لومړى څپرکى
په اتلسمه پېړۍ کې د ايران صفوي دولت پرضد
د کندهاريانو پاڅونونه
پر افغانستان د ګاونډيو واکمني:
د شپاړسمې ميلادي پېړۍ له پيله، چې تر افغانستان دننه او بهر څه پېښې وشوې،
ټولې زموږ د هېواد په زيان او د ګاونډيانو د نويو راټوکېدلو ځواکونو په ګټه
وې. په بله وينا، د سلطان حسين بايقرا (١٥٠٦) تر مړينې وروسته هېواد خپل
مرکزيت او اداري ځواک له لاسه ورکړ، ځکه د سلطان حسين ځايناستي (بدېع
الزمان او مظفر حسين ميرزا) چې له بېلابېلو ميندو او په سيالۍ کې وو، ونه
شول کړاى چې د هرات د تېموريانو په سيمه کې خپله واکمني ټينګه وساتي. دا
سيالۍ دومره ډېرې شوې، چې د دواړو وروڼو په نوم سکې وهل کېدې، مالياتو به
هم په دواړو پورې اړه لرله. خطبه د دواړو په نوم لوستل کېده، په دې توګه په
يوه هېواد کې دوه واکمنان، دوه صدارت او دوه وزارته جوړ شول.
دواړه وروڼه په دې هڅه کې وو چې د ډالۍ او سوغات په مرسته پوځي مشران او
سيمه ييز فيوډالان پرځان راټول او په دې توګه په خلکو کې خپل باور زيات کړي.
پر دې مهال بهرني دښمن (د ازبکو شيباني دولت) د امو سيند له ها غاړې يرغل
راوړ، چې بلخ او مروچاق ښارونه يې ونيول.
په ١٥٠٠کال په ماورالنهر کې شيباني دولت او په ١٥٠٢ کال په ايران کې صفوي
دولت راوټوکېد، چې په ١٥٢٥ کې بيا په هندوستان کې بابري (ګورګاني) دولت
تاسيس شو. دغو نويو دولتونو د افغانستان له شمال، لوېديځ او ختيځ څخه په
يرغل لاس پورې کړ، چې اخر يې هېواد په درېيو برخو (شمالي، لوېديز او ختيز)
ووېشه. يانې په ١٥١٠ کلونو کې د ايران صفوي دولت پر هرات او سيستان، په
١٥٢٠، ١٥٤٤، ١٦٢١ او ١٦٤٢ او په غوڅ ډول په ١٦٤٨ کلونو کې پر کندهار منګولې
ښخې کړې. د هند بابري دولت په ١٥٠٣ پر کابل او په ١٥٠٥ پر غزني او په ١٥٢١
يې د هرات د والي سام ميرزا صفوي له کلابندۍ څخه وژغوره او په خپله ولکه کې
يې راوست.
بابر په ١٥٠٨ کال ننګرهار، ورپسې بدخشان له زبير راعي څخه ونيول. وروسته تر
دې چې په ١٥٠٠م کال د ازبک شيباني دولت په سرقند کې د تېمور او اوسني پاتې
شوني پوځونه راوپرځول او د ماورالنهر د کورګاني دولت پرځاى يې خپل نوى دولت
رامنځته کړ، په ١٥٠٦م کال له امو څخه واوښت او بلخ يې ونيو. هرات يې وګواښه،
يو کال وروسته (١٥٠٧) محمد خان شيباني (شيبک خان) له يوه سمبال پوځ سره
يوځاى تر امو سيند واوښت، په مرغاب کې يې د تېموري شهزادګانو مقاومت پر شا
وتمباوه او هرات يې ونيو(١)
په دې توګه د پرديو واکني له ١٥٠٦م کال وروسته تر ١٧٠٩-١٧١٦ پورې په
لوېديزو او جنوب لوېديزو، دغه راز تر ١٧٤٧ په ختيزو او شمالي ولايتونو کې
څه له پاسه دوه نيمې پېړۍ روانه وه. په دې دوره کې (د هند له ځينو برابري
شاهانو پرته) د هېواد بيارغونې لپاره نه کوم ښار، نه کلى او نه هم کارېز او
بند جوړ شو. هغه څه چې له پخوا پاتې وو، د وخت په تېرېدو سره له منځه لاړل،
ځکه مشرانو او د پرديو ګوډاګيانو تر افغانستان دباندې مشهور ودان مرکزونه
لکه: ډيلى، اصفهان او بخارا په واک کې لرل. د افغانستان اقتصادي او کلتوري
وده يې دومره ارزښتمنه نه ګڼله، دنده يې دا وه چې پر خلکو واکمني وکړي،
ملاماتوونکي ماليات واخلي او هر ډول خپلواکۍ پلوى پاڅون وځپي.
په دې پېر کې درېګونو مشرانو او سرتېرو په کلاګانو کې ژوند کاوه. پوځونه به
يې په ښارونو کې اوسېدل. سمسور څړځايونه يې د څارويو رمو او اسونو، دغه راز
يې شنه باغونه د ساعتېرۍ ځايونه وو. دغو سرتېرو او مشرانو په افغانستان کې
دننه خلاص لاس درلود، هر ډول يې چې غوښتل مشري يې کولاى شواى، خلک او
کروندګر اړ وو چې واکمنان او د دوى پوځيان ماړه کړي او لګښتونه يې ورکړي.
هېچا هم نه شواى کولاى چې د بېلابېلو مالياتو، ستونزو، کړاوونو او وزګاريو
په وړاندې خپل ږغ اوچت کړي، ځکه قانون او مرافعه مقام نه و، چې څوک شکايت
ورته وکړي.
په افغانستان کې له درېګونو يرغلګرو ځواکونو څخه ازبکي دولت څه ناڅه ساده
او کم لګښته و. عمومي واکمن او سپاهي په بلخ کې اوسېدل، نورو مشرانو به يې
په شمالي برخو کې له خلکو ماليات اخيستل، د ماورالنهر دولت ته به يې باج
ورکاوه، چې يوازې يې په نوم بسنه کوله. د دوى نظامي او قضايي تشکيلات دغه
راز مالي چارې ساده، دفتري چارې به يې هم لږې او لومړنۍ وې. په احکامو او
حقوقي چارو پورې نور اړوند اجراآت يې شفاهي او يوازې يې د پاچا او عمومي
واکمن په دوو شونډو پورې اړه لرله. حکومتي مامورانو کوم معاش نه درلود،
ماليات به هم د واکمنانو په خوښه له خلکو اخيستل کېدل.
خو په افغانستان کې د هند بابري دولت اداره د ايران او ماورالنهر دولتونو
په پرتله يو څه پراختيا درلوده. په افغانستان کې يې تر واک لاندې سيمې
بدخشان، کندهار، کابل او بلخ وې. دا تلپاتى تشکيل نه و، ځکه بلخ ډېر ژر د
ازبکي حکومت لاسته ورغى او وروسته بيا بدخشان خپله سيمه ييزه خپلواکي تامين
کړه، چې کندهار هم د هرات صفوي دولت له خوا ونيول شو، يوازې کابل د اتلمسې
پېړۍ تر نيمايي پورې د هند د بابري دولت په واک کې و.(٢)
ارواښاد علامه حبيبي د عبدالحميد لاهوري له خولې ليکي چې د شاه جهان په پېر
(عصر) کې (د اوولسمې پېړۍ نيمايي) د بابر له تر واک لاندې ٢٢ ولايتونو څخه
څلور يې: کابل، کندهار، بلخ او بدخشان په افغانستان کې وو، چې له کابل څخه
١٦کروړ دام، کندهار څخه ٦ کروړ دام، بلخ ٨ کروړ دام او بدخشان څخه ٤ کروړ
دامه (هر پنځه دامه له دوو انو سره مساوي وه) عايد لاسته راته.(٣)
په افغانستان کې د ازبک او هند- ايران دولتونو د واکمنيو ترمنځ ستر توپير
دا و، چې ازبکانو په افغانستان پورې زړه وتاړه. ورو- ورو د واکنمۍ له حالت
څخه راووتل او د کډوالۍ يا تلپاتې مېشتېدنې په څېر يې په افغانستان کې ژوند
غوره کړ. له سيمه ييزو خلکو سره يې بلدتيا ومونده، اخر له ماورالنهر څخه
منفک او د افغان ملت يوه برخه وګرځېده. حال دا چې د ايران او هند دولتونو
به د افغانستان هغه برخې چې په واک کې يې وې، له ليرې ځايه په خپل پوځي
ځواك سره اداره کولې، خو ايراني دولت چې تر دوو غوږونو پورې په اداري
بيروکراسۍ او مذهبي تعصب کې ډوب و، په افغانستان کې د خپلو تر واك لاندې
ولايتونو د تامين لپاره پر خپلو قزلباش پوځونو ډېره تکيه کوله. دې دولت
اټکل ٢٠ زره پوځونه په هرات او ٢٠ زره پوځونه په کندهار کې مېشت کړل. د
ټولو لګښت د صفوي دولت تر واک لاندې خلکو پر غاړه و. د صفوي دولت سرتېرو او
واکمنانو په خپل توند چلند، مذهبي تعصب او استبداد افغانان ځپل، چې د
ماورالنهر د دولت په پرتله دلته د خلکو له ډېرې کرکې سره مخ شول.(٤)
په صفوي پېر کې د مذهبي فاشيزم سياست:
د صفوي واکمنۍ په پېر کې (شيعه) مذهب د دولت د رسمي مذهب په توګه له توند
سياسي او مذهبي استبداد، دغه راز پراخو ټولوژنو سره مل و. ناشيعه قومي او
مذهبي ډلې به سپکېدې، ځورول کېدې، ان چې په ډلييزه توګه وژل کېدې. په جبر
او زور دېته اړ ايستل کېدې چې له خپل مذهب څخه واوړي او شيعه مذهب ومني.
