- احمد زموږ خپلوان دﺉ، موږ غريبانان يو، ډېر خلق راغلئ دﺉ، په دې کتابتون کي
ډېر ښکلي کتابونه شته دﺉ
د پښتو په ځينو لهجو کي، کله کله له يکړ ( مفرد ) نوم سره د جمعي صيغه راوړي، چي سم
نه دﺉ؛ د مثال په ډول ويل کيږي : � احمد زموږ خپلوان دﺉ . � لکه څنګه چي ګورو د
جوملې فاعل ( احمد ) يکړ يا مفرد دﺉ؛ خو د هغه له پاره د جمعي صيغه (خپلوان ) کار
سوې ده . د دې جوملې سمه بڼه داسي ده : � احمد زموږ خپل دﺉ . � کله کله د دې دود پر
خلاف، په جومله کي د جمعي له پاره د يکړ فاعل د فعل صيغه کاروي؛ لکه : � ډېر خلق
راغلئ دﺉ . � لکه څنګه چي پوهېږو خلق يا خلګ/ خلک، جرګه، پوځ، لښکر، رمه، کميسيون،
هيئت، بورډ او داسي نور هغه ډله ييز يا کولکټيفي نومونه دي، چي له خپل يوازيتوب سره
سره، پر ډېرو کسانو دلالت کوي . د دغه راز نومونو له پاره بايد خامخا فعل د جمعي
بڼه ولري؛ لکه : غونډي ته ډېر خلق ( خلګ/ خلک ) راغلي وه . � په دې ډول دا جوملې،
چي وایي : � په دې دوکان کي ډېر څيزونه شته دﺉ . �، � په دې کتابتون کي ډېر ښکلي
کتابونه شته دﺉ . � او داسي نور سمي نه دي . بايد په لنډه او اسانه بڼه وويل سي : �
په دې دوکان کي ډېر څيزونه يا شيان سته . �، � په دې کتابتون کي ډېر ښکلي کتابونه
سته . � ځيني وختونه د � جمع الجمع � صيغې هم په پښتو محارو او ليکنو کي تر سترګو
کيږي؛ مثلاً وايي : � موږ غريبانان يو . � دلته د � غريبانان � ټکی دجمع الجمعي (
هغه حالت، چي يو نوم دوه پلا جمع سوی وي ) بڼه لري . د جوملې سمه بڼه بايد داسي وي
: � موږ غريبان يو . � ځکه غريبان د غريب د جمعي حالت دﺉ؛ او دوهم ځل جمع کولو ته
يې هيڅ اړتيا نسته .