له ځينو ژورناليستانو او ليکوالو څخه هم اروېدل کيږي، چي د نارينه ( مذکر ) فاعل له
پاره د ښځينه فاعل صيغه کاروي، د مثال په ډول که ووايو، چي احمد ښوونکی ده . په
حقيقت کي مو احمد ( نارينه ) په ښځه واړوه . بايد وويل سي : � احمد ښوونکی دﺉ . � د
پښتو ګرامر له مخي، که د جوملې فاعل نارينه ( مذکر ) وي، بايد فعل هم نارينه بڼه
ولري . ددې پر خلاف که د جوملې فاعل ښځينه ( مؤنث ) وي، نو د جوملې فعل هم بايد له
فاعل سره سم ښځينه صيغه ولري . په دې ډول بايد تل ووايو : � پلانی جنايکار دﺉ . �
يا � پلانی قاتل دﺉ . � ځکه د جوملې فاعل ( د جنايت يا قتل کوونکی ) نارينه دﺉ .
بالعکس د � ده � فعل بايد له تل ښځينه ( مؤنث ) فاعل سره استعمال سي؛ لکه : � هوسۍ
ښايسته ده . �، � غوا لنګه ده . � او داسي نور .