مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۱- د اوږدې او لنډي � ی � تر منځ التباس او ګډوډوي


پر پښتو ادب سربېره، زموږ په ورځنييو خبرو کي په سلګونو داسي بولګې او مثالونه سته، چي په هغو کي د اوږدې ( مجهولي ) او لنډي � ی � تر منځ ښکاره او روښانه توپير سته .
لکه څنګه چي پوهېږو، په پښتو کي د هغو ټولو ښځينه ( مؤنث ) نومونو، د جمعي په حالت کي لنډه � ی � راځي، چي په پای کي يې زورکی راغلئ وي؛ او په ويلو کي يې خج يا فشار ( Accent ) پر لومړي سپوڼ (هجا) وي ؛لکه : ښځه، کلوښه، ژرنده، ژوره، برخه، څنډه، کمبله، کوډله او داسي نور، چي د جمعي صيغې يې بايد د ښځي، کلوښي، ژرندي، ژوري، برخي، څنډي، کمبلي، کوډلي او داسي نورو په بڼه وليکلي سي . دغه رنګه، په پښتو کي بايد د هغو ښځينه ( مؤنث ) ټکو د جمعي صيغې په مجهوله يا اوږده � ی � وليکلي سي ، چي په اخير کي يې زور راغلئ وي؛ او په وينګ کي يې خج ( فشار ) پر دوهمه څپه ( هجا ) وي ؛ لکه پلوشه، وړانګه، ډېوه، جلوه، ناره، ګيله، ټوټه، کيسه، کينه او داسي نور، چي د جمعي صيغې يې باید داسي وليکلي سي : پلوشې، وړانګې، ډېوې، جلوې، نارې، ګيلې، ټوټې، کيسې، کينې او داسي نور .
د دې ګرامري قاعدې له مخي د � چي �، � مي �، �کي � او داسي نورو په څېر ظرفي حالتونه د � چې �، � مې �، � کې � او داسي نورو په شان ليکل، د اوږدې ( ې )او لنډي ( ي ) تر منځ ګډوډي را منځ ته کوي؛ ځکه د � چې �، � مې �، � کې � او داسي نورو په ليدو سره څوک له ورايه داسي انګېري، چي ګوندي د ليکوال يا شاعر مقصد د � چي يې �، � مي يې �، � کي يې � لنډه بڼه ده .
د پښتو ادب د منځنۍ دورې په اثارو او د پښتو ژبي د لوېدېزي ( لوېديځي ) لهجې په اوسنييو محاورو کي د� کي � او � کې �، � مي � او � مې �، � چي � او � چې � تر منځ واضح او ښکاره توپير سته . د پښتو ګرامر د اصولو او قواعدو له مخي � کي � له ظرفي اداتو (Prepositions ) څخه دﺉ، چي تل په يوه ځای يا مظروف کي د شخص يا شي حالت بيانوي . په انګليسي کي د همدې موخي يا هدف له پاره ، له نومونو سره د� in � اضافي توري کاروي، چي په حقيقت کي د جوملې د مبتدا او خبر يا فاعل او مفعول تر منځ اړيکي ټينګوي؛ لکه :
He is in the office. She is in the garden. They are in the park etc.
په پښتو کي ظرفي ادات کټ مټ د انګرېزي په شان دي؛ مثلاً موږ وايو: په کوڅه کي، په خونه کي، په کور کي، په پوهنتون کي، په ښار کي او داسي نور .
