يا يې
هم تر خپل تابعيت لاندې راوستل، چې كروندګري به يې ورباندې كوله، كله- كله
به يې د بېلابېلو قبايلو ترمنځ د ځينو سيمو پر نيولو كومه ستونزه رامنځته
شوه، د دې موضوع په تړاو به د دوى ترمنځ ځينې نورې ستونزې هم رامنځته شوې،
چې د يوه ټولنيز واحد په توګه به يې د قبيلې موقعيت كمزورى كاوه. يوسفزيو
به دا وړ ستونزې د مشهور وېشونكي (شيخ ملي) په مرسته حلولې، ظاهراً كله چې
د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په پيل كې يوسفزيو او ملاتړو يې پر دلازاكانو يرغل
وروړ، دا ډول وېش د يوه روحاني مشر (شيخ ملي) له خوا ترسره شو، چې د دې
قبيلې د مشر ملك احمد له خوا په سيمه كې تطبيق شو.(۱۳)
د شيخ ملي د وېش سيمه ټولې هغه ځمكې وې چې د كابل رود له سرچينو رانيولې د
اباسين (سند) تر لوېديځ پورې دوام مومي، په شمال كې يې سوات، بنير او
پنجګوره راځي، ياد شوي قبايل مخكې په كې مېشت وو.
د دې وېشليك له مخې د يوسفزيو قبيلې هر يوه غړي او متحدينو لكه مندرو،
اتمانخېلو، ګدون او نورو ته يوه- يوه ټوټه ځمكه ترلاسه كړه، چې ساداتو او
نورو ملګرو روحانيونو ته يې هم ځمكې وركړې. هغه ځمكې چې روحانيانو ته وركړل
شوې (سيري) نومېدې او داسې جوړه شوې وه چې د ستونزو د اوارۍ لپاره د هرو
دوو ټوټو ترمنځ يوه ټوټه ځمكه (سيري) راتله.
دا وېش له ټوليز مالكيت څخه د شخصي مالكيت پر لوري د نوموړو مشرانو د
انتقال لومړنى ګام و، چې تر دې وروسته ډېر ستر مشران او فيوډالان رامنځته
شول.
په هغو سيمو كې چې فردي مالكيت وده وكړه، نو تر هرو څو كلونو وروسته د وېش
اصول بدل شوي، چې يوازې په ليرېو پرتو سيمو او درو كې چې طبيعي اقتصاد يې
درلود، پر خپل پخواني حالت پاتې شول.(۱۴)
پوهاند حبيبي د وېش د دې سيسټم (د شيخ ملي دفتر) په باب په زړه پوري
معلومات راكوي او وايي: شيخ ادم مشهور په شيخ ملي بن يوسف د بني پشتون له
عشيرې، چې د پېشوايۍ مقام يې درلود او �دوتر شيخ ملي� نومى كتاب يې په پښتو
په (۸۲۰هــ - ۱۴۱۷م كال) وليكه، چې د يوسفزيو ټولنيز قوانين بيانوي.
هغه د ځمكې، استوګنځي او څړځايونو د وېش په برخه كې د عدالت له مخې ځينې
قوانين وضعه كړل، چې له مخې يې زراعتي اوبلنې ځمكې د كورنيو د نفوس له مخې
وېشل كېدې، چې تر لسو كلونو وروسته به د كورنيو غړو د څومره والي او د ځمكې
د نوعيت له مخې دا وېش نوى كېده. د دې وېش له مخې د يوسفزيو ټولې اړوندې
ځمكې په شپږو ډولونو وېشل كېدې:
۱. يوسفزي.
۲. محمدزي.
۳. ګګياني.
۴. خليل.
۵ مومند.
د ځمكو دا هره برخه به پر دفتر، برخه او پټي وېشل كېده، چې په كرنيزه ځمكه
كې د هرچا برخې ته به يې �وند� او په څړځايونو كې رسېدلې برخې ته به يې
(ورشو) ويله، چې د �هيسك� يانې پچې په مرسته به تر عام نظر لاندې �جرګه�
دايرېده، تر وېش وروسته به يوه برخه ځمكه د سيري په نامه ساتل كېده او
حاصلات به يې ټولګټو كارونو ته وركول كېدل، لكه ډول وهل، مطربي، نايي توب
او پخلى، چې دېته يې د هوجرې مصارف ويل، دا مېلمستون به په كلي كې و، د
كليو او نورو سيمو د وېش لپاره هم د شيخ ملي په دفتر كې همدا ترتيب په پام
كې نيول شوى و، چې هر كلى به په نورو سيمو وېشل كېده او (چم) به يې ورته
وايه، هر چم به ډېر سرايونه لرل، چې (كندر) به يې ورته وايه، هر كندر به څو
كوټې لرلې او د غولي په نامه به يې حويلي لرله، هر چم به يو جومات، يوه
هوجره او د سيل لپاره يو برج درلود. چې تر دوو كلونو پورې به د يوې كورنۍ
په واك كې و.
يوه كس ته رسېدلې ځمكه به يې (بګري وند) نوموهل، چې په لسو كلونو كې رسېدلې
برخې ته به يې (موتي) ويله. د وېش تر سيسټم وروسته چې شيخ ملي كوم كار وكړ،
هغه د زراعتي سيسټم او ټولنيز سمون و، چې نورو افغان قبايلو هم دا سيسټم
پلى كړ. په دې توګه ډېرې ځمكې سمسورې شوې، چې (بانډه) به يې ورته ويل.(۱۵)
د تاريخ رياست سوات نومي كتاب ليكوال محمد اصف خان وايي: �له څوارلسمې پېړۍ
څخه تر ۱۹۲۴م كاله پورې د سوات په اړوندو سيمو كې (دوتر وېش) يانې د شيخ
ملي دفتر عملي كېده، چې د ځمكو د وېش په برخه كې معياري سيسټم و، په دې
مانا چې په ځينو ځايونو كې به په تر پنځو په ځينو كې تر ۷ او په ځينو كې به
تر لسو كلونو وروسته نوى كېده.(۱۶).
