اصلاً هر معيار په ټولنه کي د يوه اوږده عِلمي، تاريخي، سياسي، اجتماعي، کلتوري او
اقتصادي تړون زېږنده دﺉ . په بېلابېلو جغــــــرافيايي او سيــــــــــــــاسي
چاپېرونو کي اوسېدونکي خلګ، د خپلو بې شماره غوښتنو او اړتياوو پر بنسټ د زړو
دودونو او معيارونو په له منځه وړلو سره، د نوو معيارونو په جوړولو کي
فعـــــــــــــاله برخه اخلي؛ مثلاً خلګ د لويو جرګو، پارلمانونو يا ورته غونډو په
جوړولو سره تر پراخو بحثونو، اعتراضونو او غوښتنو وروسته، په خپل هيواد کي د اساسي
قانون د تصـــويب او نفاذ لاره هواروي . هر نوی اساسي قانون په حقيقت کي، د يوه
هيواد او ملت په مدني، سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي ژوندکي نوي معيارونه ټاکي
. د دې نــــــــوو معيارونو د ښه والي يا بدوالي محک د همدغي ټولني د خلګو په
قضاوت کي نغښتی دﺉ . په دې مانا که نوی اساسي قانون، د ټولني د ټولو قومونو، طبقو،
قشرونو او بېــــــــلابېــــلو سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي سازمانونو اساسي
غوښتنو او اړتياوو ته مثبت جواب ووايي، نو داسي نتيجه اخيستل کيږي، چي په نوي اساسي
قانون کــــــي وړاندي سوي معيارونه ډېر معقول، منطقي او ګټور دي . د دې پر خلاف که
اساسي قانون په ټولنه کي بېلابېلو ستونزو ته لمن ووهي، نو په بشپړ يقين سره هر څوک
قضاوت کوي، چــي په هغه کي ټاکل سوي معيارونه ډېره اوومه ،کمزوري او نامعقول دي .
د اساسي قوانينو بله مهمه او نه بېلېدونکې ځانګړتيا داده، چي داسي قوانين په هره
ټولنه کي تر اوږدو تاريخي، سياسي، فرهنګي او اجتمـــــــــاعي کوښښونو وروسته د
تصويب او چلند پړاو ته رسيږي . په بابلي مدنيت کي د همورابي قانون ، په انګرېزي
ټولنه کي مګناکارټا ، زموږ په پېر کي د ملګرو ملتونو د سازمــــــــان منشور او
دبشر د حقوقو نړيواله اعلاميه او په دې وروستييو ورځو کي د اروپايي اتحاديې د نوي
تړون د تصويب په لاره کي اوږدې هڅي، ګرده د دې خبري روښانه ثبوتونه دي .
ژبني معيارونه هم د ټولو نورو ژوندييو موجوداتو او پېښو په څېر د طبيعي او اجتماعي
قوانينو تر اغېزې لاندي وده او پر مختګ کوي . د هري ټولني تاريخي، سياسي، اجتماعي،
کلتوري او اقتصادي پېښي د ژبنييو معيارونو په ټاکلو کي لويه برخه لري . که د پښتو
په ګډون د نړۍ دهري ژبي د بېلابېلو ليکـــــــــــدودونو، لهـــــــجه يې توپيرونو
او نورو ژبنييو معيارونو د را منځ کېدو تاريخي مسير ته پام وکړو، په ډاګه ګورو چي د
خلګو په ژوندانه کي تاريخي، سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقـتصادي حالات د هر ډول
ژبني اوښتون د پيدايښت زانګو ده؛ د مثال په توګه زموږ په لرغوني هيواد کي د
هخامنشيانو تر يرغل وروسته لوی فرهنګي بدلونونه راغلل . وروسته زموږ پر پخواني
ټاټوبي ( آريانا) باندي د مقدوني سکندر په واکمنۍ سره، زموږ پر ژبو او فرهنګي کړو
وړو باندي يوناني ژبي او کلتور ژوره اغېزه وکړه . څه موده وروسته، د همدې ژورو
کورنييو او بهرنييو اړيکو له امله، په لرغوني آريانا کي د يوه پياوړي ګډ يوناني -
باختري مدنيت بنسټ کښېښوول سو . په هندوستان کي د موريايي کورنۍ د آشوکـــــــــــا
پــــاچاله واکمنۍ سره جوخت، زموږ په پخوانۍ مېنه کي د بودايي دين ،کلتور او هونر
ريښې ټينګي سوې . همدې نوو بدلونونو په پای کي، د � ګندهارا� په نامه
ځانګــــــــړی تهذيب او مدنيت ايجاد کړ . کوشانيانو په خپل وار سره، زموږ د
ژوندانه په ټولو برخو کي نوي ژبني، کلتوري او فکري تحولات و زېږول . د اسلام د
سپېڅلي دين تر راتګ وروستـــــه، نه يوازي زموږ د خلګو په فکري، کلتوري او اجتماعي
