په دې ورځو کي له راديو، تلويزيون او نورو ډله ييزو وسيلو څخه دا خبره خورا ډېره
اورېدله کيږي، چي وايي : � په پلانۍ سيمه کي حالات ترينګلي دي . � مالوميږي، چي
زموږ ځيني ښاغلي ژورنالستان او ليکوال د � ترينګلي � پښتو لغت د خړپړ، خراب،
ناارامه ، کړکېچن، ګډوډ او داسي نورو په مفهوم کاروي . اوس نو راسئ وګورو، چي
ریشتيا هم د پښتو ژبي لغتو پوهانو هم دا کليمه د خړپړ، خراب، ناارامه ، کړکېچن،
ګډوډ او داسي نورو په مانا راوړې ده که یا ؟ د � ترينګلي � ټکی د ښاغلي لعل محمد
کاکړ او لوی استاد- علامه عبدالحی حبيبي( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په �
سپېڅلې پښتو� ( ۷۸ ) کي د تريو تندي، تريو مخي په مانا وو راغلئ دﺉ . په پښتو -
پښتو تشريحي قاموس ( ۱: ۶۷۶ ) کي، د � سپېڅلي پښتو � پر يادو سوو ماناوو سربېره د
بدمزاجه، بدخويه، مرچکي، خوشکتي، بخيل، خړوس، سخت، چړوس ماناوي هم ور زياتي سوي دي
. داسي برېښي، چي په پښتو - پښتو تشريحي قاموس کي د پښتو له لرغونو اثارو څخه
رانيولې بيا تر بېلابېلو لهجو او محاورو پوري، د � ترينګلي � ګرده ماناوي را ټولي
سوي دي؛ خو په دې لغوي او مجازي ماناوو کي د خرابۍ، ويجاړتيا، ګډوډۍ، بې ثباتۍ، بد
امنۍ، ناارامۍ، اړودوړ، اله ګولي او داسي نورو هيڅ نښه نښانه نه تر سترګو کيږي .
تر کومه ځايه، چي زه پوهېږم د � ترينګلي � ټکی د پښتو ژبي د لوېديزي لهجې په محاورو
کي له ډېرو زمانو څخه جال دﺉ؛ او خلګ يې له ټولو ماناوو سره پوره اشنا دي؛ مګر د دې
لهجې په محاورو کي هم دا کليمه د تريوتندي ( عبوس )، بړوس ( د خوشاله او خنده رويه
ضد)، بخيل، سخت، اسي، شوم، وږي، بخيل، خسيس، چړوس، بې مروته او داسي نورو په مانا
کاريږي .
سړی نه پوهيږي، چي د خړپړ، خراب، ناارامه ، کړکېچن، ګډوډ او داسي نورو په مفهوم د �
ترينګلي � دا نوې مانا له کومه را پيداسوه ؟ ! مالوميږي، چي د � تر ينګلي � له پاره
دا نوی مفهوم بې څېړني او پلټني، له ځانه وضعه سوی دﺉ . کلاتیان، کندهاريان،
روزګانيان، هلمنديان، فراهيان، هراتي او غوري پښتنانه، د افغانستان په شمالي سيمو
کي ځيني مېشت پښتانه، د جنوبي پښتونخوا ټول پښتانه اوسېدونکي په خپلو محاورو کي
وايي : � پلانی ډېر ترينګلی سړی دﺉ . � يا د چا په اړه وايي : � دا تر ينګلی مخ دې
( دي يې ) پرته سي . � که تر دې هم په څرګندو او روښانو ټکو کي ووايو : د � ترينګلي
� صفت يوازي د انسانانو له پاره کاريږي ، نه د پېښو، حالاتو او شيانو له پاره .
په پښتوکي د اوضاع د خرابۍ مفهوم، په خورا ډېرو ډولونو افاده کېدای سي . پر داسي
ژورناليستانو او ليکوالو چا ايښي دي، چي يا د عامو او مروَجو، ټکوپر ځای بې خونده
نوي ترکيبونه جوړ کړي؛ يا د همدې � ترينګلي � په څېر د پښتو ځيني لرغوني کليمې،
عبارتونه او اصطلاحات په ناسمو ځايونو کي استعمال کړي . شک نسته، چي بېلابېلي کليمې
د وخت په تېرېدو سره نوي ماناوي مومي؛ خو دا نوي ماناوي او مفهومونه هيڅکله په
ناڅاپي او تصادفي توګه نه وي پيدا سوي . لکه څنګه چي هيڅوک په تلتلک کي د غازي او
شهيد مقام ته نه سي رسېدای . د کليمو او اصطلاحاتو د هري نوي مانا او مفهوم تر شا
هم لويي کيسې پرتې وي . بې هيڅ پېښي او دلايلو له ځانه لغتونو ته نوي ماناوي او
مفهومونه تراشل هيڅ جواز نه لري . تاسي وګورﺉ د پارسي ژبي نامتو ژبپوه او څېړونکي،
ډاکټر محمد معين، په خپل پارسي فرهنګ ( فرهنګ فارسی معين )کي د� پيشنهاده � او �
پيشنهاد � د کليمو د بېلابېلو ماناوو له پاره د دې ژبي دغه ټول معتبر او مشهور اثار
د سند په توګه وړاندي کړي دي :
ديوان خاقانی سجستانی، کليات سعدی، فارسنامۀ ابن البلخی، تحفة العراقين، معارف، طرب
المجالس، مجموعۀ اشعۀ اللمعات ، فیــــــه مافیـــه او داسي نور ( معين ۱: ۹۳۵- ۹۳۶
) .