� کې � په حقيقت کي د � که يې �، � چې � د � چي يې �، � مې � د � مه يې �، � نې � د � نه يې � لنډه يا مخففه بڼه ده؛ او له � کي �، � چي �، � مي �، � ني � او داسي نورو سره په مانا کي لوی توپير لري؛ د مثا ل په توګه موږ وايو : � کې در نه کئ � = � که يې در نه کړ �، � نې در کوم � = � نه يې در کوم � او داسي نور . داسي توپيرونه د پښتو ژبي د زياتره لويو او وتلو شاعرانو په ديوانونو کي هم له واريه مالوميږي؛ د مثال په ډول د پښتو د لوی عارف شاعر- علي محمد مخلص ( تر ۱۰۶۹ ق پوري په يقيني توګه ژوندی ) د ديوان په يکړه او يوازنۍ خطي نسخه کي د � ی � د دغه ډول ظرفي او اختصاري حالتونو تر منځ توپيرونه سوي دي . د هغه کلام دﺉ، چي وايي :
و هر چاتې د صفات معرفت ورکړ
زه د ذات په معرفت تر کل بهتر يم
بل ځای وايي :
دواړه کونه په خدمت ورته ولاړ دي
چه له حقه يې توفيق د همت بيا مند
د پښتنو د عارف شاعر، علي محمد مخلص، په شاعرۍ کي د اوږدې او لنډي � ی � د توپير يوه بله بولګه :
بسته در د جبروت به پر ګشاد شي
ملکوت د جبروت د در کليده
د روحانو حقيقت به ور څرګند شي
مقيم روح د حيوان يو، جاري تفريده
په دغو بيتونو کي � تې � د � ته يې � لنډه بڼه ده؛ او د � دي � او � شي � په ټکو کي ظرفي � ی � راغلې ده . اوس نو که � دي � او � شي � د� چې، کې، مې � په شان په مجهوله يا اوږده� ی � وليکو، نو نه يوازي د بيتونو مانا اړوي؛ بلکي د بيتونو ګرامري جوړښت هم مځکه او اسمان توپير مومي؛ ځکه په دغو بيتونو کي دمفرد غايب شخص په اړه خبري کيږي . که همدا ټکي په اوږده � ی � وليکو هلته مخاطب ته بیان دﺉ؛ او د لومړي بيت په لومړۍ ميسره کي د � پر ګشاد � له تر کيب سره هيڅ سمون نه لري؛ ځکه دغه ترکيب دريم شخص ته اشاره کوي . دغه رنګه په دوهم بيت کي هم د � شي � ظرفي حالت د � شې � په خطابي حالت اوړي، چي هغه هم د د دوهم بيت په دوهم ميسره کي د � ور څرګند � له ترکيب سره هيڅ برابري نه لري؛ ځکه د� ور څرګند � ترکيب له ورايه جوتوي، چي شاعر د دريم شخص ( د پټو حقيقتونو د پلټوونکي ) په اړه خبري کوي .
تر علي محمد مخلص وروسته، د پښتو لوی نازک خيال شاعر ( حميد بابا) وايي :
نور به ګور لره حميد وړي کومه شمعه ؟
کې په ګور نه کا د ښکلي مخ پر تو
د علي محمد مخلص او حميد بابا په مخکنييو بيتونو کي د � تې � او � کې � ټکي د � ته يې � او � که يې � په اختصاري يا مخففه بڼه کار سوي دي؛ او که يې� ته يې � او � که يې � په بشپړه ډول وليکو، د بيت په ميسرو کي د وزن له اړخه جدي سکتګي او ستونزه پيدا کيږي .
د اوږدې او لنډي � ی � توپير، د رحمان بابا په يوه بيت کي داسي بيان سوی دﺉ :
چه د څنګه مي دلبر په لاس کښي جام دﺉ
نن اورنګ د زمانې زما غلام دﺉ
که د اوسني نامنلي معياري ليکدود له لارښوونو سره سم ، د رحمان بابا په دغه بيت کي د � مي � او � کښي � ظرفي يا ګاني په اوږده يا مجهوله � ی � وليکو، نو د بيت په مانا کي جدي ستونزه پيدا کيږي؛ ځکه په دې حالت کي � مي � له ظرفي حالت څخه د � مي يې � بڼه غوره کوي ؛ او د دې بڼې په غوره کولو سره د بيت ګرامري جوړښت او وزن ، مځکه او اسمان توپیر کوي . د رحمان بابا په لوړي او خوږې شاعرۍ کي هيڅکه داسي بيت نسته، چه هلته دي د ګرامر او وزن داسي ستونزي تر سترګو سي .
زموږ د وخت حساس او خوږ ژبی شاعر، پياوړی ليکوال او څېړونکی - فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا ( ۱۲۹۲ش/ ۱۹۱۳م - ۱۳۶۳ش/ ۱۹۸۵ ) په خپل � پرېشانه افکار � کي د � بياباني ګل � تر سرليک لاندي داسي وايي :
چي لا مست په زلميتوب ؤ، د هغه مراد زړګی يم
نور صورت يې خاوري سوی، زې د ميني سور غمی يم ( بېنوا ۱).