د صفوي شاهانو رسمي او مذهبي سياست، په ټوله مانا يو مذهبي فاشيستي سياست
و، چې د رسمي مذهب تر څنګ يې د نورو مذهبي ډلو زغم نه درلود.
په هر ډول، د تعصب پاروونکي چلند د مخنيوي لپاره مو د ځينو ايراني پوهانو
او نظر خاوندانو ځينې رايې هم رااخيستي دي. که څه هم دوى په شيعه مذهب پورې
اړه لري، خو د ناپېيلو پوهانو او روڼاندو په توګه يې يوازې رښتيا ليکلي چې
خلک او ايراني نسلونه د خپل هېواد د تاريخ له حقيقت څخه په ښه توګه خبر کړي.
ځينو ايراني پوهانو د صفوي رژيم د مذهبي استبداد يا فاشيزم په باب هېښوونکي
مطالب ليکلي، چې ډېر وېروونکي هم دي، چې کولاى شو په دې برخه کې د ډاکټر
شجاع الدين شفا، ډاکټر علي شريعتي، ډاکټر علي مير فطروس، سعيدي سيرجاني،
عيسى صديق او ميرزا اقاخان کرماني يا ځينو نورو نومونه ياد کړو. د ټولو
مخکښ ډاکټر شفا دى، چې په دې وروستيو کې يې د توحيدي دينونو او د شيعه مذهب
پر مسايلو ډېر ارزښتمن کتابونه ليکلي دي. په دې منځ کې يې يو کتاب (توضېح
المسايل)، (د زرکلنو پوښتنو ځوابونه) دى، بل يې (تولدى ديگر) دى او بل يې (پس
از هزار و چهارصد سال) دى، چې د معتبرو اسلامي متونو د مطالعې او شننې
پايله ده، ډېر مستند او ګټور اثار دي، نوموړى د خپل لومړني کتاب په سريزه
کې ليکي:
�صفوي دوران، د ايران په تاريخ کې د بنسټيز بدلون دوران و، هغه دوران و، چې
ايران په کې تر شاهنشاي سقوط زر کاله وروسته يو ځل بيا ملي يووالى او
جغرافيايي يووالى وموند او يوځل بيا له سياسي او ټولنيزې بشپړتيا څخه برخمن
شو. په دې پېر کې د يوه داسې ايران بنسټ کښېښودل شو، چې لا يې ملي واکمني
او جغرافيايي پولې پېژندل شوي، چې د هغه دوران قدردانى کوي. خو دا د کار يو
اړخ و، په اصطلاح د سکې يو مخ و، د سکې بل مخ دا چې په همدې وخت کې د دين د
دکاندارانو څوسوه کلنه سودا له لومړني دکان څخه وايستل شوه او د يوه نوي
(سوپر مارکېټ) بڼه يې غوره کړه، چې دا ځل په خپله حکومت هم په کې پانګونه
کړې وه�.(٥)
د کتاب په بله برخه کې وايي:
�د شيعه سرليک په ځانګړې توګه د بهرنيانو تر پاڅون وروسته هغو کسانوته
کارېده چې علي او د هغه پلويانو ته وفادار پاتې شوي، يا يې د علي په کورنۍ
کې د امامت دوام ته عقيده لرله. تر هغه مهال وروسته ايران د شيعه مذهب په
مورچل بدل شو او شيعه توب د انقلابي، مباز او راپارېدونکي غورځنګ په څېر
راژوندى شو. د شيعه غورځنګونو شنونکي يادونه کوي، چې تشيع په خپلو لومړنيو
پېړيو کې، د پلويانو له خوا د ظلم او فساد پرضد د هڅو ښکارندوى و او د هغو
کسانو غوښتنې، دردونه او سرکښۍ ګڼل کېدې چې د حق او عدالت هيله يې لرله.
داسې يو مورچل و، چې د بهرني يرغل، کورني اشرافيت، عمومي واکمنۍ او ايراني
کارکوونکو د فشار او فساد پرضد، پر کليوالو باندې د ظلم، فکري اختناق،
توکميز تعصب او د هغې واکمنې روحاني طبقې پرضد مبارزه وکړي، چې د واکمنانو
په واك کې وې�.(٦)
�د دولتي مذهب په توګه د اثنى عشرى شيعه مذهب دودول په ځانګړې توګه د
لومړنيو درېيو خليفه ګانو ښکنځلو په صفوي پېر کې د ايران اړيکي له ګاونډيو
سني مذهبه هېوادونو يانې: عثماني ترکيې، مرکزي اسيا (او افغانستان) سره ډېر
خراب کړل. سني فقهيان د اسلام په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د غلامانو په
توګه وکارول شول، ان په بازارونو کې يې د ساداتو پلورل هم روا ګڼل.
تر لسمې پېړۍ وروسته په ايران کې د شيعه ګانو له تعصبه ډك کارونه د دې لامل
شول چې په نړۍ کې د سنيانو کرکه راوپارېږي، همدې کار د منځنۍ اسيا له
هېوادونو او نورو سني مېشتو سيمو سره د ايران کلتوري اړيکي غوڅ كړل، چې د
هېواد په کلتوري او فکري ژوند کې يې ناوړه انعکاس وکړ�.
ډاکټر شفا زياتوي: د شاه اسمعيل د دربار يوه ملا په خپل کتاب کې وليکل: �د
يوه سني وژنه دومره ثواب لري لکه پنځه کافران چې ووژنې. له سني سره نکاح
ناروا ده، ځکه شاهد يې ناسم او مال يې حلال دى. واجب ده چې د اميندوارې
مېرمنې خېټه يې وڅيرې او نارينه اولاد يې په نيزه ووهې. د سنيانو پلورل او
پېرودل روا دي، ځكه له اسلامي حريت څخه بهر دي�. (٧)
د همدې فتوا له مخې د شاه اسمعيل صفوي له لوري په تبرېز کې ډېرې وېروونکې
عاموژنې وشوې.
د ډاکټر شفا په وينا: �لومړي شاه اسمعيل، خپله پاچايي د تبرېز د شلوزرو
خلکو په وژنې سره پيل کړه، ځکه دا خلک حاضر نه شول چې په يوه ورځ پر خپلو
مذهبي معتقداتو پښه کښېږدي او د اسلام لومړنيو درېيو استازو ته ښکنځل وکړي.
په پايله کې شاه اسمعيل قزلباش دا ټول خلک يا په تبر نيمايي غوڅ کړل، يا يې
نسونه وروڅيرل، په همدې تبرېز کې له قبرونو څخه د مړو هډوکي وايستل شول او
د غلو او نورو بدلمنو د غوڅو کړل شويو سرونو تر څنګ يې وسوځل�. (٨)
په دې توګه (په عثماني ترکيه کې) سني ملايانو هم په ګډه فتوا ورکړه چې د
شيعه طريقې ټول پلويان په ځانګړې توګه اثنى عشري له اووه څخه تر اوياکلنو
پورې مهدورالدم او واجب القتل دي... سني پوهانو يو ګام نور هم وړاندې
واخيست او فتوا يې ورکړه چې د هر شيعه وژل دومره ثواب لري، لکه اووه پوځي
کافران چې ووژنې. د شيعه ګانو ښځې، پېغلې نجونې او واړه کوچنيان هم د سني
فقهيانو په لارښوونه پر عثماني لښکروالو ووېشل شول. پر شيعه ګانو تور وتړل
شو، چې د شپې شمې وژني چې د يو بل له ښځو سره زنا وکړي.
