اكاډميسين كانديد ښاغلى محمد اعظم سيستانى د افغانستان له
هغو ليكوالو او مورخينو څخه دى، چې د هېواد د تاريخ پر بېلابېلو څپركو يې
يو شمېر مهم او ارزښتناك آثار كښلي او خپاره كړي دي، په تېره بيا په
وروستيو دوو لسزو كې د هغه تاريخي آثار، ليكنې او مقالې د پوره پاملرنې وړ
دي.
په داسې حال كې، چې ښاغلى كانديد اكاډميسين سيستانى له خپل هېواد څخه ډېر
ليرې په سويډن كې د پردېسۍ شپې ورځې تېروي او ښايي ډېرو هغو ماخذونو او
منابعو ته يې لاس ونه رسېږي، چې د وطن د تاريخ د تورتمو اړخونو د روښانولو
لپاره ورته اړتيا لري، خو بيا يې هم په همدغو حالاتو او امكاناتو كې يو لړ
مهم تاريخي آثار ليكلي او خپاره كړي دي، چې بې له شكه زموږ د هېواد د
تاريخي څېړنو په بهير كې خپل ځانګړى ارزښت لري.
�رستاخيز قندهار� او پښتو ژباړه يې �د كندهار پاڅون� د ښاغلي استاد سيستاني
هغه اثر دى، چې د افغان- هوتكي پاڅون پر پيلامې، د لومړني افغاني خپلواك
دولت پر بنسټ، د ميرويس نيكه په مشرتوب او واكمنۍ او بيا د افغانانو له
لوري د اصفهان د نيونې او د ايران د صفوي دولت په نسكورېدنې او په پاى كې
ددغه حركت پر ماتې يې په تفصيل سره خبرې كړې دي.
د هوتكي دورې په اړه د منابعو د كموالي له كبله پر دغه دوره ډېر لږ دقيق
آثار كښل شوي دي. د استاد سيستاني �د كندهار پاڅون� د دغې لړۍ داسې يو
تاريخي اثر دى، چې د دې پاڅون پر بېلابېلو اړخونو يې ډېر مهم اسناد راټول
كړي او د يوه مستند اثر په توګه به د دې دورې په اړه د ارزښتناكو آثارو په
لړ كې خپل ځاى پيدا كړي.
د خوښۍ ځاى دى، چې دغه پښتو ژباړه د هوتكي- افغاني پاڅون د پيلامې د درې
سومې كاليزې د جشن په وياړ خپرېږي.
د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه
جرمني، د كولن ښار
د ۲۰۰۵ ز كال د مارچ لسمه
د ۱۳۸۳ل كال د كب (حوت) شلمه