د هر نسل يوه ضروري دنده دا ده چې د نويو موندنو په مرسته
د خپل هېواد تاريخ بيا- بيا وليکي. د تاريخي، لرغونپوهنې، ليکلو شواهدو او
عيني شاهدانو د روايتونو له مخې دې نوي ټکي په خپل هېوادني تاريخ کې زيات-
دغه راز دې اضافي ټکي ورڅخه ليرې کړي.
د هېواد يو تاريخي پړاو، چې د قومي او مذهبي تعصب دوړې پرې پرتې دي، يو هم
د صفوي استبدادي واکمنۍ پرضد د کندهار د ځورېدلو او کړېدلو خلکو د پاڅون
پړاو دى. د صفوي واکمنۍ پر مهال، شيعه مذهب د دولت رسمي مذهب و، چې تر ټولو
توند سياسي او مذهبي استبداد او پراخې ټولوژنې ورسره ملې وې. ناشيعه قومي
او مذهبي ډلې به له سپکاوي، ګواښ، ځور آن ټولوژنې سره مخ وې، د توند چلند،
شکنجې او وژونکو چلندونو له کبله به دېته اړ ايستل کېدل چې له خپل مذهب څخه
واوړي او شيعه مذهب دې ومني.
د ايران نامتو پوه ډاکټر شفا کاږي: �د دولتي مذهب په توګه د اثنى عشري شيعه
مذهب دودېدل او د لومړنيو درېيو استازو (خليفه ګانو) ښکنځل دومره زيات شول
چې د صفويانو پر وخت يې له ګاونډيو سني مذهبو دولتونو (عثماني ترکيې او د
منځنۍ اسيا خان مېشتو سيمو او افغانستان) سره يې د ايران اړيکي ډېر ترينګلي
کړل.
تر لسمې هجري پېړۍ وروسته په ايران کې د شيعه ګانو تعصب ناکې تربګنۍ په سني
مذهبو هېوادونو کې د دوى پرضد د خلکو کرکه راوپاروله چې همدې بهير له منځنۍ
اسيا او نورو سني مذهبو هېوادونو سره د ايران اړيکي غوڅ کړل او د هېواد په
فکري او کلتوري ژوند کې يې ناوړه غبرګون راوپاراوه�.
ډاکټر شفا زياتوي: �د شاه اسمعيل په دربار کې يوه ملا په خپل کتاب کې وليکل:
د يوه سني وژل دومره ثواب لري لکه د پنځو پوځي کافرانو وژل، له سني سره
نکاح نه ده روا. وينه يې بې ارزښته، مال يې حلال دى. دا واجب ده چې د سني
اميندارو ښځو خېټې وڅيرې او نارينه اولاد يې په چړو ووژنې. د سنيانو پلورنه-
پېرودنه روا ده، ځکه چې له اسلامي ازادۍ څخه بهر دي. سني فقهيانو هم په
اسلامي تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د شيعه ګانو، ان ساداتو غلامول او پلورل
روان وبلل�. (پس از هزار و چهار صد سال، د ٢٠٠٣م کال چاپ، مخ: ٧٢٦).
د صفوي لړۍ موسس شاه اسمعيل صفوي خپله پاچايي د شل زره سنيانو په وژلو سره
پيل کړه، کله چې مشهد ته روان شو، قزلباشانو يې په طبسين کې د اته زره
کسانو پر ستوني چاړه راتېره کړه، چې د پاچا د وينې تويولو تنده ماته شي.
شاه عباس تر هرڅه وړاندې خپل دوه وراره ګان له خپل يوه وراره او اکا سره
يوځاى ړانده کړل، بيا يې خپله دوه زامن (محمد ميرزا او اماقلي ميرزا)
يړانده او درېيم زوى (صفي ميرزا) وليعهد يې هم په ډېر بد حالت ووژاه. درېيم
زوى چې د ړندېدو طاقت يې نه درلود، ځانوژنه وکړه. په دې توګه د شاه عباس يو
زوى هم پاتې نه شو. نو د دې لړۍ تر ټولو عادل پاچا چې له خپلو نژدې کسانو
سره داسې وکړي، د نورو په وړاندې يې هم دريځ څرګند دى!.