ژوند کي هر اړخېز بدلونونه راغلل؛ بلکي دې ستر بدلون پر پښتو، پارسي او نورو بومي
ژبو باندي د عــــــــربي ژبي او ادب ژورو اغېزوته هم لاره پرانيسته . په دې پسې
تورکانو( ترکانو )، ايرانيانو، مغلو، انګرېزانو، روسانو، پاکستانيانو، عربو ؛ او
اوس د امريکايانو په مشرۍ د اروپايـــيانو نوي ټـــــــلوالي ( ائتلاف )له خپل
سياسي، پوځي، کلتوري، فکري او اقتصادي نفوذ څخه په ګټي اخيستني سره، زموږ د خلګو پر
مادي ژوند، ژبو، دودونو او نورو فرهنـــــــــــــګي ارزښتونو ستري اغېزې ښندلي دي؛
او لا يې ورځ په ورځ ښندي . دا پياوړي بدلونونه ښايي تر ډېرو کلونو پوري زموږ د
ژوندانه بېلابېلي مادي او فرهنګي برخي اغېزمني کړي . دهمدغو لويو سياسي، تاريخي،
فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي بدلونونو له کبله د پښتو په لوېديزه ( لوېديځه ) لهجه
کي، د � رُود �، � سېب �، � سايه �، � تاريکه � او نورو په څېــــــــر پارسي ټکو،
د کوزي پښتونخوا په لهجه کي د � رُوډ �، � اسپتال �، � کاليج �، � يونيورسيټۍ �، �
سکول �، � کمرې �، � ټانګې �،� بروسې �، � اچانک �، � پاټک �، � ټيک �، � جــــــي
� � ګبراو �، � ميلاو � او سلګونو نورو په شان انګرېزي، سنسکريت، هندي او پنجابي
ټکو لاره موندلې ده . د پښتو په نورو سيمو او نورو لهجو کي هم د پردو ټکو ، اصطلاح
ګانو او ترکيبونو شمېر لږ نه دﺉ . که د سليمان ماکو تذکرة الاوليأ ( په ۶۱۲ ق کي
ليکل سوی ) او د بايزيد روښان ( ۹۳۱- ۹۸۰ هـ ق ) خيرالبيان ته يوه سرسري کتنه
وکړو،له ورايه ګورو چـــــــي هــــــر ليکوال د بېلي لاري او بېلو معيارونو څښتن
دﺉ . د سليمان ماکو نثر د خپل وخت له غوښتنو سره ساده، خوږ او متين دﺉ . په دې
پېرکي د غزنوي او غوري دورو د پارســــــــي ژبـــي د منثورو ليکنو په دود د پښتو
ژبي منثور اثار هم د فصاحت او بلاغت اصولو ته نيژ دې وه ( حبيبي، د پښتو ادبياتو
تاريخ، ۲ ټ ۱۴۵) د دې پر خلاف، د � خــــــيرالبيان � نثر د خپل عصر د بېلابېلو
اغېزو له امله د روانۍ، سادګۍ او خوږوالي له ارزښتناکو صفتونو بې برخي دﺉ . د پير
روښان سياسي دوښمن - اخوند دروېزه ننــــــــــګرهـــــــــــاری ( په ۱۰۲۸ ق کي مړ
) هم د وخت له غوښتنو سره سم اړ ؤ، چي په خپلو ليکنو کي د ده په اصطلاح د وزن او
قافېې تومنه ګډه کړي، تر څو افکار او نظريې يې د خلـــګو په زړونو کي ځای ونيسي (
حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۱۷ ) . دا بدلون او اوښتون د نړۍ په ټولو ژبو او
فرهنګونو کي، د لمر په څېر روښانه دﺉ؛ او د دې کــــــــار تر شا خـــــــــــــورا
زورور تاريخي، سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي عوامل پراته دي .
دغو ستروسياسي، فکري، فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي بدلونونو ته په دقيقي پاملرني سره،
اوس هر څوک په اسانۍ سره قضاوت کولای سي، چي پښتو ژبي ته د اوستا، سنسکريت، هندي،
پهلوي، عربي، پارسي، تورکي او داسي نورو ژبو لغتونه، اصطلاحات، محاورې، ترکيبونه،
تعبيرونه او ډول ډول نور ژبني جوړښتونه پر خپلسر نه دي راغلي . دا لوی تغييرات او
بدلونونه د اوږدو زمانو په ترڅ کي پېښ سوي دي . له دې کبله هيڅوک نسي کولای د سترګو
په رپ کي، د هغو له ښو يـــــــــا بــــــدو اغېزو ځان وژغوري . له دې ډلي څخه
ځيني لغتونه، اصطلاحات، محاورې، ترکيبونه، عبارتونه، او نور ژبني جوړښتونه د وخت په
تېرېدو سره له منځه ځي؛ او پر ځای يې د نوو سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي
اړيکو د ژوري اغېزې له امله نوي ټکي، اصطلاح ګاني، تعبيرونه او ترکيبونه پيداکيږي .