له شك پرته د ځمكو د وېش دا سيسټم په ټولو پښتون مېشتو سيمو كې په لږ توپير
سره موجود و.
اكاډميسين عبدالشكور رشاد د خپلې يوې ګټورې ليكنې په ترڅ كې د كندهار د
شورابك د بړېڅ قبيلې د وېش پر سيسټم يې ليكلې وايي:
د وېش سيسټم: د شوراوك د توليد وسايل مالداري او كرنه ده. په مالدارۍ كې د
پسونو، وزو او اوښانو ګلې راځي چې د خلكو شخصيت ملكيت دى، دغه راز ځمكه بيا
د قبيلې عمومي ملكيت دى، چې تر يوې ټاكلې مودې لپاره د كروندګر په واك كې
وي، د وخت تر پوره كېدو وروسته بيا په قبيلې پورې اړه پيدا كوي.
په يوسفزيو، باجوړ، شيګل او شينوارو كې هم د وېش دا سيسټم دود و. چې په
ځينو قبايلو كې اوس هم شته. د كندهار د شوراوك قبيله بړېڅ يوازېنۍ قبيله ده
چې تر اوسه پورې يې د وېش دا سيسټم ساتلى دى.
په شوراوك كې د ځمكې د وېش لپاره دا پنځه ارونه په پام كې نيول كېږي:
۱. نيكه ګنۍ.
۲. پلرګنۍ.
۳. كهول.
۴. كورنۍ.
۵. كور.
د نيكه ګنۍ برخه تر نورو دا ډېره او د (كور) برخه كمه وي. هر كال د قبيلوي
واحد يوه اندازه ځمكه د قرعې يا پچې له مخې ټاكل كېږي، د هر واحد نارينه
(حاضر او غايب) په كې ونډه لري. كه د يوه خېل تله درنه وي، نو ټولو غړو ته
يې (زى) وايي، چې بل وارث يې د تصرف حق نه لري. په شوراوك كې د ځمكې د وېش
سيسټم درې ډوله دى:
۱. د �خوله وېش� سيسټم: د بړېڅو په زكوزيو او هندوزيو كې د �خوله وېش�
سيسټم دود دى او هر كال د قبيلې پر ژونديو نارينه وو ځمكه وېشل كېږي.
ان كه دا نارينه يوه ورځ مخكې هم پيدا شوي وي.خو ښځې په دې وېش كې د ونډې
حق نه لري.
۲. د ملاتړ دود: په بدلزيو كې د ملاتړو وېش په نامه يو بل سيسټم دود دى،
يانې كله چې ماشوم ۱۲كلن شي، د تورې يا ټوپك د اوچتولو توان پيدا كړي، نو
بايد چې د خپلې قبيلې د ګټو د دفاع لپاره ملا وتړي. د بړېڅو په بدلزيو كې
نارينه وو ته تر ۱۲كلنۍ وړاندې حق نه وركوي، چې ښځې هم ترې بې برخې دي.
۳. د اس دود: پخوا به له پرديو يرغلګرو څخه د قبيلې د ساتنې لپاره پنځوس
اسونه بېل ساتل كېدل، كه د قبيلې هر كس به يو اس ساته نو په ځمكو كې به حق
وركول كېده، كه به ده خپل اس خرڅلاوه، نو د اس برخه به نوي خاوند ته وركول
كېده، چې دا دود اوس نه شته.(۱۷)
يو شوروي ختيځپوه (ال، پ، ګوردون) په �مناسبات زراعتي در سرحد شمال مغرب
هند� نومي كتاب كې ليكي: د قبيلې د اشتراكي ملكيت له كبله د ټولنيز جوړښت
ورانول او د فيوډالي اړيكو وده ده، د ۱۴_۱۹مې ميلادي پېړۍ په بهير كې يې
ادامه ومونده. په ځينو نورو پښتون مېشتو سيمو (خټكو، د پېښورو ځينو نورو
قبيلو كې) دا بدلون ګړندى او په ټوليز ډول د ۱۸مې پېړۍ په پاى كې پايته
رسېدلى و، په ځينو نورو قبايلو: بنوڅيانو، يوسفزيو، مومندو، وركزيو او د
دامان په ځينو نورو سيمو كې يې لږه وده وكړه، چې د ۱۹مې پېړۍ تر نيمايي
پورې يې ادامه ومونده�.(۱۸)
په دې توګه په ټولو قبايلو كې ټولنيزه وده متوازنه وه، څرنګه چې په ۱۵مه
ميلادي پېړۍ كې (لودي) قبيلې دا توان درلود، چې تر اوسني افغانستان دباندې
په هند كې يو دولت جوړ كړي، چې تر ۱۶مې پېړۍ (۱۴۵۰_۱۵۲۶م= ۸۵۵_۹۶۱هـ) او
وروسته په ۱۵۴۵م كال سوري دولت د شېرشاه سوري تر مشرۍ لاندې په هند كې دولت
جوړ كړ.(۱۹)
تر دې مهاله پورې په پښتون مېشتو ازادو قبايلو كې فيوډالي اړيكو لار
پرانيستلې وه، چې په ځينو قبايلو كې (قبيلوي او قومي جرګه) د خانانو د لاس
اله شوه، چې وروسته غلجيانو او ابداليانو د هېواد په جنوب لوېديځه كې دا
دود په پراخ جوړښټ كې وكاراوه.