صفي ميرزا د لومړي شاه عباس ځايناستي هم په بېرحمۍ کې له خپل نيکه شاه
اسعميل سره ورته والى درلود. هغه د خپلې پاچايۍ په ١٤ کلونو کې په پرله پسې
ډول خلک ووژل او دا وژنې يې له خپلو خپلوانو راپيل کړې، خپله مېرمن او مور
يې هم ووژلې، يوه شپه يې د نشې پر مهال خپل تى رودونکى ماشوم هم اور ته
غوځار کړ. (شفا: هماغه اثر، دويم ټوک، ٧٤٢، ٧٤٣ او ٧٤٩ مخونه).
د دويم شاه عباس زوى صفي ميرزا چې کله د شاهۍ تاج پر سر کړ، ځان يې شاه
سليمان ونوماوه، د ځايناستۍ له هماغه پيل څخه يې د دربار زيات خانان او
مخور اشخاص تر تېغ تېر کړل، په شراب څښلو کې دومره مشهور شو، چې �شارډن� يې
په باب په خپل يونليک کې وليکل:
�څوک په شراب څښلو کې د دې پاچا پر زغم باور نه شي کولاى. زه باور لرم چې
په ټول سويس او المان کې څوک په دې برخه کې ورسره سيالي نه شي کولاى، حال
دا چې د دې هېوادونو خلک ډېر شراب څښي�. (شفا: هماغه اثر، دويم ټوک،
٧٥١مخ).
د شاه سليمان زوى شاه سلطان حسين چې څو زره حديثونه يې په زړه کړي او
لږوکارونو ته به يې له ښېګڼې پرته تصميم نيوه، تر شپږ کلنې واکنۍ وروسته
زهد او تقوا ته شا کړه او ډېر سخت شراب څښونکى شوى. له خپل حرمسراى سره يې
هم ژوره مينه پيدا کړه �خواجه سرايان به يې د جُلفا په کوڅو کې ګرځېدل. که
به يې کومه ښايسته پېغله يا ښځه وليده، تښتوله به يې او پاچا ته به يې
راوستله. دا پرهېزګار پاچا تر هر څه زيات د خپل حرمسراى په چارو بوخت و. د
ايالتونو امران او مشران به د يو بل په سيالۍ کې، د دې لپاره چې له ښځو سره
د پاچا مينه ماته کړي،د خپلې سيمې تر ټولو ښايستې نجونې په زوره د پاچا
حرمسراى ته بېولې� (شفا: هماغه ټوک، ٧٥٥مخ)..
کروسينسکي ليکي: �د شاه سلطان حسين پرمهال په حرمسراى کې تر يوې مياشتې
وروسته ٣٠ زانګوګانې جوړې شوې. که ځينې شهزادګان په وړکتوب کې له منځه نه
واى وړل شوي، شمېر به يې تر دې بره خوت� (سقوط اصفهان بروايت کروسينسکي،
٧٦مخ).
د کروسينسکي مطلب دا دى چې هر کال به د پاچا په حرم کې ٣٦٠ شهزادګان زېږېدل
او که په ماشومتوب کې نه وژل کېداى، ښايي شمېر به يې زرګونو ته رسېداى.
په همدې پېر کې د شيعه روحانيت مذهبي تربګنۍ (تعصبونه) دومره ډېر شول، چې د
ايران په زياتو اړوندو ايالتونو کې نورو مذهبي لږکيو په پاڅون لاس پورې کړ.
په ١١٢٣ کال د داغستان لږکيو او په ١١٢٧ سني کردانو په يوه ستر پاڅون لاس
پورې کړ، چې څو کاله يې دوام وکړ.
په ١١٣٥ کال د قفقاز ارمنيانو هم بغاوت وکړ، په همدې کال د ختيز ګرجستان
خلکو هم په پاڅون لاس پورې کړ، په ١١٣٣ لُرانو او په ١١٣٤ کال د مسقط
بلوڅانو او عربانو هم پاڅون وکړ. (شفا: هماغه ټوک، ٧٥٨مخ).
په همدې کال (١١٣٤) په شېروان کې د سني ډلې پلويان راوپارېدل، دې خلکو د
حاجي داود مدرس په مشرۍ پر شماخي او کرسي شېروان بريد وکړ، چې په دې پېښه
کې يې ٤- ٥ زره شيعه ګان تر تېغ تېر کړل، چې د عثماني ترکيې په پلوي يې
شعارونه ورکول. (لکهارت: انقراض سلسله صفويه، د عماد ژباړه، ١٤٦مخ).