د کليمو او لغتونو د ژوند موده، له نوو شرايطو سره ، د هغو په مطابقت او سمون پوري
اړه لري . د ځينو عُمر د يوه ورځني ګل په څېر، د ځينو عُمر د څو مياشتنييو بوټو او
د ځينو نور ژوند د داسي ونو په شان وي، چي د زمانې هر ايسته و را ايسته باد و باران
يې پياوړو څانګو او غښتلو ريښو ته زيان نسي رسولای .
د ټولني او طبيعت د پرمختګ عامه قانونمندي او زموږ په لاس کي پراته سندونه دا ښيي،
چي په پښتنوکي تر روښانيانو دمخه د پښتو شعر او نثر دواړو بېل رنګ او مضمون درلود .
بايزيد روښان اورمړ ( ۹۳۱- ۹۸۰ هـ ق ) د خپل مهال له غوښتنو او اړتياوو سره سم، په
پښتو ليکدود او نورو ژبنييو خصوصياتو کي جلا معيارونه وټاکل . دا نوي اصول او
معيارونه د روښاني طريقت د پلويانو او د دغه سياسي، عرفاني او فرهنګي ښوونځي د
معاصرانو له خوا په ډېره مينه و پالل سوه . تر روښانيانو وروسته خــــوشال خان خټک
( ۱۰۲۲- ۱۱۰۰ هـ ق ) ، د هغه کورنۍ او د دوی د وخت نورو شاعرانو، ليکوالو او
څېړونکو د خپل عصر د ايجاباتو او شرايطو له مخي، د نوو معــــــــيارونو په وړاندي
کـــــــــــــولــــــو سره په پښتو ليکدود، شعر او نثر کي نور بدلونونه را منځ ته
کړه . د پښتو ادب په معاصره دوره کي هم، د وخت له مقتضياتو سره سم نوي معيارونه و
ټاکــــل سوه . په افغانستان کي د امير شير علي خان په زمانه کي د نوو مطبوعاتو له
پيل، او د پښتو ژبي را ژوندي کولو ته د هيواد د سياسي واکمنانو له نِسبي پاملرني
سره جوخت هم ، د دغي ژبي په ليکدود او نورو برخو کي، د نوو بدلونونو لاره پرانيستل
سوه . د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته، د شهيد مولوي عبدالواسع کاکـــــړ کندهاري ( د
پښتنو دا نامتو عالِم په ۱۳۰۷ ش د بچۀ سقاو له خوا په توپ کي والوزول سو) په مشرۍ
پښتو مرکې ( ۱۳۰۱ ش / ۱۹۲۲م ) هم په خپل وار سره په پښتو ليــــــــــــکدود
کـــــــــي نوي بدلونونه راوسته ؛ او په هغې پسې د پښتو ټولني ( ۱۳۱۶ش ) په جوړېدو
سره هم په پښتو ليکدود کي نوي بدلونونه راغله . دغه راز، نامتو افغــــــــــــان
سياستوال، ژبپوه او اديب - وزير محمد ګل خان مومند ( ۱۲۶۳- ۱۳۴ ش ) او ځيني نورو هم
د پښتو ليکلاري پر نوو معيارونو څه نا څه ور زيات کړه ( رشاد، � د
خيرالبـــــــــــــيان ليکـــــــــدود، � خير البيان د بايزيد روښان ۷۴) . تر دې
وروسته هم د نوو معيارونو د را منځ ته کولو په هيله، بېلابېلي غونډي او سيمينارونه
جوړ سوه . د هري غونډي او سيمينار برخــه والو هم په خپل روڼ نوي طرحي او نوو لاري
وړاندي کړې، چي ځيني يې منلي سوي او ځينو يې له څو محدودو کسانو پرته چا نه دي منلي
. د بدلونونو او تغييــراتو دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده؛ او تل تر تله به جاري وي .
البته په دې لنډو خبرو کي مقصد دا نه دﺉ، چي د پښتو ليکدود د معياري کولو په لار کي
ټول کوښښونه او هڅي په زېر او زور بيان کړو؛ بلکي دلته يوازي د دې واقعيت په يادونه
بسنه کوو، چي د پښتو ژبي په ګډون د هري بلي ژبي او هر بل معيار په جوړولو او ټاکلو
کي ډېرو اوږدو وختونو ته اړتيا سته؛ هر معيار د پر مختګ د يوې ټاکلي دورې غوښتنو ته
په جواب ويلو سره، خپل ځای داسي معيار ته پرېږدي، چي د خلګو راتلونکو غوښتنو او
اړتياوو ته جواب ووايي .