د غورځنګ ټولنيز او سياسي شرايط:
په پښتنو كې د (فيوډاليزم) ګډوډ بهير توند قومي اختلافونه رامنځته كړل، په
ځانګړې توګه چې د هند ګورګاني امپراتورۍ د قبيلوي خانانو د پړسولو او په
تمه كولو له لارې دغه تضادونه زياتول او له بلې خوا فيوډالي خوى هم دا
تقاضا كوله چې په قبيلې پورې اړونده ځمكه بايد د رئيس په شخصي ملكيت كې
وشمېرل شي.
وړاندې په پښتنو، په ځانګړې توګه سوات كې چې په يوسفزيو پورې يې اړه درلوده
د �وېش� سيسټم د شيخ ملي له دفتر سره سم ترسره كېده، چې له مخې يې په ځينو
قبايلو كې تر هرو پنځو كلونو وروسته او ځينو كې ۷ يا هم ۱۲ كاله وروسته
بايد له سره نوى كېداى.(۲۰)
خو د قبيلې خانان چې ښې ځمكې يې په واك كې وې، په دې سيسټم خوښ نه وو،
غوښتل يې دا ځمكې د تل لپاره د دوى شي، حال دا چې د قبيلې خلكو د دې سيسټم
پلوي كوله.(۲۱)
لكه څنګه چې وړاندې ورته اشاره وشوه، ګورګاني شاهانو دغو اختلافاتو ته لمن
وهله، طبعاً د ټولنې بېوسه خلكو غوښتل يوه چاره پيدا كړي، په همدې تړاو د
خلكو له خوا د فيوډالانو پرضد د ۱۶مې پېړۍ په منځ كې يوه قوه رامنځته شوه،
چې مشر يې بايزيد روښان و، چې د مذهب، پيرۍ او مرشدۍ تر سيوري لاندې يې د
فيوډالي استبداد پرضد مبارزه پيل كړه.
څېړونكو څرګنده كړې چې روښاني غورځنګ په هند كې د لودي او سوري دولتونو تر
ړنګېدو وروسته د افغانانو د خپلواكۍ غوښتنې مهم غورځنګ و. ځكه بايزيد روښان
شخصاً د يوې قبيلې مشر و، چې دې ستر ارمان ته د رسېدو لپاره يې له تصوف او
عرفان څخه د يوې درنې وسلې په توګه كار واخيست او د پرديو يرغلګرو (د هند د
ګورګانيانو) پر ضد يې خلك مبارزې ته راوبلل.(۲۲)
په منځنيو پېړيو كې به د واكمن استبداد پرضد مخالفت د عرفان او مذهب په
جامه كې څرګندېده.(۲۳) پر دې بنسټ روښاني غورځنګ د جوړښت له مخې عرفاني او
تصوفي، خو د مضمون او محتوا له مخې د خپلواكۍغوښتنې غورځنګ و.(۲۴) چې د
كابل رود په سرچينو كې يې مېشت خلك د استبدادي ځواكونو او واكمن فيوډالي
سيسټم پرضد مبارزې ته هڅول او د هندوكش په جنوب كې (له غزني تر پېښوره يې)
نيمه پېړۍ نه ستړې كېدونكې مبارزه وكړه.(۲۵)
ځينې شوروي څېړونكي چې د ماركسيزم او لنينزم د نظريو تر اغېز لاندې راغلي،
د روښاني غورځنګ په باب يې ويلي چې له يوې خوا يې ملي ماهيت درلود، له بلې
خوا يو بشپړ طبقاتي غورځنګ و، چې د مخالفينو پر وړاندې به يې په جګړه كې له
مخالفو خانانو شتمني اخيستله، بيا به يې په غورځنګ كې پر ګډونوالو وېشله.
په دې توګه يې عمده ملكيتونه له منځه وړل او كوچني كرنيز ملكيتونه يې
زياتول.(۲۶)
حال دا چې د مذهبي جګړو يوه عمده ځانګړنه د جهاد اعلان او د مجاهدينو ترمنځ
د غنيمتونو وېش دى، چې له طبقاتي سوچ سره هېڅ تړاو نه لري.
خو اخر د هند بابري دولت د وسلو او پيسو په زور له روحانيونو او فيوډالانو
سره د يووالي په سيوري كې دا غورځنګ وځاپه، چې تر هرڅه وړاندې يې ملا
دروېزه ننګرهاري (چې د مخزن الاسلام او تذكرة الابرار والاشرار) كتابونو
ليكوال او پير بابا (سيد علي ترمذي) په دې مبارزه كې لوى لاس درلود، چې
پراخه تبليغاتي ونډه يې وه او د غورځنګ پر مشر يې د كفر او الحاد ټاپه
ولګوله، بايزيد روښان ته به يې (پير تاريك) وايه.(۲۷)
روښاني غورځنګ د ګڼو خلكو هركلى ترلاسه كړ، چې د هند بابري دولت به يې هم
په وړاندې خپل غبرګون او مبارزې تېزولې، د شپاړسمې ميلادي پېړۍ له پيله-
كله چې بابر پر كابل واكمن شو، په ۹۱۳هــ=۱۷۰۵م كال له قوي پوځ سره يې
يوځاى د زابلستان پر غلجيانو ودانګل، چې د خلكو تر وژنې او د مړو له سرونو
د كله منار تر جوړونې وروسته يې د هغوى رمې او نور څاروي (سل زره پسونه)
ولوټل.(۲۸)
بل كال ۹۱۴= ۱۵۰۸م كال اپرېديان (د غبار په وينا مومندو) چې د بابر واكمني
يې د خپلو ګټو په زيان ګڼله او له خيبر درې څخه يې حق العبور اخيستل خپل حق
ګاڼه، له بابر سره ونښتل، چې ډېرې جګړې يې وكړې.(۲۹)
په ۹۲۵هــ ۱۵۱۹م كال يوسفزيو هم د اپرېديو غوندې د بابر په وړاندې ورته
چلند خپل كړ، چې څو زره غړي يې مړه او يرغمل ونيول شول.(۳۰)
د اخوند دروېزه په وينا د ګورګيانو د وژنو له كبله يوسفزيان له خپلو سيمو
بېځايه شول، چې له ډېرې لوږې او فقر سره مخ شول، ان جې غريب خلك مړه هم شول
او ښخول يې د چا په وس نه وو پوره. لنډه دا چې د ظلم له كبله زوى له مور،
پلار له ماشوم او ښځه له مېړه څخه بېل شول.(۳۱)
د پير روښان په مشرۍ د غورځنګ پيل:
وروسته تر دې چې په هند كې بابري دولت جوړ شو، د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په
منځ كې بايزيد انصاري (مشهور په بايزيد روښان) د وزيرستان د كانيګرام سيمې
اوسېدونكى د شيخ عبدالله انصاري زوى، د سراج الدين انصاري له اخلافو څخه و،
چې په ۹۳۲هـ كال د پنجاب په جالندهر كې يې د بابري دولت پرضد د غورځنګ په
جوړونې پيل وكړ.
