لکه څنګه چي پوهېږو، په ټولنيز ژوندانه کي د يوه مقصد له پاره د بېلابېلو معيارونو
کاروَنه، ډول ډول ستونزي او کړواونه پيدا کوي؛ د مثال په تــــــوګه په کندهار او
شاوخوا سيمو کي د يوه سېر وز ن له هغه سېر څخه په تول کي ډېر فرق لري، چي په کابل
او ځينو نورو سيمو کي باب دﺉ . دغه راز، د کندهار من دکابل او ځينو نورو سيمو له
منه څخه په وزن کي ډېر بېلوالی لري . په انګليستان کي تر اوسه د پيسو واحداو تقريباً
يو پاوي وزن ته پونډ وايي . داسي التباس او ګډوډي د سودا کولو پر مهال هر چا؛ په
تېره بيا بهرنييانو ته لوی مشکلات پېښوي . کله چي له دوکاندار سره د ځينو شيانو د
اخيستو په اړه خبره کيږي، څوک په اسانۍ نه پوهېږي، چي د پونډ په يـــــادولو سره
وزن ته اشاره ده که پيسو ته . د لته د بېلابېلو خلګو تر منځ د ډول ډول پيمانو او
تولونو په باره کي د يوې کوچني واقعي کيسې يادونه بې ګټي نه ده . يو وخت د
کنــــدهار د سيمي يوه پردېس په کابل کي له يوه دوکاندار څڅه د يوه سېر بورې د
اخيستو غوښتنه وکړه. پلورونکي د بورې مرتباني ته وکتل او د بخښني په غوښتلو سره يې
ورتــه وويل، چي يو سېر بوره نه لري . کندهاری اخيستونکی د دې خبري په اروېدو سره
غوسه سو . ده ويل : � زه فقط يو سېر بوره غواړم؛ خو دوکاندار وايي زه يو سېر بوره
نه لرم . � په حقيقت کي دواړه سم ږغېده؛ ځکه چي له يوه سېر وزن څخه د کندهاري
پېرېدونکي ( خريدار ) مقصد يوازي يو کيلو بوره وه؛ چي په مرتبانه کي تر
هغــــــــــــــې ډېره مالومېده؛ خوکابل مېشتي دوکاندار د سېر وزن داوو کيلو په
مانا پېژنده . دې خبرو ته په پام سره دا نتيجه اخلو، چي د ژوندانه په هره برخه کي د
عام او واحد معـــــــــيار ټاکــــــل، ډېـــــري غلط فهمۍ او پېچومي له منځه وړي
.
د ټولنيز ژوند په هره برخه کي، د مختلفو مقياسونو او پيمانو په څېر، د يوې ژبي د
بېلابېلو لهجو تر منځ ډول ډول توپيرونه هم ، د هغي ژبي د ودي او پرمختګ په لاره کي
راز راز خنډونه او ځنډونه پيدا کوي . د تلفظ او ليکدود په چارو کي بېلابېلي ستونزي،
پر ښوونه او روزنه سربېره د ټولنيز ژوند ټولو ګډو ارمانونو ته د رسېدو لاره ډېره
ګرانوي؛ نو ځکه د هري ژبي د ټولو لهجو د لغوي، اصطلاحي، ادبي او علمي زېرمو را
غونډول؛ او د پياوړو څو اړخيزو اړيکو له لاري د يوي بشپړي کره او معياري ژبي پر لور
هڅه، په ريشتيا سره لوی او ارزښتناک کار دﺉ .