د پښتو ژبي، ادب او تاريخ وتلئ او منلئ استاد - علامه عبدالحی حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م
� ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په يوه علــــــمي څېړنه کي، د ژبنييو بدلونونو او معيارونو د
ريښو، عواملو او ټاکوونکي ځواک په اړه خورا ارزښتناک بيانونه لري، چي دلته يې ځيني
اړخونه په لنډ ډول وړاندي کوو .
لوی استاد د خپلو خبرو په پيل کي د يوه مشهور ليکوال په استناد د ژبي ويوونکي پر
درو ډلو وېشي : � لومړۍ ډله خواص، علمأ او پوهان دي، چـــــــــي ژبه د خپل فکر
تابع کوي . دوهمه ډله اوسطه طبقه ده . دريمه ډله عوام دي، چي فکر يې د ژبي تابع دﺉ
. � وروسته د ژبي په پرمختګ او بډاينه کي د خواصو او عوامـــــــــو د دوو
اړخـــــيزو اړيکو په اړه داسي ليکي : � په لوی سر کي خو ژبه لکه د دنيا نور شيان
او د انساني ژوندانه نور لوازم يو اجتماعي مخلوق دﺉ، چي د بشري ژوندانه ټول
اجتمــــاعي قوانين پر تطبيق کيږي، نو چي سړی په لومړني نظر وګوري، اجتماع پر ژبي
حکمراني کوي؛ او ځکه چي داجتماع افراد اکثر وګړي او عوام وي، نو ګويا پر ژبه
حکمــــرانه او غالبه ډله هم عوام دي، مګر پسله لږ څه غوره دا خبره هم ښکاره کيږي،
چي د اجتماعي ژوندون ډېر مواد او لوازم داسي هم دي، چي پر هغو باندي يوه خاصه ډله
حــــــکومت کوي؛ او تر خپل تأثير لاندي يې راولي، او ډېر شيان په خواصو پوري مخصوص
دي او عوام نسي کولای، چي پر هغو باندي خپله اغېزه په ښکاره او څرګند ډول خپره کړي
. عـــــــلم او ساينس او الهيات او هغه معلومات، چي د مادې له حده څخه لوړ دي،
عموماً د خواصو د افکارو نتيجې دي؛ او دا ټول شيان مستقيماً د بشر په خاصه طبقه اړه
لري؛ او د بشر فکــــــــــري نوابغ دي، چي دغه ښېګڼي يې ډېري کړي ؛او هم يې تر
موږه پوري را رسولي دي . بالعکس ډېر دودونه او اجتماعي مراسم او د بشري حيات لوازم
او عـــــــــــــوايد دي، چــــــــــــي مخصوصاً د عوامو د ډلي تر اثر لاندي پېدا
کيږي او پرورښت کوي او د مثبتو مباديو پر ځای دريږي او ډېر عمر ژوندون لري ( حبيبي،
آيا د ژبي واګي د چــــــا په لاس کـــي دي ؟ شل مقالې۷، ۲ ) . لوی استاد د همدې
خبرو په دوام ليکي : � هغه وخت چي موږ د بشر د ژبو تاريخ ګورو او په تحولاتو کي يې
دقيق سو، نو دا هم د جامعې مال دﺉ، او يوه جامعه په پېړيو پېړيو اوږدو زمانو کي ژبي
پېدا کوي، او له يوه حاله يې بل حال ته اړوي، د خپلو احتياجاتو سره توسيع ورکوي،
نوي الفاظ او مواد پکښي ګډوي، مګر سره ددغه هم سړی داسي نه سي ويلای، چــــــــي د
جامعې خاصه طبقه او علمأ او پوهان په دې کار کي هيڅ برخه نه لري، او د ژبو په حياتي
چارو کي د دوی لاس کوم کار نه سي کولای ( حبيبي، آيا د ژبي واګي د چا په لاس کي دي
؟ شل مقالې۷، ۳ ) . دهري ژبي د ژوندانه د تاريخ پاڼي چي وکتلي سي، ډېري برخي يې لکه
په عوامو چي اړه لري، يوه غوره برخه يې په خواصو پوري هم مربوطه ده . عوام خو ژبه
جوړوي، پراخوي يې ، هري خوا ته يې سره کشوي، مګر خواص هم په ژبه کي مهم مواد ګډوي .
يو شاعر کولای سي، چي د عوامو د ژبنيو مواد څخه بېل نور نوي مـــواد او الفاظ په
ژبه کي موجود کړي، او داسي يې پکښي حل او مزج کړي، چي عوام يې ور سره ومني ، او د
دوی ادبي سُلطې ته غاړه کښېږدي .
