د� دلته کي � � هلته کي � � په کوم کي چي � او داسي نورو په څېر ترکيبونه له هندي
او اُردو ژبو څخه پښتو ته راغلي دي . په هندي او اردو کي وایي : يهـــاں پر (
يهاپر)، وهاں پر ( وهاپر )، � جهاں پر �، � جِس ميں �، � جو � او داسي نور؛ خو
پښتانه اصلاً په خپلو خبرو او مکالمو کي داسي ناوړه ترکيبونه نه لري . پښتانه د
داسي اشاري ضميرونو له پاره دلته، هلته، دوري، هوري، په هغه کي، په هغه کښي او داسي
نور وايي . که څوک ووايي : � دلته کي جشن دﺉ . � په دې جومله کي له ورايه د بلي ژبي
ناوړه او بې خونده اغېزه ښکاري . د دې جوملې سم، اسانه او لنډ ډول دا دﺉ، چي وويل
سي : � دلته جشن دﺉ . � د � کي � ټکی له هندي او اردو ژبو څخه د ځينو پښتنو په لهجه
ګډ سوی دﺉ؛ او په داسي جوملو کي يې ويلو او ليکلو ته هيڅ اړتيا نسته . لوستونکي
ګوري، چي د پښتو ډېر ساده او واضح عبارت څنګه د بلي ژبي د ناوړه اغېزې له امله
ستونزمنه او کړکېچنه بڼه اخيستې ده . د دې پر ځای، چي ووايو : � دلته کي ډېر پښتانه
اوسيږي . �، � هلته کي ډېر دوکانونه دي . � � اردو ژبه ډېر لوی شاعران لري، په کوم
کي چي علامه اقبال لاهوري هم شامل دﺉ . � يا � دا خواړه د هغو خلګو دي، کوم چي په
بهر کي ناست دي . � ولي په خپله سوچه، ساده او خوږه پښتو دا جوملې داسي و نه وايو :
� دلته ډېر پښتانه اوسيږي . �، � هلته ډېر دوکانونه دي . �، � اردو ژبه ډېر شاعران
لري، چي په هغو کي يو علامه اقبال لاهوری دﺉ . � او � دا خواړه د بهر ناستو خلګو دي
. � يا � دا خواړه د هغو خلګو دي، چي بهر ناست دي . � د � کوم � او � کي � ټکي په
دغو جوملو کي زايد او بې خونده دي .