د بشر د تاريخ لوړي او ژوري د دې انکار نه منوونکي حقيقت ښکارندوی دي، چي د هري
ټولني په سياسي، اجتماعي، فرهنــــګي او اقتصـــــادي ژوند کــــي هر اړخيز
بدلونونه په خپله د نوو معــيارونو د ايجاد شرايط او امــکانات برابروي؛ مثلاً د
اروپايــــــــي ټولني ( European Community ) او بيـــــا اروپـــــايي
اتحــــــاديـــــــې ( European Union ) په جوړېدو سره، اوس د اوويشتو هيوادو د
ژوندانه په زياترو برخو کي، خورا ژور او په زړه پوري معيارونه را منځ ته سوي دي . د
دغو هيوادو وګړي د يوبل هيواد ته د سفر پر مهال وېزې ته اړتيا نه لري؛ د پيسو د
خورا ډېرو واحدونو پر ځای د � يورو � په نامه نوی پولي واحد غوره سو؛ او د سياسي،
اجتماعي، فرهنـــــګي او اقتصادي ژوند په ډېرو ډګرونو کي داسي نوي اصول او معيارونه
را منځ ته سول، چي د ټولو منشأ او ريښه د نړيوالو اړيکو په تيره بيا همدغو اروپايي
هيوادونو او سيمي په ډول ډول بدلونونو او پرمختګونو کي نغښتې ده . په دغه راز بدلون
او اوښتون کي انسانان ستره او مهمه ونډه لري . انسانان د تکامل له اړتياوو سره سم د
خپل ټولنـــــــــيز ژوند مادي او مانوي ( معنوي ) شرايط اړوي . دا نوي شرايط او
حالات په خپل وار سره د نوو بدلونونو لاره هواروي . ترڅو د ژوندانه په مادي او
مانوي شرايطو کـــــــــــــي د پــــــــام وړ تغييرات رانه سي، د نوي غوښتني يا
نوي معيار تحقق ګران او حتا نا ممکن کار دﺉ؛ ځکه نوي پديدې او معيارونه، د انسانانو،
ژوو، بوټو او نورو ژوندييو موجـــــــــوداتو په شان، د خپل پايښت او ودي له پاره د
خاصو شرايطو غوښتنه کوي . په دې ډول ګورو، چي د ژوندانه په هره برخه کي د معيار
جوړول يو کمپيوټري يا مېخانيکي عمل نه دﺉ، چي د يوه کليک په کولو يا د يوه سويچ په
کښېکښلو سره را منځ ته سي . بالعکس د هر معيار رامنځ ته کول او برياليتوب يو تدريجي
او تکاملي بهير دﺉ، چي دانسانانو له بېلابېلو اړيکو او پر له پسې ګډو هڅو سره نېغ
په نېغه تړاو لري .
د پښتو ژبي په ليکدود او نورو برخو کي، د نوو معيارونو د غوره کولو مسأله هم بايد د
ټولني سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصـــادي بدلونونو ته په ژوري پاملرني سره و
څېړله سي . تر هغه مهاله، چي د پښتنو د خورو ورو پرګنو تر منځ د ټولنيز ژوندانه
بېلابېلي اړيکي لا ټينګي او پياوړي نه سي، د کاغذ پر مخ د معيــــــــارونو ټاکل
هيڅ ګټه نه لري . په پښتو ژبه کي، د معيارونو را منځ ته کول يوازي د څو شاعرانو،
ليکوالو او پوهانو کار نه دﺉ . ژبه د نورو ټولنيزو موجوداتو په څېر د خلـــــــــګو
په مـــنځ کي زېږي او د ډېرو اوږدو مودو په ترڅ کي وده کوي؛ له دې امله ژبه او ټول
فرهنګي ميراثونه تر هر څه مخکي د خلګو مال دﺉ . په بله وينا، خلګ د خپلو پلرونو او
نيکونو د دې لرغوني ميراث په روزنه او پالنه کي، تر ټولو لويه برخه لري . که څوک د
جادوګرانو د منتر په څېر، په وچو فرمانونو او پرېکړو د ژبي په ګډون د خلګو په
اجتماعي او کلتــــــــوري ژوند کي، د نوو لارو او معيارونو د رامنځ ته کولو خوبونه
ويني، بايد يو پلا د افغانستان د تېر دېرش کلن خونړي تاريخ سياسي درسونو ته په ځير
سره پام واړوي . زموږ ټولو هيــــــــــوادوالو د سر په سترګو وليدل، چي په
افغانستان کي بېلابېلو سياسي او پوځي واکمنو ډلو، په خپلو و چو فرمانونو او فتواوو
سره د خلګو په اجتماعي، کلتوري او اقتصادي ژوند کي هيڅ ګټور بدلون را نوست . هر څوک
پوهيږي، چي اجتماعي او فرهنګي بدلونونه (ژبه هم له هغو سره موازي حرکت کوي ) هيڅکله
د سياسي تغييراتو په شان، د سترګو په رپ کــــــــــــــــي نه پېښيږي . د ولسونو
په ژبه او نوروکلتوري دودونو کي، پاييدونکي تحولات داوږدو کلونو او پراخو ګډو
کوښښونو غوښتنه کوي؛ لکه څنګه چي په ونه کــــــــــــي د مـېوې پخېدل پر هوا،
خاوري، اوبو، سري او نورو عناصرو سربېره وخت ته اړتيا لري، په ژبه کي هم د نوو او
منلو معيارونو را منځ ته کول، د خلګو په سياسي، کلــــــــــــــــــتوري،
اجتـــــماعي او اقتصادي ژوندکي، د پرمختګ او پوخ والي لازمو شرايطو ته اړتيا لري .