په حقيقت کي دا خبره د ژبو په ژوندانه کي ډېره مهمه ده، چي بايد ژبه فقط د يوې طبقې
تر اثر لاندي نه وي، بلکي په داسي ډول وروزله سي، چي له دواړو ډولو څخه استفاده
وکولای سي . �
لوی استاد د ژبي په پيدايښت ، وده او ارتقا کي د ټولني د عامو ولسونو او پوهو
کسانو؛ په تېره بيا ژبپوهانو، اديبانو او شاعرانو ارزښتناکي برخي ته داسي ګوري : �
زه غواړم چي په دې ليک کي خپلو ښاغلو لوستونکو ته دا حقيقت لڅ کړم، چي پر ژبي باندي
د دغو دواړو ډلو حکمراني په مساوي ډول ده؛ او که د يوې ژبـــــــي واګي فقط يوې ډلي
ته ور وسپارل سي، نو به هغه ژبه ډېر خپل مزايا او ښېګڼي بايلي .
په لوی سرکي که غور وکړو، خواص هم د ټولني او وګړو اجزأ او غړي دي . خواص چي ژبه
زده کوي په عوامو او وګړوکي وي؛ او د دوی د ژبي لومړنۍ تعــليم هم د وګړو چاپېر دﺉ
. وروسته چي يو انسان دخواصو سره ناسته ولاړه وکړي ؛ او د خواصو په محيط ګډ سي، د
دوی افکار او عقايد زده کړي، د دوی په ژبه ژبور سي بيـــــــــانو د دوی په رنګ
رنګيږي، او د ژبي د افادې هغه طرز زده کوي، چي په خواصو پوري اړه ولري .
د ژبو اصلي او حقيقي پرورشګاه هم د وګړو غېږ ده؛ او دا محيط ژبي ته د مور په دود
تربيه ورکوي . دوهم محيط د خواصو او پوهانو چاپېر دﺉ، چـــــــــــــي ژبه له
لومړنۍ مرحلې څخه ورته راځي . په دې محيط کي ژبه خپل طبيعي جمال لا پسي ښايسته کوي،
او رنګارنګ زېورونه او ګېڼې په پوري کيږي . ښايست يې داسي رنــــګ او رونق مومي، چي
له ډېري ښکلا نه پېژندله کيږي . � ( حبيبي، آيا د ژبي واګي د چا په لاس کي دي ؟ شل
مقالې۷، ۳ - ۴ ) .
د پښتو ژبي او ادب منلئ بابا، لوی استاد علامه حبيبي، د خپل علمي بيان په يوه بله
برخه کي، د ژبي د مانوي (معنوي ) او لفظي ښکلا په زياتولو کي د پوهو او هونرمندو
کسانو پر لويي برخي داسي ټينګار کوي : � د ژبي د طبيعي حسن او ښکلا د ډېرولو او ښه
دلچسپ کولو لپاره د خواصو د لاس مشاطګي لازمه ده . همدوی دي، چي د دې ښکلي ناوي په
غاړه کي د ښکلا ښې ګېڼې ور اچوي، او په خپله استادي او مهارت يې لا ښه پسي ښکلي کوي
. �
لوی استاد، په همدې مستدله ليکنه کي، دې روښانه حقيقت ته ګوته نيسي، چي په ژبه او
ادب کي د ژبپوهانو، شاعرانو، ليکوالو او نورو هونرمندو کسانو هر ډول ذهني، عندي او
پر خپلسر لاس وهني، د ژبي د ښايست او شتمنۍ پر ځای، کراهت او بد خوندي را منځ ته
کوي . دی کاږي : � ډېر ځله داسي هم پېښيږي، چي د يو طبيعي حسن په ښايسته کولو کي له
سليقې څخه کار وانخيستل سي، او ناولي ګېڼې بې رونقه او بې يوې خاصي سليقې پر مخ او
تندي کتار کړل سي . دلته د ذوق خاوندان دا فېصله کولای سي، چي تر دغي ګېڼې بې ګېڼې
والی ښه دﺉ؛ او دا ناوړه تحليه بې کاره ده . د ليدونکي تره ځني کيږي، او تر دغي
ګېڼې هغه طبيعي جمال ښه دﺉ . د ژبي د آرايش په مرحله کي هم کټ مټ دغه خبره واقع
کيږي .