د پورته بيت په دوهمه ميسره کي د � زې � ترکيب په حقيقت کي د � زه يې � لنډه بڼه ده؛ خو په بيت کي بايد هرومرو د � زې � په بڼه راسي؛ ځکه بشپړه بڼه يې د بيت وزن خرابوي .
د پښتو ادب په ځينو پخوانييو نسخو کي د املايي تشتُت او رنګارنګۍ په لړ کي يو او نيم داسي مثالونه او بولګې هم سته، چي � ی � ګاني د يو د بل پر ځای ليکلي سوي وي . ښايي دا کار د کاتبانو او ناسخانو د بې خبرۍ او بې پروايۍ له کبله وي؛ او يا هم د دې حقيقت ښکارندوی وي، چي په هغه زمانه کي د بېلابېلو خلګو له خوا د � ی � ګانو تلفظ جلا جلا بڼې او جولې لرلې . داسي مثالونه د پښتو د نورو سترو او منلو شاعرانو په کلام کي هم خورا ډېري دي .
لکه څنګه چي ګورو، د پښتو په نوي � معياري � ليکدود کي د � کي � او � کې � تر منځ توپير نسته . هره ظرفي � ی � په اوږده يا مجهوله � ی � ليکي؛ او په دې ډول د مانا له پلوه لويي پېچومي را منځ ته کوي . دلته د � ی � ګانو له ګډوډۍ او التباس څخه دکليمو په مانا کي د لويو بدلونونو څو نمونې وړاندي کوو :
- بلي (روښانه، لګېدلي ،مشتعل، برافروخته ) ؛لکه بلي ډېوې، بلي شمعي او داسي نور له بلې ( هو، آرې ) سره التباس پيدا کوي .
- رېبي [ په پارسي کي درو می کُند ] ( د � رېبل � له مصدر څخه د غايب مفرد له پاره د ساده ماضي زمانې فعل ؛ لکه احمد شپيشتي رېبي .) له رېبې ! [ په پارسي کي درو می کُنی! ] ( د � رېبل � له مصدر څخه، مخاطب شخص ته د جاري فعل صيغه) سره ګډوډي پيدا کوي ؛لکه : احمده شپشتي رېبې !
- ولي ( چرا ؟)؛ لکه ولي کار ته رانغلې ! له ولې ( جوی ها، انهار )سره د جدي تېروتني لاره هواروي .
- کوي (د � کول � له مصدر څخه د دريم مفرد شخص له پاره، د ساده ماضي زمانې فعل ؛ لکه احمد هره ورځ لوبي کوي .) له کوې! [ په پارسي کي می کُنی! ] ( د � کول � له مصدر څخه د مخاطب له پاره د جاري زمانې فعل) سره التباس مومي؛ لکه احمده خونه جارو کوې!
په همدې ډول د خوري او خورې، شړي او شړې، څيري او څېرې او نورو لسګونو ټکو تر منځ په مانا او ګرامري جوړښت کي لوی توپيرونه سته . � احمده انار خورې؟ � او � احمد انار خوري . � دوې بېلي جوملې دي؛ ځکه په لومړۍ جومله کي احمد دوهم مفرد شخص دﺉ، چي پوښتنه ځني سوې ده؛ او فعل يې جاري بڼه لري؛ په داسي حال کي چي په دوهمه جومله کي احمد دريم مفرد شخص دﺉ، چي د وينا پر مهال حاضر نه دﺉ؛ او د خوړلو فعل يې ساده حال بڼه لري . که په دواړو جوملو کي د خوړلو فعل په اوږده يا مجهوله � ی � و ليکل سي، نو په دواړو جوملو کي احمد د حاضر شخص په توګه بيانيږي، حال داچي حقيقت داسي نه دﺉ . لومړۍ جومله د پوښتني يا سواليې په ډول او دوهم جومله د بيانيې په ډول ويل سوې ده . په هره ژبه کي د زمانې په اړولو سره، فعل بېل شکل غوره کوي؛ لکه په انګــــــــــــــــرېـــــــــــــــزي کــــــــــــــي :
� Ahmad eats pomegranate everyday.� له � Ahmad, are you eating pomegranate ? � سره مځکه او اسمان فرق لري .
