- تشريف راوړل
د ناوړو ترکيبونو په لړ کي، يو هم د � تشريف راوړلو � ترکيب دﺉ، چي د پارسي ژبي له
� تشريف آوردن � څخه د ترجمې په بڼه پښتو ته راغلئ دﺉ؛ مثلاً په پارسی کي وايي : �
فلانی تشريف آورده است � ، � فلانی تشريف برده � او داسي نور . ځيني ژورناليستان او
ليکوال په تکلف او تصنع سره کوښښ کوي، چي د نامأنوسو ټکو او ترکيبونو په جعل کولو
يا ترجمه کولو سره ، د چا خبره ژبي ته � ادبي � رنګ ورکړي . د دوی داسي � ادبي ژبه
� نه د خلګو له سپېڅلي او خوږې ژبي سره سمون لري ؛ او نه هم په ريښتنې توګه د
ولسونو د ژبو او ادبياتو استاريتوب کولای سي .
زموږ د کلو او حجرو سپېڅلي پښتانه هيڅکله په خپلو خبرو او محاورو کي نه وايي، چي
پلاني تشريف راوړی دﺉ . يا پلاني تشريف وړی دﺉ . پښتانه خپلو مشرانو ته د درنښت او
عزت په خاطر د بابا، اکا، ماما، مشر، سپين ږيري، مور، خاله، ترور، ترله، خور،
ورېنداري او داسي نورو په نامه خطاب کوي؛ او په ساده ډول وايي : � پلانی اکا راغلئ
دﺉ . �، � پلانی ماما تللئ دﺉ . � او داسي نور .
که راغلئ يا تللئ شخص د هرڅونه عِلمي، روحاني او ولسي وياړ څښتن هم وي، پښتانه د
هغو له پاره د درناوي او عـــــــزت نورعبـــــــارتــــــــونه کـــــاروي
نـــــــــه د � تشريف راوړلو � پردی ترکيب .
- له دې څخه بحث کوو، له دې موضوع څخه خبري کوو
د هغو ناوړه ترکيبونو په لړ کي، چي له پارسي ژبي څخه پښتو ته راغلي دي، يو هم دا بې
خونده او بد ذوقه ترکيب دﺉ، چي وايي : � له دې مسألې څخه وروسته بحث کوو � يا � له
پلانۍ موضوع څخه وروسته ږغېږو � او داسي نور . په پارسي کي وايي : � ازين مسأله يا
آن موضوع بحث می کنيم . � چي هغه هم له په خپل وار له اروپايي ژبو څخه ورته راغلئ
دﺉ . دا ترکيبونه زموږ په عامو خلګو کي نسته . هيڅ پښتون په خپلو ورځنييو محاورو کي
داسي ترکيبونه نه کاروي . داسي جعل سوي ترکيبونه او عبارتونه په واقعيت کي د هغو
ژورناليستانو او ليکوالو له خوا دود سوي دي، چي پارسي يا نور متنونه، په پښتو ژبه
ترجمه کوي . پښتانه داسي مفهومونه په دې بڼه وايــي : � دا خبره به وروسته سپينوو
�، � په دې باره کي به وروسته ږغېږو �، � وروسته دې موضوع ته راځو � ، � دا موضوع
به وروسته څېړو � او داسي نور .
- نه راځي
له هندي او اردو ژبو څخه د ناوړو ترکيبونو په ډله کي، يو هم د � نه راځي � بې خونده
ترکيب دﺉ، چي د کوزو پښتنو په ختيزه لهجه کي خورا ډېر کاريږي . دا ترکيب په هندي او
اردو کي د � آنا � له مصدر څخه اخيستل سوی دﺉ . زموږ زياتره کښته پښتانه دا ترکيب
ډېر وايي او ليکي : � ما له د دې کلي نوم نه راځي . � ،� ماله لامبو نه راځي . �، �
ماله ټرک چلول نه راځي . � اوپه لسګونو نوري داسي جوملې، چي په پای کي د � نه راځي
� ترکيب کاروي . په دې ټولو جوملو کي د ويوونکي مقصد د زده کړي يا پوهي ټکی دﺉ . په
پښتو کي د � زده کړي � ترکيب خورا اوږد تاريخ لري . د پښتو ډېرو پخوانو شاعرانو او
ليکوالو په خپلو اثارو کي دا ترکيب کار کړی دﺉ؛ د پښتو د عرفاني شاعرۍ ځلانده او
تلپاته ستوري - رحمان بابا ( ۱۰۴۲- ۱۱۲۸هـ ق ) په يوه بيت کي داسي وايي :
اوده پروت يې دا دي نه زده
چه په خوا لرم سفر
بل ځای وايي :
تر ميزر لاندي چا څه زده
چه دختر ده که مادر ؟ ( د رحمان بابا د ديوان خطي نسخه .)
د پښتو د نوښتګر او تخيلي شعر مخکښ - حميد بابا ( تر ۱۱۴۸ ق پوري په باوري توګه
ژوندی ) په يوه بيت کي وايي :
که په څاڅکي صبر زده کړې ته صدفه !
په ګوهر به دي سينه شي مشرفه ( د حميد بابا د ديوان خطي نسخه .)
په دې ډول، په پښتو کي د جوملې خوندور او سم ډول دا دﺉ، چي په دغه راز جوملو کي د �
نه راځي � پر ځای د � نه زده کړي � يا � نه پېژندني � عبارتونه استعمال کړو؛ ځکه هم
اسانه دي او هم سوچه پښتو؛ د مثال په توګه بايد ووايو : � په دې ټکي نه پوهېږم . �،
� د پــــــــلاني نوم نه پېــــــژنم � يا � ټـــــول درسونه مي زده کـــــــړي دي
. � او داسي نور .