د خواصو او پوهانو او اديبانو د نقش و نګار او ګېڼې ايښوولو ځای د ژبي طبيعي او
عامي څېره ده . که دوی د ذوق خاوندان وي، او په مناسب او وړ ډول يې مخ په ادبي ګېڼو
ښکلی کړي، خو ډېر ښه! اما که دا ګېڼه په بې سليقګۍ او بې ذوقۍ پر مخ کښېښووله سي يا
دوني ډېري ګېڼې پر مخ ور کوټه کړه سي، چي بالکل يې مخ په پټ وي، او طبيعي جمال يې
ورک سي ، دلته نو سړی ويلای سي چي دا ښه کار نه دﺉ، او مثلاً د ميرزا مهدي درۀ
نادره به ځني جوړه سي يا به د پارسي ژبي د تاريخ وصاف انشأ پردازي سي چي ډېره
مکروهه ده . بالعکس که د حافظ غوندي شعر يا د سعدي غوندي روانه او سليسه انشأ وي هر
څوک يې خوښوي، ځکه چي دوی ژبي له عامي موقف څخه ډېره نه ليري کوي، او ډېري مناسبي
ګېڼې يې پر مخ ور ايښي، او طبيعي رنګ يې ور غبرګ کړﺉ دﺉ . په پښتو کي هم بايد موږ
دغسي وکړو . �
لوی استاد، له خپل ټول علمي نبوغ سره سره د ځان په ګډون هيڅ ژبپوه، شاعر، ليکلوال
او محقق ته دا حق نه ورکوي، چي د خلګو ژبه تر خپلو، سياسي او ايديالوژيکو نظريو،
شخصي غوښتنو او ذوقي تمايلاتو قربان کړي؛ په خپلو ناوړو تصرفاتو سره يې له خپل
طبيعي او ولسي بهيره بلي خوا ته بوزي . علامه حبيبي، دې مسألې ته په اشارې سره، په
ډېرو څرګندو او روښانه ټکو وايي : � ژبه بايد چي دعمومي محاورې او ادأ له پلوه
کرغېړنه نه کړو . البته ليکوال او نويسندګان يې د مناسبي ګېڼې ايښوولو حق لري . يو
سړی که څه هم ډېر زبردست ليکوال او عالِم وي داسي نه سي کولای، چي له ځانه ژبه جوړه
کړي . هو ښايسته کوي به يې .
د ژبي په ښايسته کولو کي بايد هر وخت دا خبره د ليکوالو په فکر کي وي، چي د ژبي
طبيعي جمال ورک نسي او هم بارد تصرفات په ژبه کي و نکړي . ډېر ځله داسي ليدل کيږي،
چي يو ليکوال د خپل فکر د قالب جوړولو لپاره په ژبه کي داسي مواد زياتوي، چي هغه
مناسب نه وي . زما په خيال خو بهترين ليکوال هغه دﺉ، جي ژبه په نامناسب ډول ښايسته
نکړي او تر خپل فکر يې قربانه نه کړي، او په ناوړه توګه په ژبه کي تصرف ناروا
وبولي، ځکه چي دا حق ډېرو لويو پوهانو او عالِمانو ته هم نه ورکول کيږي، چي دوی په
ژبه کي ناوړه شيان داخل کړي . � ( حبيبي، آيا د ژبي واګي د چا په لاس کي دي ؟ شل
مقالې۷، ۵ - ۶ ) .
لکه څنګه چي د پښتو ژبي، ادب او تاريخ بې ساري استاد ، علامه حبيبي، په خپله
عالمانه څېړنه کي يادونه وکړه، د ژبنييو معيارونو په غوره کولو کي بايد، د شخصي
ذوق، لهجه يې تنګ نظرييو او نورو غېر علمي معاملو په ټينګه مخه ونيول سي . ژبه هغه
څه نه ده، چي ځيني کسان يې د خپل مال او متاع په څېر په خپل لاس کي ونيسي؛ او د زړه
په غوښت يې دې خوا او ها خوا ته واړوي . د ژبنييو مسألو په حلولو کي بايد د ماهرانو
او پوهانو پر ازرښتناکي ونډي سربېره ، د خلګو او ولسونو ټاکوونکی رسالت هيڅکله له
پامه و نه غورځول سي؛ مثلاَ د � خلق � ټکی پېړۍ پېړۍ مخکي له عربي څخه پښتو ته
راغلئ دﺉ . همدا کليمه په افغاني چاپېر کي تر خپل نوي رنګ اخيستلو يا مفغن کېدو
وروسته د پښتو په لوېديزه ( لوېديځه ) لهجه کي د � خلګ � په بڼه او په مرکزي او
ختيزه ( ختيځه ) لهجه کي د � خلق يا خلک� په ډول ويل کيږي . پېړۍ پېړۍ دمخه ددې
کليمې تر څنګ د � اولس يا ولس � کليمه هم له تورکي ( ترکي ) ژبي څخه په پښتو ژبه
ننوتې ده، چي اوس د خلګو په ليکنو او ورځنييو خبرو کي، خورا زياته کاريږي . دې دوو
پردو( عربي او تورکي ) لغتونو اوس په پښتو کي داسي تابعيت او اهلتيت موندلئ دﺉ، چي
څوک يې پردي نه ګڼي . په داسي حال کي چي موږ په خپله پښتو کي ددې ټکي پر ځای د �
وګړي � په نامه ډېره زړه او سوچه کليمه لرو، چي بولګې يې نه يوازي د پښتو په کلاسيک
ادب کي خورا ډېري دي؛ بلکي ډېر پښتانه يې اوس هم د يوې ژوندۍ کليمې په توګه، په
خپلو ورځنييو محارو کي استعمالوي .