د دې وحشيانه مذهبي دښمنۍ يوه پايله دا شوه، وروسته تر هغه چې په تبرېز کې
شل زره سنيان د شاه اسمعيل په فرمان ووژل شول، په عثماني ترکيه کې هم له
اناتولي مېشتو څلوېښت زرو شيعه ګانو څخه د سلطان سليم په امر د تاريخ په
يوه وحشتناکه ټولوژنه کې سرونه غوڅ کړاى شول، پر ځينو کسانو چې د شيعه توب
شک کېده پر تندي يې په سرو او سپينو داغ ولګول شو.
په قسطنطنيه کې د اتريش د سفير يوزف هامر په وينا: �دا د مذهبونو په تاريخ
کې تر ټولو دردوونکې پېښه وه، چې د شپاړسمې پېړۍ له ټولوژنې پرته ورته بل
سارى نه شو مونداى�. (٩) شک لرم
دا د بشريت د تاريخ تر ټولو خونړۍ قصابيانې وې، چې د اسلام په پېروانو کې
يې له مذهبي تعصب څخه سرچينه اخيسته.
ډاکټر شفا په (تولدى ديگر) نومي کتاب کې ليکي: �ټول صفوي پېر له پيله تر
پايه پورې په وينه تويونه، بېرحمۍ، وروروژنه، فساد او رياکارۍ تېر شو، چې
ټول انساني او اخلاقي معيارونه يې تر پښو لاندې کړل... د شاه اسمعيل صفوي
يوه انسان خوړونکي (قورچي) د يوه ازبک خان بدن چې سني و، په غاښونو وداړه
او ويې خوړ. نورو کسانو د دې خان کوپړۍ راواخيسته چې شاه اسمعيل يې د شراب
څښلو د پيالې په توګه وکاروي. د دې پاچا لمسي دويم شاه اسمعيل خپل شپږ واړه
وروڼه (له ټولو کشر ورور- پرته چې شيدې رودونکى و) ووژل، په يوه ورځ يې له
٥٠٠ تنو صفويانو څخه سرونه غوڅ کړل. لومړي شاه عباس يې پلار تر مرګه پورې
په بند کې وساته او له خپل مشر زوى څخه يې سر جلا کړ. دغه راز يې دوه نور
زامن ړانده کړل، د ده ځايناستي شاه صفي د صفوي کورنۍ تر ټولو وينو څښونکى
شاه و، چې خپله مور، ښځه ان شيدې رودونکي ماشومان او ړوند اكا ووژل، چې د
کورنۍ په لسګونو نور خپلوان يې ورړانده کړل. ټولو صفوي شاهانو (له وروستي
پرته) په شراب څښلو کې دومره زياتى وکړ، چې څلورو تنو يې د زيات شراب څښلو
له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
کله چې به شاه عباس د (کلب علي) په توګه د تبرک لپاره له اصفهان څخه مشهد
ته پلى مزل کاوه او هلته د امام رضا زيارت او درناوي ته ته، په هر منزل کې
به ورته د نڅا، سندرو او شرابو امکانات برابرېدل، لکه څنګه چې شارډن په خپل
يونليك كې ليكي، په سلګونو بدلمنې به يې د پوځ ملګرې وې. د يوه بل ګرځندوى
توماس هربرټ په وينا، د شاه حضور ته تر ټولو ستره او ښه ډالۍ غوره شراب او
يا ښكلې پېغلې وې.
همدې لوى مرشد د فارس واكمن ته په خپل لاس د قرآن شريف پر پوښ يو ليك وليكه
چې د شيخ بهايي په لاس يې ورولېږه، خو دوې ورځې وروسته يې د دې واكمن د
وژلو حكم وركړ.(۱۰)
افغان پوه عبدالباري جهاني د صفوي شاهانو د اخلاقي كمزوريو په باب د يوه
اروپايي ليكوال او ګرځندوى (دن كارسيا) د سترګو ليدلى حال ليكي:
�كله چې به شاه عباس سفر كاوه نو د پايكوبۍ، نڅا او شراب څښلو محفلونه به
يې جوړول. كله به يې فرمان وركاوه چې جارچيان دې په ښار كې وګرځي او خلك دې
خبر كړي چې مسلمانان، مسيحيان او نور دې خپلې ښځې او پېغلې لوڼې پلاني
بازار ته راولي، د هرې دروازې مخې ته به څو تنه ګمارل شوي كسان ولاړ وو چې
ښايسته ښځې او پېغلې وټاكي او تر بازار پورې يې بدرګه كړي. د كاندارانو او
سوداګرو به په خپلو دكانونو كې رنګارنګ شيان سره اوډل، بيا به يې خپلې
پېغلې لوڼې او خويندې د دكاندارۍ لپاره كښېنولې او دوى به بهر وتل. هېڅ
نارينه اجازه نه درلوده چې دغو بازارونو ته ورنژدې شي، په دې وخت كې به شاه
له خپلو سراى ساتونكو سره بازار ته دننه كېده، د ښار دروازې به تړل كېدې،
شاه به له خواجه سرايانو سره د هغو نجونو او ښځو پر شا و خوا راڅرخېده، سبا
ته به يې څو ښايسته نجونې له ځان سره شاهي حرمسراى ته بېولې. د ښار دروازې
به خلاصې شوې او خلكو به خپلې پاتې لوڼې او مېرمنې كورونو ته بېولې�.(۱۱)
د صفوي شاهانو د مذهبي جنايتونو په لړ كې د ايران يو بل روڼاندي سعيدي
سيرجاني په خپل (اى كوته آستينان) نومي كتاب كې كاږي: �لومړي شاه اسمعيل به
په جګړو او عاموژنو كې چې د شيعه مذهب د خپراوي لپاره وې، نژدې دوه سوه
پنځوس زره كسان ووژل�.(۱۲)
سيرجاني زياتوي: �شاه اسمعيل هغه څوك و، چې د لاس په يوه حركت سره به يې د
خزان وهلو پاڼو په څېر د زرګونو بېګناه انسانانو سرونه غوڅول، يو بېرحمه
واكمن و، چې ظالم قزلباشان يې د اسلام د غازيانو په توګه يادېدل. �په طبس
نومي ښار كې يې دومره عاموژنه وكړه، چې شمېره يې اوو- اتو زرو كسانو ته
ورسېده، د دې ښار اوسېدونكي سنيان وو، چې ووژل شول. په دې توګه د هغه شاه د
قهر اور سوړ شو او پر خراسان يې يرغل ونه كړ�.
پر دې سربېره �ژوندي كبابول، د دښمن د بدن غوښه خوړل، پوستول، په دېګ كې
ايشول، تورن كس له لوړ ځاى څخه لاندې ځوړندول او په غاړې پورې يې د لويې
ډبرې تړل، دا هرڅه د لومړي شاه اسمعيل له كارونو څخه دي�.(۱۳)
د همدې �كامل مرشد� په دوران كې د (ال علي دښمنانو) ته نور مجازات هم په
پام كې ونيول شول، چې ټولو ځايناستو يې ادامه پسې وركړه. لكه: ګچ نيول، د
بدن د غړو ټوټه- ټوټه كول، ژوندي پوستول، په سترګه كې سيخ منډل، غوږونه او
پزه پرې كول، په ستوني كې سره شوي سرپ اچول، كبابول، په سرو كړو غوړيو كې
اچول، د ګولۍ پر ځاى د توپ په خولې پورې تړل�.(۱۴)
په (احسن التواريخ) كې لولو: �په ۹۱۶ق_ ۱۵۱۰م كال لومړي شاه اسمعيل د �مرو�
په سيمه كې د شېبك خان ازبك (محمد خان شېباني) په وړاندې وجنګېد، چې شېبك
خان ناڅاپه ووژل شو، كله چې د شاه اسمعيل ورپام شو، ورغى او پر مړه جسد يې
د تورې څو ګوزارونه وكړل، بيا يې پر خپلو پلويانو ورږغ كړل: كه چېرې زه
درباندې ګران يم، زما د دښمن (شېبك) غوښه وخورئ.