د حميد بابا په يوه غزله کي يو بل مثال ته پام وکړﺉ :
لکه ته و ساده روييو ته پخسېږې !
نه پخسيږي و نارنج ته رنځور هسي ( د حميد بابا د ديوان خطي نسخه .)
که د حميد بابا په دغه بيت کي د � پخسېږې ! � او� پخسيږي � دواړه ټکي په اوږده يا مجهوله � ی � ولیکل سي، نو د بيت مفهوم کاملاً له منځه ځي؛ ځکه په لومړۍ ميسره کي د � پخسېږې ! � ټکی دوهم شخص ( مخاطب ) ته خطاب دﺉ؛ چي خبري نېغ په نېغه اروي ؛ او فعل يې ساده جاري بڼه لري . په دوهمه ميسره کي د � نه پخسيږي � ترکيب مفرد غايب شخص ته اشاره ده؛ او د جوملې فعل د ساده حال په زمانې پوري اړه لري .
دلته دوو مشابه کليمو يو نمونه وړاندي کيږي، چي د جمعي په صيغه کي يې د اوږدې او لنډي � ی � تر منځ لوی توپير سته :
کډه / әḍák / [ خج يا فشار پر لومړۍ څپه ] ۱) کوچ، د کور سامان ، د کور وسايل، بار و بُنَه ؛ ۲) له يوه ځایه بل ځای ته د کور د سامانونو وړل؛ ۳) د پښتو په ځينو لهجوکي مېرمن، ماينه، ماندينه، دکوچنيانو مور، ارتينه، اورته، اروته، ارتينه، کور ودانه، کوروالا او داسي نور .
کډه / a ́́ḍ a k / [ خج يا فشار پر دوهمه څپه ] ژور ځای، کنده، ډب او داسي نور .
لکه څنګه چي ښکاري، کډه / әḍák / او کډه / a ́́́́́ḍ a k / دوې بېلي کليمې دي، چي پر وينګ سربېره په مانا کي هم يو له بله ډېر توپير لري . اوس نو که د دواړو ټکو د جمعي حالت په اوږده � ی � ولیکل سي، د دې د وو کاملاً جلا کليمو د مانا او مفهوم په لحاظ ناوړه التباس پېښيږي . د دواړو ټـــــکو (کـــــــډي / ɪḍák / او کډې / ́éḍ a k / ) د جمعي حالتونه يوه بڼه غوره کوي ؛ او دا ورته والی په پای کي دا څرګنده تېروتنه او ستونزه پېښوي، چي دواړي بېلي کليمې د (کډې / ́éḍ a k / ) جوله واخلي .
په پښتو کي دوه ټکي خورا ډېر کاريږي، چي يو يې په لنډه � ی � او بل يې په اوږده يا مجهوله � ی � ليکل کيږي . دا دوه بېل ټکي د ريښې، تلفظ او مانا له پلوه مځکه او اسمان توپير لري؛ مګر په مجهوله� ی � د دواړو کښل لويي سرګردانۍ پېښوي . دا دوه ټکي دا دي :
مستي / masti / ۱) بې خودي، بې هوښي، نشه، وجد، بې حالي؛ ۲) لوبي، بازۍ، ساتېری .
مستې / ́maste / له شيدو څخه جوړ سوي خواړه ، په پارسي کي ماست؛ په هندي او اردو کي دهی او په انګرېزي کي يوګورت ( yoghurt = yogurt) .
اوس که د � معياري � ليکدود له مخي دا دواړه بېلي کليمې په مجهوله يا اوږده � ی � وکښلي سي، د دواړو تر منځ د ګډوډۍ او التباس جـــدي ستــــــــــــونزه پيدا کيږي . ژبپوهان، اديبان او شاعران بايد په ژبه کي د خلګو ستونزي ليري کړي؛ هر څه د خلګو په ژبه بيان کړي؛ خو دلته ګورو چي هغوی په خپلو لاس وهنو او تصرفاتو سره عمداً خلګو ته مشکلات او پېچومي پېښوي . دا کار هيڅ علمي اساس نه لري .
