د پښتو ادب وتلي او منلي بابا ، لوی استاد علامه حبيبي، د � ابير � د اريايي ريښې
تر څېړني مخکي، د دې ټکي د مانا په اړه داسي ليکي : � په پښتــــــــو خوشبــــويي
دوا ته وايي، چي له څو اجزاوو څخه مرکبه سوې وي . په سنسکريت کي هم په دغه شکل يو
خوشبويه پوډر سته، چي په ښو ورځو کي استعماليږي . �
لوی استاد، د � ابير � اصلي اريايي بڼه او په بېلابېلو ژبو کي د دغه ټکي د تعريب
سوي جولې په تړاو داسي کاږي : � په عربي کي هم عبير سته . په پارسي کــــي هم د
صندلو او ګلابو او مښکو څخه مرکبه دوا ده . پارسي کټ مټ عربي بڼه اخيستې ده، خو د
پښتو عبير اصلي آريايي کليمه ده، او لکه اکثر فرهنګ ليـــــــکوونکي چي وايي عربي
عبير هم له سنسکريت ابير څخه معرب سوی دﺉ . ځکه چي عربو د ډېرو دواوو نومونه له
هنده په خپله ژبه کي قبـــــــــول کړي دي، لکه صنـــــــــدل د چنــــــدڼ
معــــــــــــــــرب او نــــور . � ( حبيبـــــــــــــي، د پښتو لغاتو د تحقيق
لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۱) .