لوی استاد، علامه حبيبي، په پښتو کي د � اپت � ماناوي داسي شمېري :
�۱- رنځ، زحمت او تکليف .
۲- پر کښت او باغ يو نباتي يا آسماني آسيب راتلل .
۳- که دا کلمه د سړي سره د صفت په ډول راسي، مقصد يې مکار، محيل او چالاک دﺉ .
پلانی ډېر اپت سړی دﺉ . په عربي کي هم افت جمع يې افات سته . مګر پښتو دا کلمه له
عربي څخه نده اخيستې، ځکه چي په سنسکريت کي هم اپت ( Apat) يا اپتي ( Apatti )
فاجعې، بدبختۍ، پرېشانۍ، خفـــــــت او رسواتوب ته وايــــــــي . � ( حبيبي، د
پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۹ ) .
معظم استاد، د � اپت � کليمې په اړه له نورو اريايي ژبو سره د پښتو د ګډوالي مسأله
داسي څرګندوي : � په سنسکريت کي هم د پښتو په څېر د اپــــت کــــــــــال (Apat-Kal
) اصطلاح سته، چي د مرضونو، اپتونو او کاختۍ کال وي . د داسي ټکو د پېژندني له پاره
بايد وګورو، چي آيا دا کلمې په آريايي ژبو کي ريښې او بولـګې لري که يا؟ که يې په
آريايي ژبو کي ريښې وموندل سوې، بايد هغــــــــه پردۍ ونه ګـــــڼو، ځکه پښتو زړه
ژبه ده، چي د اوستا او سنسکريت سره نژدې اړيکي لري . کـــــــه دا ريښې په آريايي
ژبو کي پيدا نسوې، هغه مهال بايد هغو ته د دخيلو ټکو په سترګه وګورو، او د مفغن توب
يا پښتووالي د قانون پر بنسټ له هغو سره چلند وکوو ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق
لاري، شل مقالې ۷، ۹۶ ) . د همدې استدلال له مخي د � اپت �کليمه مفغنه نه ده؛ بلکي
زړه اريايي کليمه ده .
لوی استاد په پښتو لنډييو کي د� اپــــــــت � بـــــــولګې داسي بيان کړي دي :
لکه شين کښت ژليو زمول کړم
را باندي راغله له آسمـانه اپتـــونه
اپت وهلي کښت ته راغـلم
نه يې شين توب سته، نه هغه خوند را کوينه