ځيني ليکوال او ژورناليستان د عربي ژبي د � مزبور �، � مذکور �، � متذکره �، او د
پارسي ژبي د � ياده شده �، � نامبرده � او داسي نورو په څېر کليمې په پښتو کي په �
نوموړي � ترجمه کوي؛ مثلاً که څوک په پارسي کي ووايي : � شخص مزبور به جرمش اعتراف
نمود . � نو په پښتو کي يې زموږ ځيني ژباړونکي داسي ترجمـــــــــه کــــــــــوي :
� نوموړي پر خپل جرم اعتراف وکړ . � يا � نومړي خپل جرم ومانه . �
د پښتو په لرغونو ادبياتو کي، د � نوموړي � ټکی د نامتو، مشهور، نامدار، نوميالي،
نومَوَر، نامي، يا هغه چا په مانا کارسوی دﺉ، چي په نېکو او ښو کارونو کي يې نوم
وړی وي . د پښتو د عرفاني شاعرۍ ځلانده ستوري - علي محمد مخلص ( تر ۱۰۶۹ ق پوري په
باوري توګه ژوندی ) په يوه بيت کي، د الله سبحانه و تعالی بې مثله ذات ته داسي خطاب
کوي :
دا کتاب تا تمام کړی ته دانا، ګويا، نوموړی
زه مظهر د ستا د عِلم ته صاحب د عِلم و رأی يې! ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه
)
په دې ډول د � نوموړي � ټکی د ياد سوي کس په مانا سم نه دﺉ . د � نوموړي � ناسمه
مانا په حقيقت کي د � مزبور �، � مذکور �، � متذکره �، � ياده شده �، � نامبرده �
او داسي نورو ژباړل سوی مفهوم دﺉ، چي په پښتو ژبه او ادب کي ځای نه لري . هيڅ پښتون
په خپلو ولسي خبرو او محاورو کي نه وایي : � نوموړي پر خپل جرم اعتراف وکړ . � بلکي
پښتانه د غايب مفرد شخص له پاره د هغه ( که نارينه وي ) يا هغې ( که ښځينه وي )
ضميرونه کاروي . ياني ( يعني ) وايي : � هغه يا هغې خپل جرم و مانه . � که غايب
کسان د جمعي په حالت کي وي، د هغو له پاره په دې ډول د جمعي اشاري ضمير کاروي : �
هغوی خپل جرم ومانه . � په دې ډول ګورو، چي په داسي جوملو کي د � هغه � يا � هغې �
په استعمال سره د نوموړي ( نوم + وړي )له اصلي او منلي مفهوم ( نامتو، مشهور،
نامدار،نامي ، نوميالي، نومَوَر) سره د هرډول مانوي ( معنوي ) التباس مخه نيوله
کيږي .