اپي په پښتو کي مار يا اژدهار ته وايي . دا چي په عربي کي افعي په دغه مانا سته
دا د دې دليل نه دﺉ، چي دا کلمه له عربي څخه مفغنه سوې وي . لوی استاد، په خپله
عالمانه او مستنده څېړنه کي د دې کليمې ريښې په پښتو ادب او ولسي محاورو کي ثابتوي؛
لکه څنګه چي د خوشال خان خټک دکلام يوه بولګه داسي ښيي :
مه لړم شه، مه اپي شه
غم فزا، راحت زدا
يا دا لنډۍ :
موزي اپي مار راته بس دﺉ
اپي ماران دي د موزيانو په ګورسينه
لوی استاد، علامه حبيبي، وروسته د همدې ټکي د مصدر په اړه داسي زياتوي : � په ژبه
کي اپ يا هپ ژر ژر خوړولو ته وايي، چي کټ مټ په همدې معنا په هندي ژبه کي هم سته .
په پښتو کي وايي : هـــــپ يې کړل يعنی بلعيد . بل مصدر يې اپييل يا هپېدل دي . نو
اپي يا هپي بلعيدو ته وايي ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۲ )
.