ده د ځوانۍ له پيله په سيل او ګرځندويۍ، د نفس په تزكيه لاس پورې كړ، چې تر
كندهار، هند، ماورالنهر او سمرقند پورې يې سفرونه وكړل، له پوهانو او د نظر
له خاوندانو سره يې وليدل، عربي او نور دوديز علوم يې زده كړل، په ادب،
فلسفه او تصوف كې يې مطالعې وكړې، چې د اسونو د تجارت لار يې هم خپله كړه،
له سمرقند څخه به يې ښه اسونه رانيول او هند ته به يې وړل. ده دا سفرونه له
۱۵كلنۍ څخه (۹۴۷هــ۱۵۴۰م څخه پيل كړل، چې تر ۹۶۰هـ۱۵۵۲م كال پورې يې دوام
وكړ) دغو سفرونو ورڅخه جهانديده، متفكر او عاقل انسان جوړ كړ.
بايزيد روښان يو متفكر او د تصوف د ځانګړې لار خاوند و، چې ډېر مذهبي
كتابونه يې هم ليكلي، لكه: خيرالبيان، صراط التوحيد، فخرالطالبين، مقصود
المومنين، مكتوبات روشاني او نور... چې په پښتو، دري او عربي ژبو دي.(۳۲)
هغه كندهار ته د يوه سفر په ترڅ كې وليدل چې د هندي دولت والي بيرم خان
ساتندويانو يوه ښځه له وېښتو ونيوله او د هغې وېښته يې په ژرندې پورې وتړل،
بيا يې وڅرخول. دى دومره اغېزمن شو، چې تر مرګه يې دا خاطره په ذهن كې پاته
وه.(۳۳)
د داسې يوې دردوونكې پېښې په ليدو سره دا شريف احساس هر غيور انسان دردوي،
اخر يې د روښاني غورځنګ جوړېدو ته لار پرانيستله. تذكرة الانصار په دې باب
ليكي: مغول مشرانو پر افغانانو ډېر ظلمونه وكړل، تر دې چې يوه ورځ يې د يوه
شخص ښځه ونيوله، د سر وېښتان يې د ژرندې په پله پورې وتړل، كله چې ژرنده
چالان او پل يې وڅرخېد، نو د ښځې چيغې او نارې پورته شوې...(۳۴)
د همدې سفر په ترڅ كې بايزيد روښان بيرم خان ته ورغى او د خپل تجارتي
كاروان د ځينو ملګرو د وركاوي په باب يې ورته شكايت وكړ، خو چا يې په خبرو
سر ونه ګرځاوه. ده هم له سوداګرۍ لاس واخيست، كله چې يې په افغانستان كې د
ګورګيانو ظلمونه او تېري وليدل، نو په دې تكل كې شو چې خلك د پرديو له
واكمنۍ څخه وژغوري. څرنګه چې دى د قبيلې مشر نه و، نو د تصوف له لارې يې د
دين په جامه كې هڅه وكړه خلك د مغول او سيمه ييزې واكمنۍ او استبدادي
دستګاه په وړاندې راوپاروي.
نو تر پنځه كلن رياضت وروسته يې د صراط التوحيد په ليكلو لاس پورې كړ،
وروسته تر دې چې يې ډېر پلويان پيدا كړل، نو ټول يې د تبليغ لپاره د هند
دربار ته (سيد علي ترمذي- مشهور په پير بابا او د هغه شاګرد اخوند دروېزه
ننګرهاري، دغه راز غزني او كندهار ته) ولېږل.(۳۵)
دى ځكه د پير بابا او اخوند دروېزه له توند مذهبي غبرګون سره مخ شو، چې د
ډيلي واكمنو هم ورسره مخالفت وكړ. (تر ۱۵۵۷م كال وروسته) پير روښان چې د دې
غبرګون اټكل كړى و، لومړني تشكيلات يې پيل كړل، خپل ځينې پلويان يې په وسلو
سمبال كړل او د قوم اړو خلكو ته يې يوه خزانه برابره كړه. څرنګه چې هغه د
مذهب او تصوف په جامه كې دا كارونه كول، نو خلكو يې ډېر هركلى كاوه، د
يوسفزيو قبيلې هم خپل كلنى خراج او عشر د بايزيد خزانې ته وركړل.(۳۶)
د اخوند دروېزه په وينا، بايزيد ادعا لرله چې لښكر به جوړوي، چې هند فتحه
كړي، هر څوك چې اس لري، د ډيلي پر اكبر پاچا دې ورشي او له هغه دې خزانه
ولوټي، ځكه چې دا هرڅه زموږ دي.(۳۷)
بايزيد په دې تصميم او احساساتو سره د هند د بابري دولت پرضد جهاد اعلان
كړ، چې ډېر ژر يې ځان تر پېښوره ورساوه. د كابل بابري واكمن ميرزا محمد
حكيم (د همايون زوى او د بابر لمسي) وكړاى شول بايزيد اسير كړي، خو بايزيد
له قاضي خان (د كابل قاضي القضات) سره د خبرو په مرسته ټول تورونه رد او پر
خپلو مخالفينو بريالى شو، چې خوشې كړاى شو او له كابله جلال اباد ته لاړ.
