د ځينو په ګومان دا کليمې د عربي ژبي له � شکل � او � شکيل � څخه اخيستل سوي دي . د
افغاني فرهنګ بابا، علامه حبيبي، د شېخ متـــــــي او ښکارندوی له اشعارو څخه نيولې
بيا د رحمان بابا تر شعرونو پوري، د دې کليمو پراخ نظاير ښوولي دي ( حبيبي، د پښتو
لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۷ � ۹۸ ) .
لـــــــوی استاد د همدې مقالې په يوه بله برخه کي داسي استدلال کوي : � په عربي کي
� شکل � د صورت په مانا دﺉ، چي ښه او بد دواړه پکښي راځي؛ خو د پښتو� ښکلئ �
يـــــــوازي حسين، قشنګ، او ښايسته ته وايي . � علامه حبيبي، وروسته د ډنکن فوربس
د سنسکريت ژبي قاموس په استناد، د ښکلي ريښه داسي بيـــــــــانوي : � Shukla� يا �Shukle
� په سنسکريت کي سپين او نوراني ته وايي . شکلته ( Shuklata ) نور، سپين والی،
سفيدي او شکله پکشه (Shukla � Paksha ) د سپـــــــــــوږمې رڼا ده . دغه راز، د
همدې معتبر قاموس په حواله زياتوي، چي کشل ( Kushal ) د روغتيا، سعادت، کامرانۍ او
فرخندګۍ په معــــــــــناوو راغلئ دﺉ . کشله ( Kushala ) خوښ، ښه، سم او درســت
تــــــــــــــه وايـــــــــــــــي . � ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل
مقالې ۷، ۹۹ ) . لوی استاد، په دې ډول نتيجه اخلي، چي هم د � ښکلي � او هم د � کښلي
� ريښې کـــــټ مټ په دغو ماناوو په سنسکريت کي سته .