ځيني کسان فعلي � ی � يوازي په امريه جوملو کي کاروي؛ لکه وڅښئ، وخورئ، وګورئ او
داسي نور ، په داسي حال کي چي د تللئ، کتلئ، وتلئ، ليدلئ په څېر فعلونوکي هم د
فعليه � ی � ږغ نغښتی دﺉ . که سړی، زمری، ګردی، چينجی، لسی ( د لسو افغانو نوټ يا
لوټ )، شلی ( د شلو افغانو لوټ ) او داسي نور نومونه په سخته � ی � ليکو، نو څنګه
کېدای سي د تللئ، کتلئ، وتلئ، ليدلئ په شان فعليه کليمې هم په دغه راز � ی � وکاږو؛
ځکه د دې دوو ډلو کليماتو تر منځ د ږغ او ګرامر له پلوه بېلوالی سته . همدغه راز،
په جومله کي د ضمير او فعل له پاره، د يو ډول � ی � کاروَنه، د دې د دوو بېلو ټکو
په پېژندنه او سم وينګ کي لويه ګډوډي پېښوي؛ مثلاً دی ښه سړی دﺉ . دی په کور کي دﺉ
. په دې جوملو کي لومړی � دی � د مفرد غايب شخص له پاره اشاري ضمير دﺉ؛ او دوهم �
دﺉ �، چي د جوملې په پای کي راغلئ، د جوملې فعل دﺉ . د دې دوو � ی � ګانو تر منځ په
ګرامري څرنګوالي کي هم توپير سته . په انګرېزي ژبه کي هم د پښتو په شان، د دې دوو
ټکو تر منځ همدا توپيرونه جوَت دي؛ د مثال په توګه که تېري پښتو جوملې په انګرېزي و
وايو : He is a good man. He is at home.
په دې دوو جوملو کي د � He � او � is � تر منځ مځکه او اسمان فرق سته . � He � په
داسي حال کي، چي د جوملې د مبتدأ يا فاعل کار کوي، د دريم شخص له پاره اشاري ضمير
دﺉ؛ خو� is � د جوملې فعل دﺉ . د دې فعل اصلي حالت � be � دﺉ، چي � am, are, is �
يې د حاضري زمانې، � was, were � يې د ماضي زمانې، � been � يې د نيژدې ماضي زمانې
او � being � يې د جاري زمانې له پاره کاريږي .
شک نسته، چي د پښتو د بېلابېلو سيمو خلګ د � ی � ګانو په کاروَنه کي د خپل سيمه ييز
تلفظ دود او دستور پالي . موږ د ځينو نورو په څېر د � ی � ګانو په وينګ یا تلفظ کي
د کتني وړ توپيرونه لرو . دا اختلافونه او بدلونونه طبيعي خبره ده؛ خو د پښتو د يوه
منلي معيار له پاره بايد د ټولو پښتنو بېلابېل تلفظونه په پام کي و نيول سي . دا
خبري په پښتو کي د اکثريت او اقليت يا هري لهجې ته د فيصدۍ او د ونډي ( څه ستا او
څه زما ) پر بنسټ نه سي حل کېدای . ژبني توپيرونه د اکثريت او اقليت ( زه نه پوهېږم
په پښتو کي څوک اکثريت او څوک اقليت دي ؟ چا دا شمېرني وکړې ؟ او تر کومه ځايه د
باور وړ دي ؟ ) يا فيصدۍ او ونډي پر بنسټ حلول، هيڅ علمي او منطقي تاداو نه لري .
اکثريت او اقليت، يا هر چا ته د هغو د وګړو په اندازه ونډه ورکول، ټول د سياست د
ډګر خبري او مقولې دي . بايد په دې خبره سر خلاص کوو، چي د خپلسرو او ناسمو
معيارونو په تپلو سره، خلګ له پښتو کرکه پيدا کوي؛ خپله ژبه ورته پردۍ کيږي؛ او په
دې ډول زموږ د سپېڅلي او ربړېدلي ژبي ژوند او پرمختګ له لوی کړکېچ سره مخامخ کيږي .
له دې امله بايد د پښتو ژبي تکامل او بشپړتيا هيڅکله د څو محدودوکسانو د هوسونو او
غوښتونو قرباني نه سي . هر څوک له خپل وس او ځواک سره سم کولای سي، د ژبي په شتمنۍ
او پرمختګ کي برخه واخلي؛ خو هيڅوک د دې حق نه لري، چي د پښتنو د ستر قوم د اسانه
او خوږې ژبي واګي په خپل لاس کي ونيسي؛ او له خپلو شخصي غوښتنو سره سم يې معيارونه
وټاکي . خلګ داسي خپلسري او تپل سوي معيارونه هيڅکله نه مني؛ او په پای کي بې
ناخوالو او ګډوډييو هيڅ ګټه نه لري .