د دې درو ټکو (خلق، ولس، وګړي) تر منځ ، چي دوه يې دخيل او يو يې سوچه پښتو دﺉ، له
ډېري مودې راهيسي سخته سيالي روانه ده . اوس داسي برېښي، چي د � خلګ يا خلک � مغفن
سوي ټکي د خلګو په ليکنو او خبروکي له نورو ميدان ګټلئ وي . دا چي ولي د � خلګ يا
خلک � کليمې، تر ډېره حده زموږ د سوچه ټکي ( وګړي ) او تورکي الاصله مفغني کليمې (
اولس يا ولس ) ځای نيولئ دﺉ، په ريشتيا هم د غور او تأمل وړ خبره ده . ښايي په پښتو
او نورو نيژدې ژبو؛ لکه پارسي کي ځيني کسان د وګړي يا ولس په مانا ښه پوه نسي؛ خو د
خلګو يا خلکو په مانا يې ژر سر خلاصيږي . دا کار نه خوشال خان خټک يا رحمان بابا
کړی دﺉ او نه هم زموږ د عصر لويو پوهانو؛ لکه لوی استاد علامه حبيبي، علامه رشاد،
استاد الفت، استاد بېنوا او نورو . په دې کار کي يوازي د هغي قاعدې لاس دﺉ، چي موږ
او تاسي يې نن د اسانتيا، لنډوالي، خوږوالي، پوخوالي، عموميت او داسي نورو په نامه
يادوو . دغه راز، پښتانه په بېلابېلو سيمو او لهجو کي د پارسي ژبي � کودک �، د عربي
ژبي � طفل �، د هندي او اردو ژبو � چهوټا � او د انګرېزي ژبي چايلډ ( Child) ته د
کوچني ، کمکي، ماشوم، ووړکي، ووړ، طفل او حتا حيوان ټکي کاروي . د پښتنو په
بېلابېلو سيمو او قبيلو کي، د پارسي د � زن �، د تورکي د� خانم او خاتون �،د عربي د
� نسوة او المرآة �، د انګرېزي د �Wife � کليمې له پاره مېرمن ، ماينه، ماندينه ،
ښځه، خانم، کوروالا، د کوچنيانو مور، اورته، ارتينه، کورودانه، کډه او داسي نور ټکي
کاريږي . په دغو ټکو کي تر ټولو غوره او معياري ټکی هغه دﺉ، چي دسليم عقل، ژور
منطق، اسانۍ، سادګۍ، ښايست، عاموالي، يووالي او داسي نور و په څېر اصولو ته په بري
سره جواب ورکړي . پله بله وينا، د ژبي ټولي برخي او جوړښتونه بايد د طبيعت او ټولني
د نورو پېښو او څيزونو په څېر د خلګو د منښت ازموينه تېره کړي . هرڅه چي خلګو ومنل؛
په خپله دمعيار مقام ته رسيږي . هر هغه څه چي ټولو خلګو نه وي منلي، له خپل ټول قوت
او ملاتړ سره سره د معيار وياړ نسي ترلاسه کولای . د مزدک، مسجد، ماجيت، ماجت،
جومات او په سلګونو نورو مترادفو ټکو تر منځ د معياري توب مسأله به د عامو خلګو او
ژبپوهانو د ګډو هڅو او پرېکړو په مرسته اواريږي . په دې کار کي د خلګو د فرهنګي،
اجتماعي او اقتصادي ګډون او ګډو اړيکو لوی لاس پروت دﺉ . دا خبره به هم وخت او
پرمختګ حلوي، چي د خلګو يا خلکو همدا عربي الاصله مفغن ټکی بايد د يوه منل سوي
معيار په توګه ( په ګ وکښل سي که په ک ) په دې ډول خلګ په خپله خوښه او انتخاب د څو
ټکو تر منځ د يوه د معياري کېدو پر لور ګام اخلي . د ژبي په هره ستونزمنه او نا حل
سوې مسأله کي، همدا قانون واکمني لري . ژبپوهان ، اديبان او څېړونکي بايد هرومرو د
معياري ټکو، معياري اصطلاحاتو، معياري ترکيبونو، معياري ليکدود او نورو ژبنييو
معياري جوړښتونو په غوره کولو او ا نتخاب کي د خلګو رايو او غوښتنو ته لوړ ارزښت
ورکړي؛ ځکه ژبه او نور ارزښتمن فرهنګي ميراثونه له يوې خوا د همدغو خلګو په چاپېر
کي وده او پرمختګ کوي؛ او له بلي خوا د ژبپوهانو او اديبانو علمي ارزښتونه هم په
خپله له ټولني او خلګو څخه ترلاسه کيږي . د پښتو ژبي د بېلابېلو لهجو ( ګړدودونو )
فونولوژيک توپيرونه هم د يوه يا څو کسانو په پرېکړو نه ليري کيږي . دلته هم وروستی