خواجه محمود ساغرچي، چې په هغه مجلس كې حاضر و، وايي چې د مړو د خوړلو
لپاره د صوفيانو شمېر دومره ډېر شو، چې ځينو ان د يو بل په وړاندې تېغونه
وكښل. د وحشي مرغانو په څېر يې د مړي غوښې له يو بل څخه پټولې او خوړلې.
شاه امر وكړ چې په كوپړۍ كې دې ورته شراب راوړي. سم له لاسه دا امر ومنل شو
او د شېبك خان د سر له كوپړۍ څخه د جام په توګه كار واخيستل شو�.(۱۵)
د ملك الشعرا بهار خراساني په وينا: �په تبرېز كې قزلباش تبرېزيانو په داسې
حال كې چې تبر يې په لاس او يوه لويه كڅوړه پر اوږو اچولې وه، په كوڅو او
بازارونو كې ګرځېدل، لومړيو درېيو استازو (خليفه وو) ته يې ښكنځل كول، خلك
اړ وو چې د هغوى د ږغ په اورېدو سره نارې ووهي. كه چا به له دې كاره اوږه
تشوله، له محاكمې او پوښتنې پرته به يې سر له تن څخه غوڅېده�.(۱۶)
�شاه اسمعيل په دوو شپو- ورځو كې د تبرېزيانو د شلو زرو كسانو خېټې په دې
تور وڅيرلې، چې سنيان وو. دغه راز يې د مړو هډوكي له قبرونو څخه وايستل او
د غلو او بدلمنو ښځو د پرې شويو سرونو تر څنګ يې په عام محضر كې
وسوځل�.(۱۷)
دغه راز يې اميندوارې مېرمنې هم ووژلې، درې سوه بدلمنې ښځې يې كتار ودرولې،
هره يوه به يې په منځ كې دوه نيم كړه، ان چې د تبرېزيانو سپي يې هم ووژل.
د احمد كسروي په وينا: �په صفوي تاريخونو كې تل د شاه اسمعيل پر بدو كارونو
او خونړيو چارو پرده غوړول شوې، د صفويه پېر فقهانو هم پر دغو ستمونو سترګې
پټې كړې دي�.(۱۸)
د صفوي سلطنت بنسټ له هماغه پيله په خشونتونو او وينې تويونې سره كښېښوول
شو، چې كله به آن د وحشت تر پولو ورسېده. دې خونړي خوى لكه د دين په پوښښ
كې ځان راڅرګند كړ، كله د سياست په جامه كې او زيات وخت به يې د كينې او
قهر د ختمېدو پر وخت ځان راڅرګنداوه. لاس غوڅول، پښه غوڅول، پوستول، كله هم
د انسان په پوست كې نور شيان اچول، سترګې رايستل، اعدامول او داسې نور
وحشيانه كارونه په اسانۍ سره ترسره كېدل. كه �كاملو مرشدانو� به د غوسې د
اور سړولو لپاره په خپلو ليريو خپلوانو كې څوك نه شو پيدا كولاى، خپلو نژدې
خپلوانو لكه مېرمنو، وروڼو، اكاګانو او د اكا زامنو يا هم خپلو زامنو ته به
يې مخ اړاوه او هغوى ته به يې په لاس وركول�.(۱۹)
�شاه اسمعيل د سلطان حسين بايقرا (د تېمور له لمسيانو) يو ليك او ځينې ډالۍ
ترلاسه كړل، چې د خپل مقام او حيثيت وړ يې ونه ګڼل، پرته له دې چې د هغه او
تېموري پاچا ترمنځ كومه ستونزه وي، د يزد له سارا څخه يې پر طبس بريد وكړ
او هلته يې كه هر قزلباش پيدا كاوه، له تېغ څخه به يې تېراوه، په دې پېښه
كې د طبس اووه زره اوسېدونكي (چې سنيان وو) ووژل شول�.(۲۰)
په ۱۵۱۰م كال كې وروسته تر دې چې د شاه اسمعيل صفوي له خوا هرات ونيول شو،
د شافعي فرقې لوى پوه فريدالدين تفتازاني چې په هرات كې يې له دېرشو كلونو
راهيسې د شيخ الاسلام په توګه شهرت درلود، د شاه اسمعيل له خوا په عام محضر
كې ووژل شو، بيا يې مړى په دار وځړول شو او بيا اور- ورته شو.
په همدې وخت كې يې د هرات يو بل مشهور خطيب حافظ زين الدين په دې تور چې په
موعظه او نصيحت كې يې لومړي درې خليفه ګان نه وو ښكنځلي، صفوي قزلباش دى له
منبر څخه راكښته او د مسجد په انګړ كې يې سر له تن څخه بېل كړ�.(۲۱)
�د شاه طهماسب په امر لومړى په ۹۳۴هـ كال كې يو ستر سني مشر خواجه كلان
غورياني چې د متعصبو صفوي سرتېرو له امر څخه يې سرغړونه كړې وه، د هرات
چهارسوق ته بوتلل شو، لومړى يې د بدن پوست ځنې جلا كړ، بيا يې بوس ورواچول
او په دار يې ځوړند كړ. په بل كال يې د غوريانو يو بل مشر خواجه هم تبرېز
ته بوت، د شاه په امر يې له نصريه منار څخه له خوټو راځوړند كړ، چې په ډېرو
كړاوونو سره يې ساه وركړه. په همدې كال مظفر سلطان د ديباج امير د همايون
په فرمان په اوسپنيز قفس كې واچاوه او د تبرېز له دواړو جوماتونو يې
راوځړاوه، بيا يې مړ كړ�.(۲۲)
د شاه اسمعيل صفوي مشرانو د خپلو نېكونو خوى درلود. لكه څنګه چې شاه عباس
صفوي جلادان ګمارلي وو چې چيكين يانې سړي خواره يې ورته ويل، كه كوم مجرم
به يې په جزا محكوماوه، دوى ته يې سپاره، چې د بدن غوښې يې په غاښونو وشكوي
او وخوري.(۲۳)
پولېنډي كشيش كروسينسكي د خپلو خاطرو په كتاب كې كاږي:
�د سلطان حسين صفوي پلار شاه سليمان هم دومره قاتل او خونخوار شاه و، چې په
لږ جرم يې خپل زوى وواژه. مېرمن يې چې دا حالت وليد د شاهي ماڼۍ بام ته
وختله او ځان يې لاندې راګوزار كړ. بل كوچنى زوى يې په دې تور وواژه چې د
شاهي بڼ د يوې ونې څانګه يې غوڅه كړې وه، خو قورچي باشي وويل: قربان د دې
خادم توره د دښمنانو د وژنې ته اوچتېږي، نه د دوستانو وژنې ته. شاه د دې
خبرو په اورېدو د زوى له وژنې ډډه وكړه، كله چې د شهزاده مور او په خپله دى
د شاه له دې هوډ څخه خبر شول، شهزاده له ماڼۍ څخه وتښتېد، نور نو نه شاه-
نه يې هم زوى وليدل�.(۲۴)
يوه پېړۍ وړاندې د ايران يوه روڼاندي، ميرزا اقاخان كرماني په دې باب
وليكل: �د ډېرو ايرانيانو په اند صفوي پاچايان عام پالونكي او عادل وو، خو
زما په اند هغه ظلم او جبر چې د دوى له كبله ايرانيانو ته رسېدلي، تر عربو
وروسته ساري نه لري، ان وينې تويوونكي چنګېز هم دومره ظلم ونه كړ. دومره
ورانۍ چې د دې خرافات پالونكو له خوا د ايران ملت ته پاتې دي، تر اسلام
وروسته له هېڅ يوې ډلې څخه نه دي رسېدلي، ځكه چې دې طبقې وغوښتل د دينپالنې
له لارې د عامو خلكو په زړونو كې ريښې وځغلوي او د خپل سلطنت بنسټ په قوم
او مذهب ټينګ كړي. ځانونه يې د امام اولاده او د پيغمبر ذريعه او د كشف و
كراماتو څښتنان معرفي كړل، څرنګه چې په ايران كې د دې ټغر غوړولو، د حماقت
د تخم كرلو ته اړتيا لرله، له دې كبله يې د ملا محمد باقر مجلسي په لاسنيوي
يې د ايراني وګړو عقلونه او مدركونه له منځه يووړل، چې په ايران كې د صفوي
پاچايانو سلطنت ټينګ پاته شي�.(۲۵)
ډاكټر شفا د ايراني څېړونكي عيسى صديق له قوله ليكي: �په صفوي پېر كې د سني
او شيعه ترمنځ د راپارېدلې دښمنۍ له كبله ايران له لوېديز سره خپل نېغ
اړيكي له لاسه وركړل، ځكه د ايران او اروپا ترمنځ پراخ عثماني دولت ولاړ و.