له هغه ځايه (تيراه) ته لاړ، چې له څو زره كسيز پلي او سپاره پوځ سره مل يې
پر جلال باد بريد وكړ(۹۷۹هـ ۷۲_۱۵۷۱م كال)(۳۸).
بايزيد چې د خپلو تبليغاتو په مرسته يې خلك د بابريانو د واكمنۍ پرضد هڅول،
پوهېده چې پر جلال اباد يې بريد نه شي كولاى د هندوستان واكمنه امپراتوري
ړنګه كړي، خو غوښتل يې عملاً خلكو ته د خپلواكۍ لپاره مبارزه وښيي، ان كه
پر دې لار قربان هم شي. همداسې هم وشول، د كابل والي محسن خان د هند د
ګورګاني دولت په امر د روښاني غورځنګ د ځپلو لپاره پاڅېد او د شينوارو د
تورراغه په جګړه كې يې بايزيد ته سخته ماتې وركړه. روښاني ځواكونه دړې وړې
شول، په خپله بايزيد روښان دنګو غرونو ته وخوت، خو په همدغو كې ناروغ او د
اشنغر په كالاپاني كې ومړ. ۹۸۰هـ ۱۵۷۲م كال.(۳۹)
د غورځنګ ادامه:
د هند ګورګاني حكومت فكر كاوه چې د بايزيد روښان له مړينې سره به خلك هم
غلي شي، خو داسې ونه شول، د خلكو پاڅون لا پسې زورور شو او ډېر ژر ۲۵زره
پلي او ۵زره سپاره د بايزيد روښان د زامنو: شيخ عمر، نورالدين او خيرالدين
پر شا و خوا راټول شول، چې د هند د بابريانو پر ضد جګړې ته تيار او پر
پېښور يې بريد وكړ او د هغه ځاى واكمن (حامد خان بخاري) يې وواژه.(۴۰)
د هند بابري ځواك له خوا (جلال الدين اكبر) د دې پاڅون د ځپلو لپاره مامور
شو، چې مومند، غورياخېل، يوسفزي، اپرېدي او وركزي په دې دوه كلنه جګړه كې د
مبارزينو په ليكه كې درېدلي وو، وروسته د هند ځواكونه د كورمان سنګ او زين
خان كوكه په مشرۍ د مشرانو په څارنې او ځپلو پسې ووتل، چې د اپرېديو او
وركزيو ځينې كسان يې يرغمل ونيول، خو د بايزيد روښان زامن ګوتو ته
ورنغلل.(۴۱)
د هند دولت په هر چل او نيرنګ چې و، د بايزيد مشر زوى او ځايناستى شيخ عمر
سره اړيكي وغزول، چې حمزه خان الكوزى (يوسفزى) او ملا دروېزه ننګرهارى د
تورې او قلم په ډګر كې د روښانيانو پرضد پاڅېدلي وو. روښانيان په يو دوو
جګړو كې پر دښمن بريال شول، خو په درېيمه كې حمزه خان الكوزى بريالى شو، چې
شيخ عمر، خيرالدين او نورالدين د لازكانو په لاس (۹۸۹هـ ۱۵۸۱م كال) ووژل
شول او د بايزيد روښان كشر زوى جلال الدين چې ۱۴كلن و، ونيول شو، چې اكبر
پاچا ته ولېږل شو، خو هغوى وباښه او څه موده وروسته بېرته د خپل پلار
مريدانو ته ستون شو، چې د ګورګيانو پرضد يې يوځل بيا مبارزه پيل كړه.(۴۲)
په ۱۰۰۷هـ ۱۵۹۸م كال جلال الدين او نورو مبارزينو پر غزني بريد وكړ، چې د
يوڅه مودې لپاره يې دا ولايت په لاس كې و، خو په ۱۰۰۹هـ ۱۶۰۰م كال په يوه
تونده جګړه كې چې د غزني ولايت د هندي ځواكونو په وړاندې وشوه، جلال الدين
ټپي بيا مړ شو.(۴۳)
د جلال الدين تر مړينې وروسته د شيخ عمر زوى احداد د خپل اكا پرځاى مشر شو،
چې د مبارزانو مشري يې كوله. په ۱۰۲۰هـ - ۱۶۱۱م كال احداد پر كابل بريد
وكړ، چې له هندي ځواكونو او جهانګير سره ونښت. د كابل په كوڅو كې تونده
جګړه روانه وه، چې د دواړو غاړو تر تلفاتو وروسته احداد لوګر ته تر شا
شو.(۴۴).
په ۱۰۲۴هـ ۱۶۱۵م كال د لوګر په څرخ ولسوالۍ كې د بابري ځواك له يرغل سره مخ
شو، چې درې زره تنه مړي يې ترې پاته شول او كندهار ته لاړ. تر څه مودې
وروسته بېرته راستون شو.(۴۵).
په ۱۰۲۹هـ ق- ۱۶۱۹م كال د كندهار په سنګ پوزه كې يې د بابري مغول په وړاندې
سخته جګړه وكړه، چې بابري ځواكونو ته يې ماته وركړه او د هغوى ۵۰۰۰ اسونه
يې د غنيمت په توګه خپل كړل.(۴۶)
په ۱۰۳۵هـ- ۱۶۲۵م كال د احداد ځواكونه د (لواغر) په غرونو كې د هند د بابري
ځواك تر يرغل لاندې راغلل، چې احداد په كې ووژل شو.