له ګرامري پلوه، اوږده يا مجهوله � ی � د شيدې، مستې، شلومبې، مڼې، دانې، پلوشې، ازانګې په څېر ټکو کي کاريږي، چي ځيني يې ښځينه نومونه ( شيدې، مستې، شلومبې ) او ځيني يې د ښځينه نومونو د جمعي صيغې دي ( مڼې، دانې، پلوشې، ازانګې ) . په دغو ټکو کي � ی � اوږد ږغ لري؛ خو په چي، کي، مي، سي، ځي، سړي، زمري، قومي، ملي او داسي نورو ټکو کي کار سوې � ی � پوست او نرم ږغ لري . د دې د دوو ږغونو تر منځ غټ توپير سته . اوس نو که دا ټکي؛ مثلاً ځي، سړي، زمري، قومي، ملي او نور په اوږده � ی � وليکل سي، بايد د شيدې، مستې، شلومبې او نورو په شان وويل سي . په داسي حال کي، چي هيڅوک دا ټکي د سړې، زمرې، قومې، ملې په ډول نه وايي؛ ځکه په اوږده � ی � د دې ټکو ويل، د مانا له اړخه بدلون راولي؛ د مثال په توګه سړې د تودې په مقابل کي استعماليږي، چي له سړي سره په ږغ او مانا کي مځکه او اسمان تفاوت لري . که څوک د� چي، مي، کي � ظرفي � ی � له دې قاعدې باسي؛ او په اوږده � ی � يې کاږي، نو دا کار خو نه يوازي له � چي يې �، � مي يې � او � کي يې � له ترکيبي بڼو سره التباس را منځ ته کوي؛ بلکي د هغو پښتنو له تلفظ هم سره د ښکاره اختلاف او بېلوالي لار غوره کول دي، چي د چي، کي، مي، سي، ځي، سړي، زمري، قومي، ملي په شان ټکي ټول په نرمه يا معروفه � ی � وايي .
که د پښتو ژبي دځينو لهجو په ورځنييو محاوروکي اوس دا باريک او حساس توپيرونه له منځه تللي دي، د اندېښنې او پرېشانۍ وړ خبره نه ده؛ ځکه ژبه د ټولنيز چاپېر په غېږ کي زېږي، لوييږي؛ او په پای کي مري . ځيني ځانګړتياوي او خصوصيتونه له لاسه ورکوي؛ او ځيني نوري په خپله لمن کي را نغاړي . د ژبو د تکامل قوانين هم داسي عمل کوي . بايد د اسي توپيرونه د يوې او پراخي پښتو له نورو ويونکو زده کړو؛ او په دې توګه د ګډوډوييو او التباسونو مخه ونيسو، که نه نو له لويه سره څه اړتيا ده، چي په پښتو کي پينځه بېلابېلي � ی � ګاني ليکو او پالو، د پارسي په څېر به يوه � ی � ليکو او هر څوک به يې له خپلي لهجې سره سم تعبيروي؛ خو دا کار له څه اسانۍ او سادګۍ سره سره، علمي او منطقي تاداو نه لري . د ږغ پوهني ( فونولوژۍ ) د قواعدو او اصـــــولو له مخــــــــي بايد هـــــــــــــــر ږغ ( Phoneme ) ته بېـــل تـــــــــــــوری ( Grapheme) يا نخښه ( Symbol ) و مومو ؛ ځکه د ډول ډول ږغونو له پاره ديوه توري کارول، له يوې خوا پوخ علمي او منطقي جواز نه لري؛ او له بلي خوا په زده کړه او ښوونه کي بې شماره ربړونه پيدا کوي . هيڅوک به له دې خبري سره هوکړه ونه کړي، چي د موټر او موټرسايکل، يا خره او آس له پاره يو نوم استعمال سي؛ لکه څنګه چي د دغو وسيلو او موجوداتو تر منځ لوی توپيرونه سته، په ژبو کي هم د بېلابېلو ږغونو تر منځ همدونه توپيرونه ليدل کيږي . په پای کي د وړاندي سوو څرګندونو او مثالونو پر بنسټ دا سمه نه ده، چي و وايو : په کوڅه کې، په کور کې، په پوهنتون کې، په خونه کې او داسي نور؛ ځکه په دې ګردو جوملو کي ظرفي � ی � کارسوې ده؛ او بايد د مجهولي � ی � په ليکلو سره يې له � که يې � سره ګډوډ نه کړو .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery