د تپل سوي � معياري � پښتو پلويانو د پراخو جعل سوو کليمو او نامنلو معيارونو په
وړاندي کولو سره، زموږ په اسانه، ساده او خوږه ژبه کي ډېر التباسونه او ګډوډۍ پيدا
کړي دي . د پښتو ژبي په وينګ( ويلو ) او کښنګ ( کښلو )کي دې ناوړه لاس وهنو، نه
يوازي بهرنييانو ته پښتو ژبه تر بلي هري ژبي لانجمنه کړې ده؛ بلکي موږ پښتنو ته يې
هم د خپلي مورنۍ او پلرنۍ ژبي په پوهېدو کي لوی خنډونه او ربړونه پېښ کړي دي . په
ژبه کي دا ناسم او خپلسري تصرفات، د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ پر ځای، د هغې د بې
خوندۍ او وروسته پاته والي شرايط او موجبات برابروي . د پښتو ژبي تکړه ليکوال او
څېړونکي، ښاغلي محمد معصوم هوتک، په هغه مستنده او مستدله ليکنه کي، چي � پرمعياري
ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه � نوميږي، د دغه راز التباسونو او ګډوډييو په اړه اوږدې
خبري کړي دي ( ګران لوستونکي کولای سي د ښاغلي هوتک علمي او تحقيقي ليکنه پرکتابي
ډول سربېره ، د اينټرنيټ له لاري د بېنوا ويبپاڼي د برېښنايي کتابتون په برخه کي هم
ولولي ) . له دې امله په دې ليکنه کي هڅه کوو، چي د دغه راز التباسونو او ګډوډييو د
لا روښانتيا په هيله د ځينو نورو بولګو په راوړولو سره بسنه وکړو .