د احداد لور چې نه يې غوښتل د دښمن په لاس ورشي، ځان يې د كلا له برج څخه
لاندې غورځار كړ او مړه شوه. د احداد مېرمنې (علايي) د جلال الدين لور چې
يوه پوهه او د ښو اخلاقو لرونكې مېرمن وه، د روښاني غورځنګ د پرمخيون په
برخه كې يې له خپل خاوند سره ډېره مرسته كوله، د خاوند تر مړينې وروسته له
خپل زوى عبدالقادر سره تېراه ته لاړه.(۴۷)
په ۱۰۳۷هـ- ۱۶۲۷م كال عبدالقادر د پښتنو د بېلابېلو مبارزو قبايلو په مشرۍ
پېښور كلابند كړ، خو د مومندو، داودزيو، ګګيانو، يوسفزيو، سوريانو او خټكو
ترمنځ د اختلاف له كبله ډېر ژر كلابندي د يوسفزيو او ګګيانو له خوا ماته
شوه او د هند بابري ځواكونو پر افغان مبارزينو برى ترلاسه كړ، چې پېښور د
شاه جهان لاسته ولوېد.(۴۸).
په ۱۰۴۳هــ- ۱۶۳۳م كال عبدالقادر او مور يې (علايي) د شاه جهان د واكمن
سعيد خان له خوا ونيول شول، چې د هند دربار ته ولېږل شول، دوه كاله وروسته
۱۰۴۵هـ- ۱۶۳۵م كال عبدالقادر ظاهراً د زهرو د خوړلو له كبله ومړ.(۴۹)
د جلال الدين زوى كريمداد چې د دې كورنۍ وروستى سړى و، دى د بنګښ قبيلې په
مشرۍ د وركزيو او اپرېديو د هغو خانانو پرضد راپاڅېد چې د هندي دولت په
خدمت لګيا وو، خو په ۱۰۴۷هـ- ۱۶۳۷م كال بنګښ قبيله د شاه جهان د پوځ له خوا
ماتې وخوړه، چې كريمداد په خپله اسير او بيا ووژل شو.
دغه راز د جلال الدين زوى الهداد چې د خپل نيكه په ټولو غونډو كې به يې
ګډون كاوه او ملي ډلې يې رهبري كولې، هم ونيول شو، چې هند ته ولېږل شو.(۵۰)
په دې توګه د روښانيانو تر مشرۍ لاندې د خلكو ۶۰كلنې مبارزې د ۳۰كلونو
لپاره غلې وې. په ۱۶۶۶م كال دوه تنه مبارزين اخند چالاك خټك او باكوخان
يوسفزي د مبارزينو په مشرۍ د خپلواكۍ جنډه هسكه كړه او د اورنګزېب د
ځواكونو پر وړاندې يې توندې جګړې وكړې، خو دا غورځنګ هم وځپل شو.(۵۱)
دغه راز بل پاڅون د اېمل خان په مشرۍ وشو، چې د خوشال خان خټك په مرسته يې
د هند د ګورګاني دولت پرضد د مبارزې لار ونيوله، چې دواړو ډېرې مېړانې وكړې
او په كابل كې پر بابري والي او محمد امين په ۱۰۷۷هـ ۱۶۶۸م كال يې يرغل
وروړ، خو وروسته وځپل شو.(۵۲)
خوشالخان خټك او د پښتنو غورځنګ:
په پښتنو كې خوشالخان خټك (۱۶۱۳- ۱۶۹۱م كال) د شعر او ادب- هم د تورې او
قلم په ډګر كې جنګيالى سړى او ستر مشر و، چې ډېره زړورتيا او مېړانه يې
لرله. د خټك قوم مشر او د اورنګزېب د پاچايۍ پرضد مخكښ مشر و .
خوشالخان په ۱۰۵۰هـ- ۱۶۴۱م كال د خپل پلار شهباز خان تر مړينې وروسته د
خټكو مشر شو او تر ۱۰۶۹هـ- ۱۶۶۰م كال يې د هند له دولت سره همكاري كوله او
د هند د ګورګاني دولت په ګټه يې په جګړو كې ونډه اخيستله، خو په ۱۰۷۳هـ-
۱۶۶۳م كال د اورنګزېب د واكمنۍ پر مهال له ګورګاني هند سره د خوشالخان خټك
اړيكي خراب شول.(۵۳)
فرهنګ ليكي: د شاه جهان زوى اورنګزېب يو متعصب انسان و، چې غوښتل يې د
شريعت احكام لكه څنګه چې خپله خوښه وي په خپل هېواد كې پلي كړي. په دې ترڅ
كې نوموړي ناشرعي ماليات او محصولات او د لارې محصول لغوه اعلان كړل، څرنګه
چې خوشال خټك محصول اخيستل، د پېښور واكمن دى ونيو او د پاچا په امر يې دوه
كاله د راجپوتانه په رنتپور زندان كې بندي كړي.
كه څه هم تر ازادۍ وروسته خوشالخان خټك بيا هم د دربار له خوا د باور وړ
شخص و، خو ده دا سپكاوى هېر نه كړ، چې له مغول دولت سره يې د مخالفت
يوازېنى لامل همدا و.
