د معيار عربي ټکی د عين په زېر سره د � عِيار � له کليمې څخه اخيستل سوی دﺉ . په
لغت کي اندازې، ګچي، مېزان، مقياس، پېمانې، ثابت او منــــــــــل سوي ماډل، د سرو
او سپينو زرو د پېژندلو ډبري ( محک ) او ترازو، د توپک د ميل بر ( سور )، نورم،
قاعدې، اصل او داسي نورو ته ويل سوی دئ، چي معاييــــــــــــــر يې د جمعي حالت دﺉ
. په انګرېزي ژبه کي د معيـــــــــار له پاره، د " Standard "، " Touchstone "، "Guage"
، " Calibre" ، " Norm "، Measurement " " ټکـــــــي کاروي ( عميد ۳: ۲۲۷۹)، (
Wher 661 )او ( Robinson 1371 ) . په هندي او اردو ژبو کي، همدا عربي ټکی د � مايار
يا معايار � په بڼه ادا کوي .
معياري ژبه ، د ويلو او ليکلو هغه بڼه ده، چي زياتره لوستي او پوه کسان يې کاروي ؛
او د زياترو خلګو له خوا د ژبي د سم او کره ډول په توګه مـــنله سوې وي . دا ډول
ژبه له ښوونځييو او پوهنتونو څخه نيولې بيا تر ټولو دولتي ادارو، قضايي اورګانونو،
د چاپ او خپرولو په ټولو مؤسسو، ټولو رسمي ليکنو او ويناوو، حقـــوقي او تجارتي
چاروکي کاريږي . په دې توګه، معياري ژبه په حقيقت کي ديوې ژبي د لغتونو، اصطلاحاتو،
ترکيبونو، تعبيرونو، محاورو، ګرامري قاعدو او ځينو نورو ژبنييو جوړښتـونو له منځه
تر ټولو غوره سوي او چاڼ سوي شکل ته وايي . په پښتو کي هم معياري ژبه د ويلو او
ليکلو هغه متحده او غوره سوې بڼه ده، چي د پښتنو د هري لهجې ويوونکی يې په ويلو او
ليکلو کي هيڅ ستونزه او کړاو ونه لري؛ هر چا په خوښۍ او خوشالۍ سره منلې وي .
شک نسته، چي ژبه هيڅکله په څو مياشتو او کلونو کي د معيار تر مقامه نه سي رسېدای .
د دې کار له پاره اوږدو او پرله پسې کوښښونو ته اړتيا ده، چي چټکتيا او کراري يې د
ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو بدلونونو پوري اړه لري . په راتلونکو څپرکو کي د معيار
او معياري ژبي پر بېلابېلو اړخونه يوه لنډه کتنه کوو .