لکه څنګه چي تاريخ شاهد دﺉ، د ژوندانه په بېلابېلو برخوکي هر شاخص او معيار هيڅکله
په ناڅاپي ډول نه دﺉ جوړ سوی . هر شی او هره پېښه يوه منلي معيار ته تر رسېدو پوري،
د تر قۍ او پرمختګ تر بېلابېلو پړاوونو تېر سوي دي . د پر مختيا او لوړتيا دا بهير،
سره له ځينو خنډونو او ځنډونو، هيڅکله په بشپړه توګه نه دﺉ درېدلئ . پرونييو
شاخصونو او معيارونو، د تکامل او پرمختګ له غوښتنو سره سم، خپل ځای ننييو شاخصونو
او معيارونو ته پريښی دﺉ . د نن منل سوي معيارونه هم بې شکه د سبــــــــا د له
پياوړو، ځواکمونو او په هره مانا پرمختللو معيارونو سره، د مقابلې وس نه لري . په
بله ژبه، هر معيار يوازي د خپل چاپېر او خپل مهال غوښتنو ته جواب وايي . د
وختونـــو په تېرېدو سره نوي غوښتني، نوي ذوقونه او نوي اړتياوي راپيداکيږي . په
طبيعت او ټولنيز ژوندکي دا پرله پسې او ناپايه بدلونونه ، تل د نوو معيارونو د
جوړولو اړتيا وړاندي کوي . که د وخت، تول، واټن، مساحت ، تېزوالي، ځيرکتيا، پيسو او
نورو سلګونو معيارونو تاريخي تګلاري ته يو ه سرسري کتنه وکړو، له ورايه مالوميږي،
چي ټول نننــــــــي معيارونه تر ډېرو بدلونونو او پرمختګونو وروسته، دې پړاو ته
رسېدلي دي . په بېلابېلو سيمو، توکمونو او ډول ډول مدنيتونو پوري تړلو کسانو، پخوا
د ژوندانه د هـــــــري اړتيا لپاره جلا او ځانګړي معيارونه کارول . نه يې د وزن او
واټن معيارونه يو شان وه؛ او نه يې په ټولنيز او سياسي ژوند کي نور بېلابېل
معيارونه . د وزن، ظرفيت، فاصلې او نورو اړتــياوو له پاره اوسنی ميټريک سيسټم په
يوه وار منځ ته نه دﺉ راغلئ . اوسني معيارونه هم هيڅکله پر همدې دې حال نه پاتيږي؛
د مثال په توګه موږ د سر په سترګو وليــــــــــــدل، چي د اروپايي اتحاديې څه د
پاسه شلو غړو هيوادو د پر مختګ له غوښتنو سره سم، د خپلو هيوادونو د پيسو د
بېلابېلو واحدونو پر ځای، چي هر يو يې په حقيقت کي د راکړي ورکړي بېل معيــــــــار
ؤ، د يورو (Euro ) په نامه د پيسو نوی واحد يا معيار را منځ ته کړ . په ځينو
هيوادونو کي د پونډ، اونس، ميل ، يارډ او نورو په شان � امپېرييل �
معيــــــــارونه ورو ورو خپل ځای د � ميټريک � نړيوالو منل سوو معيارونو ته پرېږدي؛
او د پر مختګ دا بهير به تل تر تله جاري وي .