فرهنګ زياتوي: په ۱۶۷۰م كال په كونړ كې ځينو دولتي سپاهيانو د ساپي قبيلې
پر يوې نجلۍ بريد وكړ، چې ساپيانو دا سپاهيان ونيول او ويې وژل. په دې توګه
يې د دولت پرضد پاڅون وكړ، د دولت ځينې ځواكونه د دوى د ځپلو لپاره كونړ ته
روان شول، چې اېمل خان مومند او ورپسې خوشالخان هم له سپاهيانو سره ملګري
شول، چې د ساپيانو پاڅون ډېر غښتلى شو، د جګړې په ترڅ كې خوشالخان خټك د
اپرېديو په مرسته د نوښار پر كلا بريد وكړ، چې ډېر غنيمت لاسته ورغلل.(۵۴)
تر دې وروسته خوشالخان خټك د هند مغول واكمنۍ پرضد له نورو پښتنو مبارزينو
سره مل شو، چې قلم او توره يې راوكښل، هېوادني او حماسي شعرونه يې وليكل:
لا تر اوسه يې ماغزه په كرار نه دي
چا چې ما سره وهلى سر په څنګ دى
هغه مهال چې خوشالخان په زندان يا په جګړو كې و، تل يې د پښتنو د ملي
يووالي، ويښتيا او مبازو لپاره د هند د زورواك دولت پرضد شعرونه ليكلي دي،
چې د ژوند تر پايه د تورې او قلم په ډګر كې كرار كښېنناست.
هغه هر ټولنيز او شخصي بهير ته د شعر په ژبه ځواب ويلى او د ژوند او وخت
ټول واقعيتونه يې د شعر په هنداره كې منعكس كړي دي.
داسې ښكاري لكه دى چې له كندهاره تر اټكه د پښتنو د ملي او پراخ دولت
غوښتونكى وي. خو د ده هڅې ځكه ناكامې شوې، چې په پښتنو كې يوه واحده
اتحاديه نه وه، چې د هند د مغولي واكمنۍ پرضد مبارزه وكړي، په دوى كې د
خانانو رقابتونه او بې اتفاقي ډېره وه، ځكه دى له شكايت او ګيلو څخه ډك دى،
ان چې له خپلو زامنو هم سر ټكوي.
له بده مرغه د خوشالخان خټك زامنو لكه بهرام هم د هند ګورګاني دولت په
دسيسو وغولېد او د خپل پلار او قوم پرضد راپاڅېد. اشرف خان د خوشالخان خټك
بل زوى د هند دربار ته لاړ او هورې ومړ.(۵۵)
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم
احتياج د زمانې هسې بلا ده
و دلاك ته پاچا كښېنوي سر تور
په هر حال، خوشالخان د پښتنو ستر مبارز او نامتو شاعر دى، چې د ۷۸كلنۍ په
عمر د ۱۱۰۰_۴_۲۸هـ ۱۶۹۱م كال كې په خپل هېواد، د خټكو په غرونو كې ومړ.
وروستۍ وينا يې دا وه: �ما په داسې ځاى كې ښخ كړئ، چې د دښمن د اسونو د پښو
دوړې مې پر قبر خپرې نه شي�.(۵۶)
په دې توګه د خلكو د خپلواكۍ غوښتنې مبارزې چې د افغانستان په شرق كې د هند
د بابري دولت پرضد د ۱۶مې پېړۍ له لومړيو پيل شوې، د ۱۷مې ميلادي پېړۍ تر
پايه روانې وې، كه څه هم په شرق كې اوږدمهالې مبارزې له ماتې سره مخ شوې،
خو د افغانستان په لوېديځ (كندهار او هرات كې) دا مبارزې د ۱۸مې ميلادي
پېړۍ په پيل كې د افغانستان په شرق كې افغانانو ماته جبران كړه.
د ژباړې نېټه:
د زمري لسمه، كندهار،
د سورغر اوونيزې دفتر
۱۳۸۴ل كال.
سرچينې:
1. پوهاند حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان ، ۱۹۷مخ، تاريخ رياست سوات: ۴۶مخ.
2. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، لومړى ټوك، ۲۹۴ او ۲۹۵مخونه، حبيبي:
تاريخ مختصر افغانستان ، ۱۹۹مخ.
3. غبار: ۲۰۶مخ، حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان ، ۲۰۷ او ۲۰۹مخونه.
4. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان ۲۰۸مخ.
5. حبيبي: هماغه اثر، ۲۰۱۰مخ.
6. دا قومونه په ټوليز ډول په زابل، كندهار، هلمند، فراه او د كابل په غرب
كې ژوند كوي.
7. پښتانه تاريخ كښونكي دا قبايل (بردراني) ګڼي. (قاضي عطا الله: لومړى
ټوك، ۱۵ او ۲۰مخونه).
8. دا قومونه دامانيان هم ګڼل كېږي (پورتنى اثر: ۱۵ او ۲۰مخونه).
9. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، تر ۳۱۰مخ وروسته.
10. حبيبي: ظهير الدين محمد بابر، د ۱۳۵۱ل كال چاپ، ۱۲۶_۱۲۷مخونه، د
(افغانستان در مسير تاريخ) ۳۱۰مخ سره دې پرتله شي.
11. توريالى پښتون: پښتو ټولنه د ۱۳۵۰ل كال چاپ، ۱۷۴مخ، د غبار له پورتني
اثر له ۳۱۰مخ سره دې پرتله شي.
12. تاريخ مرصع و حيات افغاني: حبيبي.
13. توريالى پښتون: مقاله: محيط اجتماعي، اقتصادي و سياسى خوشحال خان،
۱۷۵مخ.
14. توريالى پښتون: پورتنۍ ليكنه، ۱۷۵مخ، حبيبي: ظهير الدين محمد بابر،
۱۲۹مخ.
15. حبيبي: ظهيرالدين محمد بابر، ۱۲۸_۱۳۰مخونه.
16. محمد آصف خان: تاريخ رياست سوات، د ۱۹۵۸م كال چاپ- پېښور، ۳۱۲، ۴۲ او
۴۳مخونه.