چاڼ او غوراوی د ولسي پرګنو په لاس کي دﺉ . خلګ د بدلونونو او پرمختګونو په هره
دوره کي، تر ټولو مخکښ او خوځوونکی ځواک دﺉ . د هري ژبي په ليکلي او شفاهي ادب کي د
خلګوپرګنې ستره ونډه لري . لنډۍ، نارې ، متلونه، انګېرني، ټوټکې، لغتونه، تعبيرونه،
ترکيبونو، اصطلاحات، ولسي شعرونه، سندري او په لسګونو نور ادبي ژانرونه ټول د عامو
او حتا نالوستو خلګو له خوا زموږ ژبي او ا دب ته لاره موندلې ده . هغه څه چي وګړو د
خپل معيار په توګه منلي وي، د ژبپوهانو او اديبانو په وچو پرېکړو نه بدليږي . ځيني
وختونه خو د خلګو د اوږد مهاله او پخو پرېکړو اړول ګرسره ناممکن کار وي . کله کله د
ژبنيیو معيارونو په ګډون، د ژوند په هره برخه کي نوي معيارونه د کارپوهانو او
متخصصانو له خوا را منځ ته کيږي؛ خو د ماهرانو او پوهانو له خوا جوړ سوي معيارونه،
يوازي هغه مهال د منلو او پايښت وړ وي، چي د ټولني د عامو خلګو د اړتياوو او ذوقي
غوښتنو جواب ووايي . هغه ژبپوه او عالِم، چي د خلګو ژبه د خپل ذوق، فکر او غوښتنو
تابع کوي، په حقيقت کي ژبه او ولسي ادب له خپل اصلي تګلاري څخه پر بله بيايي . داسي
� معياري � ژبه او ادب په خلګو پوري اړه نه لري . د چاخبره داسي � کره او معياري �
ژبي ته بايد د يوه قوم پر ځای د احمد او محمود نوم ورکړه سي؛ ځکه داسي جعل سوي
معيارونه هيڅکله خلګ نه خوښوي؛ او نه د خلګو په ژبه او فرهنګ کي ډېر عمر دوام کولای
سي .
شک نسته، چي د پښتو ژبي په بېلابېلو لهجو او بېلو جغرافيايي سيمو کي د علمي ټکو او
اصطلاحاتو بېلوالی تر ډېره ځايه، د دې ژبي د ودي او پر مختګ مخه نيسي؛ خو دا کار هم
د پښتنو تر منځ د سياسي، کلتوري، اجتماعي او اقتصادي اړيکو له ټينګښت او پوخوالي
پرته ممکن نه برېښي؛ مثلاً د کوزي خوا پښتانه د انګرېزي او اردو ژبو د څرګندو اغېزو
له کبله ځيني علمي ټکي او اصطلاحات؛ لکه : � ژبپوهنه �، ټولنپوهنه �،� ارواپوهنه �
، � مځکپوهنه � ، � ستورپوهنه � ، � پوهنتون �،� پوهنځی � ، � ښوونځی � ، � روغتون
�او په سلګونو نور د � لسانيات، � سوشيالوجي �، � نفسيات � ، � جيولوجي � ، �
اسټرالوجي � ، � يونيورسيټي � ، � کاليج � ، � سکول � ، � اسپتال � په نومونو يادوي
. د علمي ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو په نوم ايښوونه کي داسي بېلوالی او رنګارنګي،
د پښتو د يوه منلي معيار په لار کي له سترو خنډونو څخه دي . په بشپړ باور سره ،
همدا خنډونه او اختلافونه، په بېلابېلو پښتني سيمو کي، تر ډېره ځايه د پښتو ژبي د
خپرېدو او غوړيدو بهير ټکنی کوي؛ مګر بيا هم دې لوی او لوړ ارمان ته رسېدل د وچو
ناستو پاستو؛ پر ېکړو او فرمانونو کار نه دﺉ . پښتانه ژبپوهان، شاعران، ليکوال،
څېړونکي او نور ولسونو يوازي د ټينګو او مزبوتو اړيکو له لاري کولای سي، د پښتو ټکو
او اصطلاحاتو د يوه واحد او منلي معيار په لور ګټور ګامونه پورته کړي . لر او بر
پښتانه د خپلو هر اړخيزو او پياوړو اړيکو له برکته د دې وس مومي، چي بيا هم د
اسانۍ، سادګۍ، سپېڅلتيا، خوږوالي او پوخوالي د اصولو په رڼا کي ښه له بدو بېل کړي .
د يو رنګۍ او سراسري معيار مقام ته رسېدل، د پښتنو په ټولنيز ژوند کي د بېلابېلو
اړيکو او بدلونونو په چټکتيا او پراختيا پوري اړه لري . ټول پښتانه بايد په ټينګ
هوډ او سړه سينه، د داسي اړيکو او بدلونونو په چټکتيا کي برخه واخلي .