د ژبي ځيني اصطلاحات او محاورې په يوه کوچنۍ سيمه او لږو خلګو پوري اړه لري . د
خپلي سيمي اصلي اوسېدونکي د دغه راز ترکيبونو په کارولو کي هيڅ ستونزه نه لري؛
خوکله چي د ژبي ټولو ويوونکو ته وړاندي سي، هر څوک يې په مانا نه پوهيږي؛نو ځکه يې
کله کله په تېر وتني سره له نورو مفاهيمو سره ګډوي . د پخلي ټکی په دغه ترکيب کي
همداسي بڼه لري، چي په ډېري اسانۍ د پخولو يا پخلي له کليمو سره التباس پيدا کوي؛ د
مثال په توګه ويل کيږي : � د دولت وياند د دې خبري پخلئ کړی دﺉ . � ډېر کسان، له
هغو څخه د پښتو د لوېدېزي ( لوېديځي ) لهجې ويوونکي په دې خبره نه پوهيږي، چي د
دولت وياند څنګه دخبرو پخلی کړی دﺉ . که د دې ترکيب پر ځای و ويل سي : � د دولت
وياند دا خبري منلي دي . � له يوې خوا هر څوک په اسانۍ سره د جوملې په مانا او مقصد
پوهيږي؛ او له بلي خوا د مانا له پلوه له نورو ټکو سره د ګډېدو او التباس ستونزه هم
نه پېښوي . که څوک د افغانستان په ختيز ( ختيځ )؛ په تېره بيا لغمان کي و وايي : �
حيوانان مي کورته را وستل . � د ا جومله د دوی په منځ کي چندان ستونزه نه پېښوي؛ خو
که دا جومله له غور څخه تر غزني، له تخار څخه تر کراچي پوري د پښتو د لوېديزي لهجې
هر ويوونکي ته و ويل سي، نو هغوی هرو مرو دا فکر کوي، چي سړي به څاروي يا بوده ګان
کور ته راوستي وي؛ ځکه د پښتو د لوېديزي لهجې ويوونکي د � حيوان � ټکی د څاروي په
مانا استعمالوي . په دې لهجه کي هيڅکله کوچني يا واړه ته � حيوان � نه ويل کيږي . .
.
په دې ډول ګورو، چي د � حيوان � دکليمې مفهوم د سيمي په بدلېدو سره، مځکه او اسمان
توپیر مومي . داسي کليمې، ترکيبونه او اصطلاحات هم خورا ډېر دي، چي د پښتو د
لوېديزي لهجې ټول ويوونکي په خورا اسانۍ په پوهيږي؛ خو د نورو لهجو ويوونکي يې په
مانا ښه نه پوهېږي . د همدې استدلال پر بنسټ بايد د پښتو ژبي د ټولو لهجو لغوي او
ادبي پانګي په بېلابېلو قاموسونو او کتابونو کي د لوستونکو استفادې ته وړاندي سي .
په دې کار سره له يوې خوا د پښتو ژبي او فرهنګ ډېري ارزښتناکي پانګي خوندي کيږي؛ او
له بلي خوا د پښتو د ټولو لهجو ويوونکي د خپلي پراخي او شتمني ژبي له راز راز لغوي،
ادبي او علمي زېرمو سره بشپړه اشنايي مومي . د دغه راز فرهنګونو او کتابونو تر
خپرېدو او تعميم مخکي بايد د چاپ او خپرواي په ټولو وسيلو کي د داسي ټکو او
ترکيبونو له کاروَني ډډه وسي، چي د بېلابېلو لهجو ويوونکو ته د مانا د پوهېدو په
برخه کي ستونزي او سرخوږی پيدا کوي . د ژبپوه، اديب، شاعر، ژورناليست، ليکوال او
نورو پوهو خلګو خو دا مسلکي وجيبه او رسالت دﺉ، چي په خبرو او ليکنو کي د فصاحت او
بلاغت اړخونو ته په ژوره توګه پام واړوي .