دا دوره د رنسانس د پاڅون، د غرب پوهنيز صنعتي او اقتصادي ستر پاڅون او د
نوي عصر حيرانوونكى عصر و. ايرانيان يې له نويو پوهنو او د اروپايانو له
صنعت څخه بې برخې كړل. دوى د نوي تمدن له كاروانه هم وروسته پاته شول. له
بله پلوه د مذهبي پوهانو او مخكښو د قدرت جاذبه د دې لامل شوه چې هر كس د
خپل استعداد په كچه ديني زده كړې پيل كړي، چې يوه ورځ د جهاد درجې ته
ورسېږي. د عزت او قدر خاوند شي. په دې توګه د فقهې، اصولو، حديثونو او د
قرآن د تفسير مينه وال زده كوونكي ډېر شول. په بدل كې يې د طبيعي پوهنو،
رياضي، حكمت او ادب محصلين ډېر كم شول. وېروونكې وروسته والي دا ځل ايرانۍ
ټولنه د علمونو او د نوې نړۍ د هغو په برخه كې ډېره وروسته پاتې كړه�.(۲۶)
په اوسمهالي پېر كې تر ټولو په زړه پورى او له كره كتنې ډك نظر د علي
شريعتي دى، چې په خپله د تشيع له پلويانو او د (محمدي ناب اسلام) مذهبي
مبارزې سرلارى و، تر اسلامي انقلاب وړاندې په ټولو مذهبي لېوالتياوو كې يې
اغېزناكه ونډه لرله. دلته يې د علوي تشيع او صفوي تشيع په باب يو كتاب كښلى
چې په وروستيو څلورو پېړيو كې يې د شيعه اخندانو په باب لولو:
�شيعه روحاني د خلكو له څنګه پاڅېد او د صفوي سلطان تر څنګ كښېناست، وګړنيز
تشيع په دولتي تشيع بدل شو. د زاړه مذهب پر ځاى يو نوى مذهب رامنځته شو، چې
دا دى تر څلورو پېړيو وروسته هم پرځاى پاته دى. (اخند له ځانه د پرهېزګارۍ
څادر ليرې كړ، د خپلې خوارې كوټې له يوې څنډې راپاڅېد او يو ممتاز سياسي او
ټولنيز موقعيت يې وموند، چې د علي د شيعه مذهب په ميرغضب بدل شو، صفوي پاچا
ته به مخامخ كښېناستل، ځكه چې ځانونه يې د علي د در سپي ګڼل. په حكومت كې
ورسره سلا كېده، ان چې دعوه يې كوله چې ګواكې د حكومت قدرت او د سطنت تاج د
دوى له خوا د خلكو په استازيتوب شيعه پاچا ته وركړل شوى دى).
اخوند د خلكو له بېخبرۍ او ناپوهۍ څخه په استفادې سره ډېر مفاهيم بدل كړل.
د تفكر پرځاى يې عبادت، د نېك كار پرځاى يې د ټول امت شفاعت، د ديانت پر
ځاى يې تظاهر او نېك كار ته د رابلنې پر ځاى يې شرعي خوله، د تعقل پرځاى يې
خرافات، د استقامت او زغم پر ځاى يې تسليم او ټيټوالي، د اخلاقو پر ځاى يې
فحشا، د صداقت پر ځاى يې درغلي، د سموالي پرځاى يې فساد، د خلوص پر ځاى يې
تقلب، د ځانخبرۍ پر ځاى يې تعصب، د زړورتيا پرځاى يې ذلت او بې زړه توب، د
انسان پر ځاى يې د اخوندانو خېټې، شهوت او د پيسو بندګان، د نارينتوب پر
ځاى يې ژړا او زارۍ زياتې كړې.
د صفوي استعمار شومو درملو له وينې څخه ترياك جوړ كړل، د مېړانې له كلتور
څخه يې د خوب للو- للو، د امام حسين له ښوونځي څخه يې د شاه سلطان حسين
ښوونځى جوړ كړ. (په درېيو حاكمو څېرو: استبداد، ښكېلاك او ځبېښاك سره يې يا
د خلكو سرونو ته د دار كړۍ واچوله، يا يې د دوى جېبونه تش كړل، درېيم كس د
خداى له وينا سره سم زمزمه كړه: وروره! صبر وكړه، هر څه قيامت ته پرېږده،
دوى كه نن هرڅه لري، اخرت يې خراب دى.
صفوي جهاد هغه مقام دى، لكه يهودي پاتريارش، يا مسيحي اسقفا. په دې موضوع
كې كه څوك هرڅومره وروسته پاته او زوړ وي، هومره مجتهد دى. څومره زاړه كالي
چې واغوندي او زوړ فكر ولري، دغه راز يې سليقه، لهجه، اخلاق او خبرتياوې
زړې وي، تر نورو سپېڅلى او روحاني وي. په ځانګړې توګه له نوي ژوند، نويو
مسايلو، نويو موندنو او خبرتياوو څخه خبر وي، ورځپاڼه ونه لولي، راډيو وانه
وري، په بهرنۍ ژبه پوه نه شي، خبرونه وانه وري، د وروستيو پېړيو له موندلو
خبر نه وي، په دې توګه نور على نور وي. يوه ټوټه رڼا ده، اخروي روحاني او
په بله نړۍ كې ډوب موجود دى.(۲۷)
په صفوي دوره كې- په ځانګړې توګه لومړي شاه عباس تر مړينې وروسته، په ايران
كې خرافات وروستي حد ته ورسېدل، سِحر، جادو، طلسم او نجومي احكامو ته د
خلكو عقيده زياته شوه. د ټولو چارو اصلاح يوازې په دعا سره غوښتل كېده، چا
به عمل او هڅه نه كوله. د عقل پر ځاى ناپوهۍ ته درناوى، د نذر په مرسته د
هيلو ترسره كېدل، ښكنځلو ته درناوى، ديندارۍ ته تظاهر، يوازې مذهبي مشرانو
ته تسليمېدل، طبيعي پېښې لكه باران، تندر، زلزله، توپان، لمر نيول، سپوږمۍ
نيول د خداى غضب يا رحمت ګڼل كېده. ټولو طبقو همدا ګڼل. دا ډول سوچ د
سلاطينو او چارواكو له خوا هڅول كېده، چې د اخلاقي بېلارۍ، ناپوهۍ، بې
حركتۍ او ماتې لامل كېده او د صفويانو كارونو دا هرڅه ثابت كړل. ناپوهۍ ته
لمن وهل، مجلسونو او هديرو ته د قرآن ځانګړى كول او پر ځاى يې د دعاګانو
بياضونه، بحارالانوار، توفان البكا، كشف الغمه، روضة الشهاده او زادالمعاد
او... داسې نور كتابونه دود شول، چې په كشف الاسرار كې يې نوم ياد شوى
دى.(۲۸)
د كلتور او عقلي پوهنو په برخه كې هم صفوي دوره د پوهنې او پوهانو د ركود
دوره وه. د ډاكټر شجاع الدين په وينا: �د صفوي پېر په اخندروزونكي ايران
كې، مذهبي سختګيري دې حد ته ورسېده، چې زياتو كسانو جلاوطنۍ ته مخه كړه او
هند ته لاړل�.
د (تاريخ جهان اراى غفاري) نومي كتاب ليكوال چې د شاه طهماسب صفوي پر مهال
ژوندى و، په دې باب ليكلي دي: �په دې پېر كې ناپوهان د هېواد پوهان ګڼل
كېدل، خو رښتيني پوهان به ناپوهان. نو ځكه زياتې سيمې له پوهانو تشې شوې،
ناپوهي ډېره شوه. په ټول ايران كې يوازې يو څو پوهان پاتې وو�.(۲۹)
د علي مير فطروس په وينا: پر پوهې او فلسفې بنديز، دغه راز د عذر او ژړا
دودېدلو، نورو مذهبي خرافاتو ايرانۍ ټولنه يوځل بيا د فرهنګي انحطاط پر
لوري بوتله، له دې كبله زياتو ايراني شاعرانو او انديالانو (متفكرينو) د
هند لار ونيوله، چې په دې ډله كې صائب تبرېزي هم راته.(۳۰) چې ويل يې: د
صفوي شاهانو په وړاندې د انسان د فضيلت معيار (غټه لنګوټه او راوتلې خېټه)
وه.
