- زما په نظر باندي، زما په خاطر باندي . . .
د پښتو ژبي د بېلابېلو لهجو ځيني ويوونکي په ورځنييو خبرو کي د � باندي � ټکی په بې
ځايه ډول کاروي؛ مثلاً وايي : � زما په نظر باندي که پلانی کار داسي وسي . . . �، �
زما په خيال باندي دا خورا ښه کار دﺉ . � يا � پلاني دا کار زما په خاطر باندي وکړ
. � او داسي نور . که د دغو جوملو جوړښت ته پام وکړو، له ورايه ګورو چي د � باندي �
ټکی نه يوازي کاملاً اضافي او بې ځايه دﺉ؛ بلکي جوملو ته يې نوره بې خوندي هم پېښه
کړې ده . ښه به دا وي، چي په دغه راز جوملو کي د � باندي � کليمه اصلاً استعمال نه
کړو ؛ او پر ځای يې و وايو : � زما په نظر که پلانی کار داسي وسي . . . �، � زما په
خيال دا خورا ښه کار دﺉ . � يا � پلاني دا کار زما په خاطر وکړ . � او داسي نور، چي
هم جوملي لنډوي او هم يې په پوهېدو کي د پېچلتيا او ګران والي مخه نيسي . دغه رنګه،
په ځينو نورو جوملو لکه : � پلاني پر ما باندي انتقاد وکړ . �، � احمد پر محمود
باندي بريد وکړ . �، � ستا پر ما باندي پور پاته دﺉ . � او داسي نورو کي هم د �
باندي � ټکی کاملاً زايد او بې ځايه دﺉ . له دې ټولو جوملو څخه د � باندي � کليمې
په ايستلو سره نه يوازي جوملې په ويلو او ليکلو کي لنډيږي؛ بلکي ماناوي يې هم تر
پخوا ډېره روښانه او واضح بڼه مومي . لکه څنګه چي بزګران او بڼوال په ډول ډول بوټو
او ونو کي د وچو او بې ځايه ښاخونو په پوجي کولو سره، د بوټو او ونو وده چټکوي،
همدغه راز بايد موږ هم کوښښ وکړو، چي په خپلو خبرو کي د اضافي، بې ځايه او پېچلو
ټکو مخه ونيسو .
په پښتو کي د ناوړو ترکيبونو شمېر ډېر زيات دﺉ . د ټولو را غونډونه او څېړنه د دې
لنډو خبرو تر حوصلې وتلئ کار دﺉ . دلته مو د پښتو پوهو او حساسو لوستونکو ته له
خرواره يو موټ وړاندي کړ، چي په دې اړه سترګي پرانيزي؛ او هر ځای ښه له بدو جلا
کړي؛ خو په دې برخه کي د دې خبري يادونه ډېره ضروري ده، چي د نړۍ هيڅ ژبه ( هستمنه
يا نېستمنه) د پردو ژبو له لغوي پانګو او نورو فرهنګي ارزښتونو پرته، د بشپړتيا
پوړييو ته نه سي رسېدای . ټولي ژبي د يو بل لغوي پانګو، علمي اصطلاحاتو او نورو
کلتوري پرمختګونو ته اړتيا لري . پښتنو هم د تاريخ په اوږدو کي هيڅکله د پردو ټکو،
عبارتونو او اصطلاحاتو په وړاندي د تعصب او دښمنۍ لاره نه ده غوره کړې . په دې ژبه
کي له اوستا، سنسکريت، هندي او پهلوي څخه نيولې تر عربي، دری، تورکي او ځينو نورو
ژبو پوري، د پراخو ټکو او اصطلاحاتوکاروَنه ټول د دې خبري روښانه ثبوت دﺉ . د ژبي د
يومخيز سوچه تابه په لار کي افراطي هڅي بايد په هيڅ ډول د پردو ژبو د ناوړو
ترکيبونو د شړلو له موضوع سره مغالطه نه کوو؛ ځکه د پردو ژبو دخيل او مفغن سوي ټکي
په پښتني چاپېر کي، زموږ له قوانينو او دودونو سره سم ژوند کوي . په بله وينا دغه
راز کليمو او اصطلاح ګانو يا په افغاني ټولنه کي تر ډېري ګچي پښتني جوله اخيستې ده؛
او يا په خپل نوي پښتني چاپېر کي لږ تر لږه د پښتو د ژبنييو قواعدو او ګرامري اصولو
تابع دي . د دې پر خلاف، هغه څه چي د ناوړو ترکيبونو په نامه زموږ سپېڅلي او لرغوني
ژبي ته را ننوزي، په حقيقت کي له هغو کسانو سره ورته والی لري، چي له پردو هيوادونو
زموږ کورني چاپېر ته راځي؛ مګر په هيڅ راز زموږ ژبي، ادب، کلتور او نورو کورنييو
قوانينو ته غاړه نږدي . په زور او بې شرمۍ، تکلف او تظاهر غواړي زموږ د کور ارامه
او سوکاله فضا خړه پړه کړي . ناوړه ترکيبونه او عبارتونه هم په پښتو کي د قيقاً
همداسي بدمرغي پاروي . د پښتو لغوي او ګرامري جوړښت ورانوي؛ د هري ورځي په تېرېدو
سره، زموږ د اصيلو ټکو او عبارتونو ځای نيسي؛ او په پای کي دسپېڅلي پښتو جنازه په
خاورو کي ښخوي . له دې امله بايد زموږ بيان هيڅکله د پردی ژبي رنګ او روح ونه لري .
خبري او نظريې بايد د خپلي ژبي له صرفي او نحوي دودونو سره سمي ووايو؛ نه دا چي په
پوهي يا ناپوهۍ سره، د پردو ژبو د ژبنييو خصوصيتونو پر پله پل کښېږدو؛ او ژبه له
خپلي اصلي او ولسي تومني څخه بې برخي کړو . ژبه د خلګو او ولسونو تر ټولو ارزښتناک
او ګران قيمته ميراث دﺉ، بايد په هغه کي له بې ځايه لاس وهنو او تصرفاتو ډډه وسي .
ژبپوهان، اديبان، شاعران، څېړونکي او پوهان ګرده د ټولني په غېږ کي سترګي غړوي؛ اود
خلګو په سپېڅلي ښوونځي کي زده کړه کوي . په دې خاطر دپوهو کسانو ټولي علمي او مسلکي
برياوي د هغوی د ټولنيز چاپېر زېږنده دي . پوهان او ماهران، يوازي د پخو اسنادو او
پياوړو دليلونو په رڼا کي کولای سي، د هغو عامو او څرګندو تېروتنو په سمولو کي برخه
واخلي، چي د بېلابېلو عواملو په وجه يې د خلګو په ژبه، کلتور او نورو مهمو برخوکي
ځای موندلئ دﺉ .