ملک محمود سيستاني په ١١٣٥ د صفوي دولت پلوي پرېښوده، په خراسان کې يې مشهد
او نيشاپور ونيول او خپله خپلواکي يې اعلان کړه. په مشهد کې يې د کيانانو
له دود سره سم تاج پر سر کړ او ځان يې د خراسان پاچا ونوماوه. په کرمان کې
د ميرزا داود لمسي سيد احمد خان سر رااوچت کړ، په بلوڅستان او بندرونو کې
بيا سلطان محمد (مشهور په خرسوار) ته ډګر تش و. (جي. پي. تيت، سيستان:
لومړى ټوک، ١٥٢مخ).
د افغانستان په ځينو نيول شويو سيمو کې د ١٦مې پېړۍ تر لومړنيو کلونو
وروسته هرات، کندهار او سيستان ته صفوي ډاډمن واليان او مشران د اصفهان له
دربار څخه وټاکل شول. هر والي له ځان سره له لسو تر شل زره کسيز لښکر
درلود، چې له پرديو ټاټوبو راغلي وو. يوازې يې د خپلو جېبونو ډکولو غم
درلود، چې له کروندګرو او مالدارو څخه به يې مالونه اخيستل. ځمکوال او شتمن
خلک اړ وو، چې هر ځل والي، پوځي مشرانو، مستوفي او قاضي ته د ډالۍ او سوغات
په نوم رشوتونه ورکړي، کنه ورباندې په غوسه کېدل، ځمکې او مالونه به يې ترې
اخيستل کېدل، د سلطان ځمکه (خالصه به شمېرل کېده) دوى به هم اړ وو چې يا په
زندان کې وخت تېر کړي، يا هم مرګ ته غاړه کښېږدي.
د اداري چارو بېنظمي او پاشلتيا، د يو بل په وړاندې د درباريانو توطيې او
اختلافونه، د صفوي مشرانو رشوت اخيستل او ستم، دغه راز په هېواد کې د شته
قانون نه رعايتول، د هغو ډلو مذهبي او سيمه ييز تعصبونه چې شيعه ګان به نه
وو، د خلکو شکايتونو ته د چا غوږ نه نيول، د درنو مالياتو اخيستل، ځورونې،
د سلطان حسين صفوي پر مهال د نويو نيمګړتياوو ترمنځ د ټولنې مخور کسان دېته
وهڅول چې حل لار ولټوي. د ځان پر ملي او سيمه ييزې خپلواکۍ سوچ وکړي، دغه
راز په وړ وخت کې له وړ شرايطو وړ ګټه واخلي.
له همدغسې شرايطو څخه په ګټه اخيستو په کندهار کې پښتنو غلجيو (غرزيو) د
ميرويس خان تر مشرۍ لاندې يو خپلواک دولت جوړ کړ. وروسته د هرات ابداليانو
له صفوي مشرانو څخه هرات او فراه ونيول، چې په ١١٢٦- ١٧١٦م کال کې يې خپله
خپلواکي اعلان کړه.
د دغو ولايتونو د پياوړتيا لپاره د دولت هڅو صفوي دولت ماتې ته برابر کړ. د
کندهار خلکو چې له وړاندې يې د خپلواکۍ خوند څکلى و، د ميرويس زوى، شاه
محمود تر جلوس وروسته پر ايران باندې له ناسمو واکمنو شرايطو په استفادې
سره د خپلې واکمنۍ په سوچ کې شو. دا مهال صفوي دولت ډېر بې کفايته و. شاه
محمود د ايران تر زړه (اصفهان) پورې وړاندې لاړ او پخوانى دولت يې ړنګ کړ،
چې شرحه يې د ليکلو اسنادو او سرچينو په رڼا کې دلته لولو.
ليکوال هيله لري چې د دې اثر په ليکلو سره، د ميرويس نيکه په مشرۍ د کندهار
د خلاصون لپاره د ملي او ژغورونکو پاڅونونو په ٣٠٠مه کاليزه کې يې ونډه
اخيستې وي، په دې توګه يې خپله ملي دنده ترسره کړې وي.
کانديد اکاډميسين سيستانى
ګوتنبورک، د جون ١٤مه، ٢٠٠٥م کال