اخر صائب له تبرېز څخه د هند بابري واكمن (كابل) ته راغى او د كابل په
ستاينه كې يې يوه بوللـه (قصيده) هم وليكله. د شاه سلطان حسين صفوي پر
مهال، د شيعه روحانيت مذهبي تعصبونو دومره زور واخيست چې په شېروان كې د
سنيانو مذهبي جذبې راوپارېدې او د دې سيمې خلكو د حاجي داود مدرس تر مشرۍ
لاندې پاڅون وكړ. د شېروان د بېلابېلو قومونو ۱۵۰۰۰ كسان راغلل، پر شماخي،
كرسۍ او شېروان يې يرغل وروړ، څرنګه چې په شماخي كې د شيعه ګانو پلويان لږ
وو، له دې كبله په دې پېښه كې ۴_۵ زره شيعه ګان ووژل شول، چې نور پاڅونكي
بيا د عثماني تركيې په پلوي راوپارېدل.(۳۱)
�دا يوازې سنيان نه وو چې د شيعه روحانيت له كبله ځورېدل، د نورو دينونو
پلويان، په ځانګړې توګه زرتشتيان او يهودان هم ډېر په تنګ وو. �هغه مذهبي
مبارزه چې د ملا محمد باقر مجلسي له خوا پيل شوه او د لمسي او ځايناستي له
خوا يې ادامه ومونده، ورو- ورو يې د تور او افترا بڼه خپله كړه. كه چا به د
(مجلسيانو) د ځانګړې لارې ملاتړ نه كاوه، په بېلابېلو وسايلو سره ځورول
كېدل. څرنګه چې ملا حسين تر خپل نيكه وروسته د ملا باشي لقب ترلاسه كړى و،
له شاه سلطان حسين څخه يې يو فرمان واخيست چې زرتشتيان دې جبراً مسلمانان
شي اورتونونه دې يې وران او پرځاى دې يې جوماتونه ودان شي�.(۳۲)
د دې فرمان له كبله روحانيونو په وېروونكو كارونو لاس پورې كړ. زرتشتيان به
ځورول كېدل او سپكېدل. اورتونونه او نور عبادتځايونه يې ويجاړېدل، چې له
خپل پخواني مذهب څخه واوړي، خو زرتشتيانو د سپېڅلي اور د ساتنې لپاره د
اصفهان حسن آباد سيمه پرېښوده او كرمان ته يې مخه كړه. هلته هم ورسره داسې
چلند وشو چې كله محمد هوتك په ۱۷۱۹م كال هغه سيمه ونيوله، نو دوى به دغو
يرغلګرو افغانانو ته د خپلو ازادي غوښتونكو په سترګه كتل.(۳۳)
غبار يادونه كوي چې شاه اسمعيل د مرو تر فتحې او د ازبك مړو له سرونو د كله
منار تر جوړولو وروسته هرات ته راغى او د هرات د منشور فتح په جامع جومات
كې قرائت وشو. دلته د هراتي حافظ زين الدين له خوا د شاه امر شنډ شو، ځكه
حافظ د خلفاوو (لومړنيو درېيو استازو) د ښكنځلو لپاره شونډې ونه خوځولې. د
شاه سرتېري چې د تعصب له كبله لړزېدل، هماغه ګړى حافظ په جومات كې وواژه.
هراتيان په دې چلند ډېر خوابدي او كينه يې راوپارېده، شاه وروسته ميمنې او
فارياب ته لښكرې وايستلې. د بلخ، جوزجان او غرجستان په ګډون يې د دې
ولايتونو حكومتونه د بېرم بېګ تر واكمنۍ لاندې پرېښودل، دغه راز يې د
بدخشان د واكمن سلطان اويس حكومت هم تصديق كړ.
په ۱۵۱۲م كال تېمور سلطان ازبك پر هرات او عبيدالله شېباني پر مشهد بريد
وكړ، خلك چې د صفوي حكومت له مذهبي استبداد څخه په تنګ شوي وو، نو ازبكي
دولت ته يې لار پرانيستله او په هرات كې يې تېمورسلطان ازبك ومانه، د حافظ
زين الدين د خون په تور يې دوه صفوي واعظان او موذنين ووژل.
په بلخ كې هم خلكو ازبك واكمن ته هركلى ووايه او صفوي واكمن (كمال الدين
محمود) يې تېښتې ته اړ ايست، چې اخر يې ونيو او وواژه. كله چې صفوي پوځ
يوځل بيا پر هرات يرغل وروړ، تېمور سلطان او عبيدالله له هرات او مشهد څخه
ماورالنهر ته شاتګ وكړ، خو خلك غلي پاتې نه شول، بلكې د صفوي يرغل په
وړاندې يې په پاڅون لاس پورې كړ. لكه څنګه چې ابوالقاسم بخشي، خواجه شهاب
الدين غوري، قاسم كړوخي، امير نظام الدين، عبدالقادر او نورو د صفويانو
پرضد په پاڅون لاس پورې كړ او د هرات د نيولو لپاره راوپاڅېدل، خو صفوي پوځ
دومره ډېر و، چې هرات يې ونيو او پاڅون يې د شهاب الدين، قاسم كړوخي او ۳۰۰
نورو په وژلو سره پر شا وتبماوه.(۳۴)
دا ځل شاه اسمعيل په مشهد كې تم شو، دېو سلطان او امير سلطان د يوه پوځ په
ملګرتيا د افغانستان شمالي ولايتونو د ځپلو لپاره له ازبك حكومت څخه ملاتړ
كړى و او ويې ګماره.
د اندخوى خلك د قرابقال په مشرۍ د صفوي يرغل مخه ډب كړه او يوه اوونۍ په
ډېره زړورتيا سره وجنګېدل، خو اخر صفوي پوځ پر سيمه ييزو ځواكونو برى
وموند، چې د اندخوى خلك يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل. شبرغان او بلخ
يې هم ونيو، بيا يې ولوټل. په همدې وخت كې د كندهار پخوانى والي شجاع بېګ
ذوالنون د هرات د ارګ له زندان څخه وتښتېدل، چې يې شاه اسمعيل له تېښتې خبر
شو، نو امر يې وكړ كه د هرات او كندهار هر اوسېدونكى دې ومومي، نو تر تېغ
دې تېر كړي. په هرات كې صفوي سرتېرو په دې كار لاس پورې كړ، ډېر نارينه،
ښځې او ماشومان يې ووژل، ځايونه يې ولوټل، دغه راز شاهرخ افشار د يوه لښكر
په ملتيا كندهار ته روان شو، چې ويې نيسي او شجاع بېګ ذوالنون ورك كړي. دې
لښكر ډېرې جګړې وكړې، خو كندهار يې ونه شو نيولاى، په بدل كې د بلوڅستان
مستونګ ته لاړ او د مستونګ بېګناه خلك يې ووژل او ولوټل، وروسته بېرته
ايران ته ستون شو.
د افغانستان د شمال او شمال لوېديځ د نيولو لپاره د صفويانو او شېبانيانو
لښكركښۍ، د ځايي اوسېدونكو پر كرنې او نورو كارونو ناوړه اغېز وكړ، څرنګه
چې په ۱۵۱۲م كال په هرات كې يوه ډېره پراخه قحطي راغله، ورپسې په ۱۵۱۴م كال
د غرجستان او چغچران خلكو د محمد زمانخان ميرزا او امير اردوشاه تر مشرۍ
لاندې د صفوي دولت پرضد پاڅون وكړ، خو دا پاڅون هم په وينو رنګ شو.
په داسې حال كې چې شاه اسمعيل صفوي يو كال وړاندې د اذرباييجان په جګړه كې
د سلطان سليم عثماني له خوا ماته خوړلې وه، د خپل هېواد پلازمېنه (تبرېز)
يې هم له لاسه وركړى و. شاه صفوي په ۱۵۱۵م كال هرات خپل زوى (طهماسب ميرزا)
ته وسپاره او دا ميرزا د شيخ مجدالدين كرماني په ملګرتيا هرات ته راغى او
استوګنه يې په كې غوره كړه.