17. شيخ بستان بړېڅ: د اطلاعاتو او كلتور وزارت چاپ، مقاله: بړېڅي او
ښوراوك، د پوهاند عبدالشكور رشاد ليكنه، ۲۴ او ۲۶مخونه (پښتو متن).
18. توريالى پښتون: ۱۷۶مخ.
19. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۳۱۱مخ.
20. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان ، لومړى ټوك، ۱۳۴۹ل كال چاپ- كابل، ۵۰مخ،
اسلانوف: د روښانيانو ملي نهضت، د محمد اكبر معتمد ژباړه، د پښتوټولنې چاپ،
۱۳۵۳ل كال، الف مخ، د محمد صديق روهي په قلم.
21. پورتنۍ سرچينه.
22. تاريخ رياست سوات: ۴۲-۴۴مخونه، پېښور چاپ، (پښتو متن ۱۷۲۱- د روښان
ياد، ۲۰۹مخ).
23. تاريخ ايران: د كشاورز ژباړه، تر ۱۲۶مخ وروسته.
24. د روښان ياد، د محمد صديق روهي ليكنه، د روښانيانو نهضت، لومړى مخ.
25. د روښان ياد: د ښاغلي محمد غوث شهامت ليكنه، ۳۱۳مخ دغه راز دې په همدې
اثر كې د ښاغلي عطايي ليكنه هم وكتل شي، ۲۲۷مخ.
26. هماغه اثر: ۲۰۸مخ.
27. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۳۱۱-۳۱۲مخونه، د روښان ياد، ۳۱۱مخ سره
دې پرتله شي، دغه راز دې د روښانيانو ملي نهضت، شپږم مخ او تاريخ رياست
سوات (پښتو متن) تر۵۰۷مخ وروسته متن سره وكتل شي.
28. حبيبي: د خيرالبيان سريزه، د بايزيد روښان ليكنه، د ۱۳۵۳ل كال چاپ،
شپږم مخ، د افغانستان در مسير تاريخ، ۳۱۲مخ، با برنامه يا تزوك بابري، از
عبدالرحيم خان خانان بن بيرم خان، د ۱۳۰۸ ق كال، سره دې پرتله شي.
29. افغانستان در مسير تاريخ، ۳۱۲مخ، له (د روښان ياد) نومي كتاب له ۲۰۷مخ
سره دې پرتله شي.
30. پورتنۍ سرچينه.
31. اخند دروېزه، مخز الاسلام، پېښور چاپ، ۱۹۶۹م كال، د سريزې دېرشم مخ.
32. اسلانوف: د روښانيانو ملي نهضت، پنځم مخ، دغه راز دې د روښاني ياد نومې
ليكنې سره پرتله شي، ليكوال: پوهاند حبيبي او مولينا خادم، د خيرالبيان
سريزه، اووم مخ، د پوهاند حبيبي په قلم.
33. د خيرالبيان سريزه: ۷مخ، غبار: ۳۱۳مخ.
34. تاريخ مختصر افغانستان : ۲۲۰مخ.
35. د روښان ياد: د قيام الدين خادم، ابراهيم عطايي، پوهاند حبيبي او نورو
ليكنې.
36. افغانستان در مسير تاريخ: ۳۱۳مخ، تاريخ رياست سوات: ۳۷۴۹مخ، مخزن
الاسلام: ۳۱۳مخ.
37. پورتنۍ سرچينه.
38. د روښان ياد: د پوهاند حبيبي مقاله، ۲۷۴مخ، افغانستان در مسير تاريخ:
۳۱۳-۳۱۴مخونه.
39. د روښان ياد: د پوهاند حبيبي مقاله، ۳۴۱-۳۴۲مخونه، د خيرالبيان سريزه،
پوهاند حبيبي، لسم مخ.
40. اسلانوف: د روښانيانو ملي نهضت، اتم مخ، غبار: ۳۱۳مخ.
41. افغانستان در مسير تاريخ: ۳۱۳مخ.
42. پورتنى اثر: اسلانوف: پورتنى اثر، ۸-۹مخونه.
43. د روښان ياد: ۸۲، ۲۱۰او ۳۱۳مخونه او اسلانوف: ۹مخ، غبار: ۳۱۴مخ.
44. تاريخ مختصر افغانستان : ۵۹مخ، اسلانوف: نهم مخ.
45. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۳۱۴مخ.
46. تاريخ مختصر افغانستان : ۱۹۲مخ، اسلانوف: لسم مخ.
47. هماغه اثر: دغه راز د روښان ياد: ۸۵-۸۶مخونه، تاريخ مختصر افغانستان :
۵۹-۶۰مخونه.
48. غبار: هماغه اثر، ۳۱۴مخ، د روښان ياد: ۸۷مخ، اسلانوف: لسم مخ.
49. غبار: ۳۱۴مخ، اسلانوف: ۱۱مخ.
50. پوهاند حبيبي: هماغه اثر، ۲۳۰مخ، اسلانوف: ۱۱مخ، غبار: ۳۱۴مخ.
51. غبار: ۳۱۳-۳۱۴مخونه.
52. هماغه اثر، هماغه ځاى.
53. خوشحاليات: راټولوونكى خټك عقاب، د ۱۹۷۵م كال چاپ- پېښور۳-۵مخونه، د
اسلانوف له روښانيانو ملي نهضت نومي اثر له ۲۹مخ سره دې پرتله شي.
54. فرهنگ: افغانستان در پنج قرن اخير، لومړى ټوك ۶۷مخ.
55. غبار: ۳۱۴مخ، اسلانوف: ۳۰ مخ.
56. معصومه عصمتي: خوشحال خټك كيست؟ د ۱۳۳۴ل كال چاپ، ۲۸۰۳۴مخونه، غبار:
۳۱۵مخ.