د پښتو په ځينو لهجو کي، له ښځينه نومونو سره د نارينه نومونو د جمعي صيغې کاروي،
چي سم کار نه دﺉ؛ د مثال په توګه د � نجلۍ �، � کښتۍ �، � خونه � او داسي نورو ټکي
ښځينه نومونه دي، چي د جمعي په حالت کي يې بايد هرومرو د ښځينه جمعي صيغه کار سي؛
لکه : دوې نجوني، دوې کښتۍ، درې خوني، دوې رمې او داسي نور . د � دوه � عدد بايد له
نارينه نوم سره استعمال سي؛ لکه دوه سړي، دوه ښوونکي، دوه ډاکټران، دوه کورونه او
داسي نور . د همدې قاعدې پر بنسټ، ، دوه ورځپاڼي، دوه جوملې، دوه ښځي، دوه مياشتي،
دوه ورځي، دوه دقيقې، دوه ثانيې سم نه دي . سمه بڼه يې داسي ده : دوې ورځپاڼي،، دوې
جوملې، دوې ښځي، دوې مياشتي، دوې ورځي، دوې دقيقې، دوې ثانيې او داسي نور .