د طهماسب ميرزا پلوي اميرخان په هرات كې راپاڅېد او د شتو او پيسو د ترلاسه
كولو لپاره يې سرشمېرنه وكړه، چې پر هغوى يې ډېرې پيسې كښېښودې، هراتيان چې
د صفوي واكمنانو د ظلم او مذهبي تبعيض له كبله په تنګ شوي وو، په پټه يې د
ماورالنهر له حكومت څخه مرسته وغوښته. د محمد خان شېباني (شېبك خان ازبك)
زوى عبيدالله خان يوځل بيا په ۱۵۲۰م كال پر هرات بريد وكړ، خو د صفوي
پوځيانو په وړاندې يې څه ونه شول كړاى، ناكام ستانه شول. تر دې پېښې وروسته
شاه اسمعيل صفوي خپل زوى (سام ميرزا) د طهماسب پرځاى هرات ته ولېږه.(۳۵)
د صفويانو په پېر كې به د سلطنتي كورنۍ غړو او ساتندويانو ته سركاري ځمكه
وركول كېده، چې له عوايدو او محصول څخه يې ګټه واخلي، د لومړي صفوي شاه
طهماسب په دوره كې، زياتې سيمې په غيرمستقيمه توګه اداره كېدې، چې له
مشرانو يې ډالۍ او نور خراج يا عوارض اخيستل كېدل. مشرانو به په خپلو سيمو
كې له هغو خلكو بېلابېلا ماليات اخيستل چې دوى پرې واكمن وو. د ځمكو د
مالياتو بيه د ستمكارو مامورانو له كبله كله- كله تر اصلي بيې پنځه برابره
زياته شوه، اشر د اجباري كار په توګه دود شو، كه چا به د اجباري كار په بدل
كې مامورانو ته رشوت وركاوه، له اشر څخه به معافېدل.
د صفوي شاهانو دربار ته ډالۍ وړل هم يو دود ګرځېدلى و، چې په نوروز او د
پيغمبرانو د ميلاد په ورځو كې به يې پاچا ته وړلې. هغه مهال د مالوچو
(پنبې) نيمايي او د ورېښمو په پيسو كې يوه برخه محصول په شاه پورې اړه
لرله.(۳۶)
د لومړي طهماسب په پېر كې د مالياتو د كچې ډېرېدو د ايران پر اقتصاد ناوړه
اغېز وكړ. دې پاچا د خپلې پاچايۍ په وروستيو ۱۴ كلونو كې ونه شول كړاى چې د
پوځ معاش وركړي. د دينارو بيه دومره ټيټه شوه، چې د شپاړسمې پېړۍ په پاى كې
۲۰۰ دينار د يوه مثقال سپينو زرو سره برابر وو.
په ۱۵۵۸م كال د دولت لاسته راوړنه ۵مليونه د سرو دينار وه. په ۱۵۷۱م كال كې
۳ مليونه دينارو ته راټيټ شو.
د لومړي شاه طهماسب د دولت په وروستيو كلونو كې د ايران كورنۍ وضعه ډېره
كړكېچنه شوه. كروندګر د مالياتو د زياتوالي، د محصولاتو د ارزانۍ او نباتي
افتونو له كبله ډېر نېستمن شول. د غلو د بريدونو او د فيوډالانو كورني ظلم
له كبله د كاروانونو لارې ناامنه شوې، چې پر زياتو لارو چا تګ راتګ نه
كاوه.(۳۷)
هغه لګښتونه چې د صفوي دربار له خوا د بهرنيو مېلمنو د هركلي او پالنې په
نوم د خلكو له جېبونو اخيستل كېدل، ډېر زيات وو.
غبار د يوه ليكوال (حديقه الاقاليم) له قوله كاږي چې ګواكې د لومړي طهماسب
په امر په هرات كې د بابر زوى همايونشاه [د شېرشاه سوري له خوا په ۱۵۴۰م
كال په هند كې تر ماتې وروسته] له خلكو زيات مصارف راټول كړاى شول: �چې له
هرات څخه د اشرف ۵۰۰ سپاره پوځيان د همايون هر كلى وكړي، په دې ترڅ كې دې د
شاه طهماسب له خوا سل اسونه په طلايي زينونو سره د هرات د واكمن امير خان
له خوا ۳۰ اسونه په طلايي قيضو او لاجوردي نقش شويو زينونو سره ورډالۍ شي.
دغه راز دې د اسونو ځل سور او ژېړ بخمل وي او د اسمعيل صفوي ملابند او توره
څلور سوه توپونه، پنځوس جامې له طلا څخه اوبدل شوې دوه كسيزه غالۍ، اتلس
بالښتان، درې لويې غالۍ، دوولس سرې او سپينې خيمې د طمهاسب په نوم، پنځوس
خيمې له لويو غاليو سره، سل اوښان، پنځوس چپنې لوى- لوى لوښي (طبق) د هرات
د واكمن له خوا ورډالۍ شول.
د همايون شاه د مجلس خوراكي توكي هم ډېر وو، د ورځې پنځوس سوه غوري په
مېلمستياوو كې، ۱۵۰۰ غوري بېلابېل خواړه په سپينو زرو او طلايي لنګرونو كې
په طلايي او سپينو زرو سرپوښ سره، په ګلابونو او عنبر سره عطرين، د ګلاب
لرونكي لېمو شربت، د مڼو مربا، هندواڼه او انګور، نور خواږه لكه حلوا او
فالوده.
د همايونشاه د پلويانو ورځنى جېب خرڅ پر يوه كس دوه تومانه له هغه او په
خپله د شاه دوه زره تومانه (يو تومان مساوي و د سپينو زرو له لسو مسكوك سره
چې هغه وخت دود وه) د ښكار په ورځو كې به بازان خوشې كېدل، دغه راز به د
همايونشاه په مجلس كې هراتي سندرغاړي او نور هنرمندان لكه حافظ صابر، حافظ
دوست، قاسم قانوني، استاد شاه محمد نايي او استاد يوسف كمانچه حاضر وو.
هرات ته به د همايونشاه د ننوتو پر وخت ۳۰ زره سپاره او پلي د هغه هركلي ته
راوتل. بازارونه به ورته ښايسته كېدل، حمامونه به ورته سپين او معطرېدل.
كرانتر حسين هراتي به د دې بهير ټول رپوټ به ليكه او اصفهان ته به يې
لږه�.(۳۸)
د شاه صفوي دغه دستور ته په پام سره د هراتيانو د درد او ستونزو كچه ځان ته
اټكلولاى شو چې د دې عياشيو او مزو- چړچو د لګښت لپاره به يې څومره ستونزې
ګاللې، ځكه دا ټول لګښت بايد په هرات كې د هراتيانو له خوا وركول كېداى، نه
د شاه طهماسب صفوي له خزانې. له شك پرته چې د شاه صفوي او همايونشاه لسګونه
زره پوځيان به ټول په هرات كې سمبالېدل، دا په داسې حال كې چې په ۱۵۰۷م كال
شېبك خان ازبك او وروسته په (۹۱۶ق_ ۱۵۱۰م) كې شاه اسمعيل صفوي د هراتيانو
ټول شته د شكنجو او اعدام په زور ولوټل.
په دې توګه كله چې د هېواد د تاريخ پاڼې سره اړوو، وينو چې د شپاړسمې پېړۍ
له پيل راهيسې د صفويانو واليان او نور واكمنان د اصفهان له درباره هرات،
كندهار او سيستان ولايتونو ته ټاكل شوي دي. هر والي به له ۲۰_۳۰ زره لښكرې
لرلې، چې له پرديو سيمو څخه به راغلي وو او يوازې يې د خپلو جېبونو د ډكولو
سوچ كاوه، چې دا هرڅه به يې له كروندګرو او يا هم سيمه ييزو خانانو څخه
اخيستل. ځمكوال او خانان اړ وو چې په اوونۍ كې يو ځل والي، مستوفي، قاضي او
نورو ته د سوغات او ډالۍ په نامه لوى رشوتونه وركړي، كنه واكمنان به
ورباندې په غوسه كېدل. ځمكې او جايدادونه به يې ترې اخيستل كېدل، يا به هم
په سلطاني (خالص) جايداد كې شمېرل كېدل، له همدې كبله د كندهار ورپسې هرات
او سيستان ولايتونو خلكو چې د تاريخ او جغرافيې له مخې سره كلتوري او
اقتصادي اړيكي لري، د ځوانمردۍ، لوړ همت، رښتينولۍ، يووالي او قربانۍ كچه
او د خپلواكۍ غوښتنې مينه يې په سيمه كې ډېره مشهوره وه، يو په بل پسې د
اتلمسې پېړۍ له پيله د خپلې ژغورنې په سوچ كې شول، چې د صفويانو له ستمكار
او بې كفايته دولت څخه وژغورل شي. دوى پاڅون وكړ چې خپله خپلواكي يې په
جګړو او قربانۍ سره ترلاسه كړه.
د دې درېيو سيمو د خلكو پاڅون نه يوازې نورو ته يوه بېلګه شوه، بلكې د
ايران او افغانستان تر نورو پاڅونونو يې ډېر توپير درلود، په دې چې په دې
پاڅون كې هدف نغښتى و. د دوى موخه د پرديو له واكمنۍ څخه د خلكو ژغورنه وه.
اخر دوى بريالي هم شول.
څرنګه چې زيات هدف لرونكي پاڅونونه د مالياتو د كموالي يا هم د واليانو او
نورو واكمنانو د بدلولو لپاره وي، چې اكثره يې د واكمنې ډلې له خوا ځپل شوي
دي، لكه د اتلسمې پېړۍ په پنځمه لسيزه كې د نادر افشار د دولت پرضد د بلخ،
اندخوى، بادغيس، غور، بدخشان او سيستان، يا هم د كابل رود په سرچينو كې د
پښتنو پاڅونونه، چې ټول د نادر افشار د ظالمو ځواكونو له خوا په وينو رنګ
شول.
سرچينې:
1. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، ۱۹۵_۱۹۹مخونه/ غبار: افغانستان در مسير
تاريخ، تر ۲۸۲مخ وروسته.
2. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۱۳۴۶چاپ، كابل، ۲۰۴_ ۳۰۶ مخونه.
3. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، پېښور چاپ، ۲۰۸مخ.
4. حبيبي: // // ۲۰۹مخ.
5. شفا: توضيح المسايل، پنځم چاپ، ۳۴مخ، ډاكټر شفا زياتوي:�په دې پانګونې
سره (پلورنځي) خپل كار پراخ كړ، چې د ايران په هر ښار، هره سيمه او هر كلي
كې جوړ شو. د مركزي پلورنځي اداره په لويو فقهيانو، مجتهدينو، بېلابېلو
مشرانو، شيخ الاسلامو، حديث پوهانو او نورو جوړه وه.
په دې څانګه كې بېلابېلې درجې رامنځته شوې، لكه: مدرسان، متوليان، ملايان،
پېشنمازان، روضه لوستونكي، زيارتنامه لوستونكي، قاريان، واعظين، د حرم
خدام، دعا ليكونكي، رمالان اونور... د كار پراختيا د كار ډول بدل نه كړ،
يوازې بازار لږ څه رنګ پيدا كړ. زړې ريا دوام وموند، درواغ هم پرځاى پاته
شول. د ښكلو او بدرنګو جامو په ډلبندۍ كې بدلون رانغى، دا ځل د كار
سمبالوونكو د دكاندارۍ له حد څخه پښه واړوله او د واكمنې دستګاه يوه برخه
شوه.
ذاكر سيدالشهدا د (بيضه دارالسلام) مقام ته ورسېد، روضه لوستونكي او
دعالوستونكي په ماذالانامي او حجة الاسلامي او (د علي شيعه جنډه رپوونكي)
مقام ته لوړتيا ومونده.
څرنګه چې صفوي پاچا (د علي د در سپى) و. د علي پر حق نايب هم د سپي مقام ته
ورسېد او اعلان يې وكړ، چې يوازې يې د اسلام د پرمختګ لپاره په لنډ وخت كې
حكومت شيعه پاچا ته ورسپارلى دى. اوس نو په ټول ايران كې يوه سودا پراخه
شوه، د دين دكانداران له صفوي شاهانو سره كښېناستل او د شرعي چارو په باب
يې خبرې پيل كړې، په زرګونو مهدورالدم، مرتد، زنديق، محارب، ملحد، منافق،
مفسد فى الارض، ياغي او طاغي يې شاهي ميرغضبانو ته په لاس وركړل. په لسګونو
زره زناكاران، غله، رباب ږغوونكي او نور بدكاره يې چې د اسلام د حج له
احكامو يې سرغړونه كوله، د رجم، حد او تعزير ټېكه دارانو ته
وسپارل�.(۳۴_۳۵مخونه)
6. ډاكټر شجاع الدين شفا: توضېح المسايل، پنځم چاپ، ۶۰_ ۶۱ مخونه.
7. ډاكټر شفا: پس از هزار و چهارصد سال، د ۲۰۰۳م كال چاپ، ۷۲۶مخ.
8. ډاكټر شفا: تولدي ديگر، پنځم چاپ، ۴۳۲مخ.
9. // پس از هزار و چهارصد سال، ۲۰۰۳م كال، ۷۲۷مخ.
10. // تولدي ديگر، ۱۹۹۹م كال چاپ، ۴۳۲مخ.
11. عبدالباري جهاني: هرات، پښتانه او ستره لوبه، ۱۱۵مخ، ۱۹۹۹م كال- پېښور
چاپ.
12. سعيدي سيرجاني: اى كوته نشينان، د سوئد چاپ، ۱۹۹۲م كال، ۱۸۷مخ، د تاريخ
انقلاب اسلام په حواله، د تهران ملي كتابتون خطي نسخه، ۵۹۹ او ۱۸۵مخونه.
13. اى كوته نشينان: ۱۸۷_ ۱۸۸ مخونه، ډاكټر شفا: پس از هزار و چهارصد سال،
دويم ټوك، ۷۲۴مخ.
14. ډاكټر شفا: تولدي ديگر، ۳۸۲مخ.
15. احسن التواريخ: ۸۵_۱۲۲مخونه، پس از هزار و چهارصد سال: ۷۲۴مخ.
16. ملك الشعرابهار: سبك پېژندنه، درېيم ټوك، ۲۵۵مخ، شفا:۷۲۲مخ.
17. ډاكټر شفا: تولدي ديگر، ۴۸۲مخ.
18. // پس از هزار و چهار صد سال، دويم ټوك، ۷۲۲مخ.
19. // // ۷۱۶مخ.
20. حبيب السير: څلورم ټوك، ۴۷۸مخ، احسن التواريخ: ۷۷مخ، شفا: دويم ټوك،
۷۲۳مخ.
21. داكټر شفا: هماغه اثر، ۷۲۶مخ.
22. ډاكټر شفا: دويم ټوك، ۷۳۵مخ.
23. سعيدي سيرجاني: اى كوته نشينان، ۱۸۵مخ.
24. تاريخ سياح مسيحي: كروسينسكي، د فقير محمد خيرخواه په سمون او لمنليك،
۱۳۶۳كال چاپ، كابل، پنځم مخ.
25. ډاكټر شفا: پس از هزار و چهارصد سال، ۷۰۹مخ.
26. توضېح المسايل: پنځم چاپ، ۳۶_۳۷مخونه.
27. ډاكټر شفا: هماغه اثر، ۷۷۳_۷۷۴مخونه.
28. // هماغه اثر، ۷۷۲مخ.
29. // تولدي ديگر، ۴۲۰ مخ، پس از هزار و چهارصد سال: ۷۷۰مخ.
30. علي ميرفطروس: نظرونه او خبرې- اترې، ۱۹۹۳م كا لچاپ، ۴۸مخ.
31. لكهارت: انقراض سلسله صفويه، د عماد ژباړه، ۱۴۶مخ.
32. ډاكټر شفا: هماغه اثر، ۷۶۸مخ.
33. // هماغه اثر، ۷۳۲مخ.
34. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۲۷۳_۲۸۲مخونه.
35. // هماغه اثر، ۲۸۹مخ.
36. عنايت الله شاپوريان: ۲۵ سده ماليات، ۱۰۰_۱۰۲مخونه.
37. لكهارت: انقراض سلسله صفويه، د مصطفى قلي عماد ژباړه، ۱۳۶۴ل كال چاپ،
۸۴_ ۱۴۶مخونه.
38. غبار: ۲۸۹_۲۹۰مخونه (د حديقة الاقاليم مرتضى حسن بلګرامي په حواله، د
هند د نولكشور چاپ، ۳۴۶مخ، دا مطلب په تفصيل سره په ګنج دانش �د ايراني
ښارونو تاريخي جغرافيه� كې د محمد تقي حكيم په قلم، ۱۳۶۶ل كال،
۴۶۷_۴۷۵مخونو